ریبوزومونه (په انګلیسي: Ribosome)، چې د جورج پالاد له‌خوا د کشفېدلو او مریو ته ورته جوړښت له‌امله د «پالاد مریو» په نامه هم یادېږي، مکرومالیکولي ماشینونه دي او په ټولو حجرو کې موندل کېږي، چې د بیولوجیکي پروټین سنتیز عملیه (د mRNA ټرانسلېشن) ترسره کوي. ریبوزومونه، د پولي‌پپتید ځنځیرونو رامنځ‌ته کولو لپاره د پیغام رسوونکې RNA یا mRNA مالیکولونو د کودونونو (د DNA او RNA کوچنۍ نوکلوتیدي ټولګې) په واسطه له ځانګړي شوي ترتیب سره سم امینو اسیدونه سره نښلوي. ریبوزومونه له دوو سترو برخو څخه رامنځ‌ته کېږي: ریبوزومي کوچنۍ او لویې فرعي برخې. هره فرعي برخه د ریبوزومي RNA یا rRNA له یوه یا زیاتو مالیکولونو او ډېر شمېر ریبوزومي پروټینونو (RP یا r-پروټینونه) څخه جوړ شوی دی. ریبوزومونه او اړوند مالیکولونه یې د ټرانسلېشن وسیلې (translational apparatus) په توګه هم پېژندل کېږي.[۱][۲][۳]

ټولیزه کتنه

سمول

د DNA هغه لړۍ، چې په یوه پروټین کې د امینو اسیدونو لړۍ کوډ کوي، د پیغام رسوونکې RNA یوه ځنځیر ته ټرانسکرپت کېږي. ریبوزومونه پیغام رسوونکو RNAګانو سره نښلي او د یوه ځانګړي پروټین د تولید په موخه د امینو اسیدونو د سمې لړۍ ټاکلو لپاره د نوموړو RNAګانو له لړیو څخه کار اخلي. امینو اسیدونه د لېږدوونکې RNA (یا tRNA) مالیکولونو له‌خوا ټاکل کېږي او ریبوزوم ته لېږدول کېږي، چې ریبوزوم ته له دننه کېدلو وروسته د کودون ضد د یوې ساقې کړۍ له‌لارې د پيغام رسوونکې RNA له ځنځیر سره یوځای کېږي. په پیغام رسوونکې RNA کې د درې‌ګونو هر کوډ کوونکي (کودون) لپاره، یوه ځانتنۍ لېږدوونکې RNA شتون لري چې باید د له انتي‌کودون سره پوره سمون ولري او د وده کوونکي پولي‌پپتید ځنځیر سره د ترکیب لپاره باید سم امینو اسید ولېږدوي. کله چې پروټین تولید شو، وروسته کولای شي قات شي ترڅو د کارکړنې یو درې‌اړخیز جوړښت رامنځ‌ته کړي.

یو ریبوزوم د RNAګانو او پروټینونو له پېچلو جوړښتونو څخه رامنځ‌ته کېږي او له‌دې امله ورته ریبونوکلوپروټیني پېچلی جوړښت ویل کېږي. هر ریبوزوم له کوچنیو (30S) او لویو (50S) برخو څخه ترکیب شوی دی، چې ورته فرعي برخې ویل کېږي او یو له بل سره نښلېدلي دي:

  1. د 30S اصلي دنده کوډ کول دي او همدا راز له mRNA سره نښلېدلی دی؛
  2. 50S په اصل کې کتلستي دنده لري او همدا راز له امینواسیلي شویو tRNAګانو سره نښلېدلی دی.

د پروټین له جوړښتي برخو څخه د هغو سنتیز په څلورو پړاوونو کې ترسره کېږي: پیل، غځېدنه، پای او بیادوران. د mRNA په ټولو مالیکولونو کې د پیل کودون، AUG لړۍ لري. د درېدا کودون له UAA، UAG، یا UGA څخه یو دی؛ څرنګه چې د دغو کودونونو د پېژندنې لپاره هېڅ ډول د tRNA هېڅ ډول مالیکول شتون نه‌لري، ریبوزوم تشخیص ورکوي چې د ټرانسلېشن عملیه بشپړه شوې ده. کله چې یو ریبوزوم د mRNA یوه مالیکول د لوستلو بهیر پای ته رسوي، نوموړې دوه فرعي برخې سره جلا کېږي او ډېري وخت تجزیه کېږي، خو د بیا کارېدلو وړتیا لري. ریبوزومونه، ریبوزایمونه دي؛ ځکه چې امینو اسیدونو د یوځای کېدنې کتلستي پپتيدایل ترانسفېز فعالیت د ریبوزومي RNA پر مټ ترسره کېږي.[۴][۵]

ریبوزومونه تر ډېره د حجرو دننه هغو غشاګانو سره اړوند دي چې زیږه اندوپلازمیکه شبکه رامنځ‌ته کوي.

د درې‌ګوني ډومېن په سیسټم کې د باکتریا، آرکیا او یوکاریوتونو ریبوزومونه تر ډېره سره ورته دي، چې دا د ګډ اصل ښودونکې نښه ده. نوموړي ریبوزومونه د اندازې، لړۍ، جوړښت او RNA ته د پروټین د نسبت له پلوه سره توپیر لري. جوړښتي توپيرونه ځینې وخت انتي‌بیوتیکونو ته فرصت ورکوي ترڅو د اړوندو ریبوزومونو په ضعیفولو سره باکتریا له‌منځه یوسي، په داسې حال کې چې د انسان پر ریبوزومونو باندې اغېزې نه‌پرېږدي. په ټولو نوعو کې، په یوه وخت کې کېدای شي له یوه څخه زیات ریبوزوم د واحدې mRNA ځنځیر په اوږدو کې حرکت وکړي (د یوه پوليزوم په توګه)، چې هر یو یې یوه ځانګړې لړۍ «لولي» او او د اړوند پروټین یو مالیکول تولیدوي.

د یوکاریوتي حجرو مایتوکاندریایي ریبوزومونه، د کارکړنې له پلوه، د باکتریا ګڼ‌شمېر ځانګړنو ته ورته‌والی لري چې کولای شي د مایتوکاندریا احتمالي تکاملي پیل په ډاګه کړي.[۶][۷]

ریبوزومونه د ۱۹۵۰ز لسیزې په نیمایي کې د رومانیا اصله امریکایي د حجرې بیولوجي‌پوه «جورج امیل پالاد» له‌خوا، د یوه الکتروني میکروسکوپ په کارولو سره، د متراکمو ذراتو یا «مریو» په بڼه مشاهده شول. د «ریبوزوم» ګړنه، په ۱۹۵۸ز کال په پای کې د ساینس‌پوه «هاګویناو» له‌خوا وړاندې شو:[۸]

د سمپوزیم د دورې په اوږدو کې یوه معنایي ستونزه څرګنده شوه. د ځینو ګډونوالو لپاره، «میکروزومونه» د هغې میکروزومي برخې د ریبونوکلوپروټین ذراتو په معنی دي چې د بل پروټین او شحمي مادي په واسطه ککړه شوې ده؛ نور بیا داسې انګېري چې، «میکروزومونه» د ذراتو په واسطه له ککړ شوي پروټین او شحم څخه رامنځ‌ته کېږي. د «میکروزومي ذراتو» عبارت په بشپړه توګه مناسب نه‌برېښي او «د میکروزومي برخې د ریبونوکلوپروټین ذرات» ډېر ښه نه تر سترګو کېږي. د غونډې پر مهال، د «ریبوزوم» ګړنې وړاندیز وشو، چې د خورا قناعت وړ نوم او په‌زړه‌پوری غږ لري. له 35 څخه تر 100S پورې د ریبونوکلوپروټین بېلابېلو اندازو لرونکو ذراتو لپاره د «ریبوزوم» ګړنې په کارولو سره به شته ګډوډي له منځه لاړه شي. ⁓آلبرت، میکروزومي ذرات او د پروټین سنتیز[۹]

آلبرت کلاود، کریستین دو دووې او جورج امیل پالاد په ګډه، په ۱۹۷۴ز کال کې، د ریبوزوم د کشف په پار، د نوبل د فزیولوجي یا طب جایزه ترلاسه کړه. په کېمیا کې د نوبل د ۲۰۰۹ز کال جایزه، ونکاترامان رامکریشنان، ټوماس ا. ستیتز او آدا ا. یونات ته، د ریبوزوم د دقیق جوړښت او میکانیزم معلومولو په پار ورکړل شوه.[۹][۱۰]

جوړښت

سمول

ریبوزوم یو پېچلی حجروي ماشین دی او تر ډېره بریده، د ریبوزومي RNA یا rRNA په نامه له ځانګړې شوې RNA او همدا راز لسګونو جلا پروټینونو څخه (دقیق شمېر یې د نوعو ترمنځ لږ څه توپیر لري) رامنځ‌ته شوی دی. ریبوزومي پروټینونه او rRNAګانې د بېلابېلو اندازو لرونکو په دوو جلا ریبوزومي ټوټو کې سره ترتیب شوي دی، چې په ټولیز ډول، د ریبوزوم د لویې او کوچنۍ فرعي برخې په توګه پېژندل کېږي. ریبوزومونه له دوو فرعي څنګ په څنګ واقع شویو برخو څخه رامنځ‌ته شوي دي او د یوې برخې په توګه، د پروټین سنتیز عملیې په اوږدو کې، پولي‌پپتید ځنځیر ته د mRNA په ټرانسلېشن کې فعالیت کوي. څرنګه چې ریبوزومونه د غیرمساوي اندازو لرونکو له دوو فرعي برخو څخه رامنځ‌ته شوي دي، په محوري کرښه کې د قطر په پرتله لږ څه اوږده دي.

پروکاریوتي ریبوزومونه

سمول

د پروکاریوتي ریبوزومونو قطر کابو 20nm یا (200Å) دی او په ترکیب کې ۶۵ سلنه rRNA او ۳۵ سلنه ریبوزومي پروټینونه لري. د یوکاریوتي ریبوزومونو قطر له 25 تر 30nm (250 تر 300Å) دی او د rRNA پر پروټین نسبت 1 ته نږدې دی. کرېستالوګرافیکي فعالیت ښیي چې د پولي‌پپتید سنتیز لپاره د تعامل برخې ته نږدې هېڅ کوم ریبوزومي پروټین شتون نه‌لري. دا ښیي چې د ریبوزومونو پروټیني برخې په مستقیمه توګه د پپتید اړیکې د جوړولو په کتلستي کولو کې ونډه نه‌اخلي، بلکې دا پروټینونه دي چې د یوه چوکاټ په توګه عمل کوي چې کېدای شي د پروټین سنتیز کولو لپاره د rRNA وړتیا لوړه کړي.[۱۱][۱۲][۱۳]

د پروکاریوتونو او یوکاریوتونو ریبوزومي فرعي برخې په بشپړه توګه سره ورته دي.[۱۴]

د ریبوزومي فرعي برخو او د rRNA ټوټو د بیانولو لپاره د اندازه کولو واحد «سوېدبېرګ (په انګلیسي: Svedberg)» دی؛ دغه واحد، د اندازې په ځای، له مرکز څخه د تېښتې په قوه کې د رسوب کچه ښیي. له‌دې امله دی چې د ټوټو د نومونو ذکر کول اړین نه‌ګڼل کېږي؛ د بېلګې په توګه: باکتریایي 70S ریبوزومونه له 50S او 30S فرعي برخو څخه رامنځ‌ته شوي دي.[۱۵]

سرچينې

سمول
  1. Konikkat S (February 2016). Dynamic Remodeling Events Drive the Removal of the ITS2 Spacer Sequence During Assembly of 60S Ribosomal Subunits in S. cerevisiae (Ph.D. thesis). Carnegie Mellon University. Archived from the original on 3 August 2017.
  2. Weiler EW, Nover L (2008). Allgemeine und Molekulare Botanik (په جرمني). Stuttgart: Georg Thieme Verlag. p. 532. ISBN 9783131527912.
  3. de la Cruz J, Karbstein K, Woolford JL (2015). "Functions of ribosomal proteins in assembly of eukaryotic ribosomes in vivo". Annual Review of Biochemistry. 84: 93–129. doi:10.1146/annurev-biochem-060614-033917. PMC 4772166. PMID 25706898.
  4. "Scitable by nature translation / RNA translation". Archived from the original on 2023-08-28. نه اخيستل شوی 2022-09-16. {{cite web}}: External link in |خونديځ تړی= (help); Unknown parameter |تاريخ الأرشيف= ignored (help); Unknown parameter |خونديځ-تړی= ignored (help); Unknown parameter |مسار الأرشيف= ignored (help)
  5. Tirumalai MR, Rivas M, Tran Q, Fox GE (November 2021). "The Peptidyl Transferase Center: a Window to the Past". Microbiol Mol Biol Rev. 85 (4): e0010421. doi:10.1128/MMBR.00104-21. PMC 8579967. PMID 34756086.{{cite journal}}: سرچينه ساتل:له منځه تللی بنديز PMC (link)
  6. Benne R, Sloof P (1987). "Evolution of the mitochondrial protein synthetic machinery". Bio Systems. 21 (1): 51–68. doi:10.1016/0303-2647(87)90006-2. PMID 2446672.
  7. "Ribosomes". Archived from the original on 2009-03-20. نه اخيستل شوی 2011-04-28.
  8. Palade GE (January 1955). "A small particulate component of the cytoplasm". The Journal of Biophysical and Biochemical Cytology. 1 (1): 59–68. doi:10.1083/jcb.1.1.59. PMC 2223592. PMID 14381428.
  9. ۹٫۰ ۹٫۱ "The Nobel Prize in Physiology or Medicine 1974". Nobelprize.org. The Nobel Foundation. Archived from the original on 26 January 2013. نه اخيستل شوی 10 December 2012.
  10. "2009 Nobel Prize in Chemistry". The Nobel Foundation. Archived from the original on 28 April 2012. نه اخيستل شوی 10 December 2012.
  11. Kurland CG (1960). "Molecular characterization of ribonucleic acid from Escherichia coli ribosomes". Journal of Molecular Biology. 2 (2): 83–91. doi:10.1016/s0022-2836(60)80029-0.
  12. Nissen P, Hansen J, Ban N, Moore PB, Steitz TA (August 2000). "The structural basis of ribosome activity in peptide bond synthesis" (PDF). Science. 289 (5481): 920–30. Bibcode:2000Sci...289..920N. doi:10.1126/science.289.5481.920. PMID 10937990. S2CID 8370119. Archived from the original (PDF) on 2020-11-30.
  13. Wilson DN, Doudna Cate JH (May 2012). "The structure and function of the eukaryotic ribosome". Cold Spring Harbor Perspectives in Biology. 4 (5): a011536. doi:10.1101/cshperspect.a011536. PMC 3331703. PMID 22550233.
  14. Alberts B, Johnson A, Lewis J, Raff M, Roberts K, Walter P (2002). "Membrane-bound Ribosomes Define the Rough ER". Molecular Biology of the Cell (4th ed.). New York: Garland Science. p. 342. ISBN 978-0-8153-4072-0.
  15. Alberts B, Johnson A, Lewis J, Raff M, Roberts K, Walter P (2002). "Membrane-bound Ribosomes Define the Rough ER". Molecular Biology of the Cell (4th ed.). New York: Garland Science. p. 342. ISBN 978-0-8153-4072-0.