د ۲۱مې پېړۍ سوسیالیزم
د ۲۱مې پېړۍ سوسیالیزم د (هسپانوي: socialismo del siglo XXI) د (جرمني: Der Sozialismus des Jahrhunderts )سوسیالیستي اصولو تفسیر دی، چې لومړی یې د الماني ټولنپوه او سیاسي شنونکي هینزډیټیریچ له خوا ملاتړ شوی او د لاتینې امریکا د یو شمېر مشرانو له خوا اخیستل شوی دی. ډایټریچ په ۱۹۹۶ز کال کې استدلال وکړ، چې د آزاد بازار صنعتي پانګوالیزم او د ۲۰مې پېړۍ سوسیالیزم دواړه د بشریت دبېړنیو ستونزو لکه: فقر، لوږې، د کار استحصال، اقتصادي ظلم، جنسیت، نژاد پالنې، د طبیعي زیرمو ویجاړولو او د رښتینې ډیموکراسۍ د نشتوالي په حل کې پاتې راغلي دي. د۲۱مې پېړۍ سوسیالیزم، دیموکراتیک سوسیالیستي عناصر لري، خو د۲۱مې پېړۍله مارکسیستي سوسیالیزم سره هم ورته والی لري.[۱][۲]
هغه رهبران چې د سوسیالیزم د دې بڼې ملاتړیې کړی؛ د وینزویلا هوګو چاویز، د ارجنټاین نیستور کرچنر، د اکوادور رافیل کوریا، د بولیویا ایو مورالز او د برازیل لویز اناسیو لولا دا سلوا په کې شامل دي.د سیمهییزو ځانګړو تاریخي شرایطو له امله د ۲۱مې پېړۍ سوسیالیزم تر ډېره په نورو هېوادادونو کې د سوسیالیزم له پخوانیو غوښتنلیکونو سره توپیر لري، چې لوی توپیریې د اغېزناک اقتصادي پلان کولو د پروسې لپاره هڅې دي.[۳][۴]
تاریخي بنسټونه
سمولد۲۰مې پېړۍ په وروستیو کې د پیسو د نړیوال صندوق په مشرۍ د یو لړ ساختماني سمون پورونو او د پور له بیا تنظیم کولو وروسته لاتینې امریکا په نابرابرۍ کې د پام وړ زیاتوالی تجربه کړ. د ۱۹۹۰ز او ۱۹۹۹ز کلونو ترمنځ د ګیني کوفیشینټ د عاید یا شتمنۍ په وېش کې د نابرابرۍ اندازه، کابو د لاتیني امریکا په هر هېواداد کې لوړه شوه. همدارنګه بې ثباته نرخونه او انفلاسیون د ناخوښۍ لامل شوي دي. په ۲۰۰۰ز کال کېیوازې ۳۷٪ لاتیني امریکایان د دویله ډیموکراسۍ خوښ وو (د اروپایانو په پرتله ۲۰ ټکي کم او د فرعي سهارا افریقایانو په پرتله ۱۰ټکي کم). په دې شرایطو کې د کیڼ اړخوټولنیزو-سیاسي خوځښتونوڅپې چې د ګلابي څپو په نامه یادېږي، د ځایی حقونو، کوکلیروز، د کارګرانو حقونو، د ښځو حقونو، د ځمکې د حقونو او ښوونیزو اصلاحاتو په استازیتوب راڅرګند شو، چې بالاخره یې د سوسیالیستي مشرانو د ټاکنو لپاره ګړندیتوب چمتو کړ. [۵][۶][۷]
د۲۱مې پېړۍ سوسیالیزم، د کمونیستي حکومتدارۍ دسیمه ییزو دودونو او د سلواډور الند، فیډل کاسټرو،چیګوارا او د سانډینیسټا ملي آزادۍ جبهې په ګډون د لاتینې امریکا پخوانیو سوسیالیستي او کمونیستي حرکتونو ته اشاره کوي.[۸]
نظري اصول
سمولد ډیټریچ په وینا: د سوسیالیزم دا بڼه له دې امله انقلابي ده، چې موجوده ټولنه د کیفیت له پلوه توپیر لري، خو پروسه باید په خپله تدریجي او بېتشدده وي، د ډیموکراسۍ پرځای د ځواک، تعلیم، د ټولنې په اړه د ساینسيپوهې او د نړیوالې همکارۍ د خوندي کولو لپاره کارېږي. ډایټریچ د پوسټ کپیټلزم تمدن په اړه په نوي واقعیت کې د څلورواساسي بنسټونو د جوړولو وړاندیز کوي:[۹]
- مساوي اقتصاد د مارکس د اقتصادي کار د ارزښت د نظریې پر بنسټ او په ډیموکراتیک ډول د هغو کسانو له خواټاکلکېږي، چې د بازار د اقتصاد د اصولو پر ځای په مستقیم ډول ارزښت رامنځته کوي.
- ډیموکراسي تر ډېره د مهمو ټولنیزو پوښتنو په اړه د پرېکړې کولو په موخه ټولپوښتنه کاروي.
- د اقليتونو د حقونو له مناسبې ساتنې سره د اساسي دولت ډيموکراسي.
- هغه اتباع چې مسؤل، منطقي او پر ځان متکي وي.
د لاتینې امریکا غوښتنلیک
سمولسیمهییز ادغام
سمولد۲۱مې پېړۍ د سوسیالیزم ماډل د لاتینې امریکا او کارابین هېوادادونو ترمنځ اقتصادي او سیاسي ادغام هڅوي. دا تر ډېره د شمالي امریکاله نفوذ سره په مخالفت کې وي. سیمهییز سازمانونه لکه ALBA، CELAC، Mercosur او UNASURله لاتینې امریکا سره همکارۍ ته وده ورکوي او د شمالي امریکا هېوادادونه خارجوي. ALBA په ښکاره ډول د ۲۱مې پېړۍ له سوسیالیزم سره تړاو لري، په داسې حال کې چې نور سازمانونه پر اقتصادي ادغام تمرکز کوي، ALBA د هغو هېوادادونو ترمنځ ټولنیز، سیاسي او اقتصادي ادغام ته وده ورکوي، چې د ډیموکراتیک سوسیالیزم غړیتوب لري. د دېجوړېدل د جورج ډبلیو بوش له هڅو سره په مستقیم مخالفت کې اعلان شول، چې د امریکا د آزادې سوداګرۍ ساحه رامینځته کړي، چې متحده ایالات په کې شامل دي. په ۲۰۰۸ز کال کې ALBAیو پولي اتحادیه معرفي کړه، چې د SUCRE د سیمهییزو اسعارو په توګه یې کاروي.
د بولیوریا بهیر
سمولد وینزویلا پخواني ولسمشر هوګو چاویز په وینزویلا کې د ټولنیزو اصلاحاتو یو بهیر پیل کړ، چې د بولیوریا د انقلاب په نوم یادېږي. دا کړنلاره د هاینز دیتیریچ د نظریو په پرتله د استوان میزاروس، مایکل لیبویتز او مارتا هارنیکر (چې د ۲۰۰۴ او۲۰۱۱ز کلونو ترمنځ د چاویزمشاور و) له نظریو تر ډېره بریدهاغېزمنه ده. دا پروسه د لاتیني امریکا د ازادۍ غوښتونکي سیمون بولیوار نوم اخلي او د بولیوریازم معاصره بېلګه ده.
بوین ویویر
سمولتر ډېره د ښه ژوند یا ښه ژوند کولو لپاره ژباړل شوی، د بوین ویویر مفهوم د طبیعي حقونو او د طبیعت د حقونو لپاره له حرکت سره تړاو لري. دا د یوېټولنې د غړي په توګه په دوامداره توګه پر ژوند کولو تمرکز کوي، چې انسانان او طبیعتدواړه پکې شامل دي. بوین ویویر د ایکوادورد ۲۰۰۸ز کال په اساسي قانون کې د نوي لیبرالد پرمختګ لپاره د بدیل په توګهځای په ځای شوی. اساسي قانون یو لړ حقوق بیانوي، چېیویې د طبیعت حقونه دي. د دې حقونو له تاکید سره سم بوین ویویر هڅه کوي، چې د طبیعت او انسانانو ترمنځ اړیکې په یو بایو-پلورستیک نظر بدل کړي، د طبیعت او ټولنې ترمنځ جلاوالی له منځهیوسي. دا طریقه د Yasuní-ITT په نوښت کېپلي شوې ده.بوین ویویر کله ناکله په شریک اقتصاد کې د ګډ مصرف په توګهافاده کېږي او دا اصطلاح په چټکۍ سره د طبیعي،ټولنیزېیا انساني پانګې د مختلفو بڼو لپاره نړۍ ته د کتلو په موخه کارېږي. [۱۰][۱۱][۱۲][۱۳]
استبدادیزم
سمولنقدکوونکي ادعا کوي، چې په لاتینې امریکا کې د ۲۱مېپېړۍ سوسیالیزم د استبداد لپاره د مخ په توګه کار کوي. د هوګو چاویز په څېر د شخصیتونوروحاني جذبه او د «هېواداد، سوسیالیزمیا مرګ!» په څېر شعارونه د لاتینې امریکاله پخوانیو دیکتاتورانو او کاډیلو سره پرتله کول دي. د هارورډ پوهنتون د سټیون لیویټسکي په وینا: « یوازېترتېرو دیکتاتوریو لاندې ولسمشران د ژوند لپاره بیاټاکل شوي وو»، لیویټسکي دا هم وویل: په داسې حال کې چې لاتینې امریکاډیموکراسي تجربه کړې، خلکو په تېر کې د دیکتاتورۍ له امله له «غیرمستقیم بیا انتخاب» سره مخالفت وکړ. « لیویتسکي بیایادونه وکړه: «په نیکاراګوا، وینزویلا او اکوادور کې بیاټاکنېله۱۰۰ کلنو پخوانیو ورته ستونزو سره تړاو لري». واشنګټن پوسټپه ۲۰۱۴ز کال کې دا هم ویلي چې« د بولیویا ایو مورالیس، د نیکاراګواډینیل اورټیګا او د وینزویلا وروستي ولسمشر هوګو چاویز د رایې ورکولو صندوق د اصطلاح د محدودیتونو دکمزورلو یاله منځه وړلو لپاره کارولی و».[۱۴][۱۵][۱۶]
په۲۰۱۵ ز کال کې، کله چې په وینزویلا کې د بولیوریا د انقلاب پر مهال اقتصادپوه وټاکل شو، اوس یې په۲۰۱۳ز کال کې د چاویز له مړینې وروسته د نیکولاس مادورو په مشرۍ له استبدادي رژیمنه دیکتاتورۍ ته وده ورکړه؛ځکه چې د اپوزیسیون سیاستوال د حکومت د کمزوري کولو د دسیسې په تور زنداني شوي وو، تاوتریخوالی په پراخه کچه و او د اپوزیسیون رسنۍ بندې شوې. د ۲۱مې پېړۍ د سوسیالیستي غورځنګ له خوا د چاویز او نورو لاتیني امریکا د مشرانو په اړه د لوېدیځو رسنیو پوښښ د دوی د پلویانو او د کیڼ اړخو رسنیو د منتقدینو له خوا غیر عادلانه بلل شوی دی.[۱۷][۱۸][۱۹]
سرچينې
سمول- ↑ Heinz Dieterich: Der Sozialismus des 21. Jahrhunderts – Wirtschaft, Gesellschaft und Demokratie nach dem globalen Kapitalismus, Einleitung Socialism of the 21st Century – Economy, Society, and Democracy in the era of global Capitalism, Introduction.
- ↑ Burbach, Roger; Fox, Michael; Fuentes, Federico (2013). Latin America's Turbulent Transitions. London: Zed Books. ISBN 9781848135697.
- ↑ Burbach, Roger; Fox, Michael; Fuentes, Federico (2013). Latin America's Turbulent Transitions. London: Zed Books. ISBN 9781848135697.
- ↑ کينډۍ:Cite conference
- ↑ ECLAC (2002). "Economic Commission for Latin America and the Caribbean". Social Panorama of Latin America 2000-2001: 71.
- ↑ "Encuesta Latinobarómetro 1999-2000". بياځلي په 3 May 2013.
{{cite web}}
: CS1 errors: archive-url (link) CS1 errors: unsupported parameter (link) - ↑ Burbach, Roger; Fox, Michael; Fuentes, Federico (2013). Latin America's Turbulent Transitions. London: Zed Books. ISBN 9781848135697.
- ↑ Burbach, Roger; Fox, Michael; Fuentes, Federico (2013). Latin America's Turbulent Transitions. London: Zed Books. ISBN 9781848135697.
- ↑ Heinz Dieterich: Der Sozialismus des 21. Jahrhunderts – Wirtschaft, Gesellschaft und Demokratie nach dem globalen Kapitalismus, Einleitung Socialism of the 21st Century – Economy, Society, and Democracy in the era of global Capitalism, Introduction.
- ↑ Regine Cochrane, "Climate Change, Buen Vivir, and the Dialectic of Enlightenment: Toward a Feminist Critical Philosophy of Climate Justice," Hypatia, vol. 29, no. 3 (Summer 2014), pp. 576-598.
- ↑ Gudynas, Eduardo. 2011. Buen Vivir: Today's Tomorrow Development 54(4):441-447.
- ↑ SENPLADES. 2009 National Plan for Good Living Archived 2016-03-04 at the Wayback Machine.. Electronic document. Retrieved May 2012.
- ↑ Balch, Oliver (2013). "Buen vivir: the social philosophy inspiring movements in South America". The Guardian. بياځلي په 18 May 2015.
- ↑ "Venezuela after Chávez: Now for the Reckoning". The Economist. 9 March 2013. بياځلي په 4 May 2013.
- ↑ Miroff, Nick (15 March 2014). "Ecuador's popular, powerful president Rafael Correa is a study in contradictions". The Washington Post. بياځلي په 10 July 2015.
- ↑ "Does Ecuador's leader aspire to a perpetual presidency?". The Christian Science Monitor. 11 April 2014. بياځلي په 10 July 2015.
- ↑ "Oliver Stone Interview: There's a Specter Haunting Latin America, the Specter of 21st Century Socialism".
- ↑ Hart, Peter. "NYT Debates Hugo Chavez- Minus the Debate". Fairness and Accuracy in Reporting (FAIR). بياځلي په 4 May 2013.
- ↑ "A slow-motion coup. The authoritarian regime is becoming a naked dictatorship. The region must react". The Economist. 28 February 2015. بياځلي په 12 June 2015.