زینوفوبیا ( د لرغونې یوناني توري زینوسفوبیک څخه اخیستل شوي چې زینوس د عجیبه یا بهرنۍ او فوبیک د ډار معنا لري) د هر هغه شي څخه ویره او نفرت ته ویل کېـږي چې بهرني او عجیبه بلل کېـږي. دا د داخلي او بهرنۍ ډلو تر منځ د درک شوي جګړې څرګندونه ده او کېدای شي په نورو فعالیتونو کې د یو بل سره مداخله وکړي همداراز د یو بل د شتون د له منځه وړلو هیله لري خو په څنګ کې بیا د خپل ملي، قومي او توکمیز هویت د بایللو ویره لري.[۱][۲][۳][۴][۵][۶]

بدیل تعریفونه سمول

د زینوفوبیا په اړه د ۱۹۹۷ م کال د یوې مقالې بیا کتنه دا په ګوته کوي چې : زینوفوبیا د سیاسي مبارزې یو عنصر دي تر څو دا وښيي چې څوک دا حق لري چې د ټولنې او حکومت لخوا وساتل شي او تر ډېره د عصري دولت لپاره د ډله اییزې ښیګڼې مبارزه ده. د ایټالوي ټولنپوه ګیدو بولفی په وینا، زینوفوبیا د یوه فردي فرهنګ هغه حالت چې له نیوکو مبرا یا خلاص وي او د یو غیر رښتینې موښل شوي یا کلشه يي،عجیبه یا پردي حالت په توګه ښودل شوي وي ویلای شو. [۷][۸]

تاریخچه سمول

لرغونې اروپا سمول

د زینوفوبیک احساساتو د لومړنیو بیلګو څخه یوه په لویدیځ کلتور کې د لرغونې یونان لخوا د بهرنیانو سپکاوی و چې د ( وحشایانو ) نوم یې ورته کاروه، دا ځکه چې دوی داسې عقیده درلوده چې د یونان خلک او کلتور تر نورو ټولو خلکو او کلتورونو غوره دي، د دې عقیدې په پایله کې دا خبره ومنل شوه چې وحشایان ( بهرنیان ) باید د غلامۍ لپاره ونیول شي. [۹]

همداراز رومیانو هم داسې عقیدې درلودي چې ګوندی دوی تر نورو خلکو غوره دي، د مثال په ډول د مانیوس اسیلیوس وینا یادولي شو: لکه څنګه چې تاسو پوهېـږي هلته ډېر جنګیالي ملتونو لکه مقدونیانو، تراکیانو او ایلیرایان شتون درلود او دلته بیا د سوریانو او اسیايي یونانیانو ملتونو شتون لري چې د بشر تر ټولو بي ارزښته خلک دي او د غلامۍ لپاره زیـږېدلي دي. [۱۰]

تورپوستي افریقایان بیا د بهرنیانو او عجیبه خلکو په توګه په نظر کې نیول کېـدل، او کېـدای شي دوی د ګواښونکي اجنبایانو په توګه ګڼل کېدل. نو له همدې امله په رومي ادبیاتو کې د ځینو منفي ټکو پرته دوی په ندرت سره ذکر شوي. د دې سربیره تاریخ لیکونکی اپین ادعا کوي چې د پوځ قومندان مارکوس جینوس بروټس تر میلاد ۴۲ کال دمخه د فیلپیا تر جګړې وړاندې د کمپ څخه بهر د یو ایتوپیان وګړي سره ولیدل خو سرتېرو یې په فوري توګه هغه کس ټوټې ټوټې کړ او د هغه شکل یې د رومي سپکاوی او بد شګون یاد کړ ځکه دوی عقیده درلوده چې تور رنګ د مرګ رنګ دي. [۱۱]

کویډ ۱۹ یا کرونا سمول

د کویډ ۱۹ وبا، چې د لومړي ځل لپاره د ۲۰۱۹ م کال په ډسمبر میاشت کې د چین د هیوبی ایالت په واهان ښار کې ثبت شوه، د سینوفوبیا د کړنو د ډېـريدو، همداراز د تعصب کولو، تاوتریخوالۍ، زینوفوبیا او قوم پرستۍ لامل شوه. او په ټوله نړۍ کې د ختیځي اسیا او سویل ختیځي اسیا د وګړو د ظاهري بڼې  سره د تبعیض لامل شوه. د دغه وبا د خپريدو او په اسیا، اروپا او امریکا کې د کرونا په اړه د قواعدو د جوړېدو له امله خلک ناارامه شول او همداراز د دغو هېوادونو د خلکو پر وړاندې د تبعیض راپوارنه خپاره شوي. [۱۲][۱۳][۱۴]

سیمه ایزې څرګندونې سمول

برازیل سمول

سره له دې چې د دې هېواد نفوسو ډېره برخه پارډو او افریقایان دي او یا هم بومي افریقایان دي خو بیا هم د غیراروپايي برازیلیانو انځور په ډېرو ملي تلویزیونونو او شبکو کې ډېر کم تر نظره کېـږي او معمولا د موسیقۍ غږونکو او د هغوي د خپرونو لپاره پرېښودل کېـږي. د تیلونویلا د سریال په اساس تورپوستي برازیلیان معمولا د کور د ساتونکو او یا د ډېر ټيت ټولنیز اقتصادي موقف لرونکو په توګه ښودل شوي. [۱۵][۱۶][۱۷]

کاناډا سمول

په دغو کلونو کې په کاناډا کې مسلمانان او سیک کاناډایان د تبعیض او نژادپالنې  سره مخ شوي او په ځانګړې توګه بیا له ۲۰۰۱ م کال څخه دا تبعیض پیل شوي، هغه وخت کله چې په متحده ایالاتو تروریستي بریدونه وشول، همدارنګه د متحده ایالاتو لخوا د تروریستي خلاف جګړې تاثیرات هم پر دغو وګړو اثر کړي. وروسته له هغه چې  داعش د ۲۰۱۵ م کال په نومبر کې د پاریس د بریدونو مسوولیت پر غاړه واخیست نو د انټریو سیمې مسلمانانو خلاف د کرکې له امله د جرمونو راپورونه وړکړل شول.   [۱۸][۱۹][۲۰]

د اینرونیکس انسټیوت لخوا په ۲۰۱۶ م کال کې یو سروی چې د لس کاله پخوا ترسره شوي مطالعې پلټنه وه، دا وښودله چې کېدای شي په متحده ایالاتو کې د ۲۰۱۱ م کال د سپټمبر د یوولسمې برید له امله اوس هم تبعیض کول شتون ولري. په ۲۰۰۹ م کال کې د مکلین مجلې له لورې یو نظرسنجي دا څرګنده کړه چې یوازې ۲۸ سلنه کاناډایانو اسلام ته په ښه سترګه کتلي، او یوازې دېرش سلنه وګړو د سیکانو دین ته مثبته رایه ورکړي. همداراز د دې نظر سنجي  ۴۵ سلنه ځواب ورکونکو دا باور درلوده چې اسلام د تاوتریخوالۍ لامل کېـږي. په ځانګړې توګه بیا په کیوبیک ایالت کې یوازې ۱۷ سلنه ځواب ورکونکو اسلام ته په ښه سترګه کتلي دي. [۲۱][۲۲]

کولمبیا سمول

د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو د عالي کمشینرۍ په اساس، د ۲۰۱۹ م کال د جون تر میاشتې د ۴ میلیونه وینزویلا کډوالو له ډلې ۱.۳ میلیونه کډوال په کولمبیا کې و. د دوي د بیړني حالت له امله، ډېری کډوال له وینزویلا څخه په غیري قانوني توګه تر پولې واوښتل چې دا کار د دې ښکاروندی دي چې دوی قانوني حقونو یا لومړني مرستې ته لاسرسي نلري او په ډېر بد او خطرناک حالت کې واقع دي، د دې سربیره له دوی سره بد سلوک، زینوفوبیا او تبعیضي چلند کېـږي. د دغه کډوالو د بحران د پیل کېـدو سره رسنیو او دولتي چارواکو په هېـواد کې د کډوالو سره د تبعیضي چلند د ډېـریدو او په ځانګړې توګه د کډوالو خلاف د جرمانو راپوارونه ورکړل.[۲۳][۲۴][۲۵]

ګیانا سمول

په ګیانا کې هم د بومي ګیانیانو او افريقایي الاصله ګیانیانو تر منځ د توکم پالنې له امله تاوتریخوالۍ شتون لري.  [۲۶][۲۷][۲۸]

میکسیکو سمول

توکم پالنه په میکسیکو کې لویه تاریخچه لري. په تاریخي توګه، هغه میکسیکایانو چې سپین پوست یې درلوده د اسپانیا د استعمار د قانون پر اساس په تورپوستو امریکایانو په پوره توګه واک درلود. خو کله چې به تورپوستي میکسیکوي وګړي له یو سپین پوستي سره واده کاوه نو دوی په عامه توګه دا جمله ورته کاروله چې دوی دا لوبه لا ښه کوي ( په مکسیکوي ژبه کې ورته میجوراندو لا رځا  ویل کېـږي ). دا ډول خبرې کېدای شي چې د دوی په قومیت حمله وبلل شي. د اقتصادي او ټولنیز پرمختګ سربیره د بومي میکسیکایانو سره تبعیض تر نن ورځې دوام لري او داسې ډېر لږ قوانین ترسترګو کېـږي چې د بومي میکسیکایانو په خلاف د تبعیض مخنیوی وکړي. همداراز د دوی خلاف د تاوتریخوالۍ بریدونه معمولا عام دي او زیاتره وخت خو عاملینو ته سزا هم نه ورکول کېـږي. [۲۹][۳۰][۳۱]

د ۱۹۱۱ م کال د مارچ په پنځلسمه نېټه د مادریستا د سرتېرو یو ډله د میکسیکو د تیرون ته ننوته او ۳۰۳ تنه چینایان او ۵ تنه جاپانیان یې ووژل. همداراز تاریخ لیکونکې لیرسیه سکورټز استدلال کوي چې کینګ یوهي په بریالیتوب سره چیني سوداګر په هغه ځای کې مېشت کړل او هغوی یې د یادونې وړ یو ټاکل شوې موخې ټه د یوې طبقاتي ټکر لپاره چمتو کړی و، چې د سختي زینوفوبیا څخه رامنځته شوي و. [۳۲]

خو د چینایانو پيژندل په شمالي ښارونه کې کوم مشکل کار نه و، او په ځانګړې توګه په ۱۹۳۰ م لسیزه کې په سونرا کې په دوامدره توګه تر هدف لاندې نیول کېدل. سیستمیکه شکنجه او ځورونه د چینایانو د اقتصادي، سیاسي او رواني ډار له امله وه او دولت هم د دوی د ساتنې لپاره څه خاصه دلچسپي ونه ښوده. [۳۳][۳۴]

ترازا الفارو ویلکمي دلیل وړاندې کوي چې د پروفیرو په دوره کې  (له ۱۸۷۶ م ــ ۱۹۱۰ م کال پورې) له منځني ختیځ څخه کډوالي ډېره شوه. په هرحال، د ۱۹۱۰ څخه تر ۱۹۲۰ م کلونو پورې انقلاب د میستزاجی پر بنسټ د زینوفویبا او ملتپالنې په کچه کې زیاتوالي راوست. نو له همدې امله دا ټولنه په یو سوکاله اقتصادي لبناني میکسیکو تقسیم شوه چې د لبناني میکسیکوي په هویت یې ویاړ کاوه، خو بل لور ته بیا د دوي پاتې شونې د میسټیزیو په ټولنې کې جذب شول. [۳۵]

د بومي وګړو خلاف توکم پالنه نن ورځ هم په میکسیکو کې یوه لویه ستونزه ده. همدارنګه هغه داخلي کارګران چې بومي ښځې دي او له کلیو څخه ښارونو ته راکډه شوي، تر ډېره حده ځورول کېـږي چې په دې جمله کې رواني، فزیکي او جنسي ځورونې شاملي دي. [۳۶][۳۷]

سرچينې سمول

  1. Oxford Standard English Dictionary' (OED). Oxford Press, 2004, CDROM version.
  2. کينډۍ:Cite dictionary
  3. کينډۍ:Cite Dictionary.com
  4. کينډۍ:Cite Merriam-Webster
  5. Guido Bolaffi. Dictionary of race, ethnicity and culture. SAGE Publications Ltd., 2003. Pp. 332.
  6. "International Migration, Racism, Discrimination and Xenophobia" (PDF). International Labour Office; International Organization for Migration; Office of the United Nations High Commissioner for Human Rights. August 2001. د کتاب پاڼې 2. مؤرشف (PDF) من الأصل في ۳۱ مارچ ۲۰۱۹. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  7. Wimmer, Andreas (1997). "Explaining xenophobia and racism: A critical review of current research approaches". Ethnic and Racial Studies. 20 (1): 17. doi:10.1080/01419870.1997.9993946. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  8. Guido Bolaffi. Dictionary of race, ethnicity and culture. SAGE Publications Ltd., 2003. Pp. 332.
  9. Harrison, Thomas (2002). Greeks and Barbarians. Taylor & Francis. د کتاب پاڼې 3. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-415-93959-1. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  10. Isaac, Benjamin H. (2006). The Invention of Racism in Classical Antiquity. Princeton University Press. د کتاب پاڼې 317. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-691-12598-5. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  11. of Alexandria, Appian. The Civil Wars. د کتاب پاڼې 4.17. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  12. Reny, Tyler T.; Barreto, Matt A. (28 May 2020). "Xenophobia in the time of pandemic: othering, anti-Asian attitudes, and COVID-19". Politics, Groups, and Identities. 10 (2): 209–232. doi:10.1080/21565503.2020.1769693. ISSN 2156-5503. S2CID 219749159. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  13. White, Alexandre I. R. (18 April 2020). "Historical linkages: epidemic threat, economic risk, and xenophobia". The Lancet (په انګلیسي ژبه کي). 395 (10232): 1250–1251. doi:10.1016/S0140-6736(20)30737-6. ISSN 0140-6736. PMC 7154503. PMID 32224298. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  14. Devakumar, Delan; Shannon, Geordan; Bhopal, Sunil S; Abubakar, Ibrahim (April 2020). "Racism and discrimination in COVID-19 responses". The Lancet. 395 (10231): 1194. doi:10.1016/s0140-6736(20)30792-3. ISSN 0140-6736. PMC 7146645. PMID 32246915. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  15. "Instructional Support Center". د اصلي آرشيف څخه پر ۲۱ نومبر ۲۰۱۱ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۱۷ جون ۲۰۱۵. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  16. Rosana Barbosa, Immigration and xenophobia: Portuguese immigrants in early 19th century Rio de Janeiro (U Press of America, 2008).
  17. Rosana Barbosa Nunes, "Immigration, xenophobia and the whitening of the Brazilian population." Journal of Transatlantic Studies 2.1 (2004): 59–74.
  18. "9/11: Women In The Fight Against Discrimination". HuffPost. 11 September 2011. د لاسرسي‌نېټه ۰۶ ډيسمبر ۲۰۱۶. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  19. Heribert Adam, and Kogila Moodley, eds. Imagined liberation: Xenophobia, citizenship and identity in South Africa, Germany and Canada (African Sun Media, 2015). online
  20. (په 21 November 2015 باندې). 6 anti-Muslim incidents in Ontario since Paris attacks. CBC News
  21. "The Environics Institute: Survey of Muslims in Canada" (PDF). The Environics Institute. د لاسرسي‌نېټه ۰۴ مارچ ۲۰۱۷. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  22. Geddes, John (28 April 2009). "What Canadians think of Sikhs, Jews, Christians, Muslims . . ". Maclean's. د اصلي آرشيف څخه پر ۱۲ جون ۲۰۱۸ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۱۱ جون ۲۰۱۸. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  23. "Venezuela Situation 2018 Supplementary Appeal | Global Focus". UN Refugee Agency. 1 December 2018. د اصلي آرشيف څخه پر ۰۴ ډيسمبر ۲۰۱۸ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۱۴ جون ۲۰۱۹. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  24. (په 5 April 2019 باندې). Venezuelans brave torrential border river, face exploitation, abuse – UN urges greater protection. UN News.
  25. "Refugees and migrants from Venezuela top 4 million: UNHCR and IOM". United Nations High Commissioner. 7 June 2019. د لاسرسي‌نېټه ۱۴ جون ۲۰۱۹. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  26. "BBCCaribbean.com – News – Guyana turns attention to racism". د لاسرسي‌نېټه ۱۷ جون ۲۰۱۵. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  27. "Conflict between East Indians and Blacks". د لاسرسي‌نېټه ۱۷ جون ۲۰۱۵. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  28. "Indian Racism Against Afro Guyanese In Guyana". Barbados Underground. د لاسرسي‌نېټه ۱۷ جون ۲۰۱۵. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  29. "The World; Racism? Mexico's in Denial.", The New York Times, 11 June 1995
  30. "Racism in Mexico?", The Final Call, 23 June 2005
  31. La Redacción. "Empresario agrede a valet parking, se ampara y evita la cárcel". Proceso. د اصلي آرشيف څخه پر ۲۴ سپټمبر ۲۰۱۵ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۱۲ ډيسمبر ۲۰۱۷. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  32. Larissa N. Schwartz, "The Inconveniences Resulting from Race Mixture: The Torreon Massacre of 1911." Chinese America: History and Perspectives (1998): 57–65.
  33. Charles C. Cumberland, "The Sonora Chinese and the Mexican Revolution." Hispanic American Historical Review 40.2 (1960): 191–211 online.
  34. Lim, Julian (2010). "Chinos and Paisanos: Chinese Mexican Relations in the Borderlands". Pacific Historical Review. 79 (1): 50–85. doi:10.1525/phr.2010.79.1.50. JSTOR 10.1525/phr.2010.79.1.50. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  35. Theresa Alfaro-Velcamp, . "Immigrant positioning in twentieth-century Mexico: middle easterners, foreign citizens, and multiculturalism." Hispanic American Historical Review 86.1 (2006): 61–92.
  36. 🇲🇽 Ridicule of indigenous Oscar nod highlights racism in Mexico (په انګلیسي ژبه کي), Al Jazeera, 19 March 2019 الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  37. "Mexico City's domestic workers: a life being treated as a lesser person". The Guardian (په انګلیسي ژبه کي). 10 November 2015. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)