رهن
د رهن شرعی تعريف :
رهن عربی لفظ دی چه معنی يې څه شی د یو بل شی په سبب باندی منع کول يا بندول دي.
په شرعی اصطلاح کې رهن د مال بندول او توقيف دی ،د حق په مقابل کې،دومره مال چې د حق نه ادا کولو په صورت کې له ګرو شوی شي څخه حق پوره کيدای شي.
د رهن (ګاڼه يا ګروی ) ارکان اوشرطونه :
۱- ګروی به د دواړو په رضامندی وي . ۲- د ګروی دوهم رکن قبضه ده کوم شی چه په ګروی ورکول کيږي بايد هغه شی مرتهن (ګرو نيونکی ) ته په قبضه کې ورکړی ،مثلاً ځمکه په ګروی کې ورکوي خو په هغه باندې د بل چا قبضه وي نو دا ګروی نه صحی کيږي. ۳- ګرو ايښودونکی او ګرو اخيستونکی به دواړه عاقلان وي ،يعنی په معامله باندې پوهيږي . ۴- د ګروی شی به ددی قابل وي چه خرڅ شي قيمت پری وصول شي،موجود وي او دګروی په وخت کې په هغه قبضه کيدای شي . مثلاً څوک د درياب ماهيان ،دباغ ميوه د موسم نه مخکې يا په بل ملک کې مال وی چه د هغه په راتلو وخت او خرچ لګیږی ،نو دا ټول څيزونه په ګرو ايښودلو کی نه صحی کيږی .
د راهن (ګاڼه يا کرو ايښودونکی ) مسئوليتونه او حقوق :
1- راهن ياګرو ايښودونکی بايد دګروۍ شي ګرو اخيستونکی ته تسليم کړي . ۲- تر څو چه ګرو اخيستونکي ته د ګروی شي نه وی حواله شوي نوګرو اخيستونکی هغه معاهده فسخ کولای شي. ۳- د ګاڼه يا ګرو شوي شي له تسليمی او د ګاڼه ګرو اخيستونکی د رضامندی نه ورسته ګاڼه ايښودونکی معاهده نشی فسخه کولای . ۴- ګانه ايښودونکی د ګاڼه کړی شي د بدلولو د اختيار جواز لري په هغه صورت کی چه ګاڼه اخيستونکی پری راضی وي . ۵- د ګاڼه ياګروی په موده کې د ګاڼه شوي شي چه څومره زياتوالی اوګټه کوي هغه به هم له ګاڼه يا ګروی سره يوځای د راهن يا ګاڼه ايښودونکی وي، او دی به يي د کټې په توګه نه اخلي .ځکه چه دا سود راځی مثلاً د باغ ميوه ،د ځمکې حاصيلات ،د څاروی بچی او د مکان کرايه دا ټول څيزونه دراهن يا ګاڼه ياګروی ايښودونکي دي . نو څرنګه چه د ګاڼه کړی شي ګټه د ګاڼه ايښودونکي وي نو په هغه چه څومره مصرف شوی وي هغه مصرف به ګاڼه اخيستونکی ته ورکوي . مثلاً دځمکی د بزګری مصارف ،د څاروي مصارف او نور به ګاڼه اخيستونکي ته ورکوي. ۶- که راهن مړ شي نو د ګاڼه يا ګروی معاهده فسخ ده ،نو د ده وارثان به له ترکی (میراث) نه قرض ادا کوي او ګاڼه شوی شی به بيرته اخلي .
د ګرو اخيستونکی مسئوليتونه اوحقوق :
۱- ګرو اخيستونکي به د ګروی شي يو امانت ګڼی او د هغه به پوره ساتنه کوي . ۲- د ګرو شي په ساتنه او حفاظت چه کوم خرڅ کيږي هغه دګرو اخيستونکی په غاړه دی ،خو که دا خرڅ د ګرو شوي شي د بقا او ګټی لپاره وي نو بيا په ګرو ايښودونکی دی . ۳- ګرو اخيستونکي له ګرو شي څخه ګټه نشي اخيستی ،د ځمکی حاصلات نشي خوړی ،په سرو او سپينو زرو او نغدو پيسو تجارت نشی کولی ،د باغ ميوه نشي خوړلی . ۴- که ګرو ايښودونکی دګرو شی د بقا او ګټی خرڅ نه ورکوي ، نوګرو اخيستونکی چه په هغه کوم خرڅ کړی وي نو هغه به د ګروی شي له کټی څخه کټ کړي . ۵- په ګرو شي کې که څه خرابی راشي نو هغه دګرو اخيستونکی مسئوليت دی يعنی د قرض د ادا کولو په وخت کې به راهن يا ګرو ايښودونکی ته اختيار وي چه د تاوان په اندازه روپی ترينه کټ کړي . ۷- که راهن يا ګرو ايښودونکی موجود نه وي ګرو اخيستونکی بغير د حکومت له اجازی ګاڼه کړی شی نشي خرڅولای. ۸- که مرتهن يعنی ګرو اخيستونکی مړ شي نو د هغه وارثان به دګرو شي ګرو اخيستونکی وي.
د ګروي شی څخه فائده اخيستل :
په ننۍ زمانه کې دګرو ايښودونکی او ګرو اخيستونکی دواړو په ذهن کې دا وي چه ګرو ايښودونکی به ګټه اخلي ولی په ګروۍ باندی ګټه اخيستل سراسر سود دی ،ځکه چه دلته د قرض په بدل کی ګټه په لاس ورځي او هغه خوري داسې نه کوي چه ګټه په قرض کی حساب کړي . زمونږ په هيواد کې چه نن سبا کومې ځمکی په ګروۍ ورکول کيږي هغه ته د يوی بيعی نوم ورکوي چه بيع الوفا يی بولی .
بيع الوفا يوه اجتهادي بيعه ده چه د بخارا علماؤ ټاکلی ده او د نړی علماء پدی اړه مختلف نظريات لري دهندوستان علماء ليکی دا بيع د بلخ او بخارا علماوو ټاکلی ده ،يو اختلافی مسئله ده . چی ځنی يی روا اوځنی يی د سود لپاره يوه لاره بولي .
مأخذونه _القرانکريم _نبوي احاديث _مدني قانون