د (۱۳۱۵ -۱۳۱۷ز کال) ستره وچکالي

د ۱۳۱۵-۱۳۱۷ز کال ستره وچکالي چې ځيني وختونه يې نېټه له ۱۳۱۵ څخه تر ۱۳۲۲ز کال پورې ګڼل کېږي، د هغه پراخه کچې کړکېچونو د لړۍ لومړنی کړکېچ و، چې د ۱۴ پېړۍ په لومړيو کې يې اروپا وځپله. د اروپا ډېری برخه يې اغېزمنه کړه، چې ختيځ کې تر روسيې او سويل لور ته تر ايټاليې پورې غځېده. وچکالي د څو کالونو په اوږدو کې د زياتو مړينو لامل شوه او له ۱۱ پېړۍ څخه تر ۱۳ پېړۍ پورې د ودې او هوساينې دورې روښانه پای يې په نښه کړ. [۱][۲]

ستره وچکالي د ۱۳۱۵ز کال پسرلي کې په د هوا په ناسمو حالاتو سره پيل شوه. د حاصلاتو پاتې راتګ يا ناکامۍ له ۱۳۱۶ز کال څخه په ۱۳۱۷ز کال کې د اوړي تر درمند يا حاصل پورې دوام وکړ او اروپا تر ۱۳۲۲ز کال پورې په بشپړ ډول بېرته لومړني حالت ته راونه ګرځېده. ستونزه يوازې د حاصلاتو کمښت نه و، د څارويو ناروغي د پسونو او غواګانو په شمېر کې د ٪۸۰ کموالي لامل شوه. دا دوره د جرم، ناروغۍ، ډله ييزې مړينې او ان د ورته نوعې د غوښې خوړې او د ماشوم وژنې د پراخه کچو له مخې په نښه شوې وه. کړکېچ کليسا، دولت، اروپايي ټولنې او په ۱۴ پېړۍ د څارلو په موخه راتلونکو لويو بدبختيو لپاره پايلې درلودې.

شاليد

سمول

د منځنيو پېړۍ اروپا کې وچکالۍ اشنا يا پرله پسې پېښېدنې وې. د بېلګې په ډول: د ۱۴ پېړۍ پر مهال ۱۳۰۴، ۱۳۰۵، ۱۳۱۰ او ۱۳۱۵-۱۳۱۷ز (ستره وچکالي)، ۱۳۳۰ – ۱۳۳۴ز، ۱۳۴۹ – ۱۳۵۱ز، ۱۳۵۸ – ۱۳۶۰ز، ۱۳۷۱ – ۱۳۷۵ز او ۱۳۹۰ز کال کې د فرانسې پاچاهۍ کې سيمه ييزې وچکالۍ پېښې شوې. د انګليستان پاچاهۍ کې چې د سترې وچکالۍ له لورې اغېزمنه شوې تر ټولو نېکمرغه پاچاهي وه، ۱۳۲۱، ۱۳۵۱ او ۱۳۶۹ز کال کې په کې نورې وچکالۍ هم پېښې شوې وې. د ډېری خلکو لپاره زياتره وخت پوره خوراکي توکي نه وو او تر زوړ عمر پورې د ژوندي پاتې کېدلو په موخه ژوند يو څه لنډ او لکه د ژوي مبارزه وه. د انګليستان د شاهي کورنۍ په اړه د رسمي اسنادو له مخې ټولنه کې د غوره پرېکون يا ناوړه حالت يوه بېلګه چې اسنادونه يې په اړه ساتل شوي وو دا وه، چې په ۱۲۷۶ز کال کې د د زېږون پر مهال د ژوند منځنۍ يا اوسط تمه ۳۵،۲۸ کالونه وه. د ۱۳۰۱ او ۱۳۲۵ز کالونو تر منځ د سترې وچکالۍ پر مهال ياده منځنۍ يا اوسط ۲۹،۸۳ کالونه و، په داسې حال کې چې د ۱۳۴۸ او ۱۳۷۵ز کالونو تر منځ د وبا يا طاعون پر مهال يې منځنۍ کچه يوازې ۱۷،۳۳ کالونه وه. ذکر شوې کچې د ۱۳۴۸ او ۱۳۷۵ز کالونو تر منځ د نفوس نږدې ٪۴۲ کمښت په ګوته کوي. [۳][۴]

د منځنيو پېړيو د معتدله دورې “Medieval Warm Period” (له ۱۳۰۰ کال څخه مخکې دوره) پر مهال د اروپا نفوس د مخکينيو دورو په پرتله بې اندازې زيات شو او هغو کچو ته ورسېد، چې بيا ځلي تر ۱۹ پېړۍ پورې له بلې کومې سيمې نه پرتله کېده. په حقيقت کې د فرانسې کليوالي سيمې تر نن ورځې پورې د ۱۴ پېړۍ د پيل په پرتله لا هم لږ مېشتې دي. د غنمو د حاصل نسبتونه (د هغو تخمونو شمېر چې د هر کرل شوي تخم له مخې يې يو څوک راټول (درمند) او مصرفولی شي) له ۱۲۸۰ز کال راهيسې مخ په غورځېدو وو او د خوراکي توکو بيې ورځ تر بلې زیاتېدلې. له مناسبو حاصلاتو څخه وروسته به يې نسبت تر ۷:۱ پورې لوړېده، مګر له نامناسبو حاصلاتو څخه وروسته تر ۲:۱ نسبت پورې ښکته و؛ په دې معنا چې له هر کرل شوي تخم څخه دوه تخمونه تر لاسه کېدل، چې يو به يې د راتلونکي کال د تخم لپاره او يو به يې خواړو لپاره و. د پرتلنې له مخې معاصره کرنه د ۳۰:۱ يا له دې څخه هم زيات نسبتونه لري. [۳]

د سترې وچکالۍ پيل د منځنيو پېړيو د معتدلې دورې “Medieval Warm Period” پای وڅاره. د ۱۳۱۰ او ۱۳۳۰ز کالونو تر منځ شمالي اروپا د منځنيو پېړيو د هوا د ناسمو حالاتو د ځينو خورا ناوړه او دوام لرونکو دورو شاهده وه، چې د ژمي د سختو او د اوړي د باراني او يخو موسمونو له مخې مشخص کېږي. ستره وچکالي ښايي د يوې اورغورځونکې پېښې له امله رامنځته شوې وي. د هوا حالاتو د بڼې بدلون، د کړکېچونو پر وړاندې د مبارزې په برخه کې د منځنيو پېړیو د حکومتونو نه وړتيا يا بې کفايتۍ او په تاريخي لوړې کچې دا داسې يو وخت يا دوره کړه، چې د خوراکي توکو توليد کې د تېروتنې لپاره په کې د اټکلي زيان لپاره لږه زېرمه وه. [۳][۵]

ستره وچکالي

سمول

د ۱۳۱۵ ز کال پسرلي کې د اروپا په ډېره برخه کې د عادت خلاف دروند باران پيل شو. د پسرلي او اوړي په اوږدو کې باران ورېدلو دوام وکړ او د تودوخې درجه سړه پاتې شوه. د دې ډول حالتونو له مخې غلې دانې ونه شوې رسېدلې، چې د غلې حاصل د پراخه کچې پاتې والي لامل شو. غله د وچولو په موخه په سماوار وزمه او نورو لوښو کې دننه راوړل کېده. څارويو لپاره وچ واښه او بوس نه پوره کېدل، نو د همدې له امله د کورنيو ژويو لپاره خوراکي توکي نه وو. د انګليستان په يارکشاير او نوتينګام کې ټيټې ځمکې سيلابونو وېوړې، په داسې حال کې چې يارکشاير کې پر فوس سيند “River Foss” باندې جوړ شوي ډنډونه له منځه تللي وو. [۶]

د خواړو بيه مخ په لوړېدو شوه. د پسرلي او د اوړي د نيمايي تر منځ انګليستان کې بيې دوه برابره شوې. مالګه چې د غوښتې درملنې او ساتنې لپاره يوازينۍ لاره وه، تر لاسه کول يې ځکه ستونزمن وو، چې مالګوبی يا تروې اوبه په لنده هوا کې په ګټور ډول بخار باندې نه شوې بدلېدلی. بيه يې له ۳۰ تر ۴۰ شلينګ پورې زياته شوه. لورين کې د غنمو بيې ۳۲۰ سلنه پورته شوې، چې کروندګرو لپاره يې د ډوډۍ کارول ناشوني کړل. د اوږدې مودې بېړينو حالتونو لپاره د غلو دانو زېرمې په شاهي کورنۍ، بادارانو، اشرافو، شتمنو سوداګرو او کليسا پورې تړلې وې. د نفوس د عمومي زياتو شويو فشارونو له امله ان له منځنۍ کچې ښکته حاصلات په دې معنا وو، چې ځيني خلک به لوږه تېروي او نژدې و، چې حاصلات له پاتې راتګ سره مخامخ شي. خلکو په ځنګلونو کې د خوراک وړ حيواني ريښو، واښو، زڼو او د ونې د پوستکي راټولول پيل کړل. [۷]

يو شمېر مستندې پېښې د وچکالۍ کچه ښيي. د انګليستان دويم ايډوارډ “Edward II of England” د ۱۳۱۵ز کال د اګسټ په ۱۰ نېټه سينټ البانس “St Albans” کې ودرېد او د خپل ځان او ملګرو لپاره يې د ډوډۍ موندلو کې ستونزه درلوده؛ دا يو له خورا لږ پېښېدونکو موکو څخه وه، چې د انګليستان پاچا په کې د ډوډۍ خوړلو توان نه درلود. په برېسټول کې د ښار تاريخ ليکونکو راپور ورکړ، چې هلته په ۱۳۱۵ز کال کې داسې مرګونې ستره وچکالي وه، چې د مړي د ښخولو لپاره په کې ژوندي کمېدلی شول، د اسونو غوښه او د سپيانو غوښه غوره غوښه ګڼل کېده او ځينو خپل ماشومان وخوړل. په بندخونه کې پراته غله يې داسې وڅېرل او ټوټه ټوټه يې کړل، لکه نوي چې بندخونې ته اچول شوي وي او نيمه ژوندي يې وخوړل. [۸][۹]

فرانسې د لسم لوی په مشرۍ پر فلاندرانو “Flanders” باندې د بريد هڅه وکړه، مګر د نيدرلينډ په ټيټو پرتو سيمو کې ځمکو اوبه راښکلې وې، چې له امله يې فوځ ډوب او شاتګ ته اړ شو، چې خپلې زېرمې يا سامانونه يې د پرېښودلو ځای کې ځکه وسوځول، چې بېرته يې له ځان سره نه شول لېږدولی. [۱۰]

د ۱۳۱۶ز کال پسرلي کې د اروپا پر هغو وګړو باندې باران ورېدلو دوام وکړ، چې د ځان ساتلو په موخه له انرېۍ او زېرمو څخه بې برخې وو. له اشرافو څخه تر کروندګرو پورې د ټولنې ټولې برخې اغېزمنې شوې وې، مګر کروندګر په ځانګړي ډول اغېزمن شول، چې د نفوس ۹۵٪ يې جوړوله او د خوراکي توکو زېرمې يې نه درلودې. د يو څه مرستې او هوساينې د برابرولو په موخه راتلونکی د څارويو د حلالولو، د تخم د غلو دانو د خوړلو، د خپلو ځانونو د ساتنې په موخه د ماشومانو پرېښودلو او د زړو خلکو په منځ کې په خپله خوښه خواړه نه خوړل او هغه د ژوندي پاتې کېدلو په موخه ځوان نسل ته ورکولو له مخې ګرو شوی و. د وخت تاريخليکونو د خپل جنس غوښې خوړنې د زياتو پېښو يادونه وکړه، که څه هم يو څوک هيڅکله نه شي ويلی، چې دا ډول خبره په ساده ډول د اوازې خپرولو يوه موضوع نه وه. [۱۱]

سرچينې

سمول
  1. Lucas, Henry S. (October 1930). "The great European Famine of 1315, 1316, 1317". Speculum. 5 (4): 343–377. doi:10.2307/2848143. JSTOR 2848143. S2CID 161705685.
  2. W. Mark Ormrod (2008). "England: Edward II and Edward III". In Michael Jones (ed.). The New Cambridge Medieval History. Vol. 6. Cambridge University Press. p. 273.
  3. ۳٫۰ ۳٫۱ ۳٫۲ Ruiz, Teofilo F. "Medieval Europe: Crisis and Renewal". An Age of Crisis: Hunger. The Teaching Company. ISBN 1-56585-710-0.
  4. Note: the average life expectancy figures are inclusive of child mortality, which was naturally high compared to that during the modern era, even during non-famine years.
  5. Cantor, Norman L. (2001). In the wake of the plague: the Black Death and the world it made. New York: Free Press. p. 74. ISBN 978-0-684-85735-0.
  6. Lucas, Henry S. (1930). "The Great European Famine of 1315, 1316, and 1317". Speculum. 5 (4): 346. doi:10.2307/2848143. ISSN 0038-7134. JSTOR 2848143. S2CID 161705685. Archived from the original on 25 April 2016. نه اخيستل شوی 25 May 2021.
  7. "Famine of 1315". Medieval Sourcebook. Fordham University. Archived from the original on 26 August 2011. نه اخيستل شوی 1 November 2010.
  8. Evan T. Jones (ed.), 'Bristol Annal: Bristol Archives 09594/1' (Bristol Record Society, 2019), https://www.bristol.ac.uk/Depts/History/bristolrecordsociety/publications/BA09594-1transcription.pdf Archived 25 January 2021 at the Wayback Machine.
  9. Warner, Kathryn (28 January 2009). "Edward II: The Great Famine, 1315 to 1317". Edward II. Archived from the original on 8 July 2011. نه اخيستل شوی 1 November 2010.
  10. Goldberg, Fred. "Climate Change in the Recent Past" (PDF). Frontier Centre for Public Policy. Archived (PDF) from the original on 7 August 2010. نه اخيستل شوی 1 November 2010.
  11. Nelson, Dr. Lynn H. "The Great Famine and the Black Death 1315–1317, 1346–1351". Lectures in Medieval History. WWW Virtual Library. Archived from the original on 29 April 2011. نه اخيستل شوی 7 November 2010.