مېرمن روښانه د آريانا د يو با نفوذه رئيس لور وه چې د دې رئيس نوم "اوگزيارتس" و، او دا رئيس يا د بدخشان په غرو كي او يا د هندوكش په كمه دره كي اوسېده، او په اصل كي د باختر و.

خوپه هر صورت د "روښانې" پلار يوناني موْرخينو د باختر بللى دى. د ده د حكومت د اسكندر په عصركي و، او بيا يې "پاروپاميزاد" هم تر لاس لاندي و.

"او گزيارتس" د هغه وطن پرورۍ په اساس چې درلوده يې خپلي لوڼي او عيال يې په يوه ټينگه او مستحكمه جنگي كلا كي پرې ايښي وه او په خپله د وطن د خاوري د مدافعې دپاره وتلى و، او ډېر زيار يې ويوست، څو هغه و چې د باختر پاچا بسوس ماتې وكړه او بندي شو يوناني قوې د كلا په ماتولو كي زيات زحمت و يوست څو په آخر كي په خپله تسليم سول.

د كلا تر نيولو وروسته اسكندر پر مېرمن "روښانې" مين او عاشق سو، د ټولو يوناني موْرخينو په عقيده مېرمن "روښانه" د آسيا تر ټولو نجونو ښكلې او ښايسته وه. اسكندر كه څه هم "استاتير" د دريم داريوش لور غوښتې وه، مگر مېرمن روښانې يې داسي زړه وړى و چې دا يې هم په نكاح كړه. ځيني يوناني ليكونكي د آسيا د دې ښكلي او زېبا نجلۍ د واده او عروسۍ صحنه د مركزي هندوكش په درو او د پنجشېر او اندراب په لتو كي تصويروي او ليكي چې د دې ځاى د عرف او اصطلاح سره سم د شپې په ټولو غرو كي اورونه بل وه.

اسكندر له بلخي "روښانې" څخه يو زوى پيدا كړ، مگر دا زوى د پلار تر مرگ وروسته پيدا شو او دى يې: "اسكندر انگيس" باله. او څنگه چې وړوكى و، نو دا فيصله وسوه چې څو دى لويېږي د ده پر ځاى به "پرديكاس" د نائب السلطنه په حيث حكومت كوي. دا مېرمن د ژوند په پاى كي د خپل زوى سره د "كساندر" لاس ته ورغله او دوى يې په "امفيپوليس" كي بنديان كړه او هلته په (311 ق م) كي زوى او مور دواړه د "گلوكياس" محافظ له لاسه مړه سول.

دا مېرمن د افغانستان لمړۍ مېرمن ده چې د اسكندر ماينه سوه، او د دې ژوند (311 ق م) پخوا دى.