زرین قانون
زرین قانون له نورو سره د سلوک کولو هغه اصل دی چې یو کس غواړي خپله هغه سره وشي. دا هغه ویی دی چې په ډېرو مذاهبو او کلتورونو کې شتون لري. په ځینو مذاهبو کې دې قانون ته متقابل اخلاق هم ویل کېږي، خو بېلابېل مذهبونه یې په بېلابېل ډول تعریفوي.
دا اصل کېدای شي، پر سلوکو حاکم د مثبت یا منفي امر په توګه راڅرګند شي:
- له نورو سره داسې سلوک کوه، څنګه چې غواړې له تا سره سلوک وشي (مثبت یا مستقیمه بڼه).
- له نورو سره داسې سلوک مه کوه چې نه غواړې له تا سره هغسې سلوک وشي (منفی یا ناخوښه بڼه).[۱]
- څه چې نورو ته غواړ،ې هماغه څه ځان ته هم غواړه (احساساتي یا متقابله بڼه).[۲]
د راشورت کیدر په وینا: چا چې دا موضوع په پراخه توګه په بودییزم، مسیحیت، هندوییزم، اسلام، یهودیت، تائوییزم، زردشتیزم او د نړۍ نورو سترو دینونو کې راسپړلې؛ دا نظر د کنفوسیوس لومړنیو وختونو (۴۷۹ – ۵۵۱ مخکې له میلاده) ته ورګرځي. د نړۍ د لویو دینونو ۱۴۳ مشرانو زرین قانون په ۱۹۹۳ز کال کې «د نړیوالو اخلاقو پر لور د اعلامیې» د یوې برخې په توګه تایید کړ. د ګرېګ ام اپسټېن په وینا: «دا هغه موضوع ده چې په بنسټیز ډول یې هیڅ دین هم له لاسه نه ورکوي»، خو په خدای باور د دې موضوع د تایید لپاره اړین نه دی. سیمون بلک برن همدارنګه وایي چې موږ کولی شو زرین قانون کابو هرډول اخلاقي دود کې پیدا کړو.[۳][۴][۵][۶][۷]
رېښه
سمولد «زرین قانون» یا «زرینې قاعدې» اصطلاح د اووه لسمې پېړۍ په لومړیو کې د انګلیسي الهي حکیمانو او واعظینو له خوا په پراخه توګه وکارول شوه؛ لومړني کاروونکي یې په ۱۶۰۴ز کال کې چارلز ګیبون او ټوماس جکسون وه.[۸][۹]
لرغونی تاریخ
سموللرغونی مصر
سمولاحتمالاً د متقابل عمل موضوع لومړنۍ تاییدي چې د لرغونې مصري الهې ښکارندویي په کې کېږي، د منځني سلطنت (کابو ۱۶۵۰ – ۲۰۴۰ مخکې له میلاده) په وخت کې د «پوه بزګر» په کیسه کې را څرګندېږي: «اوس دا یو امر دی: هغه څه ورسره وکړه، څو اړ شي، هغه هم همداسې درسره وکړي». دا متل د do ut des اصل څرګندوي. د وروستنۍ دورې (۲۲۳ – ۶۶۴ مخکې له میلاده) زړه لیکدړه د زرین قانون منفي تاییدي داسې بیانوي: «له څه نه چې د ځان لپاره ترې کرکه کوې، هغه کار له نورو سره هم مه کوه».[۱۰][۱۱][۱۲][۱۳]
لرغونی هند
سمولسنسکرټ دود
سمولد هند لرغونې افسانه، مهاباراټا کې یو لیک شتون لري چې په هغه کې حکیم بریهاسپاتی پاچا یودیشتیرا ته د درما په اړه، چې د هغو ارزښتونو او عملونو فلسفي درک دی چې ژوند ته ښه نظم وربښي، داسې وایي:
یو کس باید هیڅکله له نورو سره داسې یو کار ونه کړي چې د ځان لپاره په کې زیان ویني. په لنډ ډول همدا درما ده. نور هرڅه هیلو ته تسلیمېدل دي. - مهاباراټا ۱۳.۱۱۴.۸ (انتقادي نسخه).
د مهاباراټا نېټه معمولاً له ۴۰۰ کاله مخکې له میلاد څخه تر ۴۰۰ز میلادي کال پورې رسېږي.[۱۴][۱۵]
د تامیل دود
سمول(له میلاده مخکې لومړۍ پېړۍ څخه تر ۵مې میلادي پېړۍ پورې) د تیروککورال د فضیلت کتاب په ۳۲م څپرکي کې والووار وایي:
کوم څه چې ته یې خپله ژوبل کړی یې، هغه کار له نورو سره مه کوه. - کورال ۳۱۶.[۱۶]
ولې باید یو کس نور ژوبل کړي، په داسې حال کې چې پوهېږي درد یې څومره دی؟ - کورال ۳۱۸.
همدارنګه ولووار په ۳۱۲م آیت کې وایي چې دا د پاکانو رمز یا عزم دی چې آن د هغو کسانو په وړاندې بدي ونه کړي چې د دوی په وړاندې یې دښمني او بدي کړې ده. د هغه په وینا: هغه کسان چې بد یې کړي، د هغو لپاره ترټولو مناسبه سزا دا ده چې په نیکي کولو سره هغوی وشرموي او په مقابل کې یې د دواړو خواوو بدي او نیکي هېره کړي (۳۱۴م آیت).[۱۷]
لرغونی مصر
سمولد زرین قانون منفي یا منعه بڼه د لرغوني مصر په فلسفه کې یو عام اصل وو. د عمومي مفهوم بېلګې یې دا دي:
- «د هغه کار له ترسره کولو ډډه وکړئ چې نور خلک یې په ترسره کولو ملامتوئ» تالز (کابو ۵۴۶ – ۶۲۴ مخکې له میلاده).[۱۸]
- «کوم څه چې نه غواړې تاسره وشي، هغه کار په خپله هم مه ترسره کوه» - سکستوس پیتاګوریان. ترټولو زړه اشاره چې د سکستوس په اړه شتون لري، د روان عصر په درېیمه پېړۍ کې د اوریګن ده.[۱۹][۲۰]
- «د سلیم عقل نښه دا ده چې له نورو سره هاغه کار وکړم، کوم کار چې زما خوښېږي ،ترڅو له ما سره وشي.» - اپلاتون (کابو ۳۴۷ - ۴۲۰ کاله مخکې له میلاده)[۲۱]
- «له نورو سره هغه کار مه کوه، کوم چې که له تا سره وشي، پرې غوصه کېږې» ایسوکراتس (۳۳۸ – ۴۳۶ مخکې له میلاده).[۲۲]
لرغونی پارس
سمولد زردشتي پهلوي لیکنې (کابو ۳۰۰ کاله مخکې له میلاده تر ۱۰۰۰م میلادي کاله) د زرین قانون لومړنۍ سرچینه وه: «دا طبیعت په یوازې ډول ښه دی چې له نورو سره د هر هغه کار له کولو ډډه وشي، کوم چې په خپله ده ته ښه نه ده.» دادیستن – آی – دینیک ۹۴.۵ او «هر هغه څه چې خپله تا لپاره ښه نه ده، له نورو سره یې هم مه کوه.» شایست نا شایست ۱۳.۲۹.[۲۳]
لرغونی روم
سمولځوان سنېکا (کابو ۴ کاله مخکې له میلاده – ۶۵ وروسته له میلاده)، د رواقي ګرۍ تمرین کوونکی (کابو ۳۰۰ کاله مخکې له میلاده – ۲۰۰ کاله وروسته له میلاده)، په خپل ۴۷م لیک کې چې له غلامانو سره د سلوک په اړه ده، د زرین قانون د درجه بندۍ توپیر څرګند کړ: « له ځانه ټیټو خلکو سره هغه ډول سلوک وکړئ، چې غواړئ ستاسې څخه لوړ خلک یې له تاسې سره وکړي.» [۲۴]
مذهبي شرایط
سمولد سیمون بلک بُرن په وینا: موږ کولی شو زرین قانون په هر ډول اخلاقي دود کې ومومو.[۲۵]
یهودیت
سمولد تورات په یوه نامتو آیت کې د متقابلې دوستۍ مثبته بڼه داسې بیان شوې (په عبري کې: ואהבת לרעך כמוך):
له خپلو خپلوانو څخه غچ مه اخلئ او په زړه کې کینه مه ساتئ. خپل ګاونډي سره د خپل ځان په شان مینه وکړه: زه خدای یم. - لیویتیکوس [۲۶]۱۹:۱۸
لوی هیلل (کابو ۱۱۰مخکې له میلاده – ۱۰ پس له میلاده) په خپلو درسونو کې له دې آیت څخه د تورات د ترټولو مهم پیغام په توګه کار واخیست. یوځل هغه د یوه غیریهودي کس له خوا وګواښول شو چې غوښتل یې خپل دین بدل کړي، په دې شرط چې ټول تورات دې ورته تشرېح شي، په داسې حال کې چې هغه په یوه پښه ولاړ وو. هیلل هغه یهودیت ته د ننه کېدونکي نوماند په توګه ومانه، خو د لیویتیکوس ۱۹:۱۸ آیت په رڼا کې یې هغه کس ته داسې وویل:[۲۷]
کوم څه چې ته ترې کرکه لرې، هغه کار له خپله ځانه ټیټو خلکو سره مه کوه: ټول تورات همدا دی، نور یې د همدې جملې تشرېح ده، لاړ شه او زده یې کړه. - بابیلوني تلمود[۲۸]
هیلل د ورورۍ مینه د یهودي اخلاقو د بنسټیز اصل په توګه وپېژانده. ربي اکیبه ورسره ومنله، په داسې حال کې چې سیمیون بن عزای سپارښتنه وکړه چې رښتینې مینه باید په ۱ څپرکي کې د خپل پیدایښت بنسټ ولري، ترڅو درس ورکړي چې ټول انسانان د آدم اولادونه دي چې د خدای په صورت پیدا شوي دي. د یهودي ربیني ادبیاتو په اساس: د ځمکې په سر لومړنی کس آدم د بشریت د یووالي ښکارندویي کوي.
دا موضوع د بشر حقونو نړیوالې اعلامیې په اوسنۍ سریزه کې هم څرګنده شوې او همدارنګه داسې ویل شوي: آدم (ع) د الله(ج) د تکویني خلقت پر بنسټ وروستنۍ مرحله ده.[۲۹][۳۰][۳۱][۳۲]
سرچينې
سمول- ↑ "golden rule". A Dictionary of Philosophy. (1979). Ed. Antony Flew. London: Pan Books in association with The MacMillan Press. ISBN 978-0-330-48730-6.
- ↑ "golden rule". A Dictionary of Philosophy. (1979). Ed. Antony Flew. London: Pan Books in association with The MacMillan Press. ISBN 978-0-330-48730-6.
- ↑ W.A. Spooner, "The Golden Rule," in James Hastings, ed. Encyclopedia of Religion and Ethics, Vol. 6 (New York: Charles Scribner's Sons, 1914) pp. 310–12, quoted in Rushworth M. Kidder, How Good People Make Tough Choices: Resolving the Dilemmas of Ethical Living, Harper, New York, 2003. ISBN 0-688-17590-2. p. 159
- ↑ Towards a Global Ethic (An Initial Declaration) ReligiousTolerance.org. – Under the subtitle, "We Declare," see third paragraph. The first line reads, "We must treat others as we wish others to treat us."
- ↑ "Parliament of the World's Religions – Towards a Global Ethic" (PDF). خوندي شوی له the original (PDF) on 11 April 2013. بياځلي په 12 September 2013.
- ↑ Esptein, Greg M. (2010). Good Without God: What a Billion Nonreligious People Do Believe. New York: HarperCollins. p. 115. ISBN 978-0-06-167011-4.
- ↑ Simon, Blackburn (2001). Ethics: A Very Short Introduction. Oxford: Oxford University Press. p. 101. ISBN 978-0-19-280442-6.
- ↑ Thomas Jackson: First Sermon upon Matthew 7,12 (1615; Werke Band 3, S. 612); Benjamin Camfield: The Comprehensive Rule of Righteousness (1671); George Boraston: The Royal Law, or the Golden Rule of Justice and Charity (1683); John Goodman: The Golden Rule, or, the Royal Law of Equity explained (1688; کينډۍ:Google books); dazu Olivier du Roy: The Golden Rule as the Law of Nature. In: Jacob Neusner, Bruce Chilton (Hrsg.): The Golden Rule – The Ethics of Reprocity in World Religions. London/New York 2008, S. 94.
- ↑ Gensler, Harry J. (2013). Ethics and the Golden Rule. Routledge. p. 84. ISBN 978-0-415-80686-2.
- ↑ Eloquent Peasant PDF Archived 25 September 2015 at the Wayback Machine. "Now this is the command: do to the doer to make him do"
- ↑ "The Culture of Ancient Egypt", John Albert Wilson, p. 121, University of Chicago Press, 1956, ISBN 0-226-90152-1 "Now this is the command: Do to the doer to cause that he do"
- ↑ Eloquent Peasant PDF Archived 25 September 2015 at the Wayback Machine. "The peasant quotes a proverb that embodies the do ut des principle"
- ↑ "A Late Period Hieratic Wisdom Text: P. Brooklyn 47.218.135" Archived 2013-10-05 at the Wayback Machine., Richard Jasnow, p. 95, University of Chicago Press, 1992, ISBN 978-0-918986-85-6.
- ↑ Cush, D., Robinson, C., York, M. (eds.) (2008) "Mahābhārata" in Encyclopedia of Hinduism. Abingdon: Routledge, p 469
- ↑ van Buitenen, J.A.B. (1973) The Mahābhārata, Book 1: The Book of the Beginning. Chicago, IL: Chicago University Press, p xxv
- ↑ Sundaram, P. S. (1990). Tiruvalluvar Kural. Gurgaon: Penguin. p. 50. ISBN 978-0-14-400009-8.
- ↑ Aiyar, V. V. S. (2007). The Kural or the Maxims of Tiruvalluvar (1 ed.). Chennai: Pavai. pp. 141–142. ISBN 978-81-7735-262-7.
- ↑ Diogenes Laërtius, "The Lives and Opinions of Eminent Philosophers", I:36
- ↑ "The Sentences of Sextus -- The Nag Hammadi Library". www.gnosis.org.
- ↑ The Sentences of Sextus Article
- ↑ Plato, Laws, Book XI (text at Project Gutenberg)
- ↑ Isocrates, Nicocles or the Cyprians, Isoc 3.61 (original text in Greek); cf. Isoc. 1.14, Isoc. 2.24, 38, Isoc. 4.81.
- ↑ Thomas Firminger Thiselton-Dyer (2008). Pahlavi Texts of Zoroastrianism, Part 2 of 5: The Dadistan-i Dinik and the Epistles of Manuskihar. Forgotten Books. ISBN 978-1-60620-199-2.
- ↑ Lucius Annaeus Seneca (1968). The Stoic Philosophy of Seneca: Essays and Letters of Seneca. Norton. ISBN 978-0-393-00459-5.
- ↑ Blackburn, Simon (2001). Ethics: A Very Short Introduction. Oxford: Oxford University Press. p. 101. ISBN 978-0-19-280442-6.
- ↑ Bible, Leviticus 19:18
- ↑ Jewish Encyclopedia: Hillel: "His activity of forty years is perhaps historical; and since it began, according to a trustworthy tradition (Shab. 15a), one hundred years before the destruction of Jerusalem, it must have covered the period 30 BCE–10 CE"
- ↑ کينډۍ:Sourcetext
- ↑ (Sifra, Ḳedoshim, iv.; Yer. Ned. ix. 41c; Genesis Rabba 24
- ↑ "ADAM". JewishEncyclopedia.com. بياځلي په 12 September 2013.
- ↑ "Mishnah Seder Nezikin Sanhedrin 4.5". sefaria.org. بياځلي په 17 July 2016.
- ↑ "Tosefta on Mishnah Seder Nezikin Sanhedrin 8.4–9 (Erfurt Manuscript)". toseftaonline.org. 2012-08-21.