رابرټ موګابه
رابرټ ګابریل موګابه (زوکړه: د ۱۹۲۴ زکال د فبروري ۲۱ مه – مړینه: د ۲۰۱۹ زکال د سپټمبر ۶ مه) زیمبابوې ته اړوند انقلابي او همدارنګه کیڼ اړخی ملت پاله سیاستوال و چې له ۱۹۸۰ زکال څخه یې تر ۱۹۸۷ زکال پورې د زیمبابوې د لومړي وزیر او له ۱۹۸۷ زکال څخه یې تر ۲۰۱۷ زکال پورې د ولسمشر په توګه خدمت وکړ. نوموړي له ۱۹۷۵ زکال څخه تر ۱۹۸۰ زکال پورې د زیمبابوې د افریقايي ملي اتحادیې (ZANU) او له ۱۹۸۰ زکال څخه تر ۲۰۱۷ زکال پورې د هغو د ځای ناستي ګوند، زانو – میهني جبهې ((ZANU–PF مشري وکړه. له ایډیالوژیکي پلوه هغه یو افریقايي ملت پال و چې د ۱۹۷۰مې او ۱۹۸۰مې لسیزې پر مهال مارکسېست- لینېنېست او له ۱۹۹۰مې لسیزې وروسته سوسیالېست بلل کېده. [۱]
موګابه د سویلي رودزیا سیمې د کوتاما برخې د شونا وګړو په یوه بې وزله کورنۍ کې وزېږېد. د کوتاما په کالج او په فورټ هار پوهنتون کې یې زده کړې وکړې، له دې وروسته یې په سویلي رودزیا، شمالي رودزیا او ګانا کې د ښوونځي د ښوونکي په توګه کار وکړ. موګابه چې د بریتانیا د سترواکۍ په اډانه کې په خپل وطن باندې د سپین پوستو لږکیو له حکومتولۍ ناخوښه و، مارکسېزم یې ومانه او له افریقايي ملت پالو سره یې لاس یو کړ، هغو چې د اکثریت تورپوستو تر واک لاندې د خپلواک هېواد غوښتنه یې کوله. نوموړی د حکومت ضد څرګندونو له امله په فتنه پارولو تورن شو او له ۱۹۶۴ زکال څخه تر ۱۹۷۴ زکال پورې بندي شو. له خوشي کېدو وروسته هغه موزامبیق ته وتښتېد او تر خپلې رهبرې لاندې ZANU یې رامنځته کړه چې په رودزیايي بوش جګړه کې یې د هغو پر ونډې نظارت وکړ او همدارنګه یې د ایان سمیت له سپین پوستي دولت سره مبارزه وکړه. هغه زړه نا زړه د بریتانیا د سولې په خبرو کې ونډه واخیسته، چې له امله یې د لنکستر هوکړه رامنځته شوه او له مخې یې جګړه پای ته ورسېده. د ۱۹۸۰ زکال په عمومي ټاکنو کې موګابه ZANU-PF تر بریا ورسوله، دی د هېواد لومړی وزیر شو او وروسته له هغه چې د هېواد نوم یې زیمبابوې ته واړوه د همدغه کال په وروستیو کې د هغو خپلواکي د ګڼ شمېر هېوادونو له خوا په رسمیت وپېژندل شوه. موګابه روزنیزو او روغتیايي خدمتونو ته پراختیا ورکړه او له دې سره چې نوموړي د یوې سوسیالیستي ټولنې له جوړولو سره لېوالتیا لرله خو تر ډېره پوره اصلي اقتصادي سیاستونو ته پابند و.
د نژادي پخلاینې اړوند د موګابه هڅو وه نشو کولای د سپین پوستو د مخ پر زیاتوالي کډوالۍ مخه ونیسي، په داسې حال کې چې د جاشوا نکومو تر مشرۍ لاندې د زیمبابوې د افریقايي وګړو د اتحادیې (ZAPU) سره یې اړیکې ترینګلې شوې. له ۱۹۸۲ زکال څخه تر ۱۹۸۷ زکال پورې د زیمبابوې د پوځ پنځمې ډلګۍ په متبیلیلنډ سیمه کې د عملیاتو پر مهال ZAPU ته د اړوندو مخالفینو د ځپلو د عملیاتو پر مهال د ګوکوراهوندي د عام وژنې په ترڅ کې لږ تر لږه ۱۰ زره تنه ووژل چې ډېری یې ندیبیلي ملکي وګړي و. په نړیوال ډګر کې، هغه د کانګو دویمې جګړې ته سرتېري ولېږل همدارنګه یې د ناپلوي خوځښت (۱۹۸۶-۱۹۸۹ زکال)، د افریقا د یو موټي کولو د سازمان (۱۹۹۷-۱۹۹۸ زکال) او د افریقايي اتحادیې (۲۰۱۵- ۲۰۱۶ زکال) مشري پر غاړه لرله. موګابه د استعمار د له منځه وړو په موخه په پیل کې «پېرودونکي ته د پلورونکي د لیوالتیا» پر بنسټ، بې ځمکو تورپوستو ته د سپین پوستو کروندګرو تر کنټرول لاندې ځمکو په ویشلو کار وکړ. نوموړی چې د ځمکو د وېش له لږې چټکټیا څخه ستړی شو په ۲۰۰۰ زکال کې یې د زیمبابوې تورپوستي وهڅول څو د سپین پوستو کروندې په زوره ونیسي. له دې سره د خوراکي توکو تولید په کلکه سره تر اغېز لاندې راغی او له امله یې قحطي او اقتصادي زوال رامنځته او همدارنګه پرې بهرني بندیزونه ولګول شول. د موګابه پر وړاندې مخالفتونه رامنځته شول، خو هغه وکولای شول د ۲۰۰۲، ۲۰۰۸ او ۲۰۱۳ زکال په ټاکنو کې د ټاکنیز کمپاین پر مهال له تاوتریخوالي څخه په کارخیستو، ټاکنیزو درغلیو، او همدارنګه په خپل شونا کلیوالي ټاکنیز مرکز کې د ملت پالونکي دریځ په غوره کولو ټاکنې وګټي. په ۲۰۱۷ زکال کې د هغه د ګوند غړو نوموړی د یوې کودتا په ترڅ کې له واکه ګوښه کړ او پر ځای یې مرستیال ولسمشر امرسون منانګاګوا ولسمشر وټاکه.
موګابه چې د نږدې څلورو لسیزو لپاره د زیمبابوې پر سیاستونو واک درلود یو بحث پارونکی شخصیت و. نوموړی د افریقا د آزادۍ په مبارزاتو کې د یو انقلابي اتل په توګه چې زیمبابوې یې له بریتانوي استعمار، امپریالېزم او د سپین پوستو له اقلیت حکومت څخه خلاصه کړه ستایل کېږي. منتقدین یې موګابه تورنوي چې هغه د یو دیکتاتور په توګه د ناسم اقتصادي مدیریت، پراخ فساد او همدارنګه د سپین پوستو ضد تبعیض او بشریت ضد جنایاتو په ګډون د بشري حقونو څخه د سرغړونو لامل ګرځېدلی.
انقلابي چارې
سمولچریکي جګړه: ۱۹۷۵- ۱۹۷۹ زکال
سمولد ۱۹۷۵ زکال په مارچ میاشت کې موګابه پرېکړه وکړه چې رودزیا د موزامبیق په هوډ پرېږدي څو هلته د زانو (ZANU) د چریکي عملیاتو مدیریت پر غاړه واخلي. وروسته له هغه چې ملګری یې، موریس نیاګومبو، ونیول شو، نوموړی د ځان اړوند له ورته برخلیک څخه و وېرېد، خو د رایبرو په مرسته یې ځان له دولتي چارواکو پټ کړ. وروسته رایبرو او یوې زړه سواندې راهبې له هغه او ادګار تکره سره مرسته وکړه څو ځانون موزامبیق ته په قاچاق ورسوي. موګابه دوه کاله هلته په تبعید کې پاتې شو. د موزامبیق مارکسېست ولسمشر سامورا مچل د موګابه د رهبرۍ پر وړتیاو شک درلود او ډاډمن نه و چې نوموړی د زانو د قانوني رهبر په توګه ومني. مچل نوموړي ته په کولیمان کې کور ورکړ او نوموړی یې په نسبي کورني بند کې وساته، په دې سره موګابه د سفر کولو په موخه اجازې ته اړتیا لرله. دې څه باندې یو کال وخت ونیو څو مچل ومني موګابه د ZANU مشر دی. [۲][۳][۴]
موګابه په موزابیق کې د زانو بېلابېلو کمپونو ته ولاړ څو د خپلو افسرانو ملاتړ ترلاسه کړي. د ۱۹۷۶ زکال په نیمايي کې هغه د ZANLA د پوځي افسرانو له وفاداراۍ ډاډ ترلاسه کړ او ځان یې د سمیت له رژیم سره د جګړې مخکښ رهبر ثابت کړ. د ۱۹۷۷ زکال په اګست میاشت کې د ګوند د مرکزي کمیټې په ناسته کې چې په چیمو کې جوړه شوې وه ځان یې په رسمي ډول د ګوند مشر اعلان کړ. د جګړې په اوږدو کې موګابه د ZANLA په ډېری قوماندانو شکمن و او د هغو یو شمېر یې بند ته واچول. په ۱۹۷۷ زکال کې هغه د ګوند د نظامي برخې دویم قوماندان ویلفرد مهمندا د نه ژمنتیا په تور بندي کړ. په ۱۹۷۹ زکال کې د یوې ترافیکي پېښې له امله د جوزیا تونګوګارا له مړینې وروسته دا شکونه رامنځته شول چې کېدای شي موګابه په دغه چاره کې لاس لرلی وي، خو دغه شکونه هېڅکه ثابت نه شول. [۵][۶]
موګابه ورځ تر بلې د ZANLA له هغو پوځي عملیاتو څخه بې خبره پاتې کېده چې تونګوګارا ته یې سپارلي و. د ۱۹۷۶ زکال په جنوري میاشت کې ZANLA د لومړي ځل لپاره ۱۰۰۰ چریکي جنګیالي له موزامبیق څخه په تېرېدو زیمبابوې ته ولېږل څو د سپین پوستو په کروندو او پلورنځایونو برید وکړي. د دغې چارې په غبرګون کې سمیت له ۳۵ کلونو عمر څخه ټولو کم عمر لرونکو وګړو څخه کار واخیست او د رودزیا پوځ یې ۵۰ سلنه زیات کړ. ZANLA ګڼ شمېر سپین پوستي ځمکه لرونکي اړ کړل څو خپلې کروندې پرېږدي. د هغوی له تورپوستو کارکوونکو څخه چې اوس بېکاره شوي و په زرګونو تنه یې له ZANLA سره یولاس شول. په ۱۹۷۹ زکال کې ZANLA داسې وضعیت ته ورسېد چې کولای یې شو د رودزیا په ګڼ شمېر ښارونو برید وکړي. د جګړې په اوږدو کې لږ تر لږه ۳۰ زره تنه ووژل شول. د دغو سیمو د پراخه نفوس پر نسبت، سپین پوستو ته زیات تلفات واوښتل او چریکي جنګیالي د لسیزې په وروستیو کې بریالي شول.
موګابه تبلیغاتي جګړې، منظمو ویناوو او راډیویي خپرونو ته مخه کړه. په دغو کې نوموړي ځان مارکسېست – لینېنېست معرفي کړ او په ډېرې جذبې سره به یې د مارکسېست، لینېنېست انقلابیونو لکه ولادمیر لینېن، ژوزف ستالین او فیډل کاسټرو اړوند یادونه کوله. د نوموړي د مارکسېستي لیدلورو سربېره له شوروي استازو سره د هغه ناستو کومه پایله نه لرله، ځکه هغوی د نکومو پر مشرۍ په انقلابي مبارزه ټینګار درلود. د چین د خلکو له جمهوریت سره یې اړیکې کلکې وې، ځکه د چین مارکسېست دولت له هېڅ شرط پرته د ZANLA تسلیحاتي اړتیاوې پوره کولې. نوموړي همدارنګه د یو شمېر لویدیځو هېوادونو د ملاتړ ترلاسه کولو په موخه په موزامبیق کې د لویدیځو هېوادونو سفارتونو ته ولاړاو د سویس او ایټالیا په څېر لویدیځو هېوادونو او همدارنګه یو شمېر مارکسېستي حکومت لرونکو هېوادونو لکه شوروي اتحاد، چین، شمالي کوریا، ویتنام او کیوبا ته یې سفرونه وکړل. [۷][۸][۹][۱۰]
سرچينې
سمول- ↑ مېريام وېبسټر Mugabe
- ↑ Meredith 2002، م. 4.
- ↑ Blair 2002، م. 23.
- ↑ Meredith 2002، م. 5.
- ↑ Blair 2002، م. 24.
- ↑ Smith او Simpson 1981، م. 81.
- ↑ Smith او Simpson 1981، مم. 115–116.
- ↑ Blair 2002، م. 10.
- ↑ Smith او Simpson 1981، م. 109.
- ↑ Smith او Simpson 1981، م. 100.