رنګه پوستکي لروکی

رنګه پوستکی يوه قومي څرګندونه ده چې په متحده ايالاتو (عموماً د جيم کرو پر مهال) او نورو هېوادونو کې کا ځينې اخستل کېږي. په ډېرو ځايونو کې، شونې ده چې دا چاره قومي سپکاوی بلل شي، په داسې حال کې چې په سويلي افريقا کې يې ځانګړې معنا خپله کړې ده. له تاريخي اړخه، د دې اصطلاح په کارولو سره هغو کسانو ته اشاره کېږي چې د پوستکې رنګ يې سپين نه وي.[۱][۲]

په ډیکشنري کې يې تعريفونه سمول

د رنګه پوستکې ټکی په لومړي ځل په څوارلسمه پېړۍ کې کارول شوی و، خو هغه مهال يې د قوم يا توکم معنا نه درلودله.  په سويلي افريقا کې تر ټولو دمخه دا اصطلاح د اتلمسې پېړۍ په دويمه نيمايي کې د هغو خلکو د ډلو د يادولو پر مهال وکارول شوه چې نيمه تور رنګ لري. د اکسفورډ د سينګي (قاموس) پر بنسټ، په دې معنا د colored ويی په لومړي ځل په ۱۷۵۸ز کال کې سويلي امريکا ته د انتونيو دو يولوا د سفر پر مهال د اسپانوي ژبې د « mugeres de color» اصطلاح د ژباړې په توګه وکارول شوه چې معنا يې ده (د رنګه پوستکې لرونکې ښځې). [۳][۴]

په متحده ايالاتو کې له دې اصطلاح څخه د نولسم زېږديز کال په لومړيو کې کار واخستل شو، د امريکا له کورنۍ جګړې وروسته دا اصطلاح ازادو شويو مريانو د توکميز وياړ په توګه خپله کړه، تر دې چې د شلمې پېړۍ په دويمه نيمايي کې دا اصطلاح تورپوستو يا افريقايي الاصله امريکايانو د خپل ځان د پېژندنې په توګه وکاروله. له دې کبله چې د جيم کرو د پړاو په اوږدو کې له دې اصطلاح څخه د هغو سيمو يا توکو لپاره کارول کېده چې د افريقايي امريکايانو لپاره ځانګړي دي، دا رنګه پوستکي لرونکي اصطلاح عموماً د سپکاوي په معنا بلل کېږي.

د تاريخ په اوږدو کې له دې اصطلاح څخه بېلا بېلې معناوې اخستل شوي دي. په برتانيايي اصطلاح کې دا اصطلاح «د هغه چا لپاره کارول کېږي چې په د نسل او توکم پر بنسټ يا په بشپړ ډول يا نيمچې غېر سپين پوستی وي» او شونې ده چې په لرغونې يا د سپکاوي په معنا وبلل شي، خو کله چې يوازې يو قوم ته اشاره کېږي بيا نور اصطلاحات غوره بلل کېږي.[۵][۶]

متحده ايالات سمول

د نولسمې پېړۍ له منځنيو لسيزو څخه تر د دې پېړۍ تر پايه پورې، په متحده ايالاتو کې د «رنګه پوستکي» اصطلاح تر ډېره بريده د افريقايي الاصله امريکايانو لپاره کارول کېده، تر ډېره بريده له دې امله چې هم سپين پوستو او هم تور پوستو امريکايانو دا اصطلاح په پراخه معنا منلې وه، په دې ډول چې د شريک توکم (او تر کمې اندازې، اسيايي الاصله امريکايان او نور توکميزو لږکي) او همدا راز هغه خلک هم پکې شامل وو چې (په بشپړ ډول له تورپوستي نسل څخه و) هم پکې شامل و. دوی خپل ځانونه افريقايان يا نه بلل يا يې نه منله چې دوی افريقايان دی او نه يې غوښتل چې تور پوستي په دی فشار راوړي تر څو دوی بيا په افريقايي مستعمره کې مېشت شي اوی دوی ويل چې دوی له سپين پوستو امريکايانو څخه زيات دومره افريقايان نه دي څومره چې سپين سپين پوستي امريکايان اروپايان دي. د افريقيانو پر ځای يې د «رنګه» اصطلاح زياته غوره ګڼله او يا يې د «نيګرو» اصطلاح ډېره کره بلله. په دې ډول، د «نيګرو/تورپوستی» اصطلاح وروسته بيا له مدني حقوقي خوځښت څخه بهر شوه؛ ځکه دا هغه اصطلاح وبلل شوه چې د مرييتوب پر مهال د سپين پوستکي لرونکو له خوا کارو لکېده او د طابعيت سره يې اړيکه درلودله. د تور د ځواک د خوځښت له خوا په ۱۹۶۰ز کلونو کې د «تور» اصطلاح غوره بلل کېده، همدا راز سخت دريخي هيوادپاله تور پوستي (تور مسلمانان او تور پړانګان)، پان افريقايي پالان (ستوکلي کارمايکل، د نه تاوتريخوالي د همغږي کوونکي کميټې د زده کوونکو مشر او سياسي پر مختلونکي. په ۱۹۶۰ز کلونو کې د ډېرو خلکو له خوا د خپل ځان د پېژندلو د توکميزې اصطلاح په توګه د «تور» په نست «نيګرو» اصطلاح غوره بلل کېده، په ۱۹۷۰ز کلونو کې او د ۱۹۸۰ز کلونو په لومړيو کې د «تور» اصطلاح ډېر پلوی کېدو. د اين پي ار د راپور پر بنسټ د «رنګه خلکو» اصطلاح کارول په هغو کتابونو کې تر ډېره بريده کارول شوې چې په ۱۹۷۰ز کلونو کې خپاره شوي دي. په هر حال، په دې وروستيو کې ځېنو خلک د «افريقايي امريکايي» يا «افريقايي-امريکايي»  اصطلاح د بيا راژوندي کولو غوښتنه کړې او دا په دې موخه چې د پوستکي له رنګ څخه پام بلې خوا ته واړوي.  [۷][۸][۹][۱۰]

په ۱۹۵۰ز مو کلونو کې په لوېديځه جلا شوې ويرجينيا کې د پراخېدو په اړه د هاروارډ پروفيسر هنري لويس ګيتس جونير ليکلي : «د رنګه پوستکي لرونکو خلکو په درې سيمو کې ژوند کاوه چې په څرګند ډول ټاکل شوي وو، لکه چې په رسۍ يا په دروازو سره جلا شوي وي». «د رنګه سيمې ته ښه راغلاست، کېدای شي چې په يو ليکتوغ لېکل شوي وای...په حقيقت کې، د رنګه وو نړۍ تر ډېره بريده يوه سيمه نه، بلکې د اوسېدو شرايې و». ګېټس يادونه کوي چې «زما د ماشومتوب په ډېره موده کې موږ نه شول کولای په يو رستوانت کې خوراک وکو يا په يو هوټل کې وېده شو، موږ نه شول کولای ځانګړی تشناب وکاروو يا په يو دوکان کې جامې په ځان وګورو». د هغه مور د غبرګون په ډول ځکه جامې وانه اخستې چې هغې ته يې په ځآن د کتلو اجاز نه وه. هغه په څرګند ډول له يو سپين پوستکي سړي څخه واورېدل چې د هغه پلار ته يې په بد نوم غږ کولو: «له اوږدې چوپتيا وروسته زما پلار وويل، بچيه هغه زما نوم پېژني. هغه ټولو رنګه خلکو ته د جورج نوم اخلي». کله چې ګيټس د اکا لور په سيمه ايزه لېسه کې د هڅوونکو لومړۍ مشره وګرځېده، هغې ته اجازه نه وه ورکول شوې چې له ډلې سره يو ځای کېني او له يوې پيالې څخه څښاک وکړي، بلکې بايد له مېز سره نژدې درېدلې وای او بايد د کاغذ په يوه پايله يې څښاک کړې وای. ګيټس همدا راز په ۱۹۹۵ز کال کې د هغه په کتاب کې د خپلې تجربې په اړه لېکي چې د کتاب نوم يې دی «رنګه خلک: يوه خاطره. [۱۱][۱۲]

په متحده ايالاتو کې د سرشمېرنې شرايط سمول

په ۱۸۵۱ز کال کې، په نيويارک ټايمز کې د «رنګه نفوس» په اړه يوه لېکنه وشوه. په ۱۸۶۳ز کال کې، د جګړې وزارت د رنګه سرتېرو يوه اداره جوړه کړه.[۱۳]

د متحده ايالاتو په لومړيو دولسو سرشمېرنو کې رنګه خلک شمېرل شوي وو چې په ۱۹۰۰ز کال کې يې شمېر نهه ميليونو ته رسېدو. د ۱۹۱۰-۱۹۶۰ز کلونو سرشمېرنه کې «نيګروز» شمېرل شوي وو.

د رنګه پوستکي لرونکو د پرمختګ لپاره په ملي ټولنه کې شرطونه (NAACP) سمول

دا اصطلاح اوس هم «د رنګه پوستکي لرونکو خلکو د پرمختګ لپاره ملي ټولنه» په نوم کې کارول کېږي. په ۲۰۰۸ز کال کې د دې ټولنې د اړيکو مدير کارلا سيمز وويل «د رنګه اصطلاح د سپکاوي نه ده، [NAACP] ټولنې د رنګه ټکی وکارولو ځکه چې په ۱۹۰۹ز کال کې کله چې د دې ټولنې بنسټ کېښودل شو، دې ټکي تر ټولو مثبته معنا درلودله. دا لرغونې او له وخت تېره اصطلاح ده خو د سپکاوي په معنا نه ده». په هر حال، NAACP اوسمهال ډېر کم خپل پوره نوم کاروي او دا پرېکړه يې ډېر کم وخت وروسته له هغه وکړه کله چې د «نيګرو متحده کالج» يوازې UNCF يا United Fund نوم کارول پيل کړل.[۱۴]

سويلي افريقا سمول

په سويلي افريقا او ورڅېرمه هيوادونو کې، د رنګه پوستکي لرونکي اصطلاح، د سويلي افريقا د هغو اصلي اوسېدونکو توکميزو ډلو ته کارول کېږي چې په دې سيمه کې د مېشت شويو خلکو له يو څخه د زياتو له نسل څخه وي، په دوی کې اصلي اوسېدونکي (خويسان، بانتو او نور)، سپين (د افريکانر په ګډون)، استرونيسان، ختېځ اسيايان يا سويلي اسيايان  شامل دي. د توکمپالنې پر مهال، سويلي افريقا په پراخه ډول خپل نفوس په څلورو توکمونو وېشلی و چې نومونه يې دا دي: تور، سپين، رنګه او هنديان. [۱۵][۱۶]

سرچینې سمول

  1. (په 27 January 2015 باندې). Warning: Why using the term 'coloured' is offensive. BBC Newsbeat.
  2. Statistical Abstract of the United States. US Department of the Treasury. 1934. د کتاب پاڼې 554 – عبر Google Books. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  3. "Colored | Definition of Colored by Merriam-Webster". Merriam-webster.com. د لاسرسي‌نېټه ۲۸ اپرېل ۲۰۱۶. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  4. "coloured | colored, adj. and n." Oxford English Dictionary. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  5. (په 9 November 2006 باندې). Is the word 'coloured' offensive?. BBC News Magazine.
  6. "Definition of coloured in English". OxfordDictionaries.com. Oxford University Press. د اصلي آرشيف څخه پر ۲۳ جولای ۲۰۱۲ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۱۸ اگسټ ۲۰۱۲. In Britain it was the accepted term until the 1960s, when it was superseded (as in the US) by black. The term coloured lost favour among black people during this period and is now widely regarded as offensive except in historical contexts الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  7. Smith, Tom W. (1992). "Changing Racial Labels: From "Colored" to "Negro" to "Black" to "African American"". The Public Opinion Quarterly. 56 (4): 497, 499–502. doi:10.1086/269339. ISSN 0033-362X. JSTOR 2749204. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  8. Trigger, Bruce G. (1978). Northeast. Smithsonian Institution. د کتاب پاڼې 290. د لاسرسي‌نېټه ۱۵ جنوري ۲۰۱۷. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  9. (په 30 March 2014 باندې). The Journey from 'Colored' to 'Minorities' to 'People of Color'. NPR.org. National Public Radio
  10. "Afro-American". Merriam-webster.com. د لاسرسي‌نېټه ۰۶ فبروري ۲۰۱۹. Definition of Afro-American: African American. First known use of Afro-American 1831, in the meaning defined above الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  11. Gates, Henry Louis, Jr. (Summer 2012). "Growing Up Colored". American Heritage Magazine. Vol. 62 no. 2. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  12. Gates, Henry Louis, Jr. (1995). Colored People: A Memoir. Vintage. د کتاب نړيواله کره شمېره 067973919X. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  13. (په 18 September 1851 باندې). [{{{url}}} [title missing]]. The New York Times.
  14. (په 9 November 2006 باندې). Is the word 'coloured' offensive?. BBC News Magazine.
  15. "coloured". OxfordDictionaries.com. Oxford University Press. د اصلي آرشيف څخه پر ۰۹ مارچ ۲۰۱۴ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۱۴ اپرېل ۲۰۱۴. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  16. Posel, Deborah (2001). "What's in a name? Racial categorisations under apartheid and their afterlife" (PDF). Transformation: 50–74. ISSN 0258-7696. د اصلي (PDF) آرشيف څخه پر ۰۸ نومبر ۲۰۰۶ باندې. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)