روسي روشنګري

د روسیې د روشنګرۍ عصر په ۱۸مه پیړۍ کې وو چې دولت په پراخه کچه د هنرونو او علومو پیلولو ته خلک وهڅول، چې د روسیې پر کلتوریې ژوره اغیزه وکړه. په دغه وخت کې، د روسیې لومړی پوهنتون، کتابتون، تیاتر او یو عامه موزیم جوړ او همداشان نسبتاً ازادې رسنۍ رامنځته شوې. د نورو روڼ اندو مستبدنو په څیر، لوی کاترین د هنرونو، علومو او ښوونې او روزنې په غوړولو کې کلیدي رول ولوباوه. د روسیې په امپراتورۍ کې ملي روشنګري د هغوی د لویدیځو سیالانو په پرتله د روسي ژوند په ټولو اړخونو کې زیات عصري کېده، دودوله چې په روسیه کې یې د غلامۍ د بنسټ له منځه وړلو سره هم اړیکه درلوده. د پوګاچف پاڅون او د فرانسې انقلاب ښايي د سیاسي چټکو بدلونونو خیالونه لږ پیکه کړي وي، خو په روسیه کې فکري ماحول په نه اوړیدونکي توګه بدلون وموند. په نړۍ کې د روسیې د موقف په اړه ډنیز فونویزین، میخایل شرباتوف، انډري بولوتوف، الیکسانډر راډیشچیف او ایوان بولټین مناظرې او بحثونه وکړل؛ دغه بحثونه په روسیه کې د راډیکال، لویدیځ، محافظه کاري او د روسیې د اسلاوګرايي دودونو د افکار تر منځ د درزونو د رامنځته کېدو لامل شول. روڼ اندو زیاتره د prosveshchenie اصطلاح کاروله، چې تقوا، پوهه او ژمنتیا یې د زده کړې د پراختیا لپاره دودوله.

لوی کاترین په خپله د خپلو سفیرانو او کونسولانو لپاره لغتونه لیکل تر څو د لوی کاترین د تطبیقي لغتونو دیکشنري تدوین کړي.

لومړني پرمختګونه سمول

د روسیې د روشنګرۍ نظریات په لومړي سر کې د لوی پیټر د «زده کړل شویو دروژینا» په مټ تایید شول. دا هغه روحیه وه چې د فیوفان پروکوپوویچ موعظې، د انټيوخ کانټمیر طنزونه او د واسیلي تاتیشچف تاریخ لیکنه یې را ژوندۍ کړه.[۱]

د پیټر د لور، الیزاویتا پتروونا د سلطنت په دوره کې، د روڼ اندي د مطلق ګرايي نظریاتو روسیې ته لار ومونده. د الیزاویتا د خوښې وړ درباري، ایوان شوالوف یو ایډه ال روڼ اندی و: هغه د مسکو پوهنتون او د امپریال هنرونو د اکاډمي په جوړولو کې ډېر اغیزمن کس ؤ چې د ۱۸مې پیړۍ په وروستۍ ربعه کې یې د زیاترو فعالو روڼ اندو د مسلک د پیلیدو لامل وګرځید.[۲]

شوالوف همداشان د روسیې د ستر عالم میخایل لومونوسوف ملاتړی ؤ– کوم چې د علم په بېلابېلو برخو، دیني فلسفې، شعر او ښکلو هنرونو په برخه کې یې خپل اثار له ځانه پرېښي دي. که څه هم د هغه څېړنو د دیني زده کړو اقتدار له منځه یووړ، خو په خپله هغه یو معتقد مسیحي ؤ.[۱]

لوی کاټرین سمول

لوی کاټرین خپل ځان یو مستبد روڼ اندی باله. هغې د هغه وخت تر ټولو برجسته فلسفې لوستې وې، له هغې ډلې یې مونټیسکیو او ولټیر ولوستل او هڅه یې وکړه څو د روشنګرۍ نظریاتو ته غاړه کېږدي. هغې هیله درلوده څو روسیه نه یوازې له پوځي اړخه، بلکې له سیاسي، کلتوري او فکري اړخه هم له خپلو ګاونډیانو سره برابره کړي.[۳]

د کاټرین زیاترو هم عصرو کسانو د روشنګرۍ نظریاتو ته د هغې غاړه اېښودل تر پوښتنې لاندې راوستې او فکر یې کاوه چې هغه یوه خودخواه ښځه وه او د روشنګرۍ د عصر مفاهیم یې یوازې د خپلو خودخواهانه غوښتنو د تر لاسه کولو لپاره کارول. په دغو ګوتنیونو کې جنسیت اصلي رول لوبولی دی. د کاټرین هم عصرو کسانو د هغې شخصیت د نارینه ځواک او ښځینه غرور د جوړښت په توګه تفسیر کړی دی.[۴]

«لویدیځ توب» په بېلابېلو هېوادونو کې په بېلابېلو وختونو کې بېلابېلې معناوې لري. خو د روسیې په اړه په ۱۸مه پیړۍ کې دغه اصطلاح په اقتصاد، سیاست او کلتور کې د قانوني بدلونونو په معنی وه. دې کار همداشان د معیارونو یوې ټولګې ته د نجیب روسي وګړي غاړه اېښودل او له لویدیځو ارزښتونو څخه تقلید لازمي کاوه. د روسیې په لویدیځ توب کېدو کې د مشینرۍ عصري کېدل، د لا زیاتې کارنده بیرروکراسۍ اصلاح او د لویدیځې اروپا د سلیقو منل هم شامل وو.[۵]

روسیې زیاتره توکي تولیدول او د کاټرین د واکمنۍ پر مهال یې په زرګونو سرتیري د پوځ په لیکو کې ثبت کړل. په داسې حال کې چې هغې د کریمیا او پولنډ په ګډون نوې ځمکې تر لاسه کړې، پوځ یې هم تجدید کړ او د ودې په حال کې تولیداتو څخه یې ملاتړ وکړ. هغې په رښتیا هم غوښتل څو روسیه د اصلاحاتو له لارې په تیره بیا د کیفیت له اړخه د نجیبو وګړو د ژوند په ښه کولو سره لویدیځ ډوله کړي. د کاټرین یو تر ټولو لوی ارمان دا و چې روسیه له اروپا سره له فکري اړخه د برابرۍ کچې ته ورسوي. له همدې امله هغې داسې قوانین جوړکړل څو د هغې حاکمیت توجیه کړي.

بهرنۍ تګلاره سمول

که څه هم زیاتره روسي واکمنان په ګرمو اوبو کې د بندرونو د نیولو په لټه کې وو، خو لومړي پیټر د کریمیا پر سرله عثماني امپراطورۍ سره جګړه وکړه. د کریمیا نیول روسیې ته دا زمینه برابره کړه څو تورې سمندرګي او دردانیلس ته لاسرسی ولري. په داسې حال کې چې روسیې پولنډ اشغال کړ، فرانسې دا درک کړه چې عثماني امپراطوري یوازینی هېواد دی چې کولای شي د کاټرین واکمني پای ته ورسوي. ترکانو د فرانسې په ملاتړ روسیې ته وویل چې له پولنډ څخه ووځي. روسیې هم سمدلاسه د ترکی سلطان پر وړاندې جګړه اعلان کړه. وروسته له ګڼو بریالیو جګړو او د ترکیې د سمندري ځواک په تارومار کېدو سره، کاټرین د اروپا زیاتره ځواکونه تر خپل اغیز لاندې راوستل. دا چې له کاټرین سره په لومړي سر کې د یوې بوالهوسانه په سترګه کتل کېدل، خو اوس د اروپا د ټولو چانسلرانو لپاره د یوې نابغه شیطانې په څیر راښکاره شوه.[۶]

کاټرین د ۱۷۷۶ کال په نوامبر میاشت کې بیرته کریمیا ته را وګرځیده او هلته د شته ګډوډیو له امله یې د دې ټاپو وزمې د اشغال لپاره نوی حاکم وټاکه. کریمیا په ۱۷۷۸ کې بیا پاڅون وکړ، خو له هغه وروسته روسان بیرته په هغه کال هلته ولاړل او هلته یې خپل مشر د واک په ګدۍ کېناوه.[۷]

دا چې هغې د۱۷۷۰ یمې لسیزې په لومړیو کې د پام وړ ډیپلوماتیک ځواک تر لاسه کړ، نو کاټرین د «یوناني پروژې» په نوم کار تر لاس لاندې ونیو. په دې سره هغې غوښتل چې ترکان له اروپا وباسي، خو دې کار یو بل ارماني اړخ هم درلود او هغه له مسلمانانو څخه د قسطنطنیې (استانبول) ازادول او مسیحي ارتودوکس حکومت یې سپارل وو.  د ترکیې دویمه جګړه چې له ۱۷۸۷ څخه ۱۷۹۲ کلونو پورې وه د روسانو له خوا د اوچاکوف د کلا او تر ډنیسټر سیند پورې د تورسمندرګي د څنډو په نیولو سره پای ته ورسید او په دې سره عثماني امپراطورۍ له روسیې سره د کریمیا الحاق په رسمیت وپیژانده.[۸]

د قسطنطنیې بیرته نیول او د دې ښار په محوریت سره هلته د مسیحي امپراطوري رامنځته کول کوم روڼ اندی پروګرام نه ښکاره کېده. خو بیا هم، کاټرین د ځمکو تصرف د روسیې د مقاصدو د اثبات لپاره اسانه لاره بلله. هغې له کلیسا څخه چې په اتلسمه پیړۍ کې یې لا د پام وړ اغیز درلود د دې خبرې په اعلانولو سره چې قسطنطنیه به یوه ورځ بیرته د مسیحانو په واک کې وي، کلیسا پر دې خبره سره راضي کړه. هغې هیله درلوده څو لویدیځې اروپا ته وښیې چې هېواد به یې د اروپا په سیاسي چارو کې ځواکمن شتون ولري. د کاټرین له خوا د پولنډ وېشل د ځواک د سیاست یوه بله مهمه بېلګه وه. روسیې درې ځلې یعنې په ۱۷۷۲، ۱۷۹۳ او ۱۷۹۵ کې پر پولنډ برید وکړ او په یوه وخت کې دغه مهم اروپايي دولت یې له اطریش او پروشیا سره ووېشل. په ۱۷۹۱ کال کې د پولنډ او لیتوانیا د همګټو تر منځ د مۍ د درېیمې اساسي قانون د کاټرین له خوا د ژاکوبین د ګواښ او د روسیې د پاچاهي او پر پولنډ د روسیې د نفوذ لپاره د ګواښ په توګه وانګیرل شو او بالاخره د پوځي لیږد سبب وګرځید چې په پایله کې د پولنډ او لیتوانیا د همګټو هېوادونو د نابودۍ لامل و.[۹][۱۰][۱۱][۱۲][۱۳]

د کاټرین له خوا د ځمکو تصرف د شمېر له مخې، هغه بدلونونه ښیې چې هغې د روسیې په امپراطورۍ کې ترلاسه کړي دي. خو هغه له هغه ډول عصري توب څخه ډېره وړاندې ولاړه کوم چې لوی پیټر په روسیه کې له هغو نه کار اخیسته. د قوانینو ادارې او د لویدیځې اروپا د لیبرال افکارو واردولو د دولت د پراختیا لپاره د یوې وسیلې په توګه کار ورکړ.

سرچينې او ياداښتونه سمول

  1. ۱٫۰ ۱٫۱ Gonchar, L. F (2008). Philosophy. Part 1. Moscow: Moscow State Industrial University. د کتاب پاڼې 300. د کتاب نړيواله کره شمېره 9785276014753. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  2. ФИЛОСОФСКИЙ ВЕК ИВАН ИВАНОВИЧ ШУВАЛОВ (1727–1797) ПРОСВЕЩЕННАЯ ЛИЧНОСТЬ В РОССИЙСКОЙ ИСТОРИИ (PDF). Saint Petersburg: Russian Academy of Sciences. 1998. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  3. Billington, James H. The Icon and the Axe: An Interpretive History of Russian Culture. Toronto: Alfred A. Knopf, Inc., 1966. pp. 217–26. Print.
  4. Riasanovsky, Nicholas V., and Mark D. Steinberg. A History of Russia. 8th ed. Vol. 1. New York: Oxford University Press, 2011. n.p. Print.
  5. Kahan, Aracadius. "The Costs of "Westernization" in Russia: The Gentry and the Economy in the Eighteenth Century." Slavic Review 25.1 (1966): 40–66.
  6. Troyat, Henri. Catherine the Great. New York: Penguin Books, 1980. n.p. Print.
  7. de Madariaga, Isabel. Catherine the Great: A Short History. Vol. 1. n.p.: Yale University, 1990. N. pag. 1 vols. Print.
  8. Riasanovsky, Nicholas V., and Mark D. Steinberg. A History of Russia. 8th ed. Vol. 1. New York: Oxford University Press, 2011. n.p. Print.
  9. Robert Wokler, Isaiah Berlin's Counter-Enlightenment, DIANE, ISBN 0-87169-935-4, Google Print, 108
  10. Paul W. Schroeder, The Transformation of European Politics 1763–1848, Oxford University Press, 1996, ISBN 0-19-820654-2, Google print p.84
  11. Henry Eldridge Bourne, The Revolutionary Period in Europe 1763 to 1815, Kessinger Publishing, 2005, ISBN 1-4179-3418-2, Google Print p.161[مړه لينکونه]
  12. John Markoff, Waves of Democracy, 1996, ISBN 0-8039-9019-7, p.121.
  13. Wolfgang Menzel, Germany from the Earliest Period Vol. 4, Kessinger Publishing, 2004, ISBN 1-4191-2171-5, Google Print, p.33[مړه لينکونه]