زرمت

زرمت ولسوالۍ اوس په دوو برخو ویشل شوې ده چي يوه برخه يي د روحاني بابا ولسوالی په نامه يادېږي

د پکتيا ولايت يوه تر ټولو لويه ولسوالۍ د زرمت په نوم ياديږي. تامير د زرمت ولسوالۍ مرکز او بازار ده.زرمت ولسوالۍ کې ډير قومونه اوسيږی. لکه مموزي، سهاک، اورياخېل او داسې نور. زرمت ولسوالۍ يوه با نفوسه ولسوالۍ ده. چې خلک يې اکثره په مهاجرت کې ژوند کوي. د پاکستان په هره سيمه کې د زرمت خلک د مهاجرت شپې او ورځې تيروي. او په عربو لکه سعودي عربستان، کويت، دوبی، قطر او داسې نورو مملکتونو کې کاروبارونه کوي. په زرمت ولسوالۍ کې طالبان تر نورو ولسواليو ډير فهال دي.