روباټیک
روباټیک (انګلیسي: Robotics) د کمپیوټر علم او انجینرۍ په بېلابېلو څانګو پورې تړلې یوه څانګه ده. په روباټیک کې ډیزاین، جوړښت، عملیات، او د روباټونو کارول شامل دي. د روباټیک موخه د داسې ماشینونو ډیزاینول دي، چې کولی شي له انسانانو سره مرسته وکړي. روباټیک له میخانیکي انجینرۍ، برېښنایي انجینرۍ، معلوماتي انجینرۍ، میکاټرونیک انجینرۍ، برقیاتو یا الکترونیک، بایو انجینرۍ، کمپیوټري انجینرۍ، کنټرول انجینرۍ، سافټویر انجینرۍ، ریاضیاتو او داسې نورو برخو سره تړلې څانګه ده.[۱] روباټیک داسې ماشینونه جوړوي چې کولی شي د انسانانو ځای ونیسي او د انسان کارونه تکرار کړي. روباټونه په ګڼو ځایونو کې د بېلابېلو موخو لپاره کارېدای شي، مګر په اوسني وخت کې تر ډېره په خطرناکو چاپېریالونو (د راډیو اکټیو موادو د معاینې، د بمونو د کشف او غیر فعالولو په ګډون)، د تولید په پروسو یا چېرې چې انسانان ژوند نشي کولی (لکه په فضا کې، تر اوبو لاندې، په لوړه تودوخه کې، او د خطرناکو موادو او وړانګو په پاکولو او ساتلو کې) کارېږي. روباټونه هر ډول بڼه غوره کولی شي، مګر ځینې یې په ظاهري بڼه له انسانانو سره ورته وي. دا چاره په ځینو هغو تکراري کارونو کې چې معمولا د انسانانو له لوري ترسره کېږي، د روباټونو په منل کېدو کې مرسته کوي. دا ډول روباټونه هڅه کوي تګ یا قدم وهل، پورته کول، خبرې کول، پېژندل، یا هر بل انساني فعالیت تکرار کړي. په اوسني وخت کې ډېری روباټونه له طبیعت څخه په الهام اخیستې توګه جوړېږي، او د بایو الهام شوو روباټونو په برخه کې مرسته کوي. ځینې روباټونه د کار کولو لپاره د کاروونکي له لوري د پروګرام داخلولو ته اړتیا لري، خو ځینې نور روباټونه بیا په خپلواکه توګه کار کوي. د هغو روباټونو د جوړولو تصور، چې کولی شي په خپلواکه توګه کار وکړي، کلاسیکو وختونو ته رسېږي، مګر د روباټ د فعالیت او احتمالي کارونې څېړنو تر ۲۰مې پېړۍ پورې پام وړ وده نه وه کړې. د تاریخ په اوږدو کې بېلابېلو پوهانو او څېړونکو، اختراع کوونکو، انجینرانو او تخنیکرانو په مکرر ډول دا تصور لرلی، چې روباټ به یوه ورځ د انساني چلند تقلید کوي او د انسان په څېر به دندې اداره کوي. نن ورځ، روباټیک په چټکۍ سره وده کوونکی ډګر ګڼل کېږي، ځکه د ټیکنالوژۍ پرمختګ دوام لري؛ او د نوو روباټونو په اړه څېړنه، ډیزاینول، او جوړول بېلابېلې عملي موخې پوره کوي، هم په کورنیو، هم په سوداګریزو، او هم په نظامي برخو کې. ډېری روباټونه د هغو کارونو لپاره جوړ شوي چې خلکو ته خطرناک دي، لکه د بمونو شنډول، په بې ثباته کنډوالو کې د ژوندیو پاتې خلکو پلټل، او د ماینونو او د ډوبو شوو کښتیو پلټل. روباټونه همدا راز په سټېم STEM (ساینس، ټیکنالوژۍ، انجینرۍ، او ریاضي) کې د تدریسي مرستیالانو په توګه هم کارېږي.[۲] د کلمې ریښهسمولروباټیک (robotics) کلمه د روباټ (robot) له کلمې څخه اخیستل شوې، چې د چکسلواکیا هېواد یوه لیکوال کارل چاپېک په خپله ډرامه R.U.R (د روسوم روبات جوړونې فابریکه) کې عامو خلکو ته ورپېژندلې ده. دا ډرامه په ۱۹۲۰ کال کې خپره شوه. د روباټ (robot) کلمه اصلا له سلاویکي کلمې روباټا (robota) څخه اخیستل شوې چې معنا یې کار/دنده ده. دغه ډرامه په یوه فابریکه کې پیلېږي چې پکې مصنوعي خلک جوړېږي او روباټونه نومېږي، هغه مخلوقات چې د انسانانو ګومان پرې کېدای شي – د عصري اندروید روباټونو له نظریو سره ډېر مشابه دي. کارل چاپېک په خپله دا کلمه جوړه نه کړه. نوموړي د اکسفورډ انګلیسي قاموس کې د کلمې د ریښې په حواله یو لنډ لیک لیکلی چې په هغه کې یې خپل ورور جوزف چاپېک د دغې کلمې د اصلي بنسټګر په توګه نومولی دی.[۳] د اکسفورډ انګلیسي قاموس له مخې، د روباټیک (robotics) کلمه په لومړي ځل د ایزاک اسیموف له لوري په خپله دروغجن "Liar" نومې علمي تخیلي لنډه کیسه کې په چاپي توګه کارول شوې وه، چې د ۱۹۴۱ کال په مې میاشت کې په اسټونډېنګ علمي تخیلي یا ساینس فېکشن مجله کې خپره شوه. اسیموف نه پوهېده چې هغه دا اصطلاح جوړوي. دا چې د برېښنایي یا الکترونیکي وسایلو علم او ټیکنالوژي د الکترونیک په نوم یادېږي، هغه فکر کاوه چې روباټیک هم لا له وړاندې د روباټانو علم او ټیکنالوژۍ ته ویل کېږي. د اسیموف په ځینو نورو اثارو کې، هغه وايي چې د روباټیک کلمه لومړی ځل د هغه په لنډه کیسه رناراونډ Runaround (اسټونډېنګ علمي تخیلي مجله، مارچ ۱۹۴۲) کې کارول شوې وه، چېرې چې هغه "د روباټانو د دریو قوانینو" مفهوم وړاندې کړ. دا چې د دروغجن "Liar!" نومې کیسې لومړی ځل نشر له "رناراونډ" کیسې څخه لس میاشتې وړاندې و، ځکه نو هماغه په ټولیز ډول د دغې کلمې د ریښې په توګه یاده شوې ده.[۴][۵] تاریخچهسمولنوربرټ وینر په ۱۹۴۸ کال کې د سایبرنیټیک اصول رامنځته کړل، کوم چې د عملي روباټیک بنسټ جوړوي. په بشپړ ډول خپلواک روباټونه یوازې د ۲۰مې پېړۍ په دویمه نیمایي کې راڅرګند شول. لومړنی په ډیجیټل ډول چلېدونکی او د پروګرامېدو وړ روباټ یونیمیټ (Unimate) نومېده، چې په ۱۹۶۱ کال کې نصب شو، ترڅو د وېلې کولو د قالبونو له دستګاه څخه د فلزاتو ګرمې ټوټې راپورته کړي او یو پر بل یې کېږدي. سوداګریز او صنعتي روباټونه په اوسني وخت کې ډېر زیات دي او د انسانانو په پرتله په خورا ارزانه، ډېر دقیق او باوري ډول دندو ترسره کولو لپاره کارېږي. روباټونه همدا راز په ځینو داسې دندو کې هم ګمارل شوي چې د انسانانو لپاره مناسبې نه وي او له ډېرې چټلۍ، خطر یا بېخوندۍ سره مل وي. روباټونه په پراخه کچه په تولید، راټولولو، بسته بندۍ، کان کیندنې، ټرانسپورټ، د ځمکې او فضا سپړنې، جراحۍ، وسلو، لابراتواري څېړنو، خوندیتوب، او د مصرفوونکو او صنعتي توکو په ډلهییز تولید کې کاریږي.[۶][۷] د کارولو ځایونهسمولدا چې ډېر بېلابېل روباټونه د مشخصو دندو لپاره ډیزاین شوي، د ډلبندۍ دا مېتود خورا مهم دی. د بېلګې په توګه، ګڼ روباټونه د راټولولو د کار لپاره ډیزاین شوي، چې ممکن د نورو کارونو لپاره په اسانۍ سره د تطبیق وړ نه وي. دوی ته د "راټولولو د روباټانو" نوم کارېږي. د درزونو د ولډینګ یا جوشکارۍ لپاره ځینې شرکتونه له روباټ سره د ولډینګ بشپړ سیسټمونه د ورسره تړلې برخې په توګه وړاندې کوي، د بېلګې په توګه د ولډینګ تجهیزات او د موادو سمبالولو نورې اسانتیاوې لکه څرخنده دړه او داسې نور. دا ډول مدغم روباټیک سیسټم د "ولډینګ روباټ" په نوم یادیږي، که څه هم جلا تنظیموونکی واحد یې ممکن د نورو بېلابېلو کارونو لپاره هم وکارېږي. ځینې روباټونه په ځانګړي ډول د درنو بارونو د تنظیمولو لپاره ډیزاین شوي، او د "درنو دندو د روباټونو" په نوم نومول کېږي.[۸] اوسني او بالقوه کارځایونه یې په لاندې ډول دي:
سرچينېسمول |
- ↑ "German National Library". International classification system of the German National Library (GND).
- ↑ Nocks, Lisa (2007). The robot : the life story of a technology. Westport, CT: Greenwood Publishing Group.
- ↑ Zunt, Dominik. "Who did actually invent the word "robot" and what does it mean?". The Karel Čapek website. Archived from the original on 23 January 2013. نه اخيستل شوی 5 February 2017.
- ↑ Asimov, Isaac (1996) [1995]. "The Robot Chronicles". Gold. London: Voyager. pp. 224–225. ISBN 978-0-00-648202-4.
- ↑ Asimov, Isaac (1983). "4 The Word I Invented". Counting the Eons. Doubleday. Bibcode:1983coeo.book.....A.
Robotics has become a sufficiently well developed technology to warrant articles and books on its history and I have watched this in amazement, and in some disbelief, because I invented … the word
- ↑ "Robotics: About the Exhibition". The Tech Museum of Innovation. Archived from the original on 13 September 2008. نه اخيستل شوی 15 September 2008.
- ↑ Svoboda, Elizabeth (25 September 2019). "Your robot surgeon will see you now". Nature (په انګليسي). 573 (7775): S110–S111. Bibcode:2019Natur.573S.110S. doi:10.1038/d41586-019-02874-0. PMID 31554995.
- ↑ Hunt, V. Daniel (1985). "Smart Robots". Smart Robots: A Handbook of Intelligent Robotic Systems. Chapman and Hall. p. 141. ISBN 978-1-4613-2533-8.
- ↑ "Robot density rises globally". Robotic Industries Association. 8 February 2018. نه اخيستل شوی 3 December 2018.
- ↑ Pinto, Jim (1 October 2003). "Fully automated factories approach reality". Automation World. Archived from the original on 1 October 2011. نه اخيستل شوی 3 December 2018.
- ↑ Dragani, Rachelle (8 November 2018). "Can a robot make you a 'superworker'?". Verizon Communications. نه اخيستل شوی 3 December 2018.
- ↑ Pollock, Emily (7 June 2018). "Construction Robotics Industry Set to Double by 2023". engineering.com. Archived from the original on 7 August 2020. نه اخيستل شوی 3 December 2018.
{{cite web}}
: External link in
(help); Unknown parameter|خونديځ تړی=
|خونديځ-تړی=
ignored (help) - ↑ Grift, Tony E. (2004). "Agricultural Robotics". University of Illinois at Urbana–Champaign. Archived from the original on 4 May 2007. نه اخيستل شوی 3 December 2018.
- ↑ "OUCL Robot Sheepdog Project". Department of Computer Science, University of Oxford. 3 July 2001. نه اخيستل شوی 3 December 2018.
- ↑ Thomas, Jim (1 November 2017). "How corporate giants are automating the farm". New Internationalist. نه اخيستل شوی 3 December 2018.
- ↑ Kolodny, Lora (4 July 2017). "Robots are coming to a burger joint near you". CNBC. نه اخيستل شوی 3 December 2018.
- ↑ Corner, Stuart (23 November 2017). "AI-driven robot makes 'perfect' flatbread". iothub.com.au. نه اخيستل شوی 3 December 2018.
- ↑ Eyre, Michael (12 September 2014). "'Boris' the robot can load up dishwasher". BBC News. نه اخيستل شوی 3 December 2018.
- ↑ One database, developed by the United States Department of Energy contains information on almost 500 existing robotic technologies and can be found on the D&D Knowledge Management Information Tool.
- ↑ Kagan, Eugene, and Irad Ben-Gal (2015). Search and foraging:individual motion and swarm dynamics. Chapman and Hall/CRC, 2015. ISBN 9781482242102.
{{cite book}}
: سرچينه ساتل:څونوميز:ليکوالانو نوملړ (link)