رینګ توپولوژي

د دغې توپولوژي له لاری کولى شو کمپيوټرونه او نور وسايل د مزيو ديوی کړئ له لاری سره ونښلوؤ. د Bus توپولوژي په څير دلته دمزيو ددواړو سرونو د بندولو ( Termination ) ته اړتيا نه ليدل کیږي. پدغه ډول توپولوژي کی سيګنال يا معلومات د همدغه يوه مزي څخه چی کمپيوټرونه يی دکړۍ په څير سره نښلولي تيريږي او همدا راز ددغی کړۍ په ترڅ کی چی کوم کمپيوټرونه شتون لري له هغو څخه هم تيريږي تر څو خپل د پام وړ کمپيوټر ته ورسيږي پدغه توپولوژي کی د يوه کمپيوټر ناکاره کیدل د ټولی کړۍ د ناکاره کیدو لامل هم کیدى شي.