زاچي پاولومي

 دا ليکنه نابشپړه ده، تاسې ددې ليکنې په بشپړولو کې د ويکيپېډيا سره مرسته کولای شئ.
مېرمن زاچي پاولومي هم د ويدا د عصر(2000 _ 1000 ق م) شاعره ده، چې د كلام نمونه يې د ريگويدا په لسم كتاب او 159 سرود كي ثبته سوې ده، چې اوس يې دلته د يوه شعر ترجمه ليكو.

1. هلته لمر را ختلى دى او دا زما ښه بخت او نېكمرغي ده چې را پوري سوې ده، زه پوهېږم چې ما د يوې بريالۍ په څېر خپل مېړه د ځان كړى دى.

2. زه بيرغ او افسر يم، زه يوه غښتلې او واكمنه حكم كوونكې يم، زه بريالۍ يم او زما خاوند به زما خواهش و مني.

3. زما زامن د دښمنانو وژونكي دي، لور مي فرمان روايه ملكه ده، زه بريالۍ يم زما د بري سرود زما پر خاوند حكومت كوي.

4. ما هغه ميگسارى چې "اندرا" موږ ته راكړه او هغومره لوړه او ځلېدونكې سوم تقديم كړې ده، اى ارباب الانواعو! ما له هرې هغې ښځي څخه چې زما سره رقابت كوي وساته.

5. د نورو، برم او شكوه مي داسي واخيستله لكه د يوې بې وزلي پېغلي ثروت او پانگه. او دا مي د بني د وركونكي او د يوه فاتح او كامل بريالي په حيث واخيستله.

6. د بريالي فاتح په څېر مي دا رقيبان مغلوب كړه، دا خپلي بني مي محكومي كړې، څو پر خپل پهلوان (مېړه) او نورو خلكو حكومت او فرمان روايي وكړم.