زېورټ

روسۍ سندرغاړې

يوليا زېورټ (په روسي ژبه: Ю́лия Зи́верт) يوه روسۍ سندرغاړې ده چې د ۱۹۹۰م ميلادي کال د نومبر پر ۲۸مه نېټه زېږېدلې ده. هغه د روسيې هېواد يوه له مشهورو سندرغاړو څخه ده چې د نړۍ په بېلابېلو هېوادونو کې يې کنسرټونه اجرا کړي، د هغې ترټولو مشهوره او نړیواله سندره د «life» (ژوند) په نوم ده، چې په انګرېزي او روسي ژبو ویل شوې. د دې سندرې په ويلو سره نوموړي ډېرې جایزې ترلاسه کړي.

زېورټ
Юлия Дмитриевна Зиверт (روسي) ددې ځانګړني سمول پر ویکي‌ډېټا
نښان
اړوند
زېږونځای
ښاروندتوب
زېږون نېټه
د نوامبر ۲۸, ۱۹۹۰ ز کال (۳۳ کلنه)
ژبې
دنده
سندرغاړې
ټوليز مالومات
عمومي مالومات
ژانر
ژانر
جوړښت
جایزې
نور مالومات
وېب‌پاڼه
zivert.com (روسي) ددې ځانګړني سمول پر ویکي‌ډېټا

شخصي ژوند او هنري فعاليتونه

سمول

يوليا زېورټ د 1990 زېږدیز کال د نوامبر پر 28مه نېټه د روسيې هېواد پلازمېنه‌ مسکو ښار کې نړۍ ته سترګې غړولي دي، هغې له ماشومتوبه د موسيقۍ سره ډېره مینه درلوده چې په دې برخه کې يې ډېر تمرين کاوه او تل به يې د نورو سندرغاړو سندرې له ځان سره زمزمه کولې، وروسته تر دې چې خپل کور ته يې خلک راغوښتل د کېنسرټ په توګه يې سندرې ورته ويلې.

 

د زېورټ يو نورمال انځور

په 2017 کال کې هغې د روسيې د سندرو يوه شخصي انسټیټیوټ سره قراداد لاسلیک کړ چې په پایله کې يې د نوموړي سره مرسته وکړل ترڅو خپله لومړۍ سندره د «Чак» (چک) په نوم ووايي او د همدې کال د اپرېل پر لومړۍ نېټه يې خپره کړي.

څو مياشتې وروسته يې د «Анестезия» (بې هوښۍ) په نوم سندره وویل چې په رسمي توګه يې په خپل يوټيوب چېنل کې خپره کړه.

د 2018 زېږدیز کال د اپرېل پر شپږمه نېټه دې سندرغاړي خپل لومړنی البوم خپور کړ چې څلور سندرې يې په لېسټ کې شاملې وې چې نومونه يې؛ "Еще хочу", "Зеленые волны", "Сияй" او "Океан" وو.

د 2019 زېږدیز کال د مارچ پر دوولسمه نېټه دې سندرغاړي د life (ژوند) په نوم سندره وویل چې په ډېره کمه موده کې ډېره مشهوره شوه، دا سندره چې په روسي او انګريزي ژبو يې ويلې وه د "Shazam" سندريز اپليکشن يوه ترټولو غوره او مشهوره سندره څرګنده شوه چې تر ننه پورې يوه له په زړه پوريو سندرو څخه ده. همداراز دا سندره «Apple music» اپليکشن دوهمه مشهوره سندره شوه. د دې سندرې ويډيو په هانګ کانګ هېواد کې جوړه شوې.

له هغې سندرې وروسته نوموړې يوه بريالۍ سندرغاړې شوه چې ترننه پورې يې خورا ډېرې سندرې ويلي او په بېلابېلو هېوادونو کې کنسرټونه اجرا کړي دي.

البومونه(د سندرو ټوليزې)

سمول
نوم نېټه او معلومات
Сияй — EP
  • د خپرېدو نېټه: د اپرېل 6، 2018 زېږدیز کال
  • رتبه: لومړنی البوم
  • د خپرېدو ډول: کنسرټونه او ټولنيزې رسنۍ
Vinyl #1
  • د خپرېدو نېټه: د سپټمبر 27، 2019ز کال
  • رتبه: دوهم البوم
  • د خپرېدو ډول: کنسرټونه او ټولنيزې رسنۍ
Vinyl #2
  • د خپرېدو نېټه: د اکټوبر 8، 2021
  • رتبه: درېيم البوم
  • د خپرېدو ډول: کنسرټونه او ټولنيزې رسنۍ

يوازې سندرې

سمول
کال سندره
2017 "Чак" چک
"Анестезия" بې هوښي
"Анестезия" بې هوښي (سېلډر او مګنېټ ريمېکس)
2018 "Ещё хочу" ډېره غوښتنه (تور تمځی ريمېکس)
"Зелёные волны" زرغونې څپې
"Life" ژوند
"Life" (لاورېشکن او ميفيسټو ريمېکس)
"Можно всё" ټول کولای شي
"Life" ژوند (تور تمځی ريمېکس)
2019 "Шарик" ښاريک
د سمندر سفر
"Паруса" د سمندر سفر ريمېکس او ايډيټ شوی ډول
"بورلي هېلز"
"اعتبار"
2020 "ЯТЛ" ياتال
2022 راويښ شه!

د سندرو ويډيوګانې

سمول
کال نوم ډايرکټر ټوليزه/البوم
2017 "Чак" بوګدن لېونوايس
"Анестезия" سېرګي ګري
2018 "Еще хочу" ياروسلاف کوروکټو Сияй — EP
"Зеленые волны"
2019 "Life" Vinyl #1
"Паруса" (feat. Mot) Non-album single
"Beverly Hills" الان بېدوف Vinyl #1
2020 "ЯТЛ" Vinyl #2
"Credo" Vinyl #1
"Fly 2" (feat. Niletto) ناپېژاند Non-album single
"Неболей" (feat. Basta) الېکسي
"Многоточия" Vinyl #2
2021 "Bestseller" (feat. ) الان بېدوف Non-album single
"Это الېکسي Два хита (Dima Bilan's maxi-single)
"CRY" الان بېدوف Vinyl #2

بهرني لېنکونه

سمول

د زېورټ د اينسټاګرام اکانټ

د زېورټ رسمي ويبپاڼه

د Life سندرې پښتو ژباړه او د يوټيوب لېنک (د ژباړې په پای کې)

سرچينې

سمول
  1. ۱٫۰ ۱٫۱ "Global Smashes And Local Stars: The Top Acts In 10 Countries" (په انګرېزي ژبه). ۱۷ ډيسمبر ۲۰۲۰.{{cite web}}: سرچينه ساتل:ناپېژانده ژبه (link)
  2. "Дима Билан, Zivert и Люся Чеботина стали лауреатами премии RU.TV" (په روسي). ۲۹ مې ۲۰۲۲.{{cite web}}: سرچينه ساتل:ناپېژانده ژبه (link)
  3. "Полина Гагарина, Zivert, Niletto и другие гости Премии телеканала RU.TV" (په روسي). ۲۴ مې ۲۰۲۱.{{cite web}}: سرچينه ساتل:ناپېژانده ژبه (link)
  4. "Итоги вручения российской национальной музыкальной премии «Виктория-2021»" (په روسي). ۲ ډيسمبر ۲۰۲۱.{{cite web}}: سرچينه ساتل:ناپېژانده ژبه (link)
  5. "«Наш первенец!»: Юлия Зиверт в «цветочном» фантазийном мини обрадовала публику" (په روسي). ۱۳ ډيسمبر ۲۰۲۰.{{cite web}}: سرچينه ساتل:ناپېژانده ژبه (link)
  6. "Премию RU.TV получили Светлана Лобода, Филипп Киркоров и Zivert" (په روسي). ۲۵ مې ۲۰۱۹.{{cite web}}: سرچينه ساتل:ناپېژانده ژبه (link)
  7. ۷٫۰ ۷٫۱ ۷٫۲ "Премия «Виктория-2019» провозгласила триумф Zivert и Димаша Кудайбергена" (په روسي). ۶ ډيسمبر ۲۰۱۹.{{cite web}}: سرچينه ساتل:ناپېژانده ژبه (link)