روژومبرک کلا
Hrad Rožmberk
هېواد دچېک جمهوریت
ښار Rožmberk nad Vltavou
څښتن د روژومبرک کورنۍ
سپک گوتی سپک، رنېسانسی سپک
د کلا بنسټ ۱۲۵۰
وب د روژومبرک کلا

روژومبرک کلا (په چیکی: Hrad Rožmberk) یوه مشهوره گوتی کلا ده چی د چېک په جمهوریت کی د چسکی کروملوف (Český Krumlov)په ولسوالي کی د ولتاوا د سیند تر نژدې پرته ده. دغه کلا د روژومبرک د اشرافو کورنۍ تر ټولو پخوانۍ مقر دی. په اوس وخت کی د روژومبرک کلا د چېک جمهوریت د ملی یادگرونو څخه دی.

تاریخ

روژومبرک کلا په ۱۲۵۰ میلادی کی د وک ۱ (Vok z Rožmberka) لخوا جوړه شوه. دغه کلا تر ۱۳۰۲ کال پورې د روژمبرک د کورنۍ مهم مقر وو. په دی وخت کی د کلا تر نژدې یو ښار چی په اوس وخت کی د Rožmberk nad Vltavou په نوم یادېږې هم جوړ شو. دغه کلا د سور گل په مطابق چی د اشرافو د کورنۍ نغښه وه، نوم شوی ده.

د روژومبرک کورنۍ

د روژومبرک کورنۍ د چېکی اشرافو د پخوانی کورنیو څخه ول چی په جنوبی بوهیمیا کی یی حکومت کوله. ویتک ۱ (Vítek I)د کورنۍ بنسټ ایښودونکی وو چی په ۱۱۹۴ کال کی مر شو. په دی وخت کی دغه کورنۍ د ویتکوفسی کورنۍ (Vítkovci) په نوم یادېده. کله چی وک ۱ په ۱۲۵۰ کال کی د روژومبرک کلا جوړه کړه نو خپل کورنۍ ته یی د روژومبرک نوم ورکړ. دغه نوم په پښتو ژبې کی د گلابی کلا معنی لري.