روسيکا شويمر

روسيکا شويمر (11 سبتمبر 1877-3 اګست 1948) هنګري الاصله سوله خوښې، ښځمنپاله، د نړۍ فدراليستپاله (د نړيوال فدرالي نظام پلوې) او د ښځو د رايې ورکولو حق پلوې وه. نوموړې له «Lola Maverick Lloyd» سره په شریکه د نړيوال حکومت لپاره د مبارزو (Campaign for World Government) بنسټګره وه، د نړۍ د سولې په اړه د هغې سخت دريځ ليدلوري په پايله کې د نړۍ په کچه ګڼ فدراليستي خوځښتونه او سازمانونه جوړ شول. له هغې شپېته کاله وروسته چې په لومړي ځل يې د دې تصور وړاندې کړ، په حقيقت کې هغه خوځښت د جزا نړيوالې محکمې په جوړولو کې مخښکه ونډه درلوده چې دې يې په جوړولو کې مرسته کړې وه، د جزا نړيواله محکمه لومړۍ خپلواکه نړيواله محکمه ده، کومې ته چې په جنګي جرمونو، د بشريت ضد جرمونو او ټولوژنو تورنو افرادو د محاکمه کولو دنده سپارل شوې.[۱][۲][۳] [۴]

شويمر په 1877ز کال کې په بوداپست کې په يوه يهودي کورنۍ کې زېږېدلې وه، په 1891ز کال کې له يو دولتي ښوونځي فارغه شوې وه. نوموړې يوه ماهره ژبپوهه وه، په اتو ژبو يې خبرې يا لوستل کولای شول. د خپل مسلک په لومړيو کې، نوموړې د يوې داسې دندې په پيدا کولو کې له ستونزو سره مخ شوه چې د هغې د ژوند لګښت مزد ورکړي، او د همدې تجربې له امله د ښځو د کارګومارنې د موضوعاتو په اړوند حساسه وه. د کار کونکو ښځو د شمېرو د چمتو کولو په اړوند معلوماتو راټولولو پر مهال، شويمر د ښځو د رايې ورکولو حق نړيوال خوځښت له غړيو سره اړيکې پېدا کړې، او تر 1904ز کال پورې په دې مبارزو کې ښکېله شوه. نوموړې په هنګري کې د ښځو کارګر ملي چتر سازمان او د هنګري د ښځمنپالو ټولنه جوړ کړل. نوموړې همدا راز د ښځو رايې ورکولو حق نړيوالې اتحاديې اوم کنفرانس په جوړولو کې هم مرسته وکړه، چې بوداپست يې به 1913ز کال کې کوربه و.

راتلونکی کال، شويمر په لندن کې د ښځو د رايې حق نړيوال اتحاد د رسنيو د منشۍ په توګه وګومارل شوه. کله چې لومړۍ نړیواله جګړه پيل شوه، نوموړې پردی دوښمن وبلل شوه، او له اروپا څخه متحده ايالاتو ته ولاړه، چېرته چې هغې د رايې ورکولو د حق او سوله خوښۍ په اړه ويناوې وکړې. نوموړې د ښځو د سولې ګوند او هغه سازمان يوه له بنسټګرو وه، کوم چې وروسته د سولې او ازادۍ لپاره د ښځو نړيواله ټولنه وګرځېده.

په 1915ز کال کې، په هاګ کې د ښځو نړيوال کنفرانس کې له ګډون وروسته، نوموړې له نورو ښځمنپالو سره په شریکه کار وکړ، تر څو په اروپا کې د بهرنيو چارو وزيران په سوله ييز ډول د نړيوالو چارو د منځګړيتوب کونکې يوې ادارې جوړولو ته وهڅوي، او د سولې بېړۍ د کرايه کولو لپاره د «هنري فورډ» په قانع کولو کې يې مهمه ونډه درلوده. له 1916 څخه تر 1918ز کال پورې، شويمر په اروپا کې ژوند وکړ او د جګړې د پای ته رسولو لپاره يې په ګڼو طرحو کار وکړ. د هنګري د لومړي جمهوريت په رامنځ ته کېدو سره، نوموړې په 1918ز کال کې د نړۍ يوه له لومړيو ښځینه سفيرانو (له هنګري څخه سويټزرلينډ ته) څخه وټاکل شوه. کله چې جمهوريت د يوې کودتا په پايله کې نسکور شو، هغه متحده ايالاتو ته وتښتېده، او د هنګري تابعيت يې پرېښود.

د تابعيت د تر لاسه کولو غوښتنه يې وکړه، خو د هغې د سوله خوښۍ پر بنسټ شويمر رد کړای شوه. په 1928ز کال کې د غوښتنې پر اساس دا قضيه رد شوه شوه، او يو کال وروسته د شويمر په وړاندې د متحده ايالاتو په قضيه کې د متحده ايالاتو د سترې محکمې له خوا دا پرېکړه رد کړای شوه. هغه په خپل پاتې ژوند کې بې هېواده پاتې شوه. د خرابه صحت او ناسمو تبليغاتو له امله نوموړې کار نه شوای کولای، او د خپلو وفادارو ملګرو له خوا يې ملاتړ کېدو.

په 1935ز کال کې، شويمر او «ميري ريټر بيرډ» د ښځو د تاریخ لپاره د يوې تعلیمي مرجع د چمتو کولو او د اغېزناکو مېرمنو د انفرادي او سازماني برياليتوبونو د مستند کولو لپاره د ښځو د ارشيف په موخه نړيوال مرکز جوړ کړ. نوموړې لومړۍ نړيواله فدرالسته وه، چې په 1937ز کال کې يې د نړيوال حکومت وړانديز وکړ. په 1948ز کال کې د سولې نوبل جايزې ته نومانده شوه، خو د کميټې له دې پرېکړې مخکې مړه شوه چې دا کال نوموړې ته جايزه ورنه کړي. په 1952ز کال کې، په متحده ايالاتو کې د تابیعيت تر لاسه کولو قوانين بدل شول، تر څو د وجداني مخالفت اجازه ورکړي.

د ژوند لومړي کلونه

سمول

«روزا شويمر» د اتريش-هنګري په بوداپست کې، د 1877ز کال د سپتمبر په يوولسمه نېټه زېږېدلې وه، د مور نوم يې «برتا» او د پلار نوم يې «ميکس برنات شويمیر» و. هغه په خپلو درې خوېندو وروڼو کې مشره وه، د «Transylvania» (چې اوس د رومانيا Timișoara سيمه ده) په «Temesvár» کې له منځنۍ څخه د لوړې کچې په يهودي کورنۍ کې ستره شوې وه. پلار يې د کرنيزو توکو سوداګر و، چې د غلو دانو، اسونو او نورو توليداتو په سوداګرۍ کې ښکېل و، او تر څنګ يې يوه تجربوي کرونده هم پر مخ وړله. ماما يې، «ليوپولډ کيچر» يو مشهور لیکوال او د سولې فعال و، چې په شويمر يې پياوړی اغېز درلود. نوموړې د لنډې مودې لپاره په بوداپست کې په يو ابتدايي ښوونځي کې زده کړه وکړه، او کله چې دا کورنۍ «ټرانسلوانيا» ته ولاړه، هلته يې د ښځینه ښوونکو په ښوونځي کې زده کړه وکړه. په 1819ز کال کې له دولتي ښوونځي فارغه شوه او په «سزبادکا» (اوس سبوټيکا) د موسيقۍ په يو ښوونځي کې يې موسيقي او ژبې وويلې. که څه هم نوموړې تر اتم ټولګي ښوونځي ته ولاړه، په انګليسي، فرانسوي، الماني او هنګري ژبو يې خبرې کولای شوې، او هالنډي، ايټالوي، نارويژي او سويډني ژبې يې لوستلای شوې. په 1893 او 1894ز کلونو کې، نوموړې د سوداګرۍ په يو ښوونځي کې شپينيو درسي دورو کې داخله واخيسته، تر دې چې د پلار بې وزلۍ يې بوداپست ته بېرته ستنېدو ته اړ کړل.[۵][۶][۷][۸][۹]

مسلک

سمول

ابتدايي مسلک او سياسي کېدل

سمول

شويمر لومړی د روزونکې په توګه کار وکړ، او بيا يې په Temesvár او Szabadka کې ګڼې لنډمهالې دندې تر سره کړې. په 1895ز کال کې، نوموړې د حسابدارې او محررې په توګه دندې پیدا کړې. نوموړې په 1897ز کال کې د «Nőtisztviselők Országos Egyesülete» (د ښځينه دفتري کارکونکو ملي ټولنې) لپاره کار وکړ، او تر 1901ز کال پورې، د همدې سازمان رئيسه شوه. له دې امله چې د داسې دندې په پیدا کولو کې له ستونزو سره مخ وه، تر څو دې ته د ژوند پايښت مزد ورکړي، په داسې پړاو کې چې د مالي خپلواکۍ لټون کونکو ښځو هڅونه نه کېده، شويمر د کار کونکو ښځو لپاره د حقیقي توپير پیدا کولو انتخاب غوره کړ. د سوداګرۍ ملي اتحاديو له خوا د ښځينه کارکونکو ستونزو د حل لپاره د کوم ډول منښت يا لېوالتيا په نه موندلو سره، نوموړې د شمېرو د ترتيب کولو لپاره د معلوماتو په راټولولو پيل وکړ. نوموړې د ښځو د استخدام اړوند د معلوماتو تر لاسه کولو په موخه د سوداګرۍ ادارې ته لیکونه واستول، او د «Nemzeti Nőnevelés» (د ملي ښځو تعلیم) د ارشيف شويو کاپيانو غوښتنه يې وکړه، کوم چې د هغه مهال تر ټولو مهم ژورنال و، چې په کار او تعليم کې اخته ښځو شرايط يې تحليلول. په نورو سيمو کې د کارګرو ښځو سره د هنګري د حالت د پرتله کولو لپاره، شويمر نړيوالو ښځمنپالو سازمانونو ته ليکل پيل کړل، تر څو په نورو هېوادونو کې د کارګرو ښځو د شرايطو په اړه شمېرې راټولې کړي.[۶][۷][۸]

د معلوماتو د راټولولو په موخه د هغې د ليکونو په مټ، شويمر د ښځو نړيوالو خوځښتونو له اغېزناکو څېرو سره په اړيکه کې شوه، لکه «اليټا جيکبز، ميري لينګ» او «ايډيلهيډ پاپ»، کومو چې دا وهڅوله، تر څو د ښځو يو سازمان جوړ کړي، کوم به چې د ښځو د مختلفو ستونزو د سمبالښت لپاره جوړې شوې ګڼې ټولنې سره رايوځای کړي. کله چې هغې په دفتر کې د ښځينه کارکونکو په ملي ټولنه کې خپله دنده له لاسه ورکړه، شويمر د 1901ز کال په وروستيو کې د ژورنالستې په توګه په کار پيل وکړ. مخکې له دې چې په منظم ډول د ښځمنپالو نړيوالو سازمانونو همکاره شي، نوموړې د «Export Review» لپاره ليکنې وکړې او وروسته په «Lloyd» خبري اداره کې کار ورکړل شو. نوموړې همدا راز د ژباړونکې په توګه کار وکړ، د «شارلټ پرکنز ګليمن» د «ښځې او اقتصاديات» په څېر اثارو د هنګري ژبې نسخې يې چمتو کړې. په 1903ز کال کې، نوموړې له «Mariska Gárdos» سره په شريکه د «Magyarországi Munkásnő Egyesület» (د هنګري کارمندو ښځو ټولنه) او د ملي کارمندو ښځو د سازمانونو د راټولونکي سازمان بنسټ کېښود. يو کال وروسته، د رسنيو د ېوې برخې په توګه، نوموړې د ښځو د رايې ورکولو حق نړيوال اتحاد په پرانيستونکي کنفرانس کې ګډون وکړ. له نوموړې غوښتنه شوې وه چې په هنګري کې د صنعتي کارګر د مزدوارانو د شرايطو په اړه په کنفرانس کې وينا وکړي. نوموړې د نړيوال خوځښت له ډېرو مخکښو ښځمنپالو سره وليدل. د نوموړې جذاب شخصيت ته په توجه سره، د رايې ورکولو د حق امریکايۍ فعالې «کيري چيپ مين کيټ» استخدام کړه، تر څو له هغې سره د ښځو د رايې ورکولو په مبارزو کې مرسته وکړي. [۵][۶][۷][۱۰][۷][۱۱][۱۰]

سرچينې

سمول
  1. Threlkeld 2018، م. 475.
  2. Cortright 2008، م. 116.
  3. Glasius 2006، مم. 8, 26–27.
  4. Cohen 2010.
  5. ۵٫۰ ۵٫۱ Wenger 2009.
  6. ۶٫۰ ۶٫۱ ۶٫۲ Frojimovics 2010.
  7. ۷٫۰ ۷٫۱ ۷٫۲ ۷٫۳ Zimmermann 1996.
  8. ۸٫۰ ۸٫۱ Hannam، Auchterlonie او Holden 2000، م. 262.
  9. Ruttum 2008، م. v.
  10. ۱۰٫۰ ۱۰٫۱ Wenger 1990، م. 68.
  11. Wenger 1990، م. 69.