زاهد خان زاهد

زاهد خان زاهد د ښاغلي عبدالله زوى پر ١٣٥٦ ل ل کال د لغمان ولايت د تيرگړيو په کلي کې زېږېدلى چې اوسمهال په جلال اباد ښار کې اوسېږي. زاهد خان خپلې لومړنۍ زده کړې په تجروبوي ښوونځي، ثانوي يې د ننگرهار په عالي لېسه او پاتې يې د فارميسۍ په رشته کې د ننگرهار د عامې روغتيا په چوکاټ کې ترسره کړي دي. زاهد خان چې د څلورو کوچنيانو پلار دى، له فلمي نړۍ سره يې له پخوا مينه لرله چې همدې مينې دې لوري ته راکش کړ. هغه لېواله و چې په فلم کې خپله وړتيا او استعداد وښايي. نوموړي په کال ١٣٨٣ کې د (بې اجله مرگ) په نوم په يو افغاني هنري فلم کې گډون وکړ او تر هغې وروسته يې د دوران، انتظار، سره لمبه، مينه او سزا او ستا لپاره) فلمونو کې د فلم د هلک په توگه خپل هنر ليدونکو ته وښود. احسان او نېمگړې مينه د زاهد خان راتلونکې فلمونه دي چې ژر به جوړ او نندارې ته وړاندې شي. په فلمونو کې د رول لوبولو تر څنگ زاهد خان يو درملتون هم لري چې خپل پاتې وخت هلته تېروي. نوموړى له خپلې ټولنې، کلتور او خلکو سره بې کچه مينه څرگندوي خو د زاهد خان د فلمونو يو شمېر ليدونکي هغه په دې تورنوي چې په فلمونو کې د پردي لباس د کارولو ترڅنگ د پرديو فلمي ستورو پېښې کوي او د فلمونو ډېرې برخې يې د افغاني او پښتني کلتور خلاف دي، خو زاهد خان بيا وايي چې هڅه کوي په پښتو فلمونو کې د هنر جوهر پيدا کړي او د فلمي ارزښتونو لاره خپله کړي.

اخونه سمول

  1. http://taand.com/index.php?mod=article&cat=سينما&article=13868[مړه لينکونه]