رانجه د افغاني او اسلامې کولتور له مخې کله د سینگار او کله هم د سترگو د دارو په توگه په بیلا بیلو طریقو کارول کېږې. په ځینو سیمو کې پرته له دې چې میده او وموښل شي په خپله تیږه یې په سترگو پورې موښي. په گڼ شمیر نورو سیمو کې د رانجو توره تېږه لومړی ټکوي او بیا یې دومره اوړه کوي چې ځېږوالی یې له منځه ولاړ شي نو بیا یې کله په سوچه کوچو او کله هم د ځینو نورو موادو په ورگډولو سره، په سترگو پورې کوي.

د رانجو جوړول سمول

د رانجو جوړول په ښارونو کې د نارینه پلورونکو له خوا ترسره کېږي چې د همدې کبله یې خلک نه خوښوي ، ځکه چې د چمتو کولو چاره يې په پوره پاملرنې نه وي تر سره شوې. خو په کلیو کې رانجه جوړول د هر چا کار ندی او آسانه چاره هم نده. په یوه لوی کلي کې د رانجو موښلو او میده کولو مهارت یواځې یوه یا دوې ښځې لري. د کلي نورې ښځې او نجونې یوازې خپله رجړومه د رانجو کڅوړه او د رانجو تيږه هماغو ماهرینو ته ورسپاري او څو ورځې وروسته تیار رانجه ترلاسه کوی.رانجه جوړونکې لمړی دا تيږه د یوې اوونې او یا څو ورځو لپاره د اوبو په یوې داسې چاټۍ کې خیشته وي چې د کاریزه او یا ډاډ منو پاکو اوبو څخه ډکه وي. کله چې ټاکل شوې موده پای ته ورسېږې یوه توره مظبوطه توره تبې چې مینځ یې لږ ژور وي او د رانجو غونډارې (گرده ښويه تېږه) پاک ومینځې او د لمر په پیتاوي کې پرخپل مخ او ټول ځان زړوکې او یا بل نازکه څادر را واچوي چې گرد او خاورې په رانجو کې گډې نشي. په دې ډول د تيږې په میده کولو پيل وکړي او ښه يې سره سولوی. د اوبو لږلږ نم هم ورکوي او دا پروسه دومره اوږده شي چې کله پوره ورځ ونیسي. ځینې د خپل کار د لا ښه کېدلو لپاره ميده شوي رانجه د نازک ململ نه هم تیر(چاڼ) کړي. وروسته له دې، پکې ډیر کم تازه کوچ ورگډ او بیا یې هم سره وموښي. په اخر کې ورنه کڅوړې ډکې او په کلي کې یې پرښځو او نجونو وویشی. د یادولو وړ بولم چې یو شمیررانجه جوړونکې پرته له کوچو او نورو غوړو رانجه جوړوي خو ځینې یې د کوچو په څنگ کې د سنگې بصري په نامه یو ترخه یا اوښکې بهونکې ماده هم پکې میده کوي چې اکثره دغه ډول رانجه بیا زړې ښځې په سترگو کوي ځکه د دوي په وینا رانجه له سنگ بصري سره گډ د سترگو خړه پاکوي . د رنجو استعمال رجړومي (سیلایی) او د رنجو د ساتلو لوخي او یا کڅوړې ته اړتیا لري. رجړومي اکثرا نارینه جوړه وي، او د کڅوړو جوړول، د نجونو او ښځو کاردې چې اکثرا پکې خپل هنری وړتیا نندارې ته ږدي.

د رانجو تیږه سمول

په اسلام کې درانجو کارونه سمول

سرچینې سمول

د ملالۍ شینوارې څېړنه

  1. http://www.safiahaleem.com