د یونان ستر فيلسوف سقراط

د یونان بل ستر فیلسوف

سقراط

د غرب د فلسفې د سرګذﺷﺖ ﭘﻪ ﻫﮑﻠﻪ ﻫﺮ ﮐﻮﺷﺶ ﺑﺎﻳﺪ له لرغوني یونان نه پيل شي، نه یوازې لومړني فیلسوناف بلکې د غرب ستر فلاسفه هم د دوئ له منځه راپورته شوي دي. د چا نوم چې له ټولو اشنا دی هغه سقراط دی چې له ميلاده ۹۳۳ کاله مخکې له نړۍ تللی، خو له هغه مخکې هم په یونان کې نور برجسته فلاسفه ول لکه #فيثاغورث او #هراکليتوس چې ډیر مشهور دي او همدا راز نور چې له دوی کم نه ول له ټولو لومړی طالس وو چې په شپږمه پېړۍ  ق-م ځلیده.

له سقراطه مخکې ټول فيلسوفان په دې کې ګډ ول چې غوښتل يې د طبيعت مبدأ پيدا کړي، د نن په ژبه ستورپيژندنې (نجوم) یا علم ته له یوې خوا او فلسفې ته يې له بلې خو يو ډول توجه کوله، خو په دوی کې سقراط وو چې له دی هغوا نورو مسايلو ته ور وخوځېد ځکه پوهېده چې له دې مسايلو ډېر څه چې موږ ورته اړ يو هغه دا دي چې څنګه ژوند وکړو نه دا چې طبيعت څنګه عمل کوي، او د ژوند د اصولو له ټاکلو پورته لازمه ده چې لومړی اخلاقي مسايلو ته ورسیږو. ترکومه ځایه چې موږ پوهېږو هغه هېڅ ونه ليکل او ټول تعليمات یې شفاهي القا کړل، له سقراطه څخه مخکې د حکماوو هېڅ یوه ليکنې هم مستقيماً تر موږ پورې نه دي رارسېدلي. د هغو فيلسوفانو په اړه اطلاعات چې موږ يې نوم واخيست په دوهم لاس منابعو او د نورو د آثارو په خبرو پورې محدود دي. په دې منابعو کې نسبتاً اوږدې ليکنې او بعضې مستقيم اقوال هم ليدل کېدل. افلاطون د لرغوني یونان یوازينی عالم وو چې لیکنې يې اوس وخت هم له موږ سره شته دي نو لامل یې د سقراط شاګرد وو، په حقیقت کې د سقراط په باب موږ ته رارسېدلي ډيری اطلاعات د همده له ليکنو اخيستل شوي دي. بې له شکه چې افلاطون د ټولو اعصارو او پيړيو د لویو فيلسوفانو له جملې او د ځينو په اند تر ټولو لوی فيلسوف وو، نو راځئ چې په دې اړه ډيرو مالوماتو لپاره له ميلاده ۹۳۳ کاله مخکې د سقراط د مرګ نيټه او د افلاطون د ليکنو د شروع وخت ته وګرځو.

کله چې سقراط مړ شو افلاطون یوديرش کلن وو او یو اتيا کاله و اوسېد، په دغه نيمه پيړۍ کې يې په آتن کې د وخت د مشهورې مدرسې اکاډميا په تأسيس لاس پورې کړ، دا مدرسه د هغه څه لومړنی شکل وو چې نن ورځ يې موږ پوهنتون بولو، په دغه وخت کې يې د هغه آثار هم وليکل، تقريباً د دغه آثارو ټول يې د خبرواترو او مکالمې په شکل ليکل شوي دي، او د بېلابېلو اشخاصو له لوري مختلف استلالونه پکې اورېدل کېږي چې یو پکې تقريباً همیشه سقراط دی، ټولې نه خو ډيری خبرې د هغه کسانو په نامه دي چې له سقراط سره مجلس کوي، په دوی کې یو فايدون دی، بل لاخس، بل ائوسوفرون، بل ثيای تئوس، بل پارمنيدس، بل تيمايوس او همداسی تر اخره... دغسې شل مکالمې زموږ په لاس کې شته چې ځينې يې د شل صفحو ځينې يې آن تر اتيا او یو دوه خو يې بيا تر درې سوه پاڼو پورې رسیږي.

ددغه مکالماتي پارو مشهورې يې جمهوري او مېلمستيا دي چې ژباړې يې دا وخت د هرچا د لاسرسي وړ دي ❊، تر ټولو برجسته هغه يې نه یوازې د فلسفې ستر آثار دي بلکې د ادبياتو شهکارونه حسابیږي. افلاطون هم متفکر وو او هم هنرمند، او ليکنې يې هنري شکل او ډراماتيک ارزښت لري او ډيری علما بلخصوص په کيمبريج پوهنتون کې د لرغونی فلسفی استاد پروفيسر مايلز برنبيټ په دې عقيده دی چې هيچا په یونان کې په دومره ښکلا او خوبۍ سره نثر نه دی ليکلی.

❊ په خفګان سره بايد ووایو چې د افلاطون ليکنې په پښتو ژبه تر دې وخته نه دي چاپ شوي خو په فارسي يې بيا ټولې ليکنې ژباړل شوي او ځينې خو حتا مکرر هم چاپ شوي دي، په فارسي ليکوالانو کې خدای بښلي محمدعلي فروغي تقريباً لومړنی کس وو چې د ده بعضې آثار یې فارسي ته وژباړل او ډاکټرحسن لطفي خو يې بيا د آثارو مجموعه فارسي ته وژباړله په اردو يې هم ليکنې په پراخه پيمانه موندل کيږي او همداسې زموږ د ګاونډ ټولو ژبو دغه برخې ته خاصه توجه کړې ده خو په پښتو کې دغه نيمګړتيا لا هم نيمګړتيا پاتې ده.