روڼ اندي
روڼ اندی هغه چا ته ویل کېږي، چې د ټولنې د حقیقت په اړه په ژور اند، څېړنه او فکر کې ښکېل وي او موخه یې د ټولنې کره ستونزو ته د حال لارو موندل وي. له همدې امله د یوه عام روڼ اندي په توګه نفوذ ترلاسه کوي. روڼ اندی د دود په بنسټ یا د نوښټګر په توګه یا هم د منځګړي په توګه په سیاست کې په معمول ډول د یوې ایډیالوژۍ د رد، منځه ته راوړلو یا پراختیا په بنسټ او د ارزښتونو له یوه نظام څخه په ملاتړ له یو پرېکنده وړاندیز نه ملاتړ کوي یا د بې عدالتۍ په وړاندې غږ پورته کوي. [۱][۲][۳]
رېښه پوهنیزه مخینه
سمولد لیک سړی
سمولد لیک سړی یا د "man of letters" اصطلاح، د فرانسوي اصطلاح belletrist یا homme de lettres څخه اخیستل شوې چې د اکادمیک کلمې مترادف نه ګڼل کېږي. د لیک سړی یوه سواد لرونکي کس ته ویل کېږي، چې لیکل او لوستل کولای شي او د سواد کمښت په دوره کې د نالوستې کلمې د متضاد په توګه ګڼل کېده . له همدې امله د ټولنې په لوړ قشر کې د لوی ارزښت خاوندان وو. په ۱۷مه او ۱۸ مه پېړیو کې، د Belletrist (ادیب) اصطلاح د literati اصطلاح (پوهانو) ته وکارول شوه، یعنې د ادیبانو د جمهوریت فرانسوي ګډونوال - چې ځينې وختونه د فرانسوي اتباعو په نامه هم یادېدل – چې د غونډو، ټولنیزو بنسټونو په ډول یې چې ډېری د ښځې له خوا کوربه کېدل وده وکړه او موخه یې د ګډونوالو اخلاقي لارښوونې، زده کړې او دودیز سمونونه وو. [۴][۵]
د نولسمې پېړۍ په وروستیو کې، کله چې سواد په اروپایی هېوادونو، لکه: انګلستان کې یوڅه عام شو، د "د لیک سړی" (ادیب) معنا پراخه شوه چې د "متخصص" په معنا یې دلالت کولو، یعنی هغه کس چې د ادب په اړه یې د خپل ژوند آثار په فکري توګه ترلاسه کړي وي (نه په نوښتګر ډول): لکه مقاله لیکونکی، ژورنالیست، کره کتونکی او داسې نور. په شلمه پېړۍ کې، د دې ډول چلند ځای په تدریجي ډول علمي تګلارې ونیو او د "لیک سړی" اصطلاح له کارولو ولوېده، چې د "روڼ اندي" د عمومي اصطلاح له خوا یې ځای ونیول شو، چې په متفکر شخص دلالت کوي. [۶]
روڼ اندی
سمولد انګلیسي ژبې د روڼ اندي" intellectual" ترټولو پخوانۍ مخینه، په ۱۹مه پېړۍ کې موندل شوې، چې بایرن په ۱۸۱۳ ز کال کې ویلي دي چې: "کاشکې ! زه دومره غوره وی چې دې روڼ اندو ته مې غوږ نیولی وای". د ۱۹ مې پېړۍ په ترڅ کې، د دې را منځ ته شوي صفت نور ډولونه د اسم په بڼه په انګلیسي او فرانسوي ژبو کې راڅرګند شول، چې په ۱۹۸۰ مه ز لسیزه کې، د " intellectuel" صفت څخه اخېستل شوی نوم ( intellectuels) په ادبياتو کې په پراخه کچه څرګند شو. کولیني د دې وخت په اړه لیکي چې: " د ژبپوهنې د دې برخې ترمنځ ډېرې تجربې ترسره شوې ... کله نا کله د جمعې نوم په توکه د intellectuals کارول، معمولا ًپه مجازي یا پیغوري موخې سره، د هغو خلکو په ډله دلالت کوي چې د خپلو فکري هڅو یا ادعا په بنسټ پېژندل کېږي. [۷]
د ۱۹ مې پېړۍ په لومړیو کې بریتانوي سامویل تیلور کولریج د clerisy (د لوستې طایفې) اصطلاح را منځ ته کړه، چې موخه یې هغه فکري ټولنه وه چې د ملي دود ساتونکي وو. دا اصطلاح په سیکولري لیدلوري کې د انجیلی clergy (روحاني) په وړاندې کارول کېده. په تزاري روسیه کې، د ۱۸۶۰ – ۱۸۷۰ ز کلونو تر منځ د intelligentsia (روڼ اندي) اصطلاح را څرګنده شوه چې، د دفتري کارکوونکو په ډله یې دلالت کاوه. په جرمنې کې خدای پېژندونکي الیستر مک ګرات وویل چې: په لسیزه کې په جرمنې کې د ټولنیز تاریخ یوه مهمه پېښه له ټولنیز اړخه د ناراضي، دالهایاتو له پلوه د لوستو، د شته نظام ضد روڼ اندو را څرګندېدل وو. یوه فکري طبقه په اروپا کې له ټولنیز پلوه، په ځانګړې توګه د خپلو تګلارو روڼ اندو لپاره ډېره ارزښتناکه وه، چې د ټولنې په هنر، سیاست، ژورنالیزم او تعلیم کې د هغوی ګډون - هم د ملتپال، نړی وال پال او هم د توکمیزو احساساتو پر بنسټ - "د روڼ اندو" لیدلوری را منځ ته کړ. له دې سره، ځینې روڼ اندي د اکادمیکو په خلاف وو، سره له دې چې پوهنتونونه او اکاډمۍ، له روڼ اند پالنې سره مترادف وو.[۸]
په فرانسه کې، دریفوس کړنو (له ۱۸۹۴-۱۹۰۶ ز پورې) چې د فرانسې د درېم جمهوریت (۱۸۷۰-۱۹۴۰ز) لپاره د یهودیت ضد د هویت ملتپاله کړکېچ و، په "عامه ډول د روڼ اندو" بشپړ راڅرګندېدل په ګوته کړل، چې په ځانګړې توګه ایملي زولا، اوکتاو میربیو او اناتول فرانس په مخامخ ډول د فرانسې خلکو ته یهودیت ضد په اړه وینا کوله. له دې وروسته، د "روڼ اندي" د اصطلاح کارول عام شول، خو په پیل کې د سپکاوي په معنا وه، چې د هغې د فرانسوي نوم کارول په ۱۸۹۸ ز کال کې په جورجس کلیمینسو پورې اړه لري. له دې سره، په ۱۹۳۰ ز کال کې، د "روڼ اندي" اصطلاح، له خپلو پخوانیو تعصبي مفاهیمو څخه تېره شوه او په پراخه کچه د منل شوې اصطلاح په توګه یې محدودو مفاهیمو ته کارول ځانګړي شول او د ډریفس د کړنو له امله، دې اصطلاح په انګلیسي ژبه کې هم په عمومي توګه د پام وړ کارونه ترلاسه کړه.
د روڼ اندي اصطلاح، په شلمه پېړۍ کې د ټولنیز حیثیت مثبت مفهوم ترلاسه کړ، چې د intellect (درک) او intelligence (هوش) نه اخیستل شوې، په ځانګړې توګه هغه وخت چې د روڼ اندي کړنو په عامه برخه کې مثبتې پایلې را منځ ته کړې او د اخلاقي مسؤلیت، بشرپالنې او پیوستنون له لارې، بې له عوام فریبي، پلارسالاره نظام او تاوتریخوالي څخه یې د خلکو فکري پوهه لوړه کړه. ټولنپوه فرانک فریدي وایي چې: "روڼ اندي د هغوی د دندو پر بنسټ نه، بلکې د هغې تګلارې پربنسټ، چې دوی پرې عمل کوي، هغه تګلاره چې دوی خپل ځان ته ګوري او د هغې (ټولنیز او سیاسي) ارزښتونه، چې دوی پرې ولاړ دي،پېژندل( تعریف) کېږي. [۹][۱۰]
د توماس سویل له قوله: د روڼ اندي اصطلاح، د یوه کس، شخصیت یا مسلک لپاره د وصفي اصطلاح په توګه باید لاندې ځانګړتیاوې ولري:
- زده کړیال: د تیوریو د پراختیا لپاره د تحصیل کوونکي پوهه.
- تولیدوونکی: چې د فلسفې، ادبي کره کتنې، ټولنپوهنې، قانون، طب ، ساینس او داسې نورو څانګو کې فرهنګي پانګه را منځ ته کړي.
- هنرمند: چې په ادبیاتو، موسیقي، انځورګري، مجسمې جوړولو او نورو برخو کې هنر رامنځته کړي. [۱۱]
سرچينې او ياداښتونه
سمول- ↑ The New Fontana dictionary of Modern Thought Third Edition, A. Bullock & S. Trombley, Eds. (1999) p. 433.
- ↑ Jennings, Jeremy and Kemp-Welch, Tony. "The Century of the Intellectual: From Dreyfus to Salman Rushdie", Intellectuals in Politics, Routledge: New York (1997) p. 1.
- ↑ Pascal Ory\Ory, Pascal and Sirinelli, Jean-François. Les Intellectuels en France. De l’affaire Dreyfus à nos jours (The Intellectuals in France: From the Dreyfus Affair to Our Days), Paris: Armand Colin, 2002, p. 10.
- ↑ The Oxford English Reference Dictionary Second Edition, (1996) p. 130.
- ↑ The New Cassel's French–English, English–French Dictionary (1962) p. 88.
- ↑ "Littérateur, n.". Discover the Story of English (Second (1989) ed.). Oxford English Dictionary. June 2012 [First published in New English Dictionary, 1903].
- ↑ Collini, Stefan (2006). Absent Minds. Intellectuals in Britain. Oxford: Oxford University Press. ISBN 0199291055.
- ↑ Kramer, Hilton (1999). The Twilight of the Intellectuals. Chicago: Ivan R. Dee.
- ↑ Williams, Raymond. Keywords: A Vocabulary of Culture and Society (1983)
- ↑ Furedi, Frank (2004). Where Have All The Intellectuals Gone?. London and New York: Continuum Press.
- ↑ Sowell, Thomas (1980). Knowledge and Decisions. Basic Books.