زبير بن عوام

(له زبير بن العوام نه مخ گرځېدلی)

زبير بن العوام بن خويلد(۵۹۴-۶۵۶) د محمد صلی الله عليه وسلم صحابي او د راشيدون لښکر قومندان وو.

==کورنۍ او ماشومتوب==

زبير په ۵۹۴ز کال په مکه مکرمه کي وزېږېد.پلار يې عوام بن خويلد د قريشو له بنواسد قبيلې څخه وو. زبير د خديجې رضی الله عنها خوريې وو. د هغه مور صفيه بنت عبدالمطّلب د نبي علیه سلام ترور وه. يعني زبير رضي الله تعالی عنه د نبي علیه سلام ترورزی وو. هغه دوه وروڼه لرل، صعيب او ابو الکعبه. سيف بن الحارث يې مورنی ورور وو چي د بنو اميه له قبيلې څخه وو. زبير لا ځوان وو چي پلار يې وفات شو. مور به يې هغه سخت واهه، کله به چي هغې ته وويل شول چي تا هغه وواژه، د هغه زړه د مات کړ، هغې به ويل زه يې وهم ترڅو په جګړه کي زړور او هوښیار شي. زبير رض د منځني قد، ډنګر، تورو ګړګوتي ويښتانو او نرۍ ږيري خاوند وو. ويښتان به يې په اوږو پراته وو او له سپين کېدلو وروسته يې رنګ ورنه کړ.

د اسلام منل سمول

زبير بن عوام له پنځو لومړيو کسانو څخه وو چي د ابوبکر صديق رضي الله تعالی عنه په دعوت يې اسلام قبول کړ، څلورم يا پنځم بالغ نارينه وو چي اسلام يې ومانه. په ۶۱۵ کي حبشې ته د لومړيو پنځلسو هجرت کوونکو نه وو. چي په ۶۱۶ کي بيرته راوګرځېد. کله چي په حبشه کي وو. د حبشې د پاچا نجاشي په خلاف يو بغاوت رامنځته شو، نجاشي له ياغيانو سره د نيل درياب په غاړه مخامخ شو. مسلمانان ددوئ د ساتونکي نجاشي په هکله اندیښمن وو نو زبير رض يې د خبر راوړلو لپاره ولېږه د لامبو په واسطه د جګړې ساحې ته ورسېد او کله چي نجاشي ياغيانو ته ماتي ورکړه نو زبير رض واپس د لامبو له لاري مسلمانانو ته راغی او زېری يې ورکړ. زبير رض له څو تنه نورو مسلمانانو سره په ۶۱۹ز کال کي بيرته مکې مکرمې ته راغی ځکه دوی اورېدلي وو چي د مکې مکرمې ټول خلک مسلمانان شوي دي کله چي مکې ته نږدې شوو نو پوه شوو چي دا خبره درواغ ده ځيني يې په پټه او ځيني نور يې د چا په پناه کي مکې مکرمې ته داخل شوو.
مدينې منورې ته يې په ۶۲۲ز کال کي هجرت وکړ، لومړی د منذر بن محمد په کور کي دېره شو. په دې اړه مختلف روايتونه دي چي څوک د زبير رض اسلامي ورور شوو چي د عبدالله بن مسعود، طلحه بن عبيدالله، کعب بن مالک او سلمه بن سلمه نومونه ياد شوي دي.  نبي علیه سلام هغه ته د کور جوړولو لپاره ځمکه او د خورما څو وني ورکړې.

له حضرت محمد صلی الله عليه وسلم سره په غزاګانو کي ګډون سمول

زبير رض له نبي علیه سلام سره په ټولو غزاګانو کي ګډون کړی دی چي زياتره به يې ژېړ پټکی(لنګوټه) په سر وو.د بدر په غزا کي يې د مشرکینو يو جاسوس ونيو. د احد په غزا کي يې د نبي علیه سلام توره په دې شرط واخستله چي تر هغو به دښمن پرې وهي ترڅو چي ماته شي. کله چي مسلمانانو د شا له خوا حمله وشوه نو زبير رض له هغو صحابه وو څخه وو چي تر پايه له نبي علیه سلام سره ودرېد. د خندق په غزا کي يې نبي علیه سلام ته د بنو قريظه احوال راووړ او نبی علیه سلام وفرمايل چي د هر پيغمبر لپاره حواري وي زما حواري زبير رض ده.