مېرمن زينبه د ملي پښتون قائد حاجي ميرويس خان لور ده، چې د دې مېرمني شرح حال هم په (پټه خزانه) كي ليكل سوى دى او له هغه ځايه يې عيناً را نقل كوو:

". . . بي بي زينبه د حاجي ميرخان عليين مكان لور وه، چې له كوچنيوالي يې په حرم كښي د عصمت او عفت لوست وكا، پسله هغه چې قرآنكريم يې ولوست د احكام اسلامي او فقه كتابونه يې هم ولوستل، او د فارسي مشهور كتب يې ضبط كړل، استاد د علومو يې ملا نور محمد غلجى دى، چې ډېر عمر يې مخدراتو ته د حرم درس لوستلي دى.

هسي روايت كا: چې بي بي زينبه ډېره هوښياره او په مهماتو د امورو عالمه ښځه ده، او د پادشاه جمجاه شاه حسين په اموروكي تدبير كا او هركله په راى صايب مشكلات د امورو حل كا، او پادشاه د زمان يې په خبرو عمل كا، او نصايح يې اوري.

دا درشهوار د صدف عصمت ښه ښه شعرونه هم وايي، او د موزونانو او شاعرانو قدركا، دواوين د شعراوو، هركله لولي، او له مضامين شيرين يې كام شيرين كا، عمر په عبادت د خداى او تلاوت د قرآن شريف تېروي، او مخدراتو د حرم د پادشاه ته درس او كښل او لوستل ورښيي، نقل كا: چې د شاه محمود جنت مكان د مرگ حال كندهار ته راورسېد نو د پادشاه خاندان عاليشان ټول غمجن سول او مخدراتو د حرم ساندي او غلبلې كا.

بي بي زينبي چې واقعه د ورور د وفات واورېدله، ډېره غمجنه شوه او په تلاوت د قرآن او لمانځه يې تسكين وكا د نتلي زړه او هسي ويرنه يې په وير د خپل ورور مرحوم وويله، چې زه يې دلته رانقل كوم، خداى تعالى دي ټول خاندان عاليشان د پادشاه ظل الله ژوندى ولري او خوښ.