رولېنګ سټون

امریکايي میاشتنۍ مجله


رولېنګ سټون يوه امريکايۍ مياشتنۍ مجله ده، چې پر موسيقي، سياست او عمومي کلتور باندې تمرکز کوي. ياده مجله په ۱۹۶۷ز کال کې د جان وينير “Jann Wenner” او د موسيقۍ د برخې منتقد رالف جی ګليسن “Ralph J. Gleason” له لورې د کليفورنيا په سانفرانسسکو کې رامنځته شوه. نوموړې مجله په لومړيو کې د هنټر اس تامپسن “Hunter S. Thompson” له لورې د راک موسيقۍ او سياسي راپورونو ته د پوښښ ورکولو له امله پېژندل شوې وه. په ۱۹۹۰ ز لسيزه کې مجله پراخه شوه او خپل تمرکز يې يو څه ځوان لوستوالو ته واړوه، چې د ځوانانو اړوند تلوېزيوني نندارو، فلمي لوبغاړو او عمومي يا نامتو موسيقۍ برخو سره لېوالتيا لري. رولېنګ سټون له همغه وخت راهيسې د موسيقۍ، وخت تېرۍ او سياست په ګډون د خپلې منځپانګې دوديز جوړښت ته ستنه شوې ده. [۱]

لومړنۍ مجله په ۱۹۶۷زکال کې خپره شوه، چې پر پوښ يې جان لينن “John Lennon” انځور کړی و او په هرو دوه اونيو کې خپرېدله. ياده مجله د لمسونکې انځورګرۍ او د پښتۍ انځورونو له امله پېژندل کېږي، چې د موسيقي پوهانو، سياستپوهانو، اتلانو او فلمي لوبغاړو انځورونه چاپوي. په متحده ايالتونو کې د چاپي نسخې تر څنګ، د “Rollingstone.com” او ګڼو نړيوالو ګڼو له لارې هم خپله منځپانګه خپروي.

پينسکي ميډيا کارپورېشن “Penske Media Corporation” د رولېنګ سټون اوسنی مالک دی، چې د مجلې ۵۱ سلنه ونډه يې په ۲۰۱۷ او پاتې ٪۴۹ په ۲۰۲۰ زکال کې وپېرله. نوح شاچمېن “Noah Shachtman” په ۲۰۲۱ز کال کې د مجلې مسوول مدير شو. [۲]

تاريخچه سمول

له ۱۹۶۷ څخه تر ۱۹۷۹ز کال پورې: بنسټ ايښودنه او لومړنۍ تاريخچه سمول

رولېنګ سټون په ۱۹۶۷ز کال د جان وينير او رالف ګليسن له لورې په سانفرانسسکو کې رامنځته شوې وه. د تنظيم لګښتونو د اداينې په موخه وينير له خپلې کورنۍ او د خپلې نږدې راتلونکې مېرمن له مور او پلار جين شينډيلهايم څخه ۷۵۰۰ ډالر پور کړل. لومړۍ ګڼه د ۱۹۶۷ز کال د نومبر په ۹ نېټه خپره شوه او پر پوښ يې د “How I Won the War” فلم له امله سيمه ييزو جامو کې د جان لينن انځور خپور کړ. دا ګڼه د ورځپاڼې په بڼه وه، چې د “Monterey Pop Festival” په اړه يې سرمقاله درلوده. د پوښ بيه ۲۵ (چې په ۲۰۱۶ز کال کې ۲،۰۳ ډالر سره برابره وه) وه او په هرو دوه اونيو کې يو ځل خپرېدله. [۳][۴][۵]

په لومړۍ ګڼه کې وينير روښانه کړه، چې د مجلې سرليک د باب ډايلان د ۱۹۶۵ز کال لکه د يوې رغړېدونکې ډبرې “Like a Rolling Stone” او د ۱۹۵۰ز کال “Rolling Stone” نومي جاز سندرې ته اشاره کوي، چې د موډي واټرس “Muddy Waters” له لورې ثبت شوه. [۶]

تاسې ښايي حيران ياست، چې موږ د څه کولو هڅه کوو. د دې ويل ستونزمن دي، چې: د يوې مجلې ډول او د يوې ورځپانې ډول. د دې “Rolling Stone” نوم چې له يوې پخوانۍ وينا «رغړېدونکې تېږه هيڅ خزه [يو ډول نازک نبات دې، چې پاڼه ګلان او ريښه نه لري] نه راټولوي» څخه اخېستل کېږي، چې موډي واټرس همدا نوم خپل ليکل شوې سندرې لپاره وکاروه. رولېنګ سټونس خپل نوم د موډي له سندرې څخه غوره کړ. «لکه د يوې رغړېدونکې ډبرې:Like a Rolling Stone» د باب ډايلان د لومړني راک او رول سبک ثبت شوې موسيقۍ سرليک و. موږ يوه نوې خپرونه پيل کړې ده، چې هغه څه منعکس کوي، چې موږ يې په راک او رول موسيقۍ کې يا د راک او رول موسيقۍ اړوند بدلونونه ګڼو. [۷][۸]

ځينو ليکوالانو ياد نوم يوازې د ډايلان د يو کسيزې سندرې اړوند ګڼلی دی: «د رالف ګليسن په وړانديز، وينير خپله مجله د باب ډايلان د سندرې په نوم ونوموله». رولېنګ سټون په لومړيو کې د وخت د هايپي “hippie” ضد کتور او د هغې په اړه راپور ورکولو سره مشخص شوه. که څه هم د وخت له پټو ورځپاڼو څخه يې لرې والی غوره کړ. لکه: بيرکيلي بارب “Berkeley Barb” ورځپاڼه چې خورا دوديز ژورنالېستيک معيارونه يې رانغاړل او د پټو مطبوعاتو د بنسټپال سياست مخنيوی يې کاوه. په لومړۍ ګڼه کې وينير وليکل، چې: «رولېنګ سټون يوازې د موسيقۍ په اړه نه ده، مګر د ټولو هغو شيانو او کړو وړو په اړه ده، چې موسيقي يې رانغاړي». د ۲۰۱۷ز کال په يوه مقاله کې چې د خپرونې ۵۰ کاليزه يې نمانځله، د رولېنګ سټون ډيويډ براون “David Browne” وويل، چې د مجلې نوم د “Rolling Stone” او “Like the Rolling Stone” تر څنګ د رولېنګ سټونس “the Rolling Stones” يوه اشاره وه. [۹][۷][۸]

د مجلې اوږدمهاله شعار «ټول هغه خبرونه چې مناسب دي» د لومړنيو مرسته کونکو، مدير او ځيني وخت د مجلې د چلونکې سوسن لايډون “Susan Lydon” له لورې چمتو شوی و. نوموړې ياد شعار د کولمبيا ډيلي سپېکټېټور “Columbia Daily Spectator” د “April Fools” ګڼه کې له خپور شوي «ټول هغه خبرونه چې مناسب دي، موږ يې چاپوو» او د نيويارک ټايمز د «ټول هغه خبرونه چې د چاپولو لپاره مناسب دي» شعار له ادبي پېښې يا تقلېد څخه تر لاسه کړ. په ۱۹۶۹ زکال په کې په لومړي ځل د مذهبي دود اړوند خپرونې راڅرګندې شوې. [۱۰][۱۱]

په ۱۹۷۰ز لسيزه کې رولېنګ سټون د ګونزو “gonzo” [د ژورنالېزم هغه ډول، چې د واقعيت له ادعاوو څخه پرته لېکل کېږي] ژورنالېست هنټر اس تامپسن په خوښه سياسي پوښښ پيل کړ، چې د مجلې د سياسي برخې لپاره يې ليکل کول. تامپسن لومړی د رولينګ سټون په پاڼو کې خپل تر ټولو نامتو کتاب ډار او لاس ويګس کې بې مينې کېدل “Fear and Loathing in Las Vegas” خپور کړ او نوموړی له مجلې سره په ۲۰۰۵ ز کال کې د خپلې مړينې تر وخته مرستيال مدير پاتې شو. په ۱۹۷۰ز لسيزه کې مجلې د کېمرون کرووي “Cameron Crowe”، ليستر بانګز “Lester Bangs”، جوی کلين “Joe Klein”، جوی ايزتيرهاس “Joe Esxterhas”، بين فونګ-توريس “Ben Fong-Torres”، پاټي سميت “Patty Smith” او پي جی اورورکي “P. J. O’Rourke” په ګډون د زياتره نامتو ليکوالانو د مسلکونو په پيلولو کې هم مرسته وکړه. د ۱۹۷۰ زکال د جنوري د ۲۱ نېټې ګڼې د الټامونټ وړيا کنسرت “Altamont Free Concert” او د ميريديث هنټر مړينې “death of Meredith Hunter” ته پوښښ ورکړ، چې په ۱۹۷۱ز کال د ملي مجلې انعامونو “National magazine Awards” کې يې د تخصصي ژورنالېزم “Specialized Journalism” انعام وګټه. وروسته په ۱۹۷۰ز کال کې رولېنګ سټون د چارلسم مانسن “Charles Manson” په اړه يو ۳۰۰۰۰ وييز فيچر خپور کړ، چې د ډيويډ ډالټن “David Dalton” او ډيويډ فيلټن له لورې ليکل شوی و او له مانسن سره د دوی د هغه وخت مرکه يې هم رانغاړله، چې نوموړي په کې د محاکمې په تمه لا کونټي بندخونه کې شپې سبا کولې. دې فيچر مجلې ته د لومړۍ ملي مجلې انعام ورپه برخه کړ. څلور کالونه وروسته، دوی د پاټي هيرسټ “Patty Hearst” د تښتولو اوديسه [سفر] هم تر پوښښ لاندې ونيوله. يو مرکچي چې د نوموړي د زياتو همکارانو په مشرۍ يې خبرې کولې، وويل چې هغه د ملجې لومړی نکل (کاپي) د خپل پوهنځي انګړ ته د هغې له لومړۍ رارسېدنې سره سمه وپېرله او دا يې «د کتاب د مذهبي دود د برخې يا د تېرېدو د دود» په توګه بيان کړه. [۱۲][۱۳][۱۴][۱۵]

په ۱۹۷۲ز کال کې وينير ټام وولف “Tom Wolfe” ته دنده وسپارله، چې د ناسا د سپوږمۍ د وروستي ماموريت اپولو ۱۷ “Apollo 17” تر سره کولو ته پوښښ ورکړي. نوموړي په ۱۹۷۳ز کال کې له مدار څخه وروسته پښېماني “Post-Orbital Remorse” تر سرليک لاندې د هغه خواشينۍ يا زړه تنګون په اړه څلور برخې لړۍ خپره کړه، چې ځينو ستور مزلو په فضا کې له اوسېدلو څخه وروسته تجربه کړه. له دې لړۍ څخه وروسته وولف په ټوليز ډول د فضايي خپرونې په اړه څېړنه پيل کړه، چې دا يې هغه اوه کلنه پروژه شوه، چې نوموړي په کې د هنر په اړه د رنګ شوي ويي “The Painted Word” تر سرليک لاندې کتاب ليکلو، “Mauve Gloves & madmen, Clutter & Vine” په نوم د لنډو ادبي ټوټو د ټولګې او په پای کې د “The Right Stuff” نومي اثر د بشپړولو لپاره وخت تر لاسه کړ. [۱۶]

رولېنګ سټون د موسيقۍ اړوند له کوچنيو مجلو څخه ليکوالان په دنده وګومارل، چې پاول نيلسن “Paul Nelson” (له Sing Out! مجلې څخه، چې له ۱۹۷۸ څخه تر ۱۹۸۳ز کال پورې د ثبت د کتنو مدير شو) او ډېف مارش “Dave Marsh” (له Creem مجلې څخه) د بېلګو په ډول يادولی شو.[۱۷]

په ۱۹۷۷ زکال کې مجلې خپل مرکزي دفتر له سان فرانسسکو څخه نيويارک ښار ته ولېږدوه. مدير جان وينير وويل، چې سان فرانسسکو په «يو کلتوري لرې پرتې سيمه» باندې بدل شوی و. [۱۸]

سرچينې سمول

  1. (په 2002 باندې). Literary 'Rolling Stone' sells out to male titillation.
  2. (په 2021-07-15 باندې). 'Faster, Harder, Louder': Rolling Stone Hires Daily Beast Editor. The New York Times.کينډۍ:Cbignore
  3. Andy Greene (January 6, 2017). "Rolling Stone at 50: Making the First Issue". rollingstone.com. مؤرشف من الأصل في June 27, 2021. د لاسرسي‌نېټه June 27, 2021. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  4. Weir, David (April 20, 1999). "Wenner's World: The evolution of Jann Wenner. How the ultimate '60s rock groupie built his fantasy into a media empire". Salon. مؤرشف من الأصل في November 7, 2013. د لاسرسي‌نېټه August 18, 2015. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  5. French, Alex (August 9, 2013). "The Very First Issues of 19 Famous Magazines". Mental Floss. مؤرشف من الأصل في August 10, 2013. د لاسرسي‌نېټه August 12, 2013. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  6. "Rolling Stone 1967 Magazine Archives | Rolling Stone". Rolling Stone. مؤرشف من الأصل في November 21, 2017. د لاسرسي‌نېټه November 20, 2017. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  7. ۷٫۰ ۷٫۱ Browne, David (September 8, 2017). "50th Anniversary Flashback: The Rolling Stones in Rolling Stone". Rolling Stone. مؤرشف من الأصل في September 19, 2020. د لاسرسي‌نېټه September 30, 2020. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  8. ۸٫۰ ۸٫۱ MacDonald, Raymond A.R.; Hargreaves, David John; Miell, Dorothy (2017). Handbook of Musical Identities. Oxford University Press. د کتاب نړيواله کره شمېره 9780199679485. مؤرشف من الأصل في September 10, 2021. د لاسرسي‌نېټه August 15, 2019. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  9. Richardson, Peter (2009). A Bomb in Every Issue: How the Short, Unruly Life of Ramparts Magazine Changed America. (The New Press) p. 109
  10. Lydon, Susan Gordon (September 1978). "A newspaper for the 'new age,' in which no news is good news". Vassar Quarterly. Vol. LXXV no. 1. مؤرشف من الأصل في March 16, 2022. د لاسرسي‌نېټه August 28, 2020. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  11. Seymour, Corey (December 10, 1992). "On 'Rolling Stone' Covers". Rolling Stone. مؤرشف من الأصل في July 23, 2020. د لاسرسي‌نېټه August 28, 2020. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  12. (په January 5, 2013 باندې). Fear and Loathing at Rolling Stone: The Essential Writing of Hunter S Thompson – review. The Guardian.
  13. Browne, David (February 7, 2017). "Rolling Stone at 50: Shaping Contrasting Narratives of Woodstock, Altamont". Rolling Stone. مؤرشف من الأصل في July 9, 2020. د لاسرسي‌نېټه July 8, 2020. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  14. (په 2002 باندې). Literary 'Rolling Stone' sells out to male titillation.
  15. . [{{{url}}} The Early Scoops]. Rolling Stones 50 Years.
  16. Ragen 2001, pp. 22–26.
  17. . [{{{url}}} The Writers]. Rolling Stones 50 Years.
  18. Temple, Charles (April 18, 2009) "Rolling Stone closes last S.F. office". Archived August 14, 2014, at the Wayback Machine.. San Francisco Chronicle. (Retrieved August 13, 2014.)