روغتيايي پاملرنه

روغتيايي پاملرنه له وړاندې نه په خلکو کې د خونديتابه، تشخيص، درملنې او ښه کولو له لارې، يا د ناروغۍ، ټپ يا نورو بدني او رواني اختلالاتو په درملنې سره د روغتيا ساتنې يا روغتيايي ودې ته ويل کېږي. روغتيايي پاملرنه د روغتيايي متخصصينو يا د روغتیا برخې سره تړلو له خوا تر سره کېږي. درمل، د غاښونو طبابت، درمل جوړول، قابلګي، رنځور پالنه، د سترګو طبابت، د غوږونو طبابت، روانپېژندنه، مسلکي درملنه، بدني درملنه، ورزشي روزنه او نور روغتيايي مسلکونه ټول د روغتيايي پاملرنې برخه دي. هغه کارونه چې د لومړۍ، ثانوي او د درېيمې درجې پاملرنې او عامې روغتيا پر مهال وړاندې کېږي، په روغتيايي پاملرنه کې شامل دي.

شونې ده چې په هېوادونو، ټولنو او افرادو کې روغتيايي پاملرنې ته لاسرسی،د اقتصادي شرايطو او روغتيايي تګلارو پر بنسټ توپير ولري. د روغتيايي پاملرنې د خدمتونو وړاندې کولو معنا دا ده چې:«په خپل وخت د مسلکي روغتيايي خدمتونو کارول، تر څو تر ټولو ښه ممکنه روغتيايي پايلې تر لاسه شي». په هغو لاملونو کې چې بايد روغتيايي پاملرنې ته د لاسرسي په لړ کې په نظر کې و نيول شي، مالي محدوديتونه (لکه: د بيمې پوښښ)، جغرافيايي خنډونه (لکه: د حمل و نقل اضافي لګښتونه او د داسې خدمتونو د تر لاسه کولو لپاره د وخت په بدل کې د لګښتونو د ورکولو شونتيا) او شخصي محدوديتونه (لکه: د روغتيايي خدمتونو له وړاندې کوونکو سره د خبرو کولو د وړتيا کمښت، د روغتيا کمه پوهه، لږ عايد) شامل دي. پر روغتيايي خدمتونو محدوديتونه، د روغتيايي چوپړتياوو، درملنې پر اغېزناکوالي او ټولو پايلو (ښه والی، د مرګ کچه) منفي اغېزې کوي.  [۱][۲]

د روغتيايي پاملرنې ادارې د دې لپاره جوړې شوي دي، چې د اړوندو خلکو روغتيايي اړتياوې پوره کړي. د روغتيا نړيوال سازمان له مخې، په ښه ډول سره فعاليت کوونکی روغتيايي نظام مالي کړنلارې، ښه روزل شوي او د مناسب مزد تر لاسه کوونکي بشري ځواک، باوري معلومات چې د پریکړو او تګلارو لپاره بنسټ وي او هغو ښو ساتل شويو روغتيايي وسايلو ته اړتيا لري چې پر مټ يې کيفيت لرونکي درمل او ټيکنالوژۍ وړاندې شي.

يو اغېزناک روغتيايي نظام د يوه هېواد له اقتصاد، پرمختګ او صنعتي کولو له مهمې برخې سره مرسته کولای شي. معمولاً روغتيايي پاملرنه په ټوله نړۍ کې د خلکو عمومي بدني او رواني روغتيا او ښه والي ته د ودې ورکولو په برخه کې په پرېکنده ډول مهمه ګڼل کېدای شي. د دې يوه بېلګه په ۱۹۸۰ز کال کې په ټوله نړۍ کې د ننکيو ناروغۍ له منځه وړل ، د روغتيا نړيوال سازمان له خوا اعلان وشو چې د بشر په تاريخ کې دا لومړۍ ناروغي ده، چې د روغتيايي پاملرنې په سلا مشورو سره له منځه يو وړل شوه.[۳][۴]

لېږد سمول

د روغتيايي چوپړتياوو لېږد، د روزل شويو مسلکيانو او مسلکي مرستندويانو تر ډلو پورې اړوند دي چې د بيلا بېلو علمي برخو د اړوندو ډلو په توګه سره يو ځای شي. په دې ډلو کې د درملو، روانپېژندنې، بدني درملنې، رنځورپالنې، غاښونو طبابت، قابلګۍ او په دې پورې تړلې روغتيا متخصصين شامل دي، د دې تر څنګ نورې ډېرې برخې هم شته، لکه:د عامې روغتيا ډاکټران، د ټولنې روغتيايي کارکوونکي او مرستندويه اشخاص، څوک چې په منظم ډول په شخصي او په ډله ييز ډول د خلکو لپاره مخنیوونکي، درملنه کوونکي او رغوونکي روغتيايي خدمتونه وړاندې کوي.[۵]

په داسې حال کې چې جلا جلا کلتوري، سياسي، ګونديز او انضباطي ليد ته په کتنې سره د بېلا بېلو ډولونو روغتيايي پاملرنې تعريف توپير کوي، داسې برېښي چې په دې اړوند اتفاق شته چې لومړۍ روغتيايي پاملرنه د تلپاتې روغتيايي پاملرنې د بهير لومړی عنصر دی او شونې ده چې د دويمې او درېیمې درجې روغتيايي پاملرنې شرايط هم په کې شامل شي. روغتيايي پاملرنه، د عامې او يا شخصي پاملرنې په توګه پېژندل کېدای شي.[۶]

لومړنۍ روغتيايي پاملرنه سمول

لومړۍ روغتيايي پاملرنه، د روغتيايي مسلکيانو هغه کار ته ويل کېږي، څوک چې د روغتيايي پاملرنې په نظام کې د ټولو ناروغانو لپاره د مشورې د لومړۍ نقطې په توګه کار کوي. داسې مسلکي تن عپه عمومي توګه د لومړۍ پاملرنې ډاکټر وي، لکه: عام ډاکټر يا د کورنۍ ډاکټر. بل مسلکي هغه څوک دی، چې په خپلواک ډول يې د کار کولو اجازتنامه تر لاسه کړې وي، لکه فيزيوتراپيست يا هغه څوک چې ډاکټر نه وي، خو لومړي روغتيايی خدمتونه وړاندې کوي، لکه: مرستيال ډاکټر يا د رنځورپالنې کار ترسره کوونکی. دا تر سيمې او د روغتيايي نظام په برابرښت پورې تړلې ده چې يو ناروغ کېدای شي، لومړی يو بل روغتيايي متخصص وګوري، لکه درمل جوړوونکی يا رنځورپال. روغتيايي حالت ته په کتنې سره شونې ده چې، ناروغ دويمې يا درېيمې درجې پاملرنې ته واستول شي.[۷][۸]

لومړۍ پاملرنه، هغه اصطلاح ده چې ډېر ځله د هغو روغتيايي خدمتونو لپاره کارول کېږي، کوم چې په سيمه ييزه ټولنه کې دنده ترسره کوي. شونې ده، په بېلا بېلو چاپيريالونو کې وړاندې شي، لکه: د بېړنۍ پاملرنې مرکزونه، کوم چې د وخت اخیستلو يا په هماغه يوه ورځ کې د مخامخ لیدنې پر بنسټ خدمتونه وړاندې کوي.

په لومړۍ پاملرنه کې، د روغتيايي پاملرنې تر ټولو پراخې برخې رانغښتي دي، د هر عمر ناروغان، د هر ټولنيز اقتصاد لرونکي ناروغان او د هرې جغرافيې اړوند ناروغان په کې شامل دي،  د ښې روغتيا ساتنې په لټه کې کسان، د هر ډول سختې او دايمي بدني، رواني او ټولنيزو روغتيايي ستونزو لروونکي ناروغان او د اوږدې مودې ګڼو ناروغيو لرونکي ناروغان يې برخه دي. په همدې بنسټ، د لومړۍ درملنې ډاکټران بايد په ډېرو برخو کې پراخه پوهه ولري. تسلسل، د لومړۍ  درملنې مهمه ځانګړتيا ده، ځکه چې ناروغان په عمومي توګه د معمولي کتنو(معايناتو)، د مخنیوي درملنې، روغتيايي زده کړې او هر کله چې دوی د روغتيايي ستونزو په اړه لومړۍ سلا او مشورې ته اړتيا لري، غوره بولي چې، د همدې یوه ډاکټر سره مشوره وکړي. د لومړۍ پاملرنې نړيواله ډلبندي (ICPC) د ناروغ د ليدنې د لامل پر بنسټ، په لومړۍ پاملرنه کې د ښکېلتيا په موخه، په معلوماتو د پوهېدو او تحليل لپاره معياري وسيله ده.[۹]

عامې دایمي ناروغۍ چې په لومړۍ پاملرنه کې يې درملنه کېږي، د بېلګې په ډول ممکنه ده چې د وينې لوړ فشار، شوګر، ساه بندي، COPD، خفګان او اندېښنه، د ملا درد، د بندونو پړسوب يا د مرغیړيو اختلال په کې شامل وي. په لومړۍ پاملرنه کې ډېری د مور او ماشوم روغتيايي پاملرنې چوپړتياوې هم شاملې دي، لکه: د کورنۍ د تنظيم چوپړتياوې او واکسين. په متحده ايالاتو کې، د ۲۰۱۳ز کال د ملي روغتيايي مرکو نظرټولونې (سروی) په پايله کې روښانه شوه چې، د پوستکي ستونزې (۴۲.۷٪)، د هډوکو او بندونو ستونزې (۳۳.۶٪)، د ملا ستونزې (۲۳.۹٪)، د وازدې د متابوليزم ګډوډي (۲۲.۴٪) او د پورته تنفسي نظام ناروغۍ (۲۲.۱٪ د ساه بندۍ په ګډون) يوه ډاکټر ته د مراجعې ترټولو عام لاملونه وو.[۱۰]

په متحده ايالاتو کې، د لومړيو روغتيايي پاملرنې ډاکټرانو له اداره شوې پاملرنې له نظام نه دباندې (بيمه، لګښت) د مستقيمو لومړيو درملنو وړاندې کولو په مټ د لومړيو پاملرنو خدمتونو وړاندې کول پيل کړل، کومه چې د زياتې خپرې روغتيايي پاملرنې يوه فرعي برخه ده. په دې نمونه کې ډاکټران نېغ په نېغه له ناروغانو نه د چوپړتياوو لګښتونه تر لاسه کوي، يا په مياشتيني، ربع وار يا کلني ډول له وړاندې نه د تاديې له لارې، يا د هر خدمات په مقابل کې په خپل دفتر کې  لګښتونه  تاديه کېږي. د نېغ په نېغه روغتيايي خدمتونو وړاندې کولو کې په کلوراډو کې روغتيايي بنسټ او په واشنګټن کې کوليانس شامل دي.

په نړيواله کچه د زيات عمر (زړښت) په نظر کې نیولو سره، په داسې حال کې چې په نړۍ کې د زړو خلکو شمېر مخ په زياتېدو دی، په غیرساري دايمي ناروغيو د ډېرو زړو خلکو د اخته کېدو له امله، په پرمختللیو او مخ پر وده دواړو هېوادونو کې د لومړيو روغتيايي پاملرنو خدمتونو غوښتنه کې په چټکۍ سره زياتوالی راځي. د روغتيا نړيوال سازمان، د لومړيو اړينو روغتيايي خدمتونو وړاندې کول، د لومړيو روغتيايي پاملرنو د يوې هر اړخيزې ستراتيژۍ نه جلا کېدونکې برخه بولي.[۱۱][۱۲][۱۳]

د دويم پړاو پاملرنه سمول

د دويمې درجې په روغتيايی پاملرنه کې سخته پاملرنه شامله ده: د يوې لنډې،خو کلکې ناروغۍ، ټپ يا بل روغتيايي حالت د لنډ وخت لپاره اړينه درملنه. دا پاملرنه په عمومي توګه د يوه روغتون په بېړنۍ څانګه کې ورکول کېږی. د زېږون، ځانګړو روغتيايي پاملرنو او روغتيايي انځور اخیستلو د خدمتونو پر مهال، د يو ماهر شتون هم د دويمې درجې په پاملرنه کې شامل دي.[۱۴]

سرچینې سمول

  1. Institute of Medicine (US) Committee on Monitoring Access to Personal Health Care Services; Millman, M. (1993). Access to Health Care in America. The National Academies Press, US National Academies of Science, Engineering and Medicine. doi:10.17226/2009. PMID 25144064. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-309-04742-5. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  2. "Healthcare Access in Rural Communities Introduction". Rural Health Information Hub. 2019. د لاسرسي‌نېټه ۱۴ جون ۲۰۱۹. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  3. "Health Topics: Health Systems". www.who.int. World Health Organization. مؤرشف من الأصل في ۱۸ جولای ۲۰۱۹. د لاسرسي‌نېټه ۲۴ نومبر ۲۰۱۳. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  4. World Health Organization. Anniversary of smallpox eradication. Geneva, 18 June 2010.
  5. United States Department of Labor. Employment and Training Administration: Health care Archived 2012-01-29 at the Wayback Machine.. Retrieved June 24, 2011.
  6. Thomas-MacLean R et al. No Cookie-Cutter Response: Conceptualizing Primary Health Care. Archived 2019-04-12 at the Wayback Machine. Retrieved 26 August 2014.
  7. World Health Organization. Definition of Terms. Retrieved 26 August 2014.
  8. World Health Organization. International Classification of Primary Care, Second edition (ICPC-2). Archived 2020-12-22 at the Wayback Machine. Geneva. Accessed 24 June 2011.
  9. [اصطلاحي تېروتنه: د ناپېژندلې ليکنښې لوښه "۱". "Why patients visit their doctors: assessing the most prevalent conditions in a defined American population"]. Mayo Clin. Proc. 88 (1): 56–67. January 2013. doi:10.1016/j.mayocp.2012.08.020. PMID 23274019. 
  10. World Health Organization. Aging and life course: Our aging world. Archived 2019-06-11 at the Wayback Machine. Geneva. Accessed 24 June 2011.
  11. Simmons J. Primary Care Needs New Innovations to Meet Growing Demands. Archived 2011-07-11 at the Wayback Machine. HealthLeaders Media, May 27, 2009.
  12. Thomas-MacLean R et al. No Cookie-Cutter Response: Conceptualizing Primary Health Care. Archived 2019-04-12 at the Wayback Machine. Retrieved 26 August 2014.
  13. "Health Care System". the Free Medical Dictionary. د لاسرسي‌نېټه December 21, 2020. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)