زهره راډیو

زهره راډیو په کندز ولايت کې زهره دښځو لپاره ځانګړې راډيو ده، چې په ١٣٨١ لمريز کال دمېرمن ناجيه خدايار په مديريت د انټرنيوز موسسې له خوا په دغه ولايت کې تاسيس شوې. زهره ددغه ولايت لومړۍ غږيزه رسنۍ ده، چې د طالبانو دحکومت له سقوط وروسته يې په خپرونو پيل وکړ. له مالي اړخه اوس يوه پرځان بسيا رسنۍ ده، چې له ځنډ پرته ٢٤ ساعته خپرونې لري او تر ٥٥ کيلومترۍ پورې اورېدل کېږي. ددې راډيو دکارکوونکو شمېر هم ٢٠ کسانو ته رسېږي، چې په رسمي او افتخاري ډول کار کوي او ډېرى هغه يې ښځينه دي.