روښان مجله

روښان مجله په لغمان ولایت کې يوه چاپېدونکې خپلواکه مجله ده، چې په ١٣٨٧ لمريز کال کې په لغمان ولايت کې رامنځته شوه. دغه مجله مهالنۍ خپرونې کوي، د خپرونو ډول يې سياسي، ټولنيز او فرهنګي رنګ لري. مسوول مدير او د امتياز څښتن يې سلېمان زلمى دى.