د مېرمن رابعې ذكر په (پټه خزانه) كي سوى دى، مگر د پټي خزاني ليكونكى هم د دې مېرمني په پوره حالاتو نه دى خبر او داسي ليكي: "حال د دې شاعري ماته نه دى معلوم سوى، خو لږ څه چې ښكاره ده هغه هسي ده، چې دا شاعره د كندهار وه او په دوران د محمدبابر پادشاه يې ژوند كا. هسي وايي! چې اشعار يې ډېر و، ديوان يې درلود، دغه يوه رباعي ماته صديق او رفيق محمدطاهر جمرياڼي وويله، چې زه يې دلته په خزانه كي رانقل كوم:

رباعى

آدم يې مځكي و ته را ستونه كا

په اور د غم يې سوى لړمون كا

دوزخ يې روغ كا پر مخ د مځكي

نوم يې د هغه بېلتون كا