زرینه شلمه لسیزه

زرینه شلمه لسیزه په لوېدیځه ټولنه او کلتور کې ۱۹۲۰ ز لسیزې ته اشاره کوي. دا په اروپا او امریکا کې له نامتو کلتور سره د اقتصادي پرمختګ یوه دوره وه، په ځانګړي ډول په ځینو لویو ښارونو کې، لکه: په برلین، شیکاګو، لندن، لاس انجلس، نیویارک، پاریس او سیډني کې. په فرانسه کې دغه لسیزه د «لېونيو کلونو» په نامه پېژندل شوې، چې د دې دورې پر ټولنیز، هنري او کلتوري خوځښت ټینګار کوي. جاز وغوړېد، فلېپر امریکایي او بریتانوي مېرمنو ته عصري بڼه بیا تعریف کړه او ارت ډیکو مخکښ شو. د لومړۍ نړیوالې جګړې او د هسپانیوي انفلونزا د پوځي خوځښت په پایله کې، ولسمشر جي هارډینګ امریکا ته بیاځلي عادي حالت راوست. د دې دورې پرمهال په لوېدیځه نړۍ کې موټرو، ټیلیفونونو، فلمونو، راډیوګانو او برېښنایي سامان الاتو په پراخه پیمانه د میلیونونو خلکو په ژوند کې پراختیا وموندله. هوایي چلند ډېر ژر پر سوداګرۍ واوښت. د هېوادونو ګړندۍ صنعتي او اقتصادي وده، د مصرف کوونکي د غوښتنې چټکتیا او د ژوند په طرز او کلتور کې یې د پام وړ نوي بهیرونه رامنځته کړل. رسنۍ د اعلاناتو د نوي صنعت له خوا تمویل کېدې، چې پر نامتو کسانو په ځانګړې توګه پر سپورتي اتلانو او فلمي ستورو یې تمرکز کاوه، ځکه چې په ښارونو کې یې کورني ټیمونه لرل او نوې سینماګانې او لوی سپورټي لوبغالي یې ډک کړي وو. ښځو په زیاترو لویو ډیموکراتیکو ایالتونو کې د رایې ورکولو حق ترلاسه کړ.[۱][۲][۳][۴][۵][۶][۷][۸][۹][۱۰][۱۱]

ټولنیزې او کلتوري ځانګړتیاوې، چې د زرینې لسیزې په نامه پېژندل کېږي، لومړی په پرمختللو لویو ښارونو کې پیل او بیا تر لومړۍ نړیوالې جګړې وروسته په پراخه کچه خپرې شوې. امریکا د نړۍ پر مالي چارو واک ترلاسه کړ، کله چې المان نور د دې توان نه درلود، چې انګلستان، فرانسې او نورو متحدینو ته د لومړۍ نړیوالې جګړې لګښت ورکړي، نو امریکا د ډاوس له پلان سره مخامخ شوه، چې لومړی یې د بانکر نوم ورکړ او وروسته یې د ۳۰ ام مرستیال ولسمشر چارلس جي ډاوس په نوم ونوماوه. وال سټریټ په المان کې ډېره پانګه اچونه وکړه او تاوان یې هغو هېوادونو ته ورکړ، چې په بدل کې یې واشنګټن ته د خپلو جنګي پورونو د ادا کولو لپاره ډالر کارول. د لسیزې په نیمایي کې پرمختګ ډېر شو. د لسیزې دویمه نیمایي په المان کې د «زرینې شلمې لسیزې» په نامه یادېږي.[۱۲]

د وال سټریت سقوط دې دورې ته د پای ټکې کېښود، ځکه چې ستر ناورین په ټوله نړۍ کې د سختو کلونو د رامنځته کولو لامل شو. [۱۳]

اقتصاد سمول

شلمه لسیزه د اقتصادي ودې او پراخ پرمختګ لسیزه وه، له دې سره د جګړې د وخت ویجاړۍ او ځنډېدلي لګښتونه بېرته ورغول شول، د ودانیو جوړولو وده وکړه، مصرفي توکو؛ لکه: موټرو چټکه وده وکړه او برېښنا په شمالي امریکا او اروپا او یو څو نورو پرمختللو هېوادونو کې لکه په اسټرالیا کې رامنځته شوه. د امریکا اقتصاد، چې په بریالیتوب یې خپل اقتصاد د جګړې له وخته د سولې وخت ته ولېږداوه، وده وکړه او د اروپا د پرمختګ لپاره یې هم پورونه چمتو کړل. ځینې سکتورونه؛ لکه: کرنه او د سکرو کان له ناورین سره مخامخ شول. امریکا په نړۍ کې تر ټولو بډایه هېواد شو او له ۱۹مې پېړۍ راهیسې د نړۍ په ناخالصو تولیداتو کې تر ټولو لوی هېواد شو، خو د اروپا اقتصاد چې له جګړې وروسته یې بیارغونه ډېره ستونزمنه وه، نو تر ۱۹۲۴ز کال پورې یې وده ونه کړه.[۱۴][۱۵]

نوي محصولات او ټکنالوژي سمول

د موټرو صنعت، فلمي صنعت، راډیویي صنعت او کیمیاوي صنعت، په ۱۹۲۰ز لسیزه کې وده وکړه.[۱۶]

موټر سمول

په ۱۹۲۰ ز لسیزه کې موټرونه

له لومړۍ نړیوالې جګړې مخکې، موټرونه د لوړې بیې مال وو، په ۱۹۲۰ ز لسیزه کې په امریکا او کاناډا کې د ډېرو تولیداتو له امله د لېږد رالېږد وسایل عام شول. تر ۱۹۲۷ز کال پورې فورډ د موټرو کمپنۍ ۱۵ میلیونه دغه ماډل خرڅ کړل، چې تر دې وروسته یې پر T ماډل بندیز ولګاوه. دا د ۱۹۰۸ز کال له اکټوبره د ۱۹۲۷ ز کال تر می پورې په دوامدار ډول تولیدېدل. دغې کمپنۍ پلان درلود، چې د زوړ ماډل پر ځای نوی A ماډل جوړ کړي. [۱۷][۱۸][۱۹].[۲۰][۲۱][۲۲][۲۳][۲۴]

راډیو سمول

راډیو د ډله ییزو خپرونو لومړۍ وسیله شوه. د راډیو بیه لوړه وه، خو تفریحي بڼه یې انقلابي ثابته شوه. د راډیو اعلانونو د ډله ییزې بازار موندنې لپاره بنسټیز ارزښت پیدا کړ. اقتصادي ارزښت یې د ډله ییز کلتور لامل شو، چې له هماغه وخت راهیسې پر ټولنه واکمن دی. د راډیو د زرینې دورې په لړ کې راډیویي خپرونې د ۲۱مې پېړۍ د تلویزیوني خپرونو په څېر جلا وې. په ۱۹۲۷ز کال کې د فدرالي راډيو کمیسیون رامنځته شو، چې د کړنلارو نوې دوره یې پیل کړه.

ټلویزیون سمول

په ۱۹۲۰ ز لسیزه کې څو تنو اختراع کوونکو په تلویزیون کې کار کاوه، خو تر دویمې نړیوالې جګړې پورې هېڅ ډول خپرونې خلکو ته ونه رسېدې او تر ۱۹۴۰ ز لسیزې مخکې ډېرو لږو خلکو ټلویزیون لیدلی و.

په ۱۹۲۷ز کال کې بیرډ د لندن او ګلاسکو تر منځ د ۴۳۸ میل (۷۰۵کیلومتره) په اوږده واټن کې ټلویزیوني سیګنال انتقال کړ. بیرډ د نړۍ لومړی د اوږده واټن ټلویزیوني انځورونه د ګلاسکو په مرکزي سټېشن کې مرکزي هوټل ته ولېږدول. بیا بیرډ د ټلویزیون د پراختیا کمپنۍ رامنځته کړه، چې په ۱۹۲۸ز کال کې یې د لومړي ټرانس اتلانیتک ټلویزیوني لېږد له لندن نه هارټسډیل او نیویارک ته وکړاو د بي بي سي لپاره یې لومړۍ تلویزیوني خپرونه جوړه کړه.[۲۵][۲۶][۲۷][۲۸]

رایه ورکول سمول

د ښځو د رایې ورکولو حق سمول

له ځینو استثناوو سره، په ټوله نړۍ کې ډېرو هېوادونو د مستقیمې ډیموکراسۍ له لارې په ۱۹۱۷-۱۹۲۱ز کلونو کې د ښځو د رایې ورکولو حق ته پراختیا ورکړه؛ لکه: په امریکا، کاناډا، بریتانیا، هند او نورو لویو اروپایي هېوادونو کې. دې چارې د رایې ورکوونکو شمېر ډېر کړ او ډېر حکومتونه او ټاکنې یې اغېزمنې کړې. سیاستوالو وویل چې: د ښځو لپاره پر ځینو مسایلو؛ لکه: سوله، عامه روغتیا، زده کړې او د ماشومانو پر حالت باید ډېر تمرکز وشي. په ټوله کې ښځو د نارینه وو په څېر ډېره رایه وکاروله، ځکه چې دوی سولې ته ډېره لېوالتیا درلوده.

د المان ویمر کلتور سمول

ویمر کلتور په المان کې د وایمر جمهوریت پر مهال د هنرونو او علومو وده وه، دا کلتور له ۱۹۱۸ز کال نه تر ۱۹۳۳ز کال پورې و، کله چې اډولف هټلر واک ته ورسېد. په ۱۹۲۰ ز لسیزه کې برلین د ویمر کلتور لپاره په زړه پوری مرکز و. الماني ژبی اطریش په ځانګړي ډول وین، چې د المان برخه هم نه ده، خو د ویمار د کلتور یوه برخه ګڼل کېږي. باهاوس یو المانی هنري ښوونځی و، چې له ۱۹۱۹ نه تر ۱۹۳۳ز کال پورې په کې لاسي صنایع او ښکلي هنرونه جوړېدل.[۲۹][۳۰]

المان او په ځانګړي ډول برلین په ډېرو برخو کې د روڼ اندو، هنرمندانو او نوښتګرو لپاره ښېرازه ځمکه وه. ټولنیز چاپېریال ګډوډ و او سیاست په زړه پوری و. په ۱۹۱۸ز کال کې د المان د پوهنتون ټول پوهنځۍ د یهودي پوهانو لپاره په نړیواله کچه پرانیستل شوي وو.[۳۱][۳۲]

د کاناډا سیاست سمول

د کاناډا سیاست په فدرالي ډول د کاناډا د لیبرال ګوند له خوا د ویلیم لیون مکینزي تر واکمنۍ لاندې و. فدرالي دولت د لسیزې ډېره برخه له اقتصاد نه بې برخه کړه. د جګړې په لړ کې او د اورګاډي د پراختیا په دوره کې یې د لویو پورونو په ورکولو تمرکز وکړ. د پېړۍ په لومړیو کې د غنمو له اقتصادي ودې وروسته، صحرایي ولایتونه د غنمو د ټیټو بیو له امله له ستونزو سره مخامخ وو، چې د کاناډا د لومړي بریالي سیاسي ګوند په پراختیا کې یې اړینه ونډه لرله او د کاناډا پرمختلونکي ګوند د ۱۹۲۱ز کال په ملي ټاکنو کې دویمې ډېرې چوکۍ وګټلې. په ۱۹۲۶ز کال کې د بالفور د اعلامیې په جوړولو، کاناډا له نورو پخوانیو بریتانوي مستعمرو سره خپلواک شو او د بریتانیې د ټولګټو اتحادیه یې جوړه کړه.

سرچینې سمول

  1. Anton Gill, A Dance Between Flames: Berlin Between the Wars (1994).
  2. Marc Moscato, Brains, Brilliancy, Bohemia: Art & Politics in Jazz-Age Chicago (2009)
  3. Hall, Lesley A. (1996). "Impotent ghosts from no man's land, flappers' boyfriends, or crypto‐patriarchs? Men, sex and social change in 1920s Britain". Social History. 21 (1): 54–70. doi:10.1080/03071029608567956. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  4. David Robinson, Hollywood in the Twenties (1968)
  5. David Wallace, Capital of the World: A Portrait of New York City in the Roaring Twenties (2011)
  6. Jody Blake, Le Tumulte Noir: modernist art and popular entertainment in jazz-age Paris, 1900–1930 (1999)
  7. Jack Lindsay, The roaring twenties: literary life in Sydney, New South Wales in the years 1921-6 (1960)
  8. Andrew Lamb (2000). 150 Years of Popular Musical Theatre. Yale University Press. د کتاب پاڼې 195. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-300-07538-0. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  9. Pamela Horn, Flappers: The Real Lives of British Women in the Era of the Great Gatsby (2013)
  10. Angela J. Latham, Posing a Threat: Flappers, Chorus Girls, and Other Brazen Performers of the American 1920s (2000)
  11. Madeleine Ginsburg, Paris fashions: the art deco style of the 1920s (1989)
  12. Bärbel Schrader, and Jürgen Schebera. The" golden" twenties: art and literature in the Weimar Republic (1988)
  13. Paul N. Hehn (2005). A Low Dishonest Decade: The Great Powers, Eastern Europe, and the Economic Origins of World War II, 1930–1941. Continuum. د کتاب پاڼې 12. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-8264-1761-9. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  14. George H. Soule, Prosperity Decade: From War to Depression: 1917–1929 (1947)
  15. "Roaring Twenties". U-S-History.com. Online Highways. د لاسرسي‌نېټه ۱۴ نومبر ۲۰۱۹. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  16. George H. Soule, Prosperity Decade: From War to Depression: 1917–1929 (1947)
  17. "Model T Facts" (Press release). US: Ford. د اصلي آرشيف څخه پر ۲۸ سپټمبر ۲۰۱۳ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۲۳ اپرېل ۲۰۱۳. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  18. John Steele Gordon (2007-03-01). "10 Moments That Made American Business". American Heritage. د لاسرسي‌نېټه ۲۴ ډيسمبر ۲۰۱۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  19. . Michigan History. Detroit News.
  20. Sorensen 1956, pp. 217–219.
  21. Hounshell 1984, pp. 263–264
  22. Sloan 1964, pp. 162–163
  23. https://www.fhwa.dot.gov/ohim/summary95/mv200.pdf
  24. Foreman-Peck, James (1982). "The American Challenge of the Twenties: Multinationals and the European Motor Industry". The Journal of Economic History. 42 (4): 865–881. doi:10.1017/S0022050700028370. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  25. R. F. Tiltman, How "Stereoscopic" Television is Shown, Radio News, November 1928
  26. "Patent US1925554 – Television apparatus and the like". الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  27. Interview with Paul Lyons Archived 2009-02-02 at the Wayback Machine., Historian and Control and Information Officer at Glasgow Central Station
  28. "Historic Figures: John Logie Baird (1888–1946)". BBC. د لاسرسي‌نېټه ۲۸ اپرېل ۲۰۱۵. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  29. Kathleen James-Chakraborty, Bauhaus Culture: From Weimar to the Cold War (2006).
  30. Lee Congdon, Exile and Social Thought: Hungarian Intellectuals in Germany and Austria, 1919–1933 (1991).
  31. Niewyk, Donald L. (2001). The Jews in Weimar Germany. Transaction Publishers. د کتاب پاڼي 39–40. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-7658-0692-5. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  32. Rippey, Theodore F. (2005). "Athletics, Aesthetics, and Politics in the Weimar Press". German Studies Review. 28 (1): 85–106. JSTOR 30038070. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)