روشني راډیو

روشني راډیو روشني د کندز ولايت له ناپيېلو راډيو ګانو څخه ده، چې په ١٣٨٦ لمريز کال د صديقې شيرزۍ په نامه د يوې ښځې له خوا تاسيس او د ايف ايم په ٨٩ څپه خپرونې لري او په څو ولسواليو کې اورېدل کېږي. روشني راډيو ٢٤ ساعته بېلابېلې خپرونې لري، چې د ١٨ کارکوونکو پر مټ ، چې ډېرى يې ښځينه دي، وړاندې کېږي.