زبیر بهیر د سبحان شاه زوی د لغمان ولایت د قرغیو ولسوالۍ د قلع رحیم د کلي اوسیدونکی دی. په ۱۳۷۳ کال د قرغیو ولسوالۍ په قلع رحیم کې زېږېدلی، په ۱۹۸۰ کال کې د چهار باغ په عالي لیسې کې شامل تر څلورم ټولګي پورې په همدې لېسه کې زده کړې کړي دي چې تر هغې وروسته په سلطان ویس بابا متوسطه لېسه کې تر نهم ټولګي پورې زده کړو ته دوام ورکړ، او تر هغې وروسته يې په چهار باغ عالي لېسه کې د لېسې دوره پای ته رسولې ده. تر دې وروسته په ۱۳۹۴ کال کې د لغمان د پوهنتون د ادبیاتو او بشري علومو پوهنځۍ د ژورنالېزم په څانګه کې شامل شوي او اوس مهال د دریم صنف زده کړیال دی.