رابي کلا
Hrad Rábí
هېواد دچېک جمهوریت
کلی Sušice
څښتن
Páni z Velhartic
سپک گوتی سپک
د کلا بنسټ ۱۳ پېړی

رابي کلا (په چکي: Hrad Rabí) یوه کلا ده چی په ۱۳ پېړی کی لويديځي بوهميا کی د Sušice ښار ته نژدې د تجارتي لارو د ساتلو لپاره جوړه شوه. دغه کلا د ۱۱۲۴ کال څخه تر ۱۲۷۳ کال پورې د باواريا د واکمنانو په لاس کی وله. په ۱۳ پېړی کی رابي کلا د چېکی اشرافانو (Páni z Velhartic) په لاس کی وه. په ۱۵ پېړی کی رابي کلا د هوسيانو د مخالفينو مهم مرکز وو. په ۱۴۲۰ کال کی د هوسيانو سالار يان ژيژکا پر رابي کلا باندي برید وکړ او د کاتوليکانو پلويان یی ماته ورکړه. تر جگړې وروسته هوسیان رابي کلا ویچاړ وکړل. په ۱۴۲۱ کال کی رابي کلا د کاتوليکانو لخوا بيا جوړه شوه خو يان ژیژکا پر رابي کلا باندی بیا یرغل وکړ خو د یوې پښې (یو تصادف) په سبب دويمه سترگه له لاسه ورکړی. هوسیانو رابي کلا بیا ویچاړ وکړ او کاتولیکي بلويان یی هم ووژل. په ۱۵ پېړی کی دغه کلا د چېکي اشراف پوټا ۲ لخوا بيا جوړه شوه. ددېرش کالو د جگړې په وخت کې رابي کلا د سويډني پوځ لخوا بيا ویجاړه شوه.