مولوي رحيم الله زرمتي په ۱۳۱۵ ل كال د زرمت په استوګن نومي كلي كې دملا سيدمحمّد كره وزېږېد، لومړنۍزده كړې يې په خپل كلي كې ترسره كړې ، ويل به يې (ډېرناوخته دديني زده كړو الهام راته وشو ) اوپه ۲۳ كلنۍ كې يې ديني زده كړو ته ملا وتړله، لومړني كتابونه يې په خپله سيمه كې دهغه وخت له نومياليو علماوو لكه مولوي صاحب نادرخان ( دسكانو مولوي صاحب )،ملاصيب صاحب شاه ( دبابكر ملاصيب ) د بيګ والو حاجي نياز محمّد اود ارګون ملاصيب څخه ترسره كړې، په ۱۳۴۲ ل كال كې دكابل دحضرت صاحبانو مدرسې ( نورالمدارس ) ته ولاړ اوتر ۱۳۴۷ ل پورې په همدې مدرسه كې پاتې شو، ټول ديني كتابونه يې همدلته بشپړ ولوستل اوپه ازموينه كې په لومړۍ درجه بريالى شو، په ۱۳۴۸ ل كال كې يې دمدرسې په انګړ كې دملايي پګړۍ وتړله.

[۳] دده دلوړ استعداد له كبله حضرت صاحبانو دى بېرته كابل ته وغوښت اوهغوى چې دخدام الفرقان په نامه يواسلامي تنظيم په ۱۳۴۵ ل كې جوړ كړى و، غوښتل يې دهغه له پاره ديوې رسمي جريدې د چاپولو اجازه له حكومت څخه ترلاسه كړي، مولوي صيب له ډېروستړو اومنډو وروسته له اطلاعات كلتور وزارت څخه د ( نداى حق ) په نامه دمياشتنۍ جرېدې اجازه ليك ترلاسه كړ اودى يې يوكال مسئول مدير و، د ۱۳۵۰ ل كال دوږي ( سنبلې ) په مياشت كې ددې جريدې لومړۍ ګڼه له چاپه راووتله اود ۱۳۵۲ ل كال تر سرطان پورې وچلېدله، په دې جريده كې يې دمسلمانانو دويښوولو اوله دين څخه دهغوى دخبرولو له پاره ډېرې علمي اوسياسي ليكنې وكړې چې له لامله يې دوه درې وارې مصادره شوې هم وه، اوداهرڅه يې له تنخوا پرته كول. په۱۳۵۲ ل كال كې اقتصادي ستونزو اړ كړ چې اخبار پرېږدي، خپلې سيمې ته ولاړ اوپه ۱۳۵۳ ل كال كې كندز ته كډه شو، اوتر ۱۳۵۶ ل پورې يې هلته ملايي اوتدريس كاوه، خپلې سيمې زرمت ته يو وار بيا دحضرت صاحبانو اودګلدادخيلو دمشرانوپه غوښتنه راغى اوپه ګلدادخيلو كې ملا شو، خوبياهم په كرار نه شو اوپه هيوادكې دكمونستانو هلې ځلې داسې ګړندۍ شوې چې په علماوو يووار بيا د ژوند كړۍ تنګه شوه، دى له ارواښاد (منصور صيب ) سره په ګډه په هرجومات كې دتبليغ له پاره ګرځېده او خلك به يې په هره جنازه اوغونډه كې دكمونيزم د سپېره سيلاب له خطره خبرول اوتر پسرلي پورې يې په ګلدادخيلو كې تدريس وكړ، د ۱۳۵۷ ل كال دثور په اوومه نيټه دپنجشنبې په ورځ چې كمونستانو په كابل كې كودتا وكړه ، دثور په ۸ او ۹ نېټه په زرمت كې ډېرې غونډې په ولسوالۍ اونورو كليوكې جوړې كړې، اوپه دغ غونډوكې يې خلكو ته حقايق څرګند كړل، دثور په ۲۰ مه نېټه ګلدادخيلو ته د مولوي صيب دنيولو له پاره عسكر راغلل اومولوي صيب يې له شرڅخه په ډېرتكليف خلاص شو، مولوي صيب مهاجر شو او موږ واړه د ماماګانو كره تر يونيم كال پورې پاتې شو،كله چې زموږ ماماګان هم هجرت ته اړ شول په ۱۳۵۹ ل كال كې مو ميران شاه د ( دته خيلو ) په دښته كې له هغه مرحوم سره وموندل. [۴] دژورنالېزم په ميدان كې چې مولوي صيب كومه زړه تجربه او ژور نظر درلود دهغه ترمخه په پېښور كې د تنظيمونومشرانو له نوموړي څخه دفرهنګي چارو په سرته رسولو كې ښه ګټه پورته كړه، مولوي صيب هم د هغه وخت اخبارونو ته ډېرې علمي ليكنې سرمقالې وكښلې، په ۱۴۰۵ هـ كې كله چې دپېښور په چراټ سيمه كې ددعوت اوجهادپه نامه يوستر پوهنتون د اوو تنظيمونو په ګډه همكاري پرانيستل شو مولوي صيب په نوموړي پوهنتون كې تر پايه پورې دحديثو، تفسير اوفقهې استاد و اوپه دې موده كې يې داسې سخت كتابونه تدريس كړل چې نورو استادانو ته يې تدريس ناشونى كار ښكارېده، لكه تفسير نسفي( مدارك )، تفسير بيضاوي، تفسير كشاف،مقدمه ابن الصلاح اوداسې نور. دوى دغه كتابونه په ډېره مينه په ډېره كمه تنخوا اوډېركم امتياز تدريس كړل اودپوهنتون په خواكې دمعهد ابى بكر صديق په نامه ښوونځي كې دفقهې ( الاختيار ) نومي كتاب هم څوكاله تدريس وكړ اوله دې سره يې د دارالافتاء د رياست دمرستيالي دنده هم په غاړه لرله، په دې موده كې يې دوه ځله دحج مبارك سفر كړى ، لومړى يې په ۱۴۰۲ هـ كال اودوهم يې ۱۴۰۴ هـ كال كې وكړ. دافغاني كمكيانو دښوونې اوروزنې له پاره چې د اوو تنظيمونو له لوري كوم نصاب تيارېده په هغه كې مولوي صيب ته دسيرت دليكلو برخه وسپارل شوه، مولوي صيب دوه برخې ( له پيدايښت تر بعثت ) اوله ( بعثت څخه ترهجرته ) وليكلې ،دژوند په ورستيو كلونوكې دغه دواړه برخې له سره وكتلې، په هغوكې يې زياتونې وكړې اودريمه برخه ( له هجرته تروفاته ) پورې نيمګړى پاتې شوې اوان شاء الله دهغه له وصيت سره سم به تر بشپړولو وروسته چاپ شي. [۵] كابل چې كله طالبانو ونيو مولوي صيب يې وهڅاوه څو داطلاعاتو كلتور وزارت نشراتي معينيت څانګه دوى فعاله كړي، مولوي صيب هم داسلامي امارت تر وروستۍ ورځې پورې په دغه څانګه كې په ډېراخلاص اومينه ډېرخدمتونه وكړل، دهغه وخت په (شرېعت )اخبار چې لا په پېښور كې و ډېرې علمي ليكنې اوسياسي تبصرې وليكلې اود ( مسلمانۍ عقيده ) ترنامه لاندې يوه مشهوره لړۍ يې تر ډېره وخته پورې وچلېدله، په كابل كې انيس، هېواد او كتاب نومې مجلې ته يې هم ډېرې علمي ليكنې او سرمقالې وكښلې اوددې ترڅنګ يې دكابل په پوهنتون كې هم درس وركاوه. [۶] پر هيواد چې دامريكا په سروالي كې ګڼو اروپايي هيوادونو يرغل وكړ يو وار بيا په سپينه ږيره د ۱۴۲۱ هـ كال دشوال په مياشت كې پاكستان ته په كډه كولو مجبوره شو، بيايې هم په رنځورځان د ژورنالېزم خدمت ته شانه كړه ، غوښتل يې چې هيوادوالوته په ساده پښتوژبه دين ورسوي اوددې كار له پاره يې د ( نفيس خپرونديې ټولنې ) په نامه يوه علمي اداره په ۱۴۲۲هـ كال كې تاسيس كړه، ښه مې په ياد دي چې كمپيوټر ته په خپله كښېناست اوپه خپلو مباركوګوتو يې موږ ته ( بسم الله الرحمن الرحيم ) وليكله،موږ ته يې مخ راوګرځاوه او ويې ويل چې: (تردې وروسته نور كار به تاسې ځوانان كوئ ). دخداى فضل دى چې تردې وخت پورې ټولنې نژدې يوولس علمي اثار په پښتو ژبه خپاره كړي اودمولوي صيب ليكلي اثار به هم يو په بل پسې خپروي. مولوي صيب خپل ټول ژوند دخداى درضا دترلاسه كولو له پاره تېر كړ، په ټول ژوند كې يې د نبوي سنتو پيروي كوله، له عامو مسلمانانو سره دښې راشه درشه نصېحت به يې موږ ته كاوه، له كاغذ سره يې دومره مينه وه اودهغه به يې دومره ادب كاوه چې كله به له جومات څخه كور ته راته په لارو اوكوڅو او ډېرانو څخه به يې كاغذونه ټولول، په ځمكه به يې دكتاب ايښودل دكتاب بې ادبي ورته ښكارېده اوموږ به يې له دې كاره منع كولو، دهغه ټول ژوند، هره ګړۍ دخداى اطاعت،خداى پرستۍ( للهيت)، اخلاص، مينې، خاكسارۍ، خپلولي پاللو،لوريېنې او زړه سواندۍ څخه ډك و، په داسې حال كې يې له دې نړۍ سره خداى په اماني كوله لكه ( بهائي جان ) صاحبزاده رحمه الله يې داسې انځوروي: دتاپه زړه چارې مې وكړې

اوس مې سالو په مخ راپرېږده خوب راځينه