زیړوک ولسوالی

زیړوک کينډۍ:''لیکوال محمود ځدراڼ. زیړوک ولسوالی د یوې درې په څېر دنګو غرونو او پراخو ځنګلونو په واسطه احاطه شوي ده چې له ختیځ څخه د لویدیځ په طرف د یوې درې په شکل پراته ده څلور خواوې یې طبعیی ځنګلونو پوښلی ده، د زیړوک ولسوالی د ځنګل درلودلو له آمله لوړ اقتصادي ارزښت لري چې تقریبآ ۹۷٪ د یادې ولسوالی جغرافیه ځنګلونو پوښلي ده نوموړي ځنګلونه هر کال په زرګونه ټنه جلغوزي تولیدوي چې په عموم کې د افغانستان په اقتصاد کې رغنده رول لري او هم د ځایې خلکو د تجارت او عایداتو په لاسته راوړو کې مهم ارزښت لري، همدارنګه نوموړي ولسوالی د خوست او پکتیکا د لویې لارې پر استقامت پراته ده، چې د یادې لارې په اوږدو کې د سیمې اوسیدونکي د جلغوزیو، تازه میوو او د سختماني موادو تجارت کوي.

اقلیم یی د موسم له بدلیدو سره بدلون کوي د مني په موسم کې یی اقلیم وچ وي، بادونه پکې الوزي، د ځمکې لاندې اوبو کچه هم په یاد موسم کې یو څه ښکته ځي، په ژمي کې یی ټوله ساحه په واورو پوښل شوي وي چې د واروې اندازه پکې په اعظمې ډول تر ۱.۵ مترو پورې راسیږي، د حرارت درجه یی د ژمي په موسم کې تر منفي لسو درجو پورې رسیږي.

د اوړي او سپرلي په موسم کې یی هوا معتدله وي، د غرو لمنې په شنو واښو پوښل شوي وي، د غرو له دارو څخه شنې اوبه رابهیږي، په یاد موسم کې یی د حرارت درجه له ۳۰- ۳۵ سانتي ګرید پورې راسیږي، په یاد موسم کې نوموړي ولسوالی ډیره په زړه پورې منظره لري. ځایی خلکو او مشرانو سره مرکه او د پښتني قبیلې وپیژنی کتاب

د زیړوک ولسوالی خلک د کرنې لپاره له روانې اوبو څخه استفاده کوي او د څښاک لپاره له چینو او د څاه ګانو له اوبو څخه استفاده کوي.

د زیړوک په ولسوالی کې د ځدراڼ قوم دوه قبیلې اوسیږي چې یو یې د غنی خان خېل او بل یی د پریڅ خېل قبیلې دي، غني خان خېل قوم د ولسوالی په مرکز او لویدیځه برخه کې اوسیږي او د پرېڅ خېل قوم د ولسوالی په ختیځه او شمالی برخه کې اوسیږي. د امیر عبدالرحمن په وخت کې د غني خان خېل قوم یو واحد مشر درلود چې میری نومیده بیا د وخت په تیریدو سره د غني خان خېل قوم په څلورو زمنو تقسیم شو چې علمی، سوری مدکی او سرمست نومیده د دوی نفوس زیات شو او بیا د هر یو کلی د دوی په نومونو ونومول شو، سرمست د نفوس له اړخه تر نورو کلیو کم وو نو په دې اساس نوموړی کلی د سوري او مدکي ترمنځ ترمنځ تقسیم شو او هر کلی د ځان لپاره واحد مشر وټاکو په هغه وخت کې ددوی مشران دری نفره وو، د سوري مشر جلافت خان، د علمي کاجیرخان او د مدکي سیداګل وټاکل شول.

په عموم کې د یادې ولسوالی خلک په کرلاڼي قابیله پورې تعلق لري.

ولسوالی په ټولو ساحو کې( هیڅ داسې ساحه نشته چې یاد بوټی پکې نشته) موجود دی، نوموړی بوټی د سپرلی موسم د ثور په میاشت کې یو ډول خاص زیړ ګل کوی دغه ګل په دې موسم کې دومره زیات وي چې له لرې داسې معلومیږي لکه یو ډول زیړ پرش چې غواړیدلی وي په اصطلاح واک د همدې بوټي وي، نو ددوی په قول دغه موسم ته به دوی زیړ واک موسم ویل له نورو ساحو چې با خلک راتلل نو دوی به ویل چې راځئ چې زیړ واک سیمې ته لاړ شو چې د وخت په تیریدو سره خلکو دغه نوم عمومي استعمالوه، او د ډیر استعمال له امله له یاد نوم څخه د الف توری خذف شوی او په زیړوک تبدیل شوی او دا هم هغه د زیړ واک نوم دی چې پخوانیو خلکو په یو خاص موسم کې د یادې سیمې لپاره کاروولی دی

زیړوک ولسوالی.

د زیړوک ولسوالي د نوم په باره کې د خلکو نظریات ویشلي دي، ما دلته هڅه کړي چې د یادې ولسوالی د نوم په باره کې د مشرانو او لوستو خلکو نظرونه را واخلم. علمی اشخاص چې د زیړوک د نوم په باره کې کوم نظر لري تر ډیره له هغو نښو نښانو، ځایونو او قرینو سره نږدې اړخ لګوي چې په یاده ولسوالی کې موجود دي. هغوی وایی چې د زیړوک نوم د سړبن قبیلې د ابدالي له توکمه د غیسی د ځوی ملک سلیمان مشهور په زیرک یا ځیرک د ځوی نوم دی، د سړبن قبیله په هغه وخت کې په دوو لویو خاښونو وویشل شوه چې یو یې ځیرک یا زیرک او بل یی پنج پای نومیږي، د اسلامي دورې په تاریخ کې لومړنی سړی چې ابدال یا اودل یاد شوی دی، د پښتني قبیلې یو مشهور نیکه وو چې د سلیمان غر په شاوخوا سیمو کې اوسیده، نوموړی د ترین زوی د شرخبون لمسی او د سړبن کړوسی دی هغه په ۴۸۱ زیږدیز کالونو په شاوخوا کې پښتانه په ځان راټول کړل او د هغه له توکمه ملک سلیمان مشهور په زیرک چې همدلته یی د سلیمان غر په لمنو کې استوګنه کوله چې وروسته یی د پښتانو قبیلې له دې ځای څخه د قندهار په طرف له ځان سره بوتلې، رابه شو دې ته چې د زیرک یا ځیرک له زیړوک سره څه؟ دا چې د سلیمان د غرونو یوه نسبتاً اوږده لړی د زیړوک ولسوالی له ساحې څخه هم تیره شوي نو د زیړوک ولسوالی په جنوب ختیځه برخه کې چیرته چې د منځکی او نکې خوړونه سره یو ځای کیږي یو ګړنګ موجود دی، دغه ګړنګ ځایی خلک اوس هم د (زیړک کوټې سر) یا (زیرک کوټې سر) په نوم یادوي، دا مونږ ټولو ته معلومه ده چې پخواني پښتانه له تمدن څخه لرې وو نو دوی به د استوګنې لپاره په غرونو کې د ځآن لپاره سمڅې یا مغارې ایستلې او په هغې کې به یې استوګنه کوله، دغه ګړنګ یا زیرک کوټې سر د یو نهر په څېر په منځینی برخه کې خالی دی خو چت یا سر یې د بارانونو او طوفانونو له وجهې له منځه تللی دی، نو د ګړنګ نوم او نښو ته په کتو دا هم هغه ځای دی چېرته چې ۴۸۱ام زیږدیز کال کې د سړبن قبیلی زیرک نومي کس همدلته استوګنه کړی ده نوموړی سمڅه د هغه استوکنځی وو او له دې ځایه وروسته قندهار ته کوچیدلی دی نو بناً د زیړوک نوم هم د سړبن قبیلې د لومړي خاښ زیرک یا ځیرک نوم دی چې دې ډیر تلفظ او د ځدارڼو د لهجې په توپیرزیرک په زیړوک تلفظ کیږي. (لکه د یو مثال په ډول که ووایو چې ماشوم د عربی ژبې معصوم لفظ دی ولې په پښتو کې د ډیر استعمال په اساس په ماشوم بدل شوی دی).

د زیړوک ولسوالی څلور خواوې او مساحت:

زیړوک ولسوالی چې د مرکز شرنې څخه په ۹۹ کلیومتری کې پراته ده  له شپږو ولسوالیو سره ګډه پوله لري، لویدیځ ته یی سروضې ولسوالی، جنوب لویدیځ ته یی ارګون ولسوالی، جنوب ته یی د ګیانې ولسوالي، ختیځ ته یی د خوست ولایت سپیرې ولسوالی، شمال ختیځ ته یې د پکتیا ولایت د ګردې څیړۍ ولسوالي او شمال ته یی د نکې ولسوالي پراته ده مساحت یی (  ۱۳۲ ) کیلومتر مربع دی او نفوس (  ۱۳۵۸ ه ش کال ) سرشمېرنې له مخې (   ۳۵۰۰۰) اټکل شوی دی، خو دا چې د زیړوک ولسوالی زیات شمېر وګړي له خپلو اصلي مینو ( کورونو) څخه د نا امنی او اقتصادي ستونزو له امله نورو سیمو ته کډه شوي نو په اټکلي ډول یی نفوس د ۶۰۰۰۰ او ۶۵۰۰۰۰ شاوخوا کې اټکل شوی دی.

زیړوک ولسوالی تر ۱۳۵۳ م کال پورې د پکتیا ولایت اړوند علاقدري وه له یادې نیټې وروسته یعنې د پکتیکا ولایت د منځ ته راتګ سره د پکتیکا ولایت د اتلسو ولسوالیو له جملې څخه یوه ولسوالی ده.

د زیړوک ولسوالی لوی کلي:

د زیړوک ولسوالی لوی کلي عبارت دي له:

سوري، مد کی، علمی، سرمست، شیرمی، ډاب کلی، سرمیدان، ورژنه، مڼه، دبی سلطان خیل، تنګ سلطان خېل، او کایښام دره، بلی او په څنګ یی نور واړه کلی هم لری.

قومي مشران: د زیړوک ولسوالی په پخوا وختونو کې کې درې مشران درولودل چې مخکې مو هم ذکر کړل لکه: جلافت خان، کاجیر خان او سیداګل وو د جهادي تنظیمونو د کشمکش په دوران کې د زیړوک ولسوالی قومي مشران شهید مطیع الله، حاجي سلطان محمد مشهور په (حاجي تونک)، عکیف خان، ګل بات وو. که څه هم د زیړوک تر څنګ د ځدراڼ میشتوؤ ټولو ولسوالیو او دریو ولایتونو پکتیا، پکتیکا او خوست څخه ځدراڼ قوم د جمهوری دوره په ورستیۍ لسیزه کې په ولسي جرګه کې استازی نه درلود؛ خو د زیړوک ولسوالۍ څخه د پکتیکا ولایت په ولایتي شورای کې بختیار ګل همت (ځدراڼ) استازولي کوله؛ چې د یاد ولایت ولایتي شوراې ریاست هم ده تا تر غاړي وه. نوموړی د پکتیکا ولایت ولایتی شورای خپلمنځی ټاکنو کې ځلور دوره د شورای رئیس په توګه ټاکل شوی دی.

په اوس کې د زیړوک ولسوالی متحد قومی مشران نه لري چې په حکومتی کچه د خلکو مشکلاتو ته لاس راسی ولری په سیمه یزه کچه خلک خپلې واړې ستونزې همدالته حل کوي اما دلویو ستونزو د حل په موخه د ځدراڼو نورو ولسوالی قومي مشرانو ته مراجعه کوي په دولتی او سیمه یزه کچه د خلکو د ستونزو د حل په موخه د ځوانانو فرهنګی او اجتماعي ټولنه په ۱۳۹۵ ه ش کال کې رامنځ ته شوه او په اوس کې زیاتره مشکلات د همدې ټولنې په اساس حل کیږي. یادې ټولنې راهبری عبارت ده له: صابر ګل څپاند، انجینیر فتح الله آرین، ډاکټر حضرت غلام ځدراڼ،احسان الله احسان، ګل راوف سباون، برکت خان همدرد، محمود ځدارڼ،  ثقیب خان ثاقیب، مولوی ریس جان، محمد زرین، محمد نور، فاروق عزیزي، شفیق الرحمن، جوارخان، محمد نور تنها، رحمن الله افغان، دوست محمد، محمد الروف دانش،

دیني عالمان: مولوي رسول بادشاه، مفتي رحمت الله، مولوي مفتقرالله، مولوي سید رسول، مولوي حامد الرحمن عمري، مولوي عزیزالله، مولوي ریس جان، ملا محمد نور، ملا اسلام رسول منقاد، مولوي شیرمحمد.

پوځي یا نظامي کدرونونه: یاده ولسوالۍ په بیلابیلو حکومتي دورو کې زیاد پوځي او نظامي شخصیتونو درلود. د نظامي شخصیتونو له جمله څخه یې مشهوره ځیره (مل پاسوال دولت خان ځدراڼ) دی. جنرال دولت دولت خان ځدراڼ چې د افغانستان اسلامي دولت او اسلامي جمهوریت نظامونو کې د کورانیو چارو وزارت برحاله لوړ پوړی افسر او د هیواد سیاسي شخصیت پاتې شوی ده، د پکتیکا ولایت امنیې قومندان ترڅنګ یې همداشان په هلمند ولایت کې هم وظیفه تر سره کړي. د دې تر څنګ د اجرائیه ریاست او مصالحه شورای نظامي ارشاد سلاکار پاتې شوی دی. لاهور نظامي (ځدراڼ) او سید محمد حیران( ځدراڼ) هم د دې ولسوالي نظامي کدرونه دي چې په جمهوري نظام کې یې په پوڅ او نظام کې دندې تر سره کړي دي. څینې نور یې لکه : ډګروال الیشاه وجدان او میوند وجدان.

هنرمندان: نعمت الله ځدارن، ارشېد ځدارڼ، نادمین، زردود، اٌسما ځدراڼ او مادا ځدراڼ، قدردان

شاعران او لیکوالان: محمدرسول فکرمند، داود ځډران، عالم فکروال، قدردان، سیدمرجان تنګیوال، نادمین، مادا ځدراڼ، ګل راوف سباون، صابرګل څپاند، محمد الروف دانش

ژورنالیستان: عبدالغفار فیضي، یوسف خان ځدران، سیدجان ځواک، احسان الله ځدراڼ، میرزاعلي ځدراڼ، افتاب خان، راحیم الله ځدراڼ.

تاریخې او متل کوونکي خلک: مرحوم ګل بات، مرحوم جانک.

مشهور بازارونه:

ډاب بازار، سرمیدان بازار، بلۍ بازار، تنګ بازار او داسې نور واړه بازارونه لري.

کرنه او مالدري:

دا چې د زیړوک ولسوالی زیاتره  جغرافیه طبیعی ځنګلونو او هسکو غرونو په واسطه پوښل شوي نو د کرنې لپاره یې وګړي په لوی تعداد ځمکې نه لري په کم تعداد ځمکې یې د خوړونو پر سر جوړې کړي دي، چې غنم جوار، کچالو، رشقه او شفتله ورکې کرل کیږي.

سبزیجات:

ددې ولسوالی سبزیجات لکه کچالو بیجان، پیاز، ګندنه، ګذرې او داسې نور

میوې:ددې ولسوالی میوې عبارت دي له:

جلغوزي، زردالو، شفتالو، بادم، مڼې، امبروط (ناک) چهارمغز او داسې نور

طبیعی بوټي:

د نوموړي ولسوالی په ځنګلوتو کې مهم طبیعی بوټي پیداکیږي ځینې یی د خلکو په واسطه د ځینې یی د خلکو په واسطه د ځینې مراضونو علاج لپاره کارول کیږي او ځینې نور یی بیا تر اوسه پورې د تداوي لپاره نه دي پیژندلی شوي، مونږ ته په کار ده چې د یادوو بوټو په ساتنه کې هڅه وکړو او د یادو بوټو پر وده کې خپل مسولیت ادا کړو ځینې مهم بوټي یی په لاندې ډول دي. ځینې پیژندل شوي ډولونه یی عبارت دي له: ماستیاره، غړنګوه، سپیلنی، میرالام، سوری کورای، تور کورای، موږیانه، زڼکئ ، شنشوبی، سپانده، لیمه، لاغونی، ترخه، غُجاره، مارویزي او داسې نور.

طبعیی ځنګلونه:  د زیړوک ولسوالی اکثره ساحه طبعیی ځنګلونو پوښلي ده چې مختلفې ونې پکې موجودې دي لکه جلغوزی، څیړی، لمنځه، نښتر، سرف، ښنګ، اوبښته او داسې نور

غرونه: د زیړوک ولسوالی په څلورو خواوو لوړ او هسک غرونه راچپېر دي چې د زیړوک ولسوالی تقریباٌ ټوله ساحه یی نیولي ده.

خوړونه:

څرنګه چې د زیړوک ولسوالی د یوې دارې په شکل له ختیځ څخه لویدځ په لوري پراته ده او ګڼ شمېر کوچنی دارې هم لري ځینې مشهور خوړونه یی په لاندې ډؤل دي.

1- د نکې خوړ: دا خوړ چې د نکې ولسوالی له هسکو غرونو څخه سرچینه اخلي نو له همدي کبله ورته د نکې خوړ ویل کیږي

2-   د منځکی خوړ: دغه خوړ دغه خوړ د سلیمان غر او دراګی له هسکو غرونو څخه سرچینه اخلي.

3-  دېرکې خوړ: دا خوړ د پکتیا ګردې څیړي او نکې ولسوالی له غرونو څخه سرچینه اخلي.

4- کایښام داره: دا خوړ د ګیان او اورګون له غرونو څخه سرچینه اخلی او د کایښام دارې له اوږدې ساحې څخه تیریږي

نوټ: پورته څلور واړه خوړونه د خوست او پکتیکا ولایت په یوه مشخصه ساحه (کوټکی) کې سره یو ځای کیږي د اوبو مقدار یی بیخې زیاتیږي، له دې ځایه وروسته په مجموع کې څلورو واړو خوړونو ته د تنګې دارې خوړ وایې چې د خوست ولایت له سپېرې، دوه منده، نادرشاه کوټ، صبري، یعقوبي ولسوالی څخه تېر او د ډیورنډ فرضي کرښې ها خوا ته پړا چینار ته داخلیږي.

5- راغۍ شګه: دغه خوړ د دراګی او سلیمان غر څخه راپیلیږي له ورژانه تیریږي او اورګون ته داخلیږي.

کورني حیوانات او مرغان: کورني حیوانات لکه غوا، خر، وزې او پسونه، میږې، سپي، پیشوګان، اوښان او داسې نور.

کورني مرغان لکه: کوترې، چرګې، میناکې، طوطیان، زرکې، فیل مرغ

ځنګلي حیوانات: لکه ګیدړه، سوی، شغل، شکوڼ، سوډار، لیوه، غرڅه، پړانګان

الوتونکي مرغان: څرنګه چې د زیړوک ولسوالی اکثره برخه له ونو څخه ډاکه ده نو بناً په یاده ولسوالی کې په زیات تعداد الوتونکي موجود دي چې یو څو یې دلته ذکر کوو لکه: کوترې، شېراکه، زیړیاکه، خریړ، کوچې، سورساري ، لوغادین، لګاډغزي، شاندوفۍ، کرمېڅړه، هیلی، کټوله، میږی مرغی، چتکی، شنکاڼی، اوږبی، کشکری، نرڅوښ، بټیر، غلیاکه، برګټکی، خڅیاکه(طوطاکی)، څربولکی(شاپرک)، پوپنکی، شاهین، میناکه، کارغه، سیسی، زرکې، ډاډای او داسې نور

سیاحتي ځایونه: د غرونو او خوړونو لمنې

ځنګلي حیوانات: لکه ګیدړه، سوی، شغل، شکوڼ، سوډار، لیوه، غرڅه، پړانګان

الوتونکي مرغان: څرنګه چې د زیړوک ولسوالی اکثره برخه له ونو څخه ډاکه ده نو بناً په یاده ولسوالی کې په زیات تعداد الوتونکي موجود دي چې یو څو یې دلته ذکر کوو لکه: کوترې، شېراکه، زیړیاکه، خریړ، کوچې، سورساري ، لوغادین، لګاډغزي، شاندوفۍ، کرمېڅړه، هیلی، کټوله، میږی مرغی، چتکی، شنکاڼی، اوږبی، کشکری، نرڅوښ، بټیر، غلیاکه، برګټکی، خڅیاکه(طوطاکی)، څربولکی(شاپرک)، پوپنکی، شاهین، میناکه، کارغه، سیسی، زرکې، ډاډای او داسې نور

سیاحتي ځایونه: د غرونو او خوړونو لمنې

ناوړه پیښې:  دا چې د جهاد په دوران کې د زیړوک په ولسوالی کې د مجاهدینو لوی لوی مرکزونه موجود وو چې په یادو مرکزنو کې په زرهاوو میله سپکې او درانې وسلې پاتې شوې نو دغه وسلې د ځایې قومندانانو سره پاتې شوې، په همدې کال د ګیانخیلو او خوست سپېرې ولسوالی د بورخېل قوم ترمنځ د ځنګل په سر نښته رامنځ ته شوه دا چې د بورخېل قوم کمزوری وو نو د زیړوک ولسوالی د غنی خان خېل قوم څخه یې غوښتنه وکړه چې له مونږ سره په دې جنګ کې یو ځای شی نو په دې اساس د زیړوک عني خان خېل قوم په یاد جنګ کې برخه واخیسته، چې له همدې ولسوالی څخه یی د درانو وسلو په واسطه ګیان ولسولی په توغندیو وویشتله او درې واړو خواته درانه مرګ ژوبله واوښته او په لس ګونه کسان مړه او ژوبل شول، چې لا اوس هم لانجه(دعوا) په خپل ځای پاتې ده.

بل ځل د نولسمې پیړی په اول وختونو کې د خروټو او ځدراڼو تر منځ د ورژانه په ساحه کې د ځمکې پر سر شخړه راغله مرګ ژوبله یی هم له ځان سره لرله چې بیا د زیړوک د ځدراڼو قوم داسې پریکړه وکړه چې هر څوک د خروټو مخې ته ځمکې ته ورشي نو دغه ځمکه د هغوی ته وړیا ورکړل شي چې ددې له جملې څخه د سوري او علمي کلی دلته راغلل چې اوس هم د یادو کلیو یوه یوه برخه دلته میشت ده، چې بیا وروسته شخړه رامنځ ته شوه د خوست ولایت د سپیرې ولسوالی د بلی قوم یی دلته مخې ته راوست چې اوس هم دلته میشت دي.

بل ځل د نکې ولسوالی د وشاکي قوم سره د ځنګل پر سر شخړه رامنځ ته شوه چې له دواړو خواوو یی یو یو نفر ووژل شو او لا هم د ځنګل پر سر شخړه پر خپل ځای پاتې ده.

تاریخي ځایونه: مغول پیتاوی، بیکاوړۍ غونډۍ، زیړوک کوټې سر، زیړۍ تیږه(ډبره)، چهل ګزیانو ساحه ( د سیمې د اوسیدونکو په حواله چې دلته چهل ګزیان دفن شوي چې قبرونه یی هم موجود دي، چا یې د راسپاړلو هڅو نه ده کړي خلک وایې چې په تیر وخت کې یو چا یې د راسپاړلو هڅه کړي وه لوی مالی تاوانونه ورته ورسیدل چې اوس یی خلک د راسپاړلو هڅه نه کوي).

مغول پیتاوي د زیړوک ختیځ خواته یوه ځنګلي سیمه ده چې د مغولیانو په وخت کې دلته مغول اوسیدل نو له همدې خاطره ورته مغول پیتاوی وایی

زیارتونه: زیړوک ولسوالی هم زیارتونه لري چې ډیره اوږده تاریخې مخینه لري د ځینو په باره که کې یی د سیمې اوسیدونکي مالومات لري او د ځینو په باره کې یی لا تر اوسه څوک مالومات نه لري، ځینې زیارتونه په لاندي ډول دي.

امیر کور زیارت، کاري زیارت، بالې زیارت، کندوس زیارت، حواجه صاحب زیارت او اوه شین سترګي زیارت څخه عبارت دي.

امیر کور: د ځایی خلکو په وینا دا یو وردګ ځوان وو چې د مغولیانو سره په جنګ کې شهید شو اوبیا د کلی لاندې په یوه هدیره کې خاښ کړل شو ځایی خلک وایی چې په یاد زیارت باندې چت نه لګیږي له ځان څخه یی بیرته لرې کوي چې تر اوسه پورې همداسې لوڅ دی او چت نه لري، خو ځینې نور بیا په دې عقیده دي چې چا به چې چت ورباندې جوړ کړ د شپې لخوا به غلو لرګي ځینې پټ کړل نو خلکو له داسې فکر کاوه چې ګوندې زیارت په خپله له ځان څخه چت ایسته کړی دی نور والله علم.

خواجه صاحب: حواجه صاحب د ارګون د حواجه ګانو د کلی وو دلته زیړوک کې اوسیده او د زیړوک خلکو ورته ډیر قدر عزت ورکوه دلته په یو جماعت کې امام وو، د زیړوک خلکو ورته د کرنې لپاره ځمکه هم ورکړي وه چې اوس یی هم خلک د خواجه کځکی بولي، نوموړی په اورګون کې وو او هلته مریض شو بیا یی زمنو ته وصیت وکړ چې که زه مړ شوم نو په زیړوک کې خاورو ته وسپارئ هغه دا فکر کاوه چې که ما هلته خاورو ته وسپاری نو زما زمن به زما ځمکه نه خرڅوي او دلته به میشت شی خو کله چې زمنو هغه دلته خاورو ته وسپاره نو ځمکه یی خرڅه کړه او بیرته ارکون ته لاړ.