مېرمن رابيا يوه بله پښتنه توريالۍ مېرمن وه، چې په (940 هـ) كال چې نازكشاه د كشمير د ولايت حكمران و، څو جنگي پښتنو افسرانو چې هيبت خان، سيد خان او فېروز خان نومېدل د دې ولايت د تسخير اراده وكړه او تقريباً څو كاله جگړه وسوه دې مېرمني د جنگ په ميدان كي خپله پښتونواله څرگنده كړه او د پښتون مېړه په شان په ميدان كي و جنگېده. مېرمن رابيا د هيبت خان خور وه چې د دې مېرمني د همت په اثر يې كاميابي په برخه شوه او خپل ورور ته يې ميدان وگاټه.