روبن مورګن
روبن مورګن (د ۱۹۴۱ز کال د جنورۍ په ۲۹ نېټه زېږېدلې) یوه امريکايۍ شاعره، ليکواله، فعاله،ژورنالسته، ښوونکې او پخوانۍ ماشومه لوبغاړې ده. د ۱۹۶۰ز لسيزې له لومړيو راهيسې، هغه د امريکايي ښځو د خوځښت سخت دريځې ښځمنپاله غړې او په نړیوال ښځمنپال خوځښت کې مشره ده. د «خوروالی ځواکمن دی» په نوم د هغې د ۱۹۷۰ز کال د غورچاڼ ستاينه له دې امله کېږي چې په متحده ايالاتو کې يې د ښځمنپالنې د عصري خوځښت په پيل کې مرسته کړې، همدا کتاب د نيويارک د عامه کتابتون له خوا «په شلمه پېړۍ کې د نړۍ د لسو اغېزناکو کتابونو» له جملې څخه شمېرل شوی دی. هغې په شاعرۍ، نکلونو او غیر خيالي نکلونو په برخو کې له شلو زيات کتابونه ليکلي دي اود «Ms» مجلې د مديرې په توګه شهرت لري.
روبن مورګن | |
---|---|
د شخص معلومات | |
پيدايښت | ۲۹ جنوري ۱۹۴۱[۱][۲][۳] او ۲۹ جنوري ۱۹۴۲[۴] |
استوګنځای | منهټن |
تابعیت | د امریکا متحده ایالات [۵][۳][۶][۷][۸] |
عملي ژوند | |
کار/مسلک | شاعر [۳][۶][۸] خبريال [۳][۷][۸] ليکوال [۳][۹][۷][۸][۱۰] لوبگر [۹] غږ ورکونکی ستوری |
مورنۍ ژبه | انگليسي |
کاروونکي ژبه(ي) | انگليسي [۵][۳][۶][۱۱][۱۲] |
د کړنې څانګه | شعر فیمینزم [۱۳] |
ويبپاڼه | |
ويبپاڼه | د تاييدولو سرچينه |
مخ پر IMDB مخونو | |
سمول |
د ۱۹۶۰ز لسيزې په اوږدو کې، هغې د مدني حقوقو او د ويتنام د جګړې ضد خوځښتونو کې برخه اخستې، د ۱۹۶۰ز لسیزې په وروستيو کې، هغه د يو شمېر بنسټپالو ښځمنپالو سازمانونو بنسټګره غړې وه، لکه د نيويارک بنسټپالې (سخت دريځې) ښځې او «W.I.T.C.H». هغې يا خپله او یا له نورو سره په ګډه د ښځمنپالو ښځو روغتيايي شبکه، ځورول شويو ښځو ته د پناه ورکولو ملي شبکه، د رسنيو ښځې، د جنسي تيري د بحران د مرکزونو ملي شبکه، د ښځمنپالو ليکوالو ټولنه، د ښځو بهرنۍ تګلارې شورا، په هنر کې د ښځو ملي موزيوم، خوروالی نړيواله مؤسسه ده، GlobalSister.org او د ګرين سټون ښځو رايډيوي شبکه جوړ کړي دي. هغې همدا راز له فعالې «ګلوريا سټينيم» او اداکار/فعال «جين فونډا» سره په شریکه د ښځو رسنيز مرکز بسنټ هم ايښی. په ۲۰۱۸ز کال کې هغه د بي بي سي د سلو ښځو په نوملړ کې شامله شوې وه.[۱۴]
د ماشومې لوبغاړې په توګه سمول
د هغې د زېږېدو د شرايطو له امله، د هغې مور ادعا کړې چې رابن مورګن له خپل اصلي زېږد وخت څخه یو کال وروسته زېږېدلې او د ماشوم لوبغاړې په توګه د هغې په ټوله موده کې، هغې خپله او نورو د هغې په اړه باور درلود چې له خپل اصلي عمر څخه يو کال کشره ده.
د یوه کوچني ماشوم په توګه، د هغې مور «فيت» او د مور خور يې «سالي» رابن مورګن د يو ماشوم ماډل په توګه په کار وګومارله. په پنځه کلنۍ کې، په دې باور سره چې بايد دا مهال څلور کلنه وای، هغې د نيويارک راډيو سټيشن WOR کې خپل پروګرام تر لاسه کړ چې نوم يې و «کوچنۍ رابن مورګن». نوموړې د « Juvenile Jury» اصلي راديوي شبکې ته هم منظم تګ راتګ کاوه. د هغې د اداکارۍ اصل کار په اته کلنۍ کې پيل شو، کله چې هغې په يو تلويزيوني سريال Mama کې کار پيل کړ، په دې سريال کې هغې ته د «ډګمار هنسن» په نوم د کشرې خور رول ورکړل شوی و. دا پروګرام په ۱۹۴۹ز کال کې په سي بي ايس وښودل شو چې «پيګي وډ» هم په کې کار کړی و او ستره بريا يې تر لاسه کړه.
د تلويزيون د زرين پړاو پر مهال، مورګن د «کيس اينډ ټيل» او «اليس اين ونډرلينډ» په څېر تلويزيوني پروګرامونو کې کار وکړ، همدا راز د « Omnibus, Suspense, Danger, Hallmark Hall of Fame, Robert Montgomery Presents, Tales of Tomorrow, او Kraft Theatre» په څېر په ژوندۍ بڼه ډرامو کې يې د ميلمه اداکارې په توګه کار وکړ.هغې د « Sidney Lumet, John Frankenheimer, Ralph Nelson» په څېر د پروګرامونو له لارښودونکو، « addy Chayefsky» او « Rod Serling» په څېر ليکوالانو سره کار وکړ، او د « Boris Karloff, Rosalind Russell, Bill "Bojangles" Robinson او Cliff Robertson» په څېر لوبغاړو سره يې په پروګرامونو کې برخه واخېسته.
له څلورکلنۍ څخه يې هيله وه چې د تمثیل پر ځای لیکوالي وکړي، مورګن د مور له دې هڅو سره مقابله وکړه چې هغه په انځوريزه سوداګرۍ کې وساتي اوپه پای کې په څوارلس کلنۍ کې يې د Mama په نوم ډرامه کې برخه اخېستل خوشې کړل.
د بلوغ پر مهال دنده سمول
له بلوغ سره سم رابن مورګن د کولمبيا په پوهنتون کې د ليسې د سند نه لرونکې زده کوونکې (هغه محصل چې د پوهنتون په شرايطو برابر نه وي) په توګه خپلو زده کړو ته دوام ورکړ. هغې د «کورټس براون ادبي ادارې» سره د منشۍ په توګه کار پيل کړ، چېرې چې د ۱۹۶۰ز لسيزې پر مهال د «W.H.Auden» په څېر شاعرانو او ليکوالانو سره اشنا شوه او له هغوی سره يې کار وکړ. هغې له وړاندې څخه د خپلې شاعرۍ په خپرولو پيل کړی و (د هغې شاعري وروسته د مونسټر په نوم په يو کتاب کې راټوله شوه او په ۱۹۷۲ز کال کې خپره شوه). د راتلونکې لسيزې په اوږدو کې، د سياسي فعاليت، افسانوي او غیر خيالي نثرونو او د ښځو د حقوقو په اړوند په کالجونو او پوهنتونونو کې د ويناوو تر څنګ، مورګن خپله شاعري هم کوله او خپروله.
په ۱۹۶۲ز کال کې، مورګن له «کينيت پيچفورډ» سره واده وکړ. په ۱۹۶۹ز کال کې يې د «بليک مورګن» په نوم يو زوی وزېږېد. په ۱۹۸۳ز کال کې د ښځې او خاوند تر منځ طلاق رامنځ ته شو. دا مهال هغې په «ګرو پريس» کې د مديرې په توګه کار کاوه او د خپرېدو د صنعت د رايوځای کولو په هڅه کې وه. کله چې «ګرو» هغه او د دې اتحاديې نور خواخوږي په ډله ييز ډول له دندې لرې کړل، نو هغې د ۱۹۷۰ز کال د پسرلي په موسم کې د هغوی د دفترونو د نيولو او اشغالولو مشري وکړه، د دې اتحاديې د ختمولو تر څنګ يې د «ميلکم ايکس» کونډې «بيټي شاباز» ته د ناعادلانه امتيازاتو ورکولو په وړاندې اعتراض کاوه. په دې ورځ مورګن او اته نورې ښځې ونيول شوې.
د ۱۹۷۰ز لسيزې په منځ کې مورګن د Ms مجلې همکاره مديره شوه او په راتلونکې ټوله لسيزه کې يې د پوره يا نيمه وخت لپاره له هغوی سره د مديرې په توګه په اړیکه کې پاتې شوه. هغې له ۱۹۸۹ز څخه تر ۱۹۹۴زکال پورې د دې مجلې د مديرانو د مشرې په توګه خدمت وکړ، دا مجله يې په يوې ډېرې بريالۍ، له اعلاناتو پاکې، دوه مياشتنۍ نړيوالې خپرونې بدله کړه چې هم يې د بڼې او هم يې د ليکلو لپاره جايزې وګټلې او د ژورنالستانو په منځ کې يې زیاته ستاينه کېده.
په ۱۹۷۹ز کال کې، کله چې د «Supersisters» په نوم د سوداګريزو کارتونو ټولګه توليد او خپره شوه، په کوم کې چې د سياست، رسنيو او تفريح، کلتور، لوبې او د برياوو له نورو برخو سره اړيکه لرونکې مشهورې مېرمنې شاملې وې، په دې ټولګه کې يو کارت د مورګن نوم او انځور درلود. نن سبا دا سوداګريز کارتونه د «ماډرن ارت» د موزيم او د «ايوا» کتابتون په ټولګو «کليکسیونونو» کې شته.[۱۵]
په ۲۰۰۵ز کال کې، مورګن له خپلو ملګرو هر يو لوبغاړی «جين فونډا» او فعالې «ګلوريا سټينيم» سره په ګډه د «د ښځو رسنيز مرکز» په نوم د ښځو غېر انتفاعي پرمختګيز رسنيز سازمان جوړ کړ. اوه کاله وروسته په ۲۰۱۲ز کال کې، هغې د «له روبين مورګن سره په ژوندۍ بڼه د ښځو رسنيز مرکز» په نوم يو راډيوي اونيز پروګرام او «پوډکاسټ» پيل کړ. دا خپرونه په متحده ايالاتو کې خپره شوه او د يو پوډکاست په توګه د WMCLive په نوم ويبپاڼې پر ليکه خپره کړه او په iTunes باندې په يو سل او لسو هېوادونو کې ووېشل شوه. «هفنګټن پوسټ» (يو امريکايي بلاګ دی) د دې پروګرام «له دماغو سره د راډيوي خبرو» په توګه ستاينه وکړه، په دې کې د روانو خبرونو په اړوند د مورګن تبصرې او له فعالينو، سياستوالو، ليکوالانو، ادکارانو او هنرمندانو سره د مورګن مرکې شاملې وې. د دې پروګرام له پيل دوه اونۍ وروسته CBS راډيو د دې اونيز ساعتونه غوره کړل او د هرې شنبې په ورځ د سي.بي.ايس اړوند د «WJFK » له خوا خپريږي. په دې پروګرام کې د روانو خبرونو په اړوند د مورګن تبصرې او له فعالينو، سياستوالو، ليکوالانو، ادکارانو او هنرمندانو سره د مورګن مرکې شاملې دي.[۱۶]
فعاليت سمول
تر ۱۹۶۲ز کال پورې مورګن د جګړې ضد چپ اړخ کې فعاله شوه او هغې د آزادۍ، راټ، وين او نيشنل ګارډين په څېر چپ اړخو او کلتور ضد مجلو کې ليکنې او شاعري خپاره کړل.
په ۱۹۶۰ز لسيزه کې، هغه تر ډېره بريده د ټولنيز عدالت په خوځښتونو کې ښکېله وه چې د يادولو وړ يې مدني حقوق او د ويتنام جګړې ضد دي. د ۱۹۶۷ز کال په لومړيو کې، هغه له «ايبي هوفمن» او «پال کراسنر» سره په شريکه د ځوانانو نړيوال ګوند کې فعاله وه (چې په رسنيو کې يې د « Yippies» په نوم شهرت درلود). خو په YIP (او په عموم کې په نوي کیڼ اړخو کې) کې د جنس پرستۍ اړوند اختلافات هغه وخت زيات شول، کله چې مورګن د ښځو په خپلواکۍ او عصري ښځمنپالنه کې زياته ښکېله شوه.
== سرچینې
- ↑ SNAC ARK ID: https://snaccooperative.org/ark:/99166/w6573680 — subject named as: Robin Morgan — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
- ↑ http://id.loc.gov/authorities/names/n50006105.html — د نشر نېټه: ۲۷ اکتوبر ۲۰۱۸ — خپرونکی: Library of Congress
- ↑ ۳٫۰ ۳٫۱ ۳٫۲ ۳٫۳ http://snaccooperative.org/ark:/99166/w6573680 — د نشر نېټه: ۲۷ اکتوبر ۲۰۱۸
- ↑ پیوستون : https://www.imdb.com/name/nm0604999/ — د نشر نېټه: ۲۱ جون ۲۰۱۹
- ↑ ۵٫۰ ۵٫۱ https://viaf.org/viaf/79076048/ — د نشر نېټه: ۲۷ اکتوبر ۲۰۱۸ — خپرونکی: OCLC, Inc. — منښتلیک: Open Data Commons Attribution License
- ↑ ۶٫۰ ۶٫۱ ۶٫۲ http://catalogue.bnf.fr/ark:/12148/cb12197094b — د نشر نېټه: ۲۷ اکتوبر ۲۰۱۸ — دوتنه: Bibliothèque nationale de France — منښتلیک: Open License
- ↑ ۷٫۰ ۷٫۱ https://portal.dnb.de/opac.htm?method=simpleSearch&cqlMode=true&query=nid%3D1151055026 — د نشر نېټه: ۲۷ اکتوبر ۲۰۱۸ — منښتلیک: Creative Commons CC0 License
- ↑ ۸٫۰ ۸٫۱ https://aleph.nkp.cz/F/?func=find-c&local_base=aut&ccl_term=ica=mub2016908485 — د نشر نېټه: ۲۷ اکتوبر ۲۰۱۸
- ↑ https://www.imdb.com/name/nm0604999/ — د نشر نېټه: ۲۷ اکتوبر ۲۰۱۸
- ↑ https://www.imdb.com/name/nm0604999/ — سرليک: Script error: The function "قالب رمز لغة" does not exist.
- ↑ Script error: The function "قالب رمز لغة" does not exist. — د نشر نېټه: ۲۷ اکتوبر ۲۰۱۸ — خپرونکی: Agence bibliographique de l'enseignement supérieur
- ↑ NL CR AUT ID: https://aleph.nkp.cz/F/?func=find-c&local_base=aut&ccl_term=ica=mub2016908485 — د نشر نېټه: ۱ مارچ ۲۰۲۲
- ↑ NL CR AUT ID: https://aleph.nkp.cz/F/?func=find-c&local_base=aut&ccl_term=ica=mub2016908485 — د نشر نېټه: ۷ نومبر ۲۰۲۲
- ↑ (په 19 November 2018 باندې). BBC 100 Women 2018: Who is on the list?. BBC News.
- ↑ Wulf, Steve (2015-03-23). "Supersisters: Original Roster". Espn.go.com. د لاسرسينېټه ۰۴ جون ۲۰۱۵. الوسيط
|CitationClass=
تم تجاهله (مساعدة) - ↑ "Women's Media Center Live with Robin Morgan". Wmclive.com. د لاسرسينېټه ۱۳ اپرېل ۲۰۱۷. الوسيط
|CitationClass=
تم تجاهله (مساعدة)
==