زاپیا
زاپیا (انګلیسي : Zapya ) په ځیرکو مبایلونو کي د ملګرو سره د فایل شریکولو یو پروګرام دی چي کار کوونکو ته اجازه ورکوي ترڅو د انټرنیټ سره له نښلېدو پرته د هري اندازې او هر ډول فایلونو لېږد رالیږد ترسره کړي.
د معلوماتو پر بنسټ Zapya په هغو هیوادونو کي لمړئ شهرت ترلاسه کړ چي د انټرنیټ ټیټ نفوذ او د انټرنیټ ضعیف جوړښت یې درلود، ځکه چي دا پروګرام انټرنيټ ته د لاسرسي پرته د فایلونو په لېږلو کي ډېر اغېزمن ثابت سو. په وروستیو کلونو کي ددغه پروګرام نوی ورژن د پوستغالي په بڼه د کمپیوټرانو لپاره هم جوړ او فعاله سوی دی.