رسوبي غرګی (سترې ډبرې)

رسوبي غرګي د غرګيو هغه بڼې دي چې د ځمکې په سطحه کې د کاني يا عضوي پاتې شونو (ذرو) د راټولېدو يا زېرمو څخه جوړ شوي وي او له هغې وروسته سخت شوي وي. رسوبي کېدل د هغو پروسو ټوليز نوم دی، د کوم له امله چې دا پاتې شوني په يو ځای کې ځای پر ځای شوي وي. هغه پاتې شوني چې دا رسوبي غرګی جوړوي رسوب بلل کېږي او شونې ده چې د ځمکې د خرابۍ (کانونو) يا بيالوزيکي خرابۍ (عضوي مادې) څخه جوړ وي. د ځمکې د خرابۍ پاتې شوني د ابتدايي شته غرګيو د هوا لګطدو او توږل کېدو څخه منځ ته راځي، يا د اور شيندي د چاودېدونکو ويلې شوې لاوا «بلوبونو» د سختېدو څخه منځ ته راغلي وي. د ځمکې خرابۍ د اوبو، هوا، واورې يا په زياته کچه د نقل او حرکت په مټ د جمع کېدو ځای ته رسېږي، کومو ته چې د پوښ د لرې کونکو عواملو نوم اخيستل کېږي. بيالوژيکي خرابۍ د مړو شويو اوبه ييزو عضوي جسمونو او برخو (په بنسټيز ډول خولونه) تر څنګ د دې سختې کتلې، په ابو کې ځوړند او په کرار کرار د اوبو د زېرمو (سمندري واوره) په فرض له راټولطدو څخه جوړېږي.. رسوبيت د حل شويو کاني اوبو د محلول سره په وتلو هم منځ ته راتلای شي.

د ځمکې پر قشر د لويو وچو د رسوبي غرګي پوښښ ډېر پراخه دی (د ځمکې د اوسنۍ سطحې ۷۳٪)، خو د اټکل تر مخې رسوبي غرګي د قشر د حجم يواځې ۸٪  دي. رسوبي غرګي د يو قشر د پاسه يواځې يو نازک پوښ دی، کوم چې په بنسټيز ډول له «اګنيس» او «ميټامورفيک» ډبرو څخه جوړ وي. ربوسي ډبرې په پوړونو کې د طبقې په توګه راټولېږي، له کوم څخه چې يو جوړښت منځ ته راځي چې بستر يې بولي. رسوبي ډبرې عموماً په سترو جوړښتونو کې راټولېږي، کوم چې رسوبي طشتونه بلل کېږي. رسوبي غرګي په مریخ کې هم موندل شوي دي.[۱][۲]

د رسوبي غرګيو او د غرګيو د طبقو مطالعه د هغې فرعي سطحې په اړه معلومات وړاندې کوي، کومې چې د ملکي انجنيرۍ لپاره ګټور دي، د بېلګې په ډول، د سرکونو، کورونو، تونلونو، کانالونو يا نورو جوړښتونو په جوړولو کې. رسوبي غرګي همدا راز د طبيعي سرچينو لپاره هم مهمې سرچينې دي، لکه د ډبرو سکاره، فوسيلي سون توکي، د څښاک اوبه او کاني ډبرې.

د ځمکې په تاريخ د پوهېدو لپاره د رسوبي غرګيو د ترتيب مطالعه بنسټيزه وسيله ده، په دې کې فالايوجيوګرافي، فالايوکلاميټولوجي او د ژوند تاريخ شامل دي. هغه علمي څانګه چې د رسوبي غرګيو خصوصيات او اصل تر مطالعې لاندې نيسي «سيډيمينټولوجي» بلل کېږي. سيډيمينټولوجي د ځمک پېژندنې او فزيکي جغرافيې يوه برخه ده او دا د پيډولوژي، جيومورفولوجي، جيوکيميسټري او جوړښتي جيولوژي په څېر د ځمک پېژندنې نورې څانګې هم په ځان کې رانغاړي.

د اصل پر بنسټ ډلبندي سمول

رسوبي غرګي د دوی د جوړېدو د پروسو د مسئوليت پر بنسټ په څلورو نورو فرعي ډلو باندې وېشل کېږي: کلاسټيک رسوبي غرګي، بايوکيميکل (بايوجينيک) رسوبي غرګي، کيمياوي رسوبي غرګي او څلورمه ډله يې د نورو رسوبي غرګيو لپاره ده چې د اغېزو، اورشيندي او نورو کوچنيو بهيرونو په مټ جوړ شوي وي.

کلاسټيک رسوبي غرګي سمول

کلاسټيک رسوبي غرګي د غرګيو له توکړو څخه (جلا شويو) جوړ شوي وي، کوم چې يو ځای سره کلک شوي وي. توکړې (ماتې شوې برخې) عموماً د کوارټز، فيلډسپار، د خټو کاني مواد يا ميکا له انفرادي دانو څخه جوړ وي. په هر حال، شونې ده چې هر ډول کاني مواد پکې موجود وي. شونې ده چې دا جلا شوې برخې له يو څخه د زياتو کاني موادو د ډبرينو ټوټو څخه جوړې وي.

جلا شوي رسوبي غرګي د غالبو بڅرکو د اندازې تر مخې په فرعي وېش سره وېشل شوي دي. ډېری ځمکپوهان د Udden-Wentworth دانو اندازه پيمانه کاروي او هغه رسوبات په درې برخو وېشي چې سره يو ځای شوي نه وي: رېګ (<۲ ملي متره قطر)، شګه (۱/۱۶ څخه تر ۲ ملي متره قطر) او خټه (>۱/۱۶ ملي متره قطر). خټه بيا په خړيچو (۱/۱۶ څخه تر ۱/۲۵۶ ملي متره قطر)  او خټه (>۱/۲۵۶ ملي متره قطر) وېشل شوي دي. د جلا شوي رسوبي غرګي ډلبندي د دې طريقې سره متوازي ده؛ مخلوط شوي او له زړو غرګيو د ذرو څخه جوړ شوي غرګي تر ډېره بريده له شګې جوړ شوي وي، د رېګ ډبرې تر ډېره بريده له رېګ جوړې شوي وي او د خټو غرګي تر ډېره بريده له خټو جوړ وي. دا درې ګونی فرعي وېش په لرغونو ادبياتو کې په ترتيب سره rudites، arenites او  lutites په پراخو کتګوريو کې منعکس شوی دی.

د دې درې پراخو کتوګريو فرعي وېش، د ټوټې په بڼه (کانګلومیریټس «خلط شوې برخې» او بریکياس «زاويه لرونکې یو ځای شوې ټوټې»)، جوړښت (رېګ)، يا د دانو په اندازه يا مخلوط (خټين غرګي)، تر منځ په توبير ولاړ دي.

کانګلومیریټس او بريکياس سمول

کانګلوميريټس عموماً له ګرد رېګ څخه جوړ وي، په داسې حال کې چې بريکياس عموماً له زاويه لرونکې ريګ څخه جوړ وي.

شګلنې ډبرې سمول

د شګلنې ډبرې د ډلبندۍ طريقې په پراخه کچه سره توپير لري، خو ډېرو ځمکپېژندونکو د ډاټ (Dott) طرحه خپله کړې ده، په کومه کې چې د کوارټز، فيلډسپاير او ليتيک جوړښت دانې په پرتليز ډول زیاتې کارول کېږي، همدا راز د سترو دانو تر منځ خټين چاپېريال په زیاته کچه استعمالېږي.

د جوړښت د دانو ترکيب د رېګ په اندازه د جوړښتونو د دانو نسبي زياتوالی د شګلنې ډبرې د نوم د لومړي توري ټاکنه کوي. د نوم اېښودل تر ټولو زيات موندل کېدونکو اجزاوو پورې اړه لري چې هغه کوارټز، فيلډسپار يا له نورو غرګيو څخه راوتونکي ليتيک ټوټو په غلبې سره کېږي. نور ټول کاني مواد يې مرستندويان بلل کېږي او د دوی زياتوالي ته له کتنې پرته د غرګي په نوم اېښودلو کې نه کارول کېږي.

  • کوارټز شګلنې ډبرې <۹۰٪ د کوارټیز دانې لری
  • فيلډسپاتيک شګلنې ډبرې >۹۰٪ کوارټز دانې او له ليتيک دانو څخه زیاتې د فيلډسپار دانې لري
  • ليتيک شګلنې ډبرې >۹۰٪ کوارټز دانې او له فيلډسپار دانو څخه زياتې ليتيک دانې لري

د رېګ د دانو په منځ کې د خټين چاپېريال د موادو زياتوالی کله چې د رېګ په اندازه ذرې راټولې شي، نو د دانو تر منځ ځای يا خو پرانيستی پاتې کېږي يا له خټو څخه ډکېږي (د خړيچو او/يا خټې اندازه ذرې).

  • د پرانيستي سوري خلا لرونکي پاکې شګلنې ډبرې (کومې چې وروسته د چاپېريال له موادو څخه ډکېدای شي) «ارينايټس» بلل کېږي.
  • خټينې شګلنې ډبرې چې زيات (<۱۰٪) خټين چاپېریال لري «ويکس» بلل کېږي.

د شګلنې ډبرې شپږ نومونه د دانو د جوړښت (کوارټز-، فيلډسپتک-، او ليتيک-) او د چاپېریال اندازې (ويک يا ارنايټ) لپاره د وضاحتي استعمال په کارولو سره ممکن دي. د بېلګې په ډول، يو کوارټز ارنايټ به تر ډېره بريده (<۹۰٪) د کوارټز له دانو څخه جوړ وي او د دانو په منځ کې به يا ډېر کم خټين چاپېريال ولري يا به يې ونه لري، په يو «ليتيک ويک» کې په زياته اندازه «ليتيک» دانې او زیاته اندازه خټين چاپېريال او داسې نور موجود وي.

سره له دې چې د «ډاټ» د ډلبندۍ طريقه د روسوبات پېژندونکو له خوا په پراخه کچه استعمالېږي، خو د «ګری ويک»، ارکوز او کوارټز شګلنې ډبرې په څېر عام نومونه اوس هم د هغو له خوا چې متخصصين نه دي او په مشهور ادب کې په پراخه کچه کارول کېږي.[۳]

خټين غرګي سمول

خټين غرګي د رسوبي موادو هغه غرګي دي چې  لږ تر لږه ۵۰٪ خړيچې او د خټې په اندازه  ذرې ولری. په پرتليز ډول دا نازکې ذرې عموماً په اوبو يا هوا کې د ګډوډ بهنګ په مټ لېږدول کېږي او هغه مهال سره راټولېږي کله چې دا بهنګ ارام شي او دا ذرې له ځوړند حالت څخه ځای پر ځای شي.

ډېری ليکوالان اوسمهال د «خټين غرګي» اصطلاح ټولو هغو غرګيو ته د اشارې کولو لپاره کاروي، کوم چې تر ډېره بريده له خټو څخه جوړ شوي وي. شونې ده چې خټين غرګي په «سليټ» ډبرو ووېشل شي، کومې چې تر ډېره بريده د خړيچو په اندازه له ذرو څخه جوړ شوي وي، د خړيچو او خټو د اندازې د ذرو برابر مرکب سره د خټو ډبرې او خټينې ډبرې، تر ډېره بريده د خټو په اندازه ذرې لری. ډيری لیکوالان «شيل» د فوسيلي خټین غرګي لپاره د يوې اصطلاح په توګه کاروي (د دانو اندازې ته له کتنې پرته)، په داسې حال کې چې په يو شمېر پخوانیو ادبياتو کې د «شيل» اصطلاح د خټین غرګي د مترادف په توګه کارول شوط ده.[۴][۵][۶][۷]

بايوکیمياوي رسوبي غرګي سمول

بیايوکيمياوي رسوبي غرګي هغه مهال جوړېږي، کله چې ژوندي موجودات د خپلو نسجونو د جوړولو لباره په هوا يا اوبو کې حل شوي مواد استعمالوي. په بېلګو کې لاندې شامل دي:

  • د چونې د ډبرې (اهک ډبره) ډيری ډولونه د مرجان، تنپوستو او فورامينيفيرا د اهکي سکيلټونو څخه جوړېږي
  • د ډبرو سکاره، له هغو بوټو څخه جوړېږي، کومو چې له اتموسفير څخه کاربن لرې کړي وي او بيا يې هغه له نورو عناصرو سره يو ځای کړي وي، تر څو خپل نسجونه جوړ کړي.
  • د چيرټ زېرمې د مايکروسکوپي ژونديو موجوداتو، لکه د ريډيولريا او ډايټمس د سلیکايي سکيلټونو له راټولېدو څخه جوړېږي.

سرچينې سمول

  1. Buchner او Grapes 2011، ص. 24.
  2. Wilkinson او نور 2008.
  3. Dott 1964.
  4. Blatt، Middleton او Murray 1980، ص. 782.
  5. Prothero او Schwab 2004.
  6. Boggs 2006.
  7. Stow 2005.