راديواکتيف ککړتيا (هستوي وړانګې)

د راډيواکتيف ککړتیا، کوم ته چې راډيولاجيکل (اشعاعي/وړانګيز) ککړتيا هم ويل کېږي، په سطحو يا په جامداتو، مايعاتو يا ګازونو (د انسان د بدن په ګډون) کې د راډيواکتيف موادو راټولېدل يا شتون دی، په داسې حال کې چې د شتون يې يا اراده نه وي شوي (خپلسري وي) يا ناخوښ وي (د نړيوالې اتومي انرژۍ د ادارې (IAEA) له تعريف څخه).[۱]

دا ډول ککړتيا، د راډيواکتيف ناولتيا له امله يو ګواښ پېښوي، کوم چې «یونيز» وړانګې (يعنې الفا، بيټا او ګاما وړانګې) او آزاد «نيوټرونونو» په څېر زيان رسونکې اغېزې پیدا کوي. د ګواښ د اندازې ټاکنه د ککړتيا د غلظت، وتونکو وړانګو انرژۍ، د وړانګو بڼه او د بدن له غړیو سره د ککړتيا د نژديوالي پر بنسټ کېږي. مهمه ده چې بايد روښانه وي چې ککړتيا د وړانګو ګواښ منځ ته راوړي او د «وړانګې» او «ککړتیا» اصطلاحات يو د بل د بديل په توګه نه کارول کېږي.

د راديواکتيف ککړتيا سرچينې په دوو ډلو کې ډلبندي کېدای شي چې دا دي: طبيعي او د انسانانو له خوا منځ ته راغلي. په اتموسفير کې د هستوي وسلې له خوشې کېدو يا د يو هستوي ريکتور د ساتنې د ځای ماتېدلو څخه وروسته، په نژدې هوا، خاوره، خلک، بوټ او ژوي به په هستوي سون توکو او ماتېدو له امله پيدا شويو محصولاتو ولړل شي. له يو بوتلګي څخه د «يورينيل نايټريټ» په څېر راډيواکتيف موادو وتل به فرش (غولی) ککړ کړي او هر هغه زړوکی هم چې د دې خپرو شويو موادو د پاکولو لپاره کار ځينې اخستل کېږي. په پراخه کچه د راډيواکتيف ککړتيا د خپرېدو په حالتونو کې، «بکني ايټول»، د کلوراډو «راکي فليټ پلان»، د فوکوشيما ډايچي هستوي ناورين سره نژدې سيمه، د چرنوبيل ناورين سره نژدې سيمه او له ماياک ناورين سره نژدې سيمې شاملې دي.

د ککړتیا سرچينې سمول

شونې ده چې د راډيواکتيف ککړتيا سرچینه، د انسان په لاس جوړه شوې يا طبيعي وي.

د راډيواکتيف ککړتيا لاملونه ډول ډول کېدای شي. شونې ده چې د راډيواکتيف ګازونو، مايعاتو يا بڅرکو د خوشې کېدو له امله پېښ شي. د بېلګې په ډول: که په هستوي درملو کې کارول شوي «راډيونيوکلايډ» توی شي (په تېروتنې سره يا د ګويانيا پېښې په حالت کې د غفلت له امله)، دا توکي د هغو خلکو په مټ خپرېدای شي چې په همدې سيمه کې تګ راتګ کوي.

شونې ده چې راډيواکتيف ککړتيا د ځينو ځانګړو پروسو حتمي پايله وي، لکه د هستوي سوند توکو د بيا پراسس کولو پر مهال د راډيواکتيف «زينون» خوشې کول. په داسې حالت کې چې د راډيواکتيف موادو ساتنه شونې نه وي، شونې ده چې دا بیا تر خوندي ټينګوالي پورې نري کړای شي. د «الفا» خپرونو په مټ چاپيرياليزې ککړتيا د بحث لپاره، مهرباني وکړئ په چاپېريال کې «اکټينايډونو» ته مراجعه وکړئ.

هستوي ورښت (خوشې کېدل) له ۱۹۵۰ څخه تر ۱۹۸۰ز لسيزې پورې د ۵۲۰ رامنځ ته شويو اتومي چاودنو په مټ د راډيواکتيف ککړتيا وېش دی.

په هستوي پېښو کې، د خوشې شوې راډيواکتيفي بڼې او اندازې يوه کچه، لکه د ريکټر د مخنیوي له ناکامۍ څخه، د سرچينې د اصطلاح په توګه پېژندل کېږي. د متحده ايالاتو د هستوي انتظامي کميسیون تعريف دا ډول کړی چې هغه «له يوې پښې وروسته په چاپېريال کې خوشې کېدونکې راډيواکتيف يا خطرناکو موادو قسمونه او اندازه» ده.[۲]

د منځه وړلو عمل له پای ته رسېدو وروسته، په يوه سيمه کې پاتې کېدونکې راډيواکتيفو موادو کې ککړتیا نه وي شامله. په همدې بنسټ، په بندو او ټاکلو خوندي ځايونو کې راډيواکتيف موادو ته په صحيح معنا ککړتيا نه ويل کېږي، سره له دې چې شونې ده د اندازې واحدونه يې يو شان وي.

ساتنه (زيانمن توکي په خوندي ځای کې سمبالول) سمول

ساتنه په چاپېريال کې د ککړتيا د خپرېدو يا له انسانانو سره د اړيکې پيدا کولو يا يې د خوړلو (تېرولو) د مخنیوي بنيادي طريقه ده.

په ټاکلې خونديتابه کې پاتې کېدل، راډيواکتيف توکي له ککړونکو راډيوفونو څخه جلا کوي. کله چې راډيواکتيف مواد د ساتنې له يو ځای څخه دباندې پر پېژندنې وړ کچه راټول شي، همدا اغېزمنه شوې سيمه په عام ډول «ککړه» سيمه بلل کېږي.

د راډيواکتيف موادو د ساتنې لپاره په پراخه پیمانه لارې چارې شته چې په همدې ډول دا د ساتنې له ځايه ورهاخوا خپاره او ککړ ونه ګرځي. د مايع په حالت کې، دا چاره د لوړې کچې يو ځای شويو زېرمه کوونکو شيانو يا لوښو په کارولو سره تر سره کېدای شي، عموماً د «سمپ» سستم (د مایعاتو د راټولېدو لپاره يو لوښي يا سوری/کنده) په مټ چې د هغې وتل (بهر ته خپرېدل) د رايډيو ميټريک يا دودويزو وسايلو په مټ معلوم کړای شي.

چېرته چې شونې وي چې مواد د هوا په مټ ولېږدول شي، په دې ځای کې په پراخه کچه د «ګلووباکس» (ګلو باکس هغه بکس دی، چې بشپړ بندي وي، هوا نه ورننوځي، او د توکې اېښودل يا تجرباتي عمل هغه مهال پکې تر سره کېږي، چې لاسونه د دستکشو له لارې هلته ننويستل شي) څخه کار اخستل کېږي، کوم چې په ډېرو صنعتونو کې د خطرناکو لابراتورونو او پروسو د عملیاتو لپاره يوه عامه طريقه ده. «ګلوباکس» په يو څه منفي فشار کې ساتل کېږي او سوری شوی ګاز په لوړه کچه اغېزمنتيا تصفيه کونکو سره تصفيه کېږي، کوم چې د راډيولاجيکل وسايلو په مټ تر څارنې لاندې نيول کېږي، څو ډاډ حاصل شي چې هغه په سمې طريقې سره کار کوي.

په طبيعي ډول منځ ته راتولونکې وړانګيز فعاليت (راډيواکتيويټي) سمول

په چاپېريال کې په طبيعي ډول ځينې «راډيونيوکلايډونه» منځ ته راځي. د يورانتيوم او توريوم په څېر عناصر او د دوی د خوسا کېدو تولیدات په ډبرو او خاوره کې شته. پوټاشيم-۴۰، کوم چې يو لومړی نيوکلايډ دی، د ټولو پوټاشيمو يوه کوچنۍ سلنه برخه جوړوي او د انسان په بدن کې شته. نور نیوکلايډونه لکه کاربن-۴۱، کوم چې په ټولو ژونديو موجوداتو کې شته، په پرله پسې ډول کايناتي وړانګو په مټ پیدا کېږي.

د راډيواکټيف دا کچه ږ ګواښ پېښوي، شونې ده چې اندازه کېدل يې ګډوډ شي. په طبيعي ډول پيدا کېدونکي «راډيون» ګاز په اړوند یوه ځانګړې ستونزه شته، کوم چې هغه وسيلې اغېزمنې کولای شي چې د عادي شاليد لرونکو سطحو سره نژدې د ککړتيا د معلومولو لپاره نصب شوي دي او شونې ده چې د ناسمو خبرداريو لامل وګرځي. د همدې مهارت له امله د راډيولاجيکل سروی د وسايلو چلونکو ته د پخوانيو وړانګو او ککړتیا څخه د وتونکو وړانګو تر منځ توپير معلومول پکار دي.

په طبيعي ډول پیدا کېدونکي راډیو اکټيف مواد (NORM) سطحې ته راوړل کېدای يا راټولېدای شي، يا د انسانانو د کارونو له امله لکه د کانونو کیندل، د تيلو او ګازو را ايستل او د ډبرو سکرو د مصرف په مټ.

د ککړتیا مديريت او څارنه سمول

شونې ده چې راډيواکټيفي ککړتیا په سطحو يا موادو يا هوا په حجم کې موجوده وي، او د خپرېدونکو وړانګو د معلومولو په مټ د ککړتيا د کچې د اندازه کولو لپاره د ځانګړو لارو چارو څخه کار اخستل کېږي.

د ککړتيا څارنه سمول

د ککړتيا څارنه په بشپړ ډول د وړانګو د څارنې د وسايلو په سم او مناسب ډول ټاکلو او کارولو پورې اړه لري.

د سطحې ککړتيا سمول

د سطحې ککړتيا يا هغه ده چې ټاکلې (ثابته) او يا «په ازاد ډول» وي. د ټاکلې ککړتيا په حالت کې، راډيواکتيف مواد د تعريف تر مخې نه خپرېږي، خو د هغې وړانګيز والی بيا هم اندازه کېدای شي. په خپلواک ډول د ککړتيا په حالت کې، نورو سطحو ته لکه پوستکی يا لباس، يا په هوا کې د داخلېدو سره د ککړتيا د خپرېدو ګواښ موجود وي. په راډيواکتيف سره ککړه سختته سطحه تر يوې ځانګړې ژورتيا پورې توږل کېدای شي، تر څو ککړونکي مواد ځينې لرې کړای شي.

د مسلکي کار کونکو لپاره، تر مديريت لاندې سيمې جوړې شوې دي، چېرته چې شونې ده د ککړتيا ګواښ موجود وي. داسې سيمو ته لاسرسی د يو لړ خنډونو د تګلارو په مټ مديريت کېږي، کله کله پکې د لباس يا د پښو اغوستلو (بوټان/چپلو) بدلولو غوښتنه کېږي. تر مديريت لاندې سيمه کې عموماً ککړتيا په منظم ډول څارل کېږي. راډيولاجيکي خونديتابه وسايل (RPI) د هر ډول ممکنه ککړتيا د خپرېدو د څارنې او د هغې د معلومولو په برخه کې مهمه ونډه لري، او په لاس سره د نيول کېدونکو سروی وسال او په د تل لپاره نصب کړای شويو سيمو کې څارونکي، لکه د معلقو بڅرکو څارونکي اود سيمې د ګاما څارونکي وسيلې عموماً نصب کړای شوي وي.

سرچينې سمول

  1. International Atomic Energy Agency (2007). IAEA Safety Glossary: Terminology Used in Nuclear Safety and Radiation Protection (PDF). Vienna: IAEA. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-92-0-100707-0. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  2. USNRC, United States Regulatory Commission. "Glossary". د لاسرسي‌نېټه ۱۴ نومبر ۲۰۱۷. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)