روسيه کې د رسنيو ازادي


روسيه کې د رسنيو ازادي د خپلواکو سياستونو د پلی کولو په موخه د ټوليزو رسنيو کانالونو د رئيسانو په وړتيا او له فشار څخه پرته د کار کولو او د اطلاعاتو سرچينو ته د لاسرسي په موخه د ژورنالېتسانو په وړتيا پورې اړه لري. د روسيې رسنۍ، تلوېزيوني او راډيويي کانالونه، مهالنۍ او انټرنيټي رسنۍ دي، چې د روسي فدراسيون د قوانينو له مخې ښايي دولتي يا خصوصي ملکيت وي.

روسيه تر ۲۰۲۲ ز کال پورې د بې پولې خبريالانو د مطبوعاتو د ازادۍ په لیکلړ کې له ۱۸۰ هېوادونو څخه ۱۵۵ ځای خپل کړ. د ۲۰۱۷ ز کال د مطبوعاتو د ازادۍ د ازادۍ کور (Freedom House Freedom of the Press) په راپور کې روسيې ۸۳ نومرې تر لاسه کړې (چې ۱۰۰ نمرې يې تر ټولو خرابه کچه وه)، چې زياتره لامل يې په ۲۰۱۴ ز کال کې د نويو قوانينو وړاندې کول وو چې پر ټولنيزو رسنيو باندې يې د دولت واک نور هم پراخ کړ. د خپلواکۍ کور “Freedom House” په کريميا کې حالت نور هم خراب وباله. ياده سيمه کې په ۲۰۱۴ ز کال کې د روسيې له لورې له خپلې خاورې سره له تړلتيا (الحاق) څخه وروسته د روسيې د قانوني او ناقانونه واک وسيلې (د ازادۍ کور په وينا) دواړه په منظم ډول د بيان ازادۍ د ټاکلو (محدودولو) لپاره پلي کېږي. [۱][۲][۳]

ګڼ نړيوال سازمانونه په روسيه کې د مطبوعاتو د ازادۍ د معاصر حالت پر بېلابېلو اړخونو باندې نيوکه کوي. د روسيې حکومت د انټرنيټ سانسور کې ښکېل دی. [۴][۵][۶][۷][۸][۹][۱۰][۱۱][۱۲]

تاريخچه سمول

قانوني چوکاټ سمول

د روسيې اساسي قانون د بيان او مطبوعاتو ازادي ورکوي، که څه هم د حکومت د قانون پلي کولو، بيوروکراتيک مقرراتو او په سياسي دول هڅول شويو جرمي پلټنو مطبوعات ځان سانسورۍ ته اړ کړي دي، چې د ځينو اختلافي مسائلو پوښښ محدودوي او په پای کې له دې حقونو څخه سرغړونې کېږي. د بشري حقونو د څار سازمان په وينا د روسيې حکومت د قانون، بنديز او سانسور د ټاکنيز تر سراوي له لارې پر ملکي ټولنه باندې واک اچوي. [۱۳][۱۴][۱۵][۱۶][۱۷]

د بشري حقونو کمېشنر (ombudsman) سمول

د روسيې (ombudsman) چې په رسمي ډول د بشري حقونو کمېشنر نومول شوی دی، د پارلمان له لورې د يوې ځانګړې دورې لپاره ټاکل شوی دی. ياد کمېشنر د خپلې دورې له پای ته رسېدلو څخه مخکې له دندې څخه نه شي ګوښه کېدلی او د ولسمشر او حکومت په ګډون د واک د هيڅ ادارې تابع نه دی. د روسيې ۸۳ اداري سيمې د خپل سيمه ييز کمېشنر (ombudsman) د ټاکلو حق لري، چې واک يې په همغې سيمې په محدود دی. له نيمايي څخه زياتو اداري سيمو دا چاره تر سره کړې ده. [۱۸]

د روسيې (ombudsman) ولاديمير لوکېن (Vladimir Lukin) په ۲۰۰۶ ز کال کې راپور ورکړ، چې په روسيه کې د بيان ازادۍ د نه شتون وړانديز به يوه مبالغه وي، د بيان ازادۍ لپاره د اساسي قانون له مخې ورکړل حق په بنسټيز ډول په پام کې نيول کېږي او همدارنګه روسيه کې هيڅ بنسټيز کړای شوی (سازماني) سانسور شتون نه لري. په ښکاره ډول د همدې دلاېلو له امله ژورنالېستان او خپرونکي ډېر لږ له کمېشنر څخه د اطلاعاتو د غوښتلو، ترلاسه کولو، لېږد، خپرولو يا وېش په برخو کې د خپل حق د بنديزونو په اړه خواشيني څرګندوي. سره له دې ټولو بيا هم په اوښتل شويو بڼو کې د پام وړ کچه بنديزونه شته، چې زياتره وختونه د چارواکو او شاهي سوداګرۍ له لورې پر ټوليزو رسنيو باندې د اقتصادي فشار له لارې اچول کېږي. يوازې په نوم «ځان سانسور» يا په دري کې «خودسانسوري» هم پارخه ده. د ځان سانسوري ژورنالېستان د هغو اطلاعاتو له خپراوي څخه ځان ساتنې ته هڅوي، چې د دوی په اند ښايي چارواکي خوښ نه کړي. نو په زياتو ځايونو کې د چارواکو د ستايلو حق ډاډمن (تضمين) کېږي، به داسې حال کې چې سرچپه يا برعکس حق يې يوازې په رسمي ډول اعلان شوی دی. [۱۹]

د ۲۰۰۸ ز کال په کالني راپور کې ولاديمير لوکېن وليکل، چې د هغو اصطلاحاتو د پراخه قانوني ژباړې درلودل مهم دي، چې ښايي د فکر او بيان ازادي محدوده کړي. نوموړي د ټاکنو د قانون ايښودنې د هغه سمون يا تعديل پر وړاندې وينا وکړه، چې د مبارزه کوونکو نوماندانو د نيوکې «عملي مخنيوی» دی او ياد قانون يې ښکاره ډول زياتی وباله. نوموړی د افراطي فعاليتونو پر وړاندې د مبارزې قانون په اړه ډاډمن نه و او يادونه يې وکړه، چې افراطيت او اختلاف کول بايد په قانوني ډول په کلک ډول وېشلی وي. [۲۰]

د ژورنالېستانو پر وړاندې بريدونه او ګواښونه سمول

روسيه کې د ژورنالېستانو پر وړاندې خطرونه د ۱۹۹۰ لسيزې له لومړيو راهيسي په ښه ډول پېژندل شوي دي، مګر د ۲۰۰۶ د اکتوبر پر ۷ نېټه په مسکو کې د انا پولېټکووسکايا (Anna Politkovskaya) له وژنې څخه وروسته د ناحل شويو وژنو د شمېر په اړه اندېښنه زياته شوه. په داسې حال کې چې نړېوالو څارونکو د لسګونو مړينو په اړه يادونه وکړه، په روسيه کې دننه ځينو سرچينو له دوه سوو څخه د زياتې مړينې خبر ورکړ. [۲۱][۲۲] 

په روسيه کې د هغو ژورنالېستانو د ياد ورځ هر کال د ډسمبر پر ۱۵ نېټه نمانځل کېږي، چې د دندې پر مهال (د دندې په ليکو کې) وژل شوي دي.

پر ژورنالېستانو باندې بريدونه سمول

د ۱۹۹۰ لسيزې له لومړیو راهيسې يو شمېر هغه روسي خبريالان وژل شوي دي ، چې په چيچنيا کې يې حالت، د سازمان شوي جرم، دولتي او اداري چارواکو او لويو سوداګريو په اړه مخالفو کيسو ته يې پوښښ ورکړی دی. د ژورنالېستانو د خونديتوب کمېټې په وينا له ۱۹۹۲ ز کال راهيسې ۵۰ ژورنالېستان په روسيه کې د خپل مسلکي فعاليت له امله وژل شوي دي، چې په دې سره روسيه له ۱۹۹۲ څخه تر ۲۰۰۶ ز کالونو دوره کې د ژورنالېستانو لپاره د نړۍ درېيم تر ټولو خونړی هېواد شو. د نوموړو ۵۰ تنو وژل شويو ژورنالېستانو له ډلې ۳۰ تنه يې له ۱۹۹۳ څخه تر ۲۰۰۰ زکال او ۲۰ تنه نور يې له ۲۰۰۰ څخه تر ۲۰۰۶ ز کال پورې وژل شوي دي. [۲۳][۲۴][۲۵]

د ګلاسنوسټ د دفاع بنسټ د معلوماتو له مخې په ۲۰۰۶ ز کال کې ژورنالېستانو د شکمنو مړينو ۹ قضيې وې او همدرانګه پر ژورنالېستانو باندې ۵۹ بريدونه او پر چلوونکو [د رسنيو] دفترونو باندې ۱۲ بريدونه شوي دي. په ۲۰۰۵ ز کال کې د ټولو قضيو لښتليک (لېست) ۷ مړينې، ۶۳ د مرګ ژوبلې هڅې، پر چلوونکو دفترونو باندې ۱۲ بريدونه، د سانسور ۲۳ پېښې، ۴۲ جنايي قانوني څارنې، ۱۱ ناقانونه ګوښه کول، د پوځي وزمه ځواکونو له لورې د نيونې ۴۷ قضيې، ۳۸۲ محاکمې، د ۲۳ چلوونکو دفترونو تړل، ۱۰ شړل يا اخراج، د ۲۸ چاپي خپرونو په زور بندول، د خپرونې له چاپ يا خپرولو څخه ۳۸ د انکار پېښې، د ډارونې ۲۵ عملونه او د روسيې د ژورنالېستانو له حقونو څخه ۳۴۴ نور تېري راونغاړل. [۲۶][۲۷]

د ۲۰۰۶ ز کال د اکتوبر پر ۷ نېټه روسيې ژرونالېسته انا پوليتکوفوسکايا (Anna Plitkovskaya) د خپل استوګنځي په ډيوډۍ (د انتظار کوته) کې په ډزو ووژل شوه. نوموړې په چيچنيا کې د روسيې د کړنو او د روسيې پلوي چيچني حکومت پر وړاندې د نيوکو له امله نامتو وه. د نوموړې مړينې په لويديځو رسنيو کې د روسيې د نيوکو د يوې نارې يا شور لامل شوه. يادې نيوکې په دې تورونو سره مل وې، چې ولاديميرپوتين د هيواد نويو خپلواکو رسنيو په ساتنه کې پاتې راغلی دی. [۲۸][۲۹]

د مطبوعاتو نړيوال بنسټ د مقرراتو د ټاکنيزې کارونې، په سياسي ډول د هڅول شويو جنايي پلټنو، د ژورنالېستانو د بندي کوونو، د رسنيو د تړلو او د امنیتي خدمتونو له لورې د تېري کوونکو ځورونو راپور ورکوي. د سازمان په وينا روسيه په ۲۰۰۹ ز کال کې د ۹ تنو په وژنو سره لا هم د ژورنالېستانو لپاره تر ټولو ګواښونکی (خطرناک) اروپايي هېواد دی. [۳۰]

د بخښنې نړيوال سازمان په ۲۰۰۹ ز کال کې راپور ورکړ، چې د بشري حقونو ساتونکي، ژورنالېستان او وکيلان چې د بشري حقونو د ناسمو کارونو په اړه په څرګند ډول خبرې کوي، له ګواښونو او ډار سره مخامخ دي. داسې برېښي چې پوليس د دې دول ګواښونو په پلټلو او د مدني ټولنې پر فعالانو باندې د بريدونو لپاره د معافيت فضا رامنځته کولو کې لېوالتيا نه لري. د بخښنې نړيوال سازمان د خپلواکو نظرياتو پر وړاندې د مخ پر وده نه زغم د اقليم [حالت] په اړه هم راپور ورکړ. د ژورنالېستانو د خونديتوب کمېټې په وينا روسيه نن ورځ د سړې جګړې پر مهال کالونو په پرتله خورا ګواښونکی يا خطرناک ځای دی. يوازې عراق او الجزاير د مطبوعاتو لپاره د ژوند د ټولو زيات ګواښونکو هېوادونو د لېست په پورته برخه کې ځای لري. [۳۱]

د ۲۰۱۶ په اکتوبر کې د چيچني ژورنالېستانو يوې ډلې په ګارډين (The Guardian) کې يوه بې نومه ډراماتيک غوښتنه خپره کړه، چې هغه ډار او فزیکي بريدونه يې په کې بيان کړل، چې دوی يې د رمضان کاديروف (Ramzan Kadyrov) تر حکومت او بشپړ واک لاندې تجربه کوي او چارواکي يې په جمهوريت [جمهوري هېواد] کې پر رسنيزو سازمانونو باندې په زور پلي کوي.[۳۲]

سرچينې سمول

  1. Lua error in Module:Lang at line 48: attempt to index field 'lang_name' (a nil value).
  2. "Russia". Freedom of the Press. Freedom House. 2015. د اصلي آرشيف څخه پر ۱۰ نومبر ۲۰۱۹ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۰۵ مې ۲۰۱۵. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  3. "Harsh Laws and Violence Drive Global Decline". Freedom House. 2015. مؤرشف من الأصل في ۱۴ اکتوبر ۲۰۲۰. د لاسرسي‌نېټه ۰۵ مې ۲۰۱۵. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  4. "International Press Institute: Russia". د اصلي آرشيف څخه پر ۰۵ مارچ ۲۰۲۰ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۲۴ اکتوبر ۲۰۰۹. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  5. Human Rights Reports: Russia Archived 31 July 2020 at the Wayback Machine.; US BUREAU OF DEMOCRACY, HUMAN RIGHTS, AND LABOR; 2013
  6. "Europe no longer so exemplary, Russian tragedy deepens - Reporters Without Borders". د اصلي آرشيف څخه پر ۱۴ فبروري ۲۰۱۵ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۱۴ فبروري ۲۰۱۵. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  7. Reporters Without Borders: Indeks svabody pressy 2009 god Archived 4 November 2009 at the Wayback Machine., کينډۍ:In lang.
  8. "Human Rights Watch: World Report, Russia p. 393" (PDF). HRW.org. مؤرشف (PDF) من الأصل في ۰۸ جون ۲۰۱۰. د لاسرسي‌نېټه ۱۵ جون ۲۰۱۷. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  9. Amnesty International: Amnesty International Report 2009 - Russia Archived 5 August 2009 at the Wayback Machine.
  10. "Freedom curtailed in the Russian Federation - Amnesty International". 26 February 2008. مؤرشف من الأصل في ۱۸ جون ۲۰۱۴. د لاسرسي‌نېټه ۱۴ فبروري ۲۰۱۵. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  11. "The October 2009 Concluding Observations of the United Nations Human Rights Committee". OHCHR.org. مؤرشف من الأصل في ۲۵ اکتوبر ۲۰۱۶. د لاسرسي‌نېټه ۱۵ جون ۲۰۱۷. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  12. (په 2021-10-22 باندې). Russia Is Censoring the Internet, With Coercion and Black Boxes. The New York Times.
  13. "International Press Institute: Russia". د اصلي آرشيف څخه پر ۰۵ مارچ ۲۰۲۰ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۲۴ اکتوبر ۲۰۰۹. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  14. Human Rights Reports: Russia Archived 31 July 2020 at the Wayback Machine.; US BUREAU OF DEMOCRACY, HUMAN RIGHTS, AND LABOR; 2013
  15. Shaun Walker (15 April 2015). "Hollywood's Child 44 pulled in Russia after falling foul of culture ministry". The Guardian. مؤرشف من الأصل في ۱۶ اپرېل ۲۰۱۵. د لاسرسي‌نېټه ۱۵ اپرېل ۲۰۱۵. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  16. Index of Reporters without Borders Archived 22 October 2009 at the Wayback Machine., 2009
  17. "Human Rights Watch: World Report, Russia p. 393" (PDF). HRW.org. مؤرشف (PDF) من الأصل في ۰۸ جون ۲۰۱۰. د لاسرسي‌نېټه ۱۵ جون ۲۰۱۷. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  18. St. Petersburg Times: Controversial Ombudsman Mikhailov Dismissed Archived 1 March 2014 at the Wayback Machine., 23 October 2009.
  19. Lukin, Vladimir (9 February 2007). "Report Of the Commissioner for Human Rights in the Russian Federation For the Year 2006". Official Website of the High Commissioner for Human Rights in the Russian Federation. د اصلي (DOC) آرشيف څخه پر ۰۵ مارچ ۲۰۰۹ باندې. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  20. 2008 Report of Russian Ombudsman Archived 7 October 2009 at the Wayback Machine. کينډۍ:In lang
  21. "Czar Putin". CNN. Transcripts.cnn.com. 9 December 2007. مؤرشف من الأصل في ۲۹ اپرېل ۲۰۱۹. د لاسرسي‌نېټه ۱۸ اکتوبر ۲۰۱۴. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  22. Azhgikhina, Nadezhda Ilinichna (په 7 November 2016 باندې). 10 Years on From the Murder of Russian Journalist Anna Politkovskaya, What Has Changed?. Newsweek.
  23. "Attacks on the Press 2005: Russia" Archived 13 July 2007 at the Wayback Machine., Committee to Protect Journalists, 16 February 2006.
  24. "Motive Confirmed: Deaths of journalists where the CPJ is reasonably certain that the journalist was murdered in direct reprisal for his or her work; was killed in crossfire during combat situations; or was killed while carrying out a dangerous assignment such as coverage of a street protest"[مړه لينکونه], spreadsheet, Committee to Protect Journalists, 15 August 2009.
  25. CPJ calls on Putin to take responsibility for Politkovskaya murder probe Archived 9 February 2007 at the Wayback Machine. - Committee to Protect Journalists
  26. "Конфликты, зафиксированные службой мониторинга ФЗГ на территории РФ в течение 2006 года". د اصلي آرشيف څخه پر ۲۷ سپټمبر ۲۰۰۷ باندې. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  27. "Конфликты, зафиксированные ФЗГ в течение 2005 года на территории РФ". د اصلي آرشيف څخه پر ۰۷ اگسټ ۲۰۰۷ باندې. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  28. Putin's Russia failed to protect this brave woman Archived 27 September 2007 at the Wayback Machine., Joan Smith.
  29. Anna Politkovskaya, Prominent Russian Journalist, Putin Critic and Human Rights Activist, Murdered in Moscow Archived 14 November 2007 at the Wayback Machine., Democracy Now
  30. "International Press Institute: Europe Overview". د اصلي آرشيف څخه پر ۰۵ مارچ ۲۰۲۰ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۲۵ اکتوبر ۲۰۰۹. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  31. "Anatomy of injustice" Archived 3 September 2011 at the Wayback Machine., The Committee to Protect Journalists, September 2009.
  32. (په 2016-10-10 باندې). Chechen journalists, international journalists – Ramzan Kadyrov has silenced us all.