رایا ډونایوفسکايا

رایا ډونايوفسکايا (د زېږېدو نوم يې رایا شپيګل دی، ۱ مۍ ۱۹۱۰ – ۹ جون، ۱۹۸۷ز کلونه) د «فريډي فوريسټ» په مستعار نوم هم پېژندل کېږي، نوموړې په متحده ايالاتو کې د مارکسي بشرپالنې فلسفې امريکايۍ بنسټګره وه. نوموړې يو مهال د «ليون ټروتسکي» سکرتره وه، له هغه څخه جلا شوه او بيا یې «د خبرونو او ليکونو کمېټه» جوړه کړه، تر مړينې د دې کمېټې مشره وه.

رایا ډونایوفسکايا
د شخص مالومات
پيدايښت
مړینه
شیکاګو   ويکيډاټا کې (P20) ځانګړنې بدلې کړئ
تابعیت د امریکا متحده ایالات   ويکيډاټا کې (P27) ځانګړنې بدلې کړئ
عملي ژوند
کار/مسلک
د کړنې څانګه فلسفه ،  تروتسکیزم ،  آزادي پاله سوسیالیزم   ويکيډاټا کې (P101) ځانګړنې بدلې کړئ
مؤثر شخصیات گيورگ ويلهېلم فرېدرېش هېگل ،  فردریش انګلس ،  کارل مارکس ،  ولادمير ايليچ لېنين ،  روزا لوکزامبورګ ،  لئون تروتسکی   ويکيډاټا کې (P737) ځانګړنې بدلې کړئ
خوځښت لوېديځه فلسفه   ويکيډاټا کې (P135) ځانګړنې بدلې کړئ
لاسليک
رایا ډونایوفسکايا
رایا ډونایوفسکايا

مخینه

سمول

ډونایوفسکايا له ليتوانيايي يهودي نسب څخه وه، مورنی نوم يې «رايا شپيګل» و، نوموړې د روسي سترواکۍ په «پوډولين» ولايت کې زېږېدلې وه (اوس د يوکراين برخه ده) او په ۱۹۲۲ز کال کې متحده ايالاتو ته کډواله شوې وه، په کوچنیوالي کې له انقلابي خوځښت سره يو ځای شوه.

مسلک

سمول

تراتکسيزم (دا د ليون تروتسکي سياسي يا اقتصادي اصول دي او نسبت يې هغه ته کېږي)

سمول

نوموړې په امريکايي کمونستي ګوند کې فعاله وه، خو په اتلس کلنۍ کې له ګونده ايستل شوې وه او کله چې هغې خپلو سيمه يیزو ملګرو ته وړانديز وکړ چې له شوروي کمونست ګوند او «کمنټرن» (نړيوال کمونست سازمان) څخه د هغې د ايستلو په غبرګون کې د «ټرونسکي» ځواب تر لاسه کړي، نوموړې له پورته پوړيو څخه ښکته راوغورځول شوه. يو کال وروسته هغې په بوسټتن کې د خپلواکو تراټسکسټانو يوه ډله جوړه کړه چې مشري يې «انټونيټ بخولز کونيکو» کوله، هغه د زېږون د مديريت او اسقاط حمل د قانونيت پلوۍ وه. په ۱۹۳۰ز لسيزه کې، هغې د خپلې مور لقب «Dunayevskaya» د ځان لپاره غوره کړ.[۲][۳]

د متحده ايالاتو د تراټسکي سازمان د اجازې تر لاسه کولو پرته، هغه په ۱۹۳۷ز کال کې مکسيکو ته ولاړه، تر څو د تبعيد پر مهال د «لیون تراتسکي» د روسي ژبې د سکرترې په توګه دنده تر سره کړي.[۲]

خپلواکي

سمول

د خپل پلار او ورور له مړينې وروسته په ۱۹۳۸ز کال کې شیکاګو ته ستنه شوې وه، نوموړې په ۱۹۳۹ز کال کې هغه مهال له «ټروټسکي» سره اړیکې وشکولې، کله چې هغه دې باور ته دوام ورکړ چې شوروي اتحاد د «کارګرانو يو هېواد» دی، ان د «مولوټوف-روبنرټروپ» تړون څخه وروسته هم. هغې د هر هغه اند مخالفت وکړ چې کارګرانو ته دې وويل شي چې د «کارګرانو» له دې هېواد څخه دفاع وکړي، کوم چې په نړيواله جګړه کې د نازي المانيانو ايتلافي دی. د «سي.ايل.ار.جيمز» او وروسته د «ټوني کليف» په څېر پوهانو سره يو ځای « ډونایوفسکايا» استدلال کاوه چې شوروي اتحاد په يو «دولتي پانګه ييز» هېواد بدل شوی دی. د ژوند په پای کې هغې وويل هغه څه ته چې «زما حقيقي پرمختګ» ويل کيږي، له ټروټسکي سره زما له اړيکو پرې کولو وروسته پيل شول.[۴]

په يو وخت کې د روسي اقتصاد او مارکس د لومړيو ليکنو (وورسته د ۱۸۴۴ ز کال د اقتصادي او فلسفي متنونو په نوم پېژندل کېدل) مطالعې هغه دې اند وړاندې کولو ته رهي کړه چې نه يوازې شوروي اتحاد يو «پانګه ييزه دولتي» ټولنه ده، بلکې دولتي پانګه ييز نظام يو نوی نړيوال پړاو و. د هغې ډېری لومړۍ شننې په ۱۹۴۲-۱۹۴۳ز کلونو کې په « The New International » کې خپرې شوې وې.

د کارګرو ګوند

سمول

په ۱۹۴۰ز کال کې، هغه د سوسيالي کارګرو ګوند (SWP) په وېش کې ښکېله وه، د کوم په پايله کې چې د کارګرو ګوند (WP) منځ ته راغی، د کوم تر څنګ چې هغې د ټراټسکي د شوروي اتحاد د «فاسد کارګر هېواد» پر خصوصيت د نیوکې څرګندونه وکړه. په WP کې، هغې له «سي. ايل. ار. جيمز سره يو ځای «Johnson–Forest Tendency» جوړ کړ (هغې د «فريډي فاريسټ» او هغه د «جی.ار.جانسن» نوم دلود چې د هغوی د ګوند د کدر په توګه نومول شوي وو). دې ميلان دليل درلود چې شوروي اتحاد يو «پانګه ييز هېواد» دی، په داسې حال کې چې د  WP اکثريت دا باور ساتلی و چې شوروي اتحاد يو بيروکرات اشتراکي هېواد دی.

د کارګرو سوسيال ګوند

سمول

له WP سره مخالفتونه سوکه سوکه پراخه شول او په ۱۹۴۷ز کال کې، د يوې لنډې مودې خپلواک شتون څخه وورسته، په کومه کې چې دوی يو لړ اسناد خپاره کړل، دا جلا ګوند بېرته د SWP ليکو ته راستون شو. په SWP کې د هغوی غړيتوب د يو شريک ټينګار پر بنسټ ولاړ و او هغه دا چې له انقلاب مخکې حالت بيخي نژدې دی او دا شريک باور چې د راتلونکو موکو څخه د ګټې اخستنې لپاره د يو ليننستي ګوند شتون اړين دی.

تر ۱۹۵۱ز کال پورې، د دوی شريک اند ته د عملي جامې اغوستلو په موخه، دې ګروهې  داسې يو اند چمتو کړ چې ليننيزم يې رد کړ او کارګرو ته يې په خپل سري ډول د انقلابيانو په سترګه کتل. دا دوی ته په ۱۹۴۹ز کال کې په متحده ايالاتو کې د کان کيندونکو د اعتراض پر مهال څرګند شوی و. په وروستيو کلونو کې، دوی بايد خپل کاري ماشينونو

(اتومات ماشينونه) ته زياته توجه کړې وای، په ځانګړي ډول د موټرو په صنعت کې، کوم ته چې دوی د پانګوال نظام د نوي پړاو د يوې بېلګې په سترګه کتل. همدې چارې همدا ګروهه اړ کړه چې يو ځل بیا SWP خوشې کړي او خپلواک کار پيل کړي.

په دولتي پانګه ييز نظام کې د يوې لسيزې څخه له زيات پرمختګ وروسته، «ډونایوفسکايا» د «هيګلي» د شخړو په اړوند خپله مطالعه جاري وساتله، د هغې دندې په غاړه اخستلو له لارې چې «جانسن-فاريسټ ټينډينسي» د خپل ځان لپاره ټاکلې وه: د ذهن په اړه د هيګل د فلسفې راسپړل. په ۱۹۵۴ز کال کې هغې له مفکر «هربرټ مارکوس» سره د څو لسيزو اوږد خط او کتابت پيل کړ، په کوم کې چې په هيګل او مارکس کې د اړتيا او ازادۍ شخړه د دې مخالفت مرکزي نقطه وه. هغې د هيګل د ټولواکۍ د اندونو يو تفسير پر مخ يوړ، په کوم کې چې ويل شوي چې غبرګ خوځښت پکې شامل دی: د عمل يو خوځښت، کوم چې خپله د اند يوه بڼه ده او له اند څخه تر فلسفې پورې د رسېدو يو خوځښت دی. هغې د ۱۹۵۳ دا ليکونه د «فلسفيانه شېبې» په توګه بلل، له کوم څخه چې د ټولې مارکسي بشرپالنې ودې سرچينه اخسته.

د خبرونو او ليکونو کمېټې

سمول

په ۱۹۵۳ز کال کې، «ډونایوفسکايا» «ډيټروياټ» ته ولاړه او دلته تر ۱۹۸۴ز کال پورې و اوسېده. په ۱۹۵۴-۱۹۵۵ ز کلونو کې د هغې او «سي.ايل.ار.جيمز» تر منځ بېلتون راغلو. په ۱۹۵۵ز کال کې هغې د «خبرونو او لیکونو کميټې» په نوم خپل سازمان او يو مارکسي بشرپاله ورځپاڼه، خبرونه او ليکونه جوړ کړل، کوم چې تر اوسه خپريږي. په ورځپاڼه کې د ښځو هلو خلو، د مزدورانو ازادۍ، رنګه پوستکي لرنکو خلکو، همجنسبازانو، دوه جنسه، ښځينه همجنسبازانو او څو جنسه خلکو حقوقو او د معيوبو د حقوقو خوځښت موضوعاتو ته پوښښ ورکول کېدو، په داسې حال کې چې دا پوښښ يې له فلسفي او نظري مضامينو څخه نه جلا کاوه. په ۲۰۰۸-ز۲۰۰۹ ز کلونو کې دا سازمان ووېشل شو او د متحده ايالاتو مارکسي بشرپالان خوځښت منځ  ته راغلو (وروسته دې ته د مارکسي بشرپال نړيوال سازمان نوم ورکړل شو).

« ډونایوفسکايا» د «مارکسيزم او آزادي: له ۱۷۷۶ ز کال څخه تر اوسه (۱۹۵۸ز کال)، فلسفه او انقلاب (۱۹۷۳ز کال)، روزا لکسمبرګ، د ښځو ازادي، او د انقلاب په اړه د مارکس فلسفه (۱۹۸۲ز کال)» ولیکل، کوم چې وروسته د «د انقلاب د درې ګونو مقالو» په نوم مشهور شول. سربېره پر دې، هغې د ليکنو يوه ټولګه غوره او معرفي کړه چې په ۱۹۸۵ز کال کې خپره شوې وه، د «د ښځو آزادي او د انقلاب مناظرې» نوم ورکړل شو.

د خپل ژوند په وروستي کال کې، هغې په یو نوي کتاب کار کاوه چې دې کتاب ته يې په ازميښتي ډول «د سازمان او فلسفې شخړې: ګوند او د سازمان بڼې چې له خپله ځانه منځ ته راغلي» نوم ورکړی و.[۵]

ميراث

سمول

د « رایا ډونایوفسکايا» ويناوې، لیکونه، خپرونې، يادښتونه، ثبت شوي توکي او نور توکي د ډيټرويټ، د «وياني دولتي پوهنتون، د «والټر پي. روتر» په کتابتون کې ځای پر ځای کړای شوي دي. د د دې ټولګې د ميکرو فلم نسخې د WSU د کار او ښاري چارو په آرشيف کې موجودې دي، همدا راز پي ډي ايف نسخې يې د « رایا ډونایوفسکايا» د ياد وجهي صندوق په ويبپاڼه کې شته. د دې ټولګې په اړه لارښوونې د خبرونو او ليکونو د کمېټې او د RDMF په ويبپاڼه کې په پي ډي ايف بڼه شته.

سرچينې

سمول
  1. ۱٫۰ ۱٫۱ SNAC ARK ID: https://snaccooperative.org/ark:/99166/w6ph4p74 — subject named as: Raya Dunayevskaya — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  2. ۲٫۰ ۲٫۱ Moon, Terry (2001). "Dunayevskaya, Raya". In Schultz, Rima Lunin; Hast, Adele (eds.). Women Building Chicago 1790-1990: A Biographical Dictionary. Bloomington: Indiana University Press. pp. 238–241. ISBN 9780253338525.
  3. Rosengarten, Frank (2008). Urbane Revolutionary: C. L. R. James and the Struggle for a New Society. University Press of Mississippi. p. 65.
  4. "Marxist-Humanism, an Interview with Raya Dunayevskaya". Chicago Literary Review. 15 March 1985. p. 16.
  5. Many of her writings that were part of the process of work on the projected book are included in Volume XIII of the Supplement to the Raya Dunayevskaya Collection.