زده کړه (پوهه)

زده کړه هغه بهیر دی چي په بنسټ یې نوې ځیرکتیا، پوهه، چلند، وړتیا، ارزښتونه، درېځ او غوره والی ترلاسه کېږي. د زده کړې وړتیا په انسانانو، ژوو او ځینو ماشینونو کې شته ده.همدارنګه په ځینو نباتاتو کې هم د یو ډول زده کړې شواهد لیدل شوي دي. ځینې ​​زده کړې سملاسي بڼه لري، چې د یوې پېښې په رامنځ ته کېدو سره ترلاسه کېږي (د بېلګې په توګه: په ګرمه بخارۍ سوځېدل)، خو ډېری وړتیاوې او پوهه د تکرار تجربونه لاسته راځي. هغه بدلونونه چې د زده کړې پر بنسټ را منځ ته کېږي، ډېری د ټول عمر لپاره پاتې کېږي او دا ستونزمنه ده چې د زده کړې د هغو توکو تر منځ توپیر وکړو چې کېدای شي "له لاسه ورکړل شي" له هغه څه نه چې نه شو کولای بېرته یې وړاندې کړو.    [۱][۲][۳]

د انسان زده کړه له زېږون نه پیل کیږي (کېدای شي ان مخکې له هغه پیل شي) او د وګړو او چاپېریال ترمنځ د پرله پسې راکړې ورکړې په پایله کې تر مړینې پورې دوام کوي. په زده کړه کې ښکېل طبیعت او بهیر په ډېرو علمي برخو، لکه:  ښوونیزه ارواپوهنه، عصبي ارواپوهنه، تجربوي ارواپوهنه او تدریس کې تر څېړنې لاندې نیول کېږي. په دې برخو کې څیړنې د زده کړې د بېلابېلو ډولونو د تشخیص لامل شوې دي. د نمونې په توګه: کیدای شي زده کړه، د عادت اخستلو، یا کلاسیکي شرطي کولو، فعال شرطي کولو یا د ډېرو پېچلو کړنو په پایله کې را منځ ته شي، لکه لوبې چې یوازې په یوڅه هوښیارو ژوو کې تر سترګو کېږي. زده کړه کېدای شي په ارداې بڼه یا له ارادې پوهې پرته را منځ ته شي. هغه زده کړه چې د یوې ناوړه پېښې د مخې نه نیول کېدو یا د تېښتي د نه شتون له امله را منځ ته شي، د زده شوې بې وسۍ په نوم یادېږي. داسې شواهد شته چې له زېږون نه دمخه انسان د چلند زده کړه کوي، چې د باردارۍ په وخت کې په ۳۲ لومړیو اونیوکې د عادت اخستل لیدل شوي دي، په دې معنا چې مرکزي عصبي سیستم په کافي اندازه وده کړې او د زده کړې او حافظې لپاره چې د ودې په لومړیو کې را منځ ته کېږي، چمتو شوی دی.  [۴][۵][۶]

د ډېری تیوریستانو له خوا لوبه د زده کړې د یوې بڼې په توګه په نظر کې نیول شوې ده. ماشومان له خپلې نړۍ سره تجربه کوي، قواعد زده کوي، او د لوبې له لارې راکړه ورکړه زده کوي. لیو ویګوسکي دا مني چې، لوبې د ماشومانو د پرمختګ لپاره اړینې دي، ځکه چې دوی د ښوونیزو لوبو پر بنسټ د خپل چاپېریال نه مفهوم ترلاسه کوي، خو د ویګوسکي نظر: لوبې د ژبې او اړیکو د زده کړې لومړۍ بڼه ده او دا هغه پړاو دی چې، ماشوم په کې قواعد او سمبولونه زده کوي. دا د دې لامل شوی، چې په ژوندیو موجوداتو کې زده کړه تل له فعل او انفعال سره اړیکه لري.[۷][۸][۹][۱۰]

ډولونه سمول

نااړونده زده کړه سمول

نااړونده زده کړه "د یوه ځانګړي پاروونګي  په وړاندې، چې په تکرارې بڼه را منځ ته کېږي، د غبرګون په ځواک کې یو څه دایمي بدلون دی." دا تعریف، له هغو بدلونونه نه مستثنی دی چې د حسي توافق، ستړیا یا ټپي کېدو له امله رامنځ ته کېږي.[۱۱][۱۲]

نااړونده زدکړه په دوو برخو: عادت اخستنه او حساس کېدنه وېشل کېږي.

عادت اخستنه سمول

عادت اخستنه د نااړوندې زده کړې یوه بېلګه ده چې په کې د پاروونکي لپاره د طبیعي غبرګون یوه یا څو برخې (د نمونې په توګه: د غبرګون احتمال، د غبرګون دوام) د پاروونکي په تکرار سره کمېږي. له دې امله، باید د عادت اخستلو او کمېدو تر منځ توپیر وشي، چي یو نااړوند بهیر دی. د مثال په توګه: په فعاله کمېدو کې، یو غبرګون کمېږي ،ځکه چې د هغه لپاره نوره اړتیا نه لیدل کېږي.  د عادت اخستلو یوه بېلګه، په کوچنیو الوتونکو کې لیدل کېدای شي - که چېرې یو مصنوعي کونګ (یا ورته ښکاري) په قفس کې کېښودل شي، مرغۍ په پیل کې د یوه ریښتیني ښکاري په توګه ورته غبرګون ښیې. له لږ مودې وروسته، مرغۍ لږ غبرګون ښیي، چې دا د عادت ښکارندویي کوي. که یو بل مصنوعي کونګ کېښودل شي، (یا پخوانی لرې شي او بېرته کېښودل شي)، مرغۍ بیا هم په داسې ډول غبرګون ښیې، چې ممکن دا یو ښکاري وي، دا حالت ښیي چې دا یوازې یو ځانګړې پاروونکی دی، چې د عادت په توګه اخستل شوې دی (یعنې یو ځانګړی بې حرکته کونګ په یو ځای کې). د عادت اخستلو بهیر د هغو پاروونکو لپاره چې په لوړه کچه پېښېږي، د هغو په پرتله چې په ټیټه کچه پېښېږي، ګړندی دی او همدارنګه په ترتیب سره دا د کمزورو او ځواکمنو پاروونکو لپاره هم صدق کوي. عادت اخستل په خپل ذات کې د حیواناتو په هره نوعه او همدارنګه د  میموسا پوډیکا په حساس ګل او لوی پروتوزوا ستینتور کویرلیوس کې لیدل کېږي. دا نظر، له حساس کېدلو سره په مستقیم مخالفت کې راځي.[۱۳][۱۴][۱۵]

حساس کېدنه سمول

حساس کېدل د نااړوندې زده کړې یوه بېلګه ده چې په کې د غبرګون پر له پسې پراختیا د پاروونکي تکراري بڼه تعقیبوي. دا د هغه اند پر بنسټ ولاړ دی چې د پاروونکي لپاره دفاعي غبرګون لکه څرنګه چې شاتګ یا تېښته د بل زیان رسونکي یا ګواښونکي پاروونکي سره د مخامخ کېدو وروسته پیاوړی کېږي. د دې میکانیزم یوه ورځنۍ بېلګه، د جنبي عصبي سیستم تکراري ځواکمن غبرګون دی، چې هغه وخت پېښېږي ،چې یو څوک خپل مټ په پر له پسې توګه وموښي. یو څه وروسته، دا پاروونکی یو ګرم احساس رامنځ ته کوي چې په پای کې په درد بدلېږي. دا درد د جنبي اعصابو د غبرګون پایله ده چي داسې  خبرداری لېږدوي چې پاروونکی زیانمن دی. داسې انګېرل کېږي چې حساس کېدل په یوه ژوندې موجود کې د زده کړې هم توافقي هم غیر توافقي بهیر له ځانه سره ولري. [۱۶][۱۷][۱۸][۱۹]

فعاله زده کړه سمول

فعاله زده کړه هغه وخت رامنځ ته کېږي، چې یو کس د خپلې زده د کړې تجربې کنټرول په لاس کې واخلي. له هغه ځایه چې په  معلوماتو پوهېدل د زده کړې بنسټیز اړخ ګڼل کېږي، نو د زده کونکو لپاره اړینه ده چې تشخیص کړي، چې په کوم شي پوهېږي او په کوم شي نه پوهېږي. د دې کار په ترسره کولو سره، دوی کولای شي چې د مضامینو په اړه خپلې وړتیاوې تر څار لاندې ونیسي. فعاله زده کړه زده کوونکي یو داخلي ډیالوګ ته هڅوي چې د هغه پر بنسټ دوی خپله پوهه بیانوي. دا او نور ځان پېژندونکې ستراتیژۍ کېدای شي، د وخت په تېرېدو سره ماشوم ته تدریس شي. د ځان پېژندنې په اړه مطالعاتو په فعاله زده کړې کې د هغه ارزښت ثابت کړی، چې ادعا کوي د دې په پایله کې زده کړه معمولاً په پیاوړې کچه کې را منځ ته کېږي. له دې سره، زده کوونکي د زده کړې لپاره، کله چې هغو نه یوازې د خپلې زده کړې د څرنګوالي په اړه، بلکې د خپلې زده کړې په اړه کنترول ولري، ډېر هڅول کېږي. فعاله زده کړه په شاګرد محوره زده کړه کې یوه بنسټيزه ځانګړتیا ده. برعکس، غیر فعاله زده کړه او مستقیمې لارښوونې د استاد محوره زده کړې (یا دودیزې زده کړې) ځانګړتیاوې دي. [۲۰][۲۱]

اړونده زده کړه سمول

اړونده زده کړه هغه بهیر دی چې په بنسټ یې یو شخص یا ژوی د دوو پاروونکو یا پېښو ترمنځ اړیکه زده کوي. په کلاسیک شرطي کېدو کې، یو پخوانی خنثي پاروونکی په پرله پسې توګه له غبرګون ښودونکي پاروونکي سره یوځای کېږي، تر هغه چې په پای کې خنثي پاروونکی په خپله غبرګون پیدا کړي. په فعال شرطي کېدو کې، یو چلند چې د پاروونکي په شتون کې پیاوړی او مجازات کېږي، د دې پاروونکي په شتون کې په لږ یا ډېر احتمال سره د پېښیدو امکان لري.  [۲۲]

سرچينې سمول

  1. Richard Gross, Psychology: The Science of Mind and Behaviour 6E, Hachette UK, کينډۍ:ISBN.
  2. Karban, R. (2015). Plant Learning and Memory. In: Plant Sensing and Communication. Chicago and London: The University of Chicago Press, pp. 31–44, [۱].
  3. Daniel L. Schacter; Daniel T. Gilbert; Daniel M. Wegner (2011) [2009]. Psychology, 2nd edition. Worth Publishers. د کتاب پاڼې 264. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1-4292-3719-2. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  4. OECD (2007). Understanding the Brain: The Birth of a Learning Science. OECD Publishing. د کتاب پاڼې 165. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-92-64-02913-2. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  5. Jungle Gyms: The Evolution of Animal Play Archived 2007-10-11 at the Wayback Machine.
  6. "What behavior can we expect of octopuses?". www.thecephalopodpage.org. The Cephalopod Page. مؤرشف من الأصل في ۰۵ اکتوبر ۲۰۱۷. د لاسرسي‌نېټه ۰۴ مې ۲۰۱۸. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  7. کينډۍ:Britannica
  8. Sandman, Wadhwa; Hetrick, Porto; Peeke (1997). "Human fetal heart rate dishabituation between thirty and thirty-two weeks gestation". Child Development. 68 (6): 1031–1040. doi:10.1111/j.1467-8624.1997.tb01982.x. PMID 9418223. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  9. Sheridan, Mary; Howard, Justine; Alderson, Dawn (2010). Play in Early Childhood: From Birth to Six Years. Oxon: Routledge. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1-136-83748-7. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  10. Campbell, Cary; Olteanu, Alin; Kull, Kalevi 2019. Learning and knowing as semiosis: Extending the conceptual apparatus of semiotics. Sign Systems Studies 47(3/4): 352–381.
  11. Fuentes, Agustín (2017). The International Encyclopedia of Primatology, 3 Volume Set. Malden, MA: Wiley Blackwell. د کتاب پاڼې 712. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-470-67337-9. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  12. "Archived copy" (PDF). د اصلي (PDF) آرشيف څخه پر ۰۳ جنوري ۲۰۱۴ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۰۹ اگسټ ۲۰۱۳. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)صيانة CS1: الأرشيف كعنوان (link)
  13. Pear, Joseph (2014). The Science of Learning. London: Psychology Press. د کتاب پاڼې 15. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1-317-76280-5. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  14. Gagliano, M.; et al. (2014). "Experience teaches plants to learn faster and forget slower in environments where it matters". Oecologia. 175 (1): 63–72. Bibcode:2014Oecol.175...63G. doi:10.1007/s00442-013-2873-7. PMID 24390479. S2CID 5038227. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  15. Wood, D.C. (1988). "Habituation in Stentor produced by mechanoreceptor channel modification". Journal of Neuroscience. 8 (7): 2254–8. doi:10.1523/JNEUROSCI.08-07-02254.1988. PMC 6569508. PMID 3249223. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  16. Shettleworth, S. J. (2010). Cognition, Evolution, and Behavior (2nd ed.). New York: Oxford.
  17. Galizia, Giovanni; Lledo, Pierre-Marie (2013). Neurosciences – From Molecule to Behavior. Heidelberg: Springer Spektrum. د کتاب پاڼې 578. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-3-642-10768-9. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  18. Woolf, Clifford J. (2018-02-27). "Pain amplification-A perspective on the how, why, when, and where of central sensitization". Journal of Applied Biobehavioral Research. 23 (2): e12124. doi:10.1111/jabr.12124. ISSN 1071-2089. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  19. Bonne, Omer; Grillon, Christian; Vythilingam, Meena; Neumeister, Alexander; Charney, Dennis S (March 2004). "Adaptive and maladaptive psychobiological responses to severe psychological stress: implications for the discovery of novel pharmacotherapy". Neuroscience & Biobehavioral Reviews. 28 (1): 65–94. doi:10.1016/j.neubiorev.2003.12.001. ISSN 0149-7634. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  20. Bransford, 2000, pp. 15–20
  21. J. Scott Armstrong (2012). "Natural Learning in Higher Education". Encyclopedia of the Sciences of Learning. مؤرشف من الأصل في ۱۶ سپټمبر ۲۰۱۴. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  22. Plotnik, Rod; Kouyomdijan, Haig (2012). Discovery Series: Introduction to Psychology. Belmont, CA: Wadsworth Cengage Learning. د کتاب پاڼې 208. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1-111-34702-4. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)