د یونان بهرنۍ اړیکې

په سیمه کې د سویل ختیځې اروپا د یوه زاړه یورو-اټلانټیک غړي هېواد په توګه، یونان له اروپا، اسیا، منځني ختیځ او افریقا سره د خپل سیاسي او جغرافیايي نږدې والې له امله د یوه منځني ځواک په توګه له خپل جیوپولیټیکي رول څخه خوند اخلي. د دې هېواد اصلي متحدین عبارت دې له: د امریکا متحده ایالات، بریتانیا، فرانسه، ایټالیا، قبرس او د اروپايي ټولنې او ناټو پاتې دولتونه.

یونان همداشان له ارمنستان، البانیا، مصر، لبنان، عرب متحده اماراتو، شمالي مقدونیې، سعودي عربستان، صربستان، سویس سره پیاوړي ډیپلوماتيکي اړیکې ساتي په داسې حال کې چې په ورته وخت کې هڅه کوي چې خپلې دا ښې اړیکې له عربي نړۍ، قفقاز هېوادونو، چین، هند، سویلي کوریا، جاپان، منګولیا، ویتنام، فیلیپین، سویلي افریقا او د افریقايي ټولنې، عرب لیګ، بریکس، CELAC او نارډیک شورا سره لا پسې پراخې کړي. د اروپايي ټولنې، د مدیتراني د ټولنې او د اروپايي شورا د یوه غړي هېواد په توګه، یونان د ختیځې مدیتراني په سیمه کې یو کلیدي لوبغاړی دی او له ګاونډیو سره یې د اړیکو هڅوونه کړې ده. دا هېواد همداشان اروپا ته د ګازو د صادراتو په برخه کې د انرژۍ د مثلث په توګه خپلو هڅو ته ادامه ورکوي. یونان د بالکان سیمې په هېوادونو کې دویم ستر اقتصاد دی، چېرې چې هلته یو مهم سیمه ییز پانګوال ګڼل کېږي.

د یونان په بهرني سیاست کې له تر ټولو زیاتو مطرح موضوعاتو څخه کولای شو په اژه سمندرګي او ختیځه مدیترانه او د ترکیې له خوا د قبرس د اشغال ادعاوو ته اشاره وکړو.

شخړې

سمول

په ۲۰۱۸ کال کې د پرسپا هوکړه لیک له امله له شمالي مقدونیې سره د مقدونیې د نوم په اړه د اختلاف له هواري وروسته، د یونان د بهرنیو چارو وزارت د یونان د دولت لپاره دوه له اهمیت څخه ډکې پاتې موضوعګانې په ګوته کړي: په اژه سمندرګي او د هغه اړوند هوايي حریم اړوند د یونان د حاکمیت حقونو ته د ترکیې ننګوونې او د قبرس اختلاف چې د ترکیې له خوا د شمالي قبرس د اشغال موضوع ده.

د قبرس شخړه

سمول

کله چې د قبرس ټاپو له بریتانیا څخه د خپلواکۍ اخیستلو په درشل کې وه، نو د یونانیانو (۸۲سلنه) او ترکانو (۱۸ سلنه) ټولنو تر منځ خپل منځي شخړو زور واخیست، چې دواړو هېوادونو یعنې یونان او ترکیې دغو جګړو سره مالي مرسته کوله. EOKA-B او د ترکیې د مقاومت سازمان (TMT) د زیات شمېر جنایتونو مسوول و چې د زورزیاتي د زیاتوالي لامل او د ترکي قبرسیانو د بشپړې انزا او کلابندۍ په پایلې سره پای ته ورسېد.

په ۱۹۷۴ کال کې، د متحده ایالاتو تر ملاتړ لاندې یوناني حکومت د ۱۹۷۳ کال  په نومبر میاشت کې پخواني پوځي حکومت را نسکور کړ او واک یې په لاس کې واخیست- دا کار د دې لپاره وشو تر څو په هېواد کې دننه له ګډوډیو او په قبرس کې د ماکاریوس له سیاست څخه د خلکو د ناخوښې په خاطر د پام را اړولو لپاره یې د جون په ۱۵مه کودتاه وکړه او د هغه پر ځای یې نیکوس سمپسون مشر اعلان کړ او له یونان سره یې یووالی اعلان کړ. اوه ورځې وروسته، ترکیې پر قبرس باندې برید وکړ، چې له امله یې خونړۍ جګړه رامنځته شوه دا ټاپو په دوو برخو ووېشل شو او ډله ییز قومي پاکوالی رامنځته شو. د همدې ټاپو د کمزوري دفاعي سیستم او د ترکیې د پیاوړي ځمکني، سمندري او هوايي ځواک له امله د دې ټاپو ۳۷ سلنه ځمکه د ترکیې تر کنټرول لاندې راغله.

د دې جګړې په پای کې ۱۷۰۰۰۰ یوناني قبرسیان له شمال او ۵۰۰۰۰ ترکان له خپلو کورونو څخه کډې کولو ته اړ ایستل شول او په دې توګه قبرس په دوو برخو ووېشل شو. په ۱۹۸۳ کال کې د ترکیې قبرس په خپل خپلواکی اعلان کړه چې یوازې د ترکیې له خوا په رسمیت وپېژندل شو. د همدې کار له امله شمالي قبرس تر نن ورځې پورې د همدې ټاپو د ناقانونه وېش له امله تر بندیزونو لاندې ده.

له هغه وخت راهیسې د یونان او ترکیې هېوادونو د همدې جزیرې د وېش له امله له یوه بل سره ډېر کم ښکېل دي. په ۲۰۰۴ کال کې د قبرس لپاره د کوفي عنان پلان رای ته وړاندې شو، په داسې حال کې چې شمالي قبرس هغه ومانه، خو یوناني قبرس هغه رد کړ چې د هغوی له انده دا یو ډول کنفډرال او د کمزوري مرکزي دولت لرونکی او د پام وړ سیمه ییزه خودمختاري لرونکی پلان و. د قبرس جمهوریت د اساسي قانون پر مټ ولاړ یوه دیموکراسي ده چې د هوساینې لوړو کچو ته رسېدلې، اقتصادي وده یې غوړیدلې او ښې زیربېناووې لري، د ملګرو ملتونو ځینې هېوادونه، اروپايي ټولنه او ګڼ شمېر نور سازمانونه یې د دې ټولې ټاپو د یوازیني مشروع حکومت په توګه په رسمیت پېژني.

یونان غواړي چې له قبرس څخه ترکي ځواکونه ووځي او بېرته دواړه دولتونه په یوه قبرس باندې بدل شي. د قبرس جمهوریت په نړیوالو غونډو کې له یونان څخه پیاوړی ملاتړ تر لاسه کوي چې یونان هلته یو پوځي غونډ لري او یوناني افسران د قبرس د ملي ګارد کلیدي پوستونه په اختیار کې لري.

د ترکیې له خوا د ایژه سمندرګي په اړه ادعاووې

سمول

نور هغه مسایل چې یونان او ترکیه له یوه بل څخه سره بېلوي، هغه په ایژه سمندرګي کې د پولو ټاکل او هوايي حریم دی. د ۱۹۸۷ کال په مارچ میاشت کې، د نفتو د کېندنو د حقونو په اړه اختلاف د دواړو هېوادونو تر منځ نږدې د جګړې لامل ګرځېدلی و چې یونان هغه وخت ویل چې باید دا شخړه د عدالت د نړیوالې محکمې له خوا هواره شي. د ۱۹۸۸ کال په لومړیو کې، د ترکیې او یونان لومړي وزیرانو د سویس په ډاووس او وورسته په بروکسیل کې سره ولیدل. هغوی دواړو پر بېلابېلو اقداماتو باندې هوکړه وکړه تر څو دوه اړخیز تاوتریخوالی را کم او له یوه بل سره همکاري وهڅوي.

د ایژې سمندر په اړه تاوتریخوالي یو ځل بیا د ۱۹۹۴ کال په نومبر کې زور واخیست، دا هغه مهال و چې کله یونان د سمندر د تړون د قانون له مخې، کوم چې ترکیې هغه نه و لاسلیک کړی ادعا وکړه چې دا حق د خپل ځان لپاره خوندي ساتي چې د خپلې خاورې پراختیا له ۶ څخه ۱۲ سمندري مایل (۱۱-۲۲ کیلومتر؛ ۷-۱۴ مایله) ته وغځوي. ترکیې چې خپله سمندري سیمه یې پراخه کړې ده، اعلان وکړ چې هر ډول داسې اقدام به د جګړې عامل وبولي. په دې اړه دوه اړخیزې نوې خبرې اترې په تخنیکي کچه په ۱۹۹۴ کال پیل شوي خو په چټکۍ سره پای ته ورسېدې.

د ۱۹۹۶ کال په جنوري کې، یونان او ترکیې په ایژه سمندرګي کې پر ځینو ټاپوګانو باندې پر دې موضوع چې څوک پرې حاکمیت لري، یوې وسله والې شخړې ته سره نږدې شول. د ۱۹۹۷ کال د جولای په میاشت کې، په مادرید کې د ناټو سازمان د کلنۍ غونډه په څنډه کې د یونان او ترکیې مشران یوې شپږ اصل لرونکي هوکړې ته سره ورسېدل. خو بیا هم په څو میاشتو کې دننه، دواړو هېوادونو د هوايي حریم او د ایژه سمندر د حاکمیت په اړه اختلاف پیدا کړ. د میاشتو لپاره دا تاوتریخوالی ګرم و، که څه هم د پوځي ټکرونو د خطرونو د کمولو لپاره د اعتماد رامنځته کولو په خاطر بېلابېل ګامونه د ناټو د عمومي منشي تر څارنې تر بحث لاندې ونیول شول.

ترکیه او اروپايي ټولنه

سمول

په اروپايي ټولنه کې د ترکیې د غړیتوب د غوښتنې په ملاتړ او په دغه ټولنه کې د ترکیې د بشپړ ادغام لپاره یونان د همدې ځینو شرایطو د منلو په صورت کې له ترکیې څخه ملاتړ کوي. د ۲۰۰۴ کال د مۍ په ۶مه، د ترکیې لومړي وزیر رجب طیب اردوغان لومړنی ترکي مشر و چې په تېرو ۵۰ کلونو کې یې له یونان څخه لیدنه وکړه. د ۲۰۰۸ کال د جنوري په ۲۴مه، د یونان لومړي وزیر کاسټاس کارامانلیس پوره ۴۸ کاله وروسته له هغه چې د یونان د وخت لومړي وزیر کنسټانټین کارامانلیس چې د کاسټاس تره هم کېده ترکیې ته تللی و، لیدنه وکړه.[۱]

سرچينې

سمول
  1. Lucas, Dimitrios (4 January 2006). "Greece's Shifting Position on Turkish Accession to the EU Before and After Helsinki (1999)". MA in European Studies. Catholic University of Leuven. نه اخيستل شوی 14 August 2008. [Greece has become] one of Turkey's most ardent supporters within the EU.