د یهود ستېزۍ جغرافیا

دلته د یو شمېر هغو هېوادونو یادونه شوې چېرې چې د یهودیت ترهې (یهود ستېزۍ) احساسات تجربه شوي دي.

افریقا سمول

الجزایر سمول

وروسته له هغه چې الجزایر په ۱۹۶۲ زکال کې خپلواکي واخیسته، یوازې مسلمانانو د دغه هېواد تابعیت ترلاسه کولای شو، همدا و چې د دغه هېواد ۹۵٪ یهودان چې شمېر یې ۱۴۰ زرو تنو ته رسېد له دغه هېواد څخه ووتل. له ۱۸۷۰ زکال وروسته (دغه چاره د لنډ مهال لپاره په ۱۹۴۰ زکال کې د ویشي فرانسې له خوا ودرول شوه) د الجزایر ډیری یهودانو فرانسوي تابعیت ترلاسه کړ چې ډېری له دغو څخه فرانسې او یو شمېر یې هم اسرائیلو ته کډه شول.

تر ۱۹۶۹ زکال پورې په دغه هېواد کې له ۱۰۰۰ تنو څخه لږ یهودانو ژوند کاوه. په ۱۹۷۵ زکال کې دولت یوازې له یوې کنیسې پرته نورې ټولې کنیسې ونیولې او هغه یې په جوماتونو او یا هم کتابتونونو بدلې کړې. [۱][۲]

مصر سمول

په ۱۹۴۸ زکال کې شاوخوا ۷۵۰۰۰ یهودانو په مصر کې ژوند کاوه. نن ورځ له دغې شمېرې څخه ۱۰۰ تنه یې پاتې دي چې ډېری یې په قاهرې ښار کې ژوند کوي. د ۱۹۴۸ زکال پر مهال د قاهرې په یهود مېشتو سیمو کې یو لړ بمي چاودنې وشوې چې له امله یې لږ تر لږه ۷۰ یهودان ووژل شول؛ په سلګونو نور یهودان بندیان او مالونه یې مصادره شول. په ۱۹۵۴ زکال کې د لاوون کړکېچ چې له امله یې اسرائیلي وګړي او مصري یهودان د مصري او امریکايي اهدافو د بمبارد کولو له امله ونیول شول، په مصر کې یې د پاتې یهودانو د لا ځورونې لپاره پلمه جوړه کړه. په ۱۹۵۶ زکال کې د سوئز له کړکېچ وروسته، مصر له ۲۵ زرو څخه زیات یهودان له هېواده وشړل، د هغوی مالونه یې مصادره کړل او شاوخوا درې زره نور یې بندیان کړل. په ۱۹۶۷ زکال کې یې نور یهودان هم بندیان او شکنجه کړل چې د دوی له کډوالۍ وروسته یې کورونه هم مصادره کړل. مصر یو مهال د پرمختللو او باسوداه یهودي ټولنو کور و. په نهمه او یوولسمه پېړۍ کې مسلمانانو د یهودانو داسې ځپونکې چارې پلې کړې چې په ۱۰۱۲ زکال کې په قاهره کې د یهودي سیمو په ویجاړولو او همدارنګه د یهودانو په عام وژنې سره پای ته ورسېدې. له دغه مهال را وروسته شرایطو په ۱۵۱۷ زکال کې د عثماني سترواکۍ تر مهاله توپیرونه لرل او یوځل بیا پر هغوی فضا تنګه شوه. [۳][۴][۵][۶]

آسیا سمول

بحرین سمول

د بحرین د کوچنۍ یهودي ټولنې شمېر په ۱۹۴۸ زکال کې ۱۵۰۰ تنه و؛ دا تر ډېره پورې د هغو کډوالو له اولادې څخه وو چې د ۱۹۰۰مې لسیزې په لومړیو کې له عراق څخه دلته راغلي وو. د ۱۹۴۷ زکال په ډسمبر میاشت کې د بحرین د یهودي ټولنې پر وړاندې د منامه پاڅون په فلسطین کې د دوامداره تاوتریخوالي له امله رامنځته شو. یو شمېر خلکو د یهودانو کورونه او دوکانونه لوټ کړل، د ښار کنیسه یې ړنګه کړه، یهودان یې ووهل او یوه زړه یهودي ښځه یې ووژله. د ۱۹۶۷ زکال له شپږ ورځنۍ جګړې وروسته یو ځل بیا په یهودانو بریدونه زیات شول. له همدې امله د دغه هېواد ډیری یهودان نورو هېوادونو په ځانګړې توګه اسرائیلو او بریتانیا ته کډه شول، خو له دې سره هم تر ۲۰۰۶ زکال پورې ۳۶ تنه یهودان په دغه هېواد کې پاتې وو. [۷][۸][۹]

نن ورځ د بحرین د مسلمانانو او یهودانو ترمنځ اړیکې په عمومي بڼه ښې ګڼل کېږي؛ ورته مهال بحرین د عربستان د ټاپو وزمې یوازنی هېواد دی چې په هغو کې ځانګړې یهودي ټولنه شتون لري او همدارنګه د فارس خلیج یوازنی هېواد دی چې کنیسه لري، په داسې حال کې چې له هغو ګټنه نه کېږي. په دغه هېواد کې یهودان د ډېر لږ شمېر په لرلو بیا هم د دغه هېواد په مدني ټولنه کې پام وړ رول لوبوي. [۱۰]

هند سمول

هند د ګڼ شمېر یهودي ټولنو کور دی. د شلمې پېړۍ پر مهال څو مهمو هندو مشرانو، پوهانو او سیاستوالو لکه وینایاک دامودار سوارکار، سیتا رام ګوئل، آرون شوري او نورو په څرګنده بڼه یهود ستېزي وغندله او له اسرائیلو او همدارنګه یې د یهودانو له برخلیک ټاکنې ملاتړ وکړ. [۱۱][۱۲]

ایران سمول

د ایران پخواني ولسمشر محمود احمدي نژاد څو ځله له هلوکاسټ څخه په انکار کولو تورن شوی دی.

د ایران لوی مذهبي رهبر، علي خامنه یي هم څو ځله د هلوکاسټ د ورکړل شوو شمېرو اړوند شک ښودلی دی. هغه د یوې غونډې پر مهال وویل چې صهیونېستانو له نازي رهبرانو سره «نږدې اړیکې» لرلې او «د [هولوکاسټ] اغراق آمېزه شمېرې له فلسطینیانو سره د صهیونېستانو د ظالمانه چلن د توجېه په موخه وړاندې شوې دي».[۱۳]

ورته مهال ایراني یهودان، عیسویان او زردشتیان د اساسي قانون له مخې ځانګړي حقونه لري او همدارنګه د ایران په پارلمان کې ورته څوکۍ ځانګړې شوې دي، خو له دې سره هم په عملي بڼه د هغوی ځورونه شتون لري. [۱۴][۱۵][۱۶]

پاکستان سمول

په پاکستان کې د یهودانو پر ضد یوه عمومي کلیشه شتون لري. یهودان په دغه هېواد کې په ناسمه توګه «بخیلان» ګڼل کېږي، په داسې حال کې چې په پاکستان کې بني اسرائیلو د دغه هېواد له وېش وړاندې د ورورولۍ او وحدت ګڼ شمېر سازمانونه لرل چې هلته یې له مېشتو یهودانو او نورو ځانته ورته باور لرونکو سره مرستې کولې. په شام کې د اسرائیلو له رامنځته کېدو لږ وړاندې د پاکستان د اسلامي دولت په تاسیس کېدو سره په پاکستان کې د یهودانو پر وړاندې یو لړ کړکېچونه رامنځته شول چې بیا په ۱۹۴۸ زکال کې د اسرائیلو له خپلواکۍ وروسته په پاکستان کې د شاوخوا ۲۰۰۰ کسیزې کوچنۍ یهودي ټولنې پر وړاندې له تاوتریخوالي ډک اقدامات ترسره شول. په کراچۍ کې د هغو کنیسه او خپله یهودان د عامو وګړو تر برید لاندې راغلل. دغه ځورونې لامل وګرځېدې چې ګڼ شمېر دغه یهودان هند، اسرائیلو، کاناډا، متحده ایالاتو، بریتانیا او نورو همګټو هېوادونو ته کډه وکړي. د دغه هېواد په پېښور ښار کې بیا یهودي ټولنه شتون نه لري. [۱۷][۱۸]

په ۱۹۹۶ زکال کې له جمیما ګولډسمېت سره د پاکستان د کرکټ لوبډلې د مخکښ غړي عمران خان (وروسته د پاکستان لومړی وزیر) واده یو شمېر غبرګونونه راوپارول او خان د «یهودي لابي ګرۍ» په موخه اجنټ وبلل شو. په پاکستان کې مصري رسنیو په خان باندې دغه ډول نور تورونه پورې کړل، خو هغوی دغې موضوع ته اړوند خپل راپورونه د خان له شکایت وروسته لرې کړل. [۱۹]

سعودي عربستان سمول

د سعودي عربستان په درسي نصاب کې یهودان په ښه نامه نه دي یاد شوي او هغوی د شادیانو نسل بولي؛ همدارنګه له زده کوونکو غواړي چې له یهودانو ځانونه لرې وساتي او له هغوی سره ملګرتیا وه نه کړي. همدارنګه څرګندوي چې یهودان د شیطان عبادت کوي او مسلمانان پر یهودانو باندې د غلبې په موخه جهاد ته هڅوي. د سعودي عربستان دولتي چارواکي او همدارنګه مذهبي مشران هم د همدغه لیدلوري ترویج کولو ته کار کوي او څرګندوي چې یهودان په ټوله نړۍ کې نفاق اچوي. هغوی د خپلو دغو څرګندونو لپاره د دلیل وړاندې کولو په موخه د صهیونېستي مشرانو ترمنځ په ترسره شوي پروتوکول استناد کوي. [۲۰][۲۱][۲۲]

په ۲۰۰۴ زکال کې د سعودي عربستان د تورېزم رسمي ویب پاڼې اعلان وکړ چې یهودانو او د اسرائیلو پاسپورټ لرونکو ته د دغه هېواد وېزه نه ورکوي. د دغې موضوع اړوند له جنجالونو وروسته دغه خبر له یادې ویب پاڼې څخه لرې کړای شو، خو لا هم اسرائیلي پاسپورټ لرونکو ته وېزه نه ورکوي. د ۲۰۱۴ زکال په وروستیو کې یوې سعودي ورځپاڼې راپور خپور کړ چې د یهودیت په ګډون د نورو مذهبونو خارجي کارګرانو ته په سعودي عربستان کې هرکلی ویل کېږي، خو د اسرائیلي وګړو هرکلی نه کوي. [۲۳][۲۴]

اروپا سمول

په ۲۰۰۴ زکال کې «د پیو نړیوالو لیدلورو د پروژې» د نظرپوښتنې لنډیز څرګندوي چې، «په اروپا کې د یهودیت ستېزۍ د زیاتوالي اړوند له اندېښنو سربېره په تېرو لسیزو کې د یهودیت ضد احساساتو د زیاتوالي هېڅ نښانه شتون نه لري. ورته مهال د ۱۹۹۱ زکال په پرتله په فرانسې، جرمني او روسیه کې اوس مهال د یهودیانو د مطلوبیت درجه لوړه ده. له دې سره هم یهودان په متحده ایالاتو کې د جرمني او روسیې په پرتله زیات محبوبیت لري». [۲۵]

سربېره پر دې په ۲۰۰۵ زکال کې د افترا ضد اتحادیې د نظر پوښتنې د پایلو پر بنسټ لا هم په اروپا کې یهودیت ضد لیدلوري دود دي. د دغې نظر پوښتنې ۳۰٪ ګډون کوونکو ویلي و چې یهودان د سوداګرۍ په برخه کې له کچې زیات واک لري چې له دغو ځواب ویونکو څخه ۱۱٪ ډنمارک، ۱۴٪ انګلستان، ۶۶٪ هنګري او څه باندې ۴۰٪ یې پولنډ او هسپانیا ته اړوند دي.  [۲۶][۲۷]

سرچينې سمول

  1. "Algeria", Jewish Virtual Library
  2. "Behind the Headlines the Jews of Algeria". April 15, 1975. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  3. Schafer, Peter. Judeophobia, Harvard University Press, 1997, p 208.
  4. Against Apion Bk 1.14, 1.26
  5. Obadiah of Bertinoro p. 53
  6. Examples of antisemitism in the Arab and Muslim world Archived 2007-07-03 at the Wayback Machine. on intelligence.org.il, site of the Intelligence and Terrorism Information Center at the Center for Special Studies (C.S.S), Israel. Accessed 24 September 2006.
  7. . The Unlikely Emissary: Houda Nonoo.[مړه لينکونه]کينډۍ:Cbignore
  8. Ratzlav-Katz, Nissan (14 August 2008). "The King of Bahrain Wants the Jews Back". Israel National News. مؤرشف من الأصل في ۰۳ اکتوبر ۲۰۱۲. د لاسرسي‌نېټه ۰۲ اکتوبر ۲۰۱۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  9. Larry Luxner, Life’s good for Jews of Bahrain—as long as they don’t visit Israel Archived 2011-06-07 at the Wayback Machine., JTA News, October 18, 2006. Accessed 25 October 2006.
  10. "Bahrain names Jewish ambassador". BBC News. 2008-05-30. د لاسرسي‌نېټه ۳۰ مې ۲۰۰۸. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  11. "Hindu Pro-Zionism" (PDF). Archived from the original on April 23, 2006. د لاسرسي‌نېټه April 23, 2006. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)صيانة CS1: رابط غير صالح (link)
  12. Cottle., Johnson, Barbara (1989). "Our community" in two worlds : the Cochin Paradesi Jews in India and Israel. University Microfilms International. OCLC 636074543. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  13. "افسانه هولوکاست". Khamenei.ir. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  14. (په 11 July 2012 باندې). Anti-Semitic Cartoon Wins Iranian Festival Prize.
  15. (په 11 July 2012 باندې). Iran gives antisemitic cartoon top prize.
  16. "Anti-Semitic Cartoon Declared Winner of Iranian 'Wall Street Downfall' Festival". The Anti-Defamation League. د اصلي آرشيف څخه پر ۱۱ جنوري ۲۰۱۴ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۱۱ جولای ۲۰۱۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  17. Why are the Jews ‘kanjoos’? —Khaled Ahmed’s Review of the Urdu press,Daily times (Pakistan)
  18. Jewish Virtual Library: Pakistan Accessed October 8, 2006
  19. Jewish Virtual Library: Pakistan Accessed October 8, 2006
  20. (په 21 May 2006 باندې). This is a Saudi textbook. (After the intolerance was removed.).
  21. CMIP report: The Jews in World History according to the Saudi textbooks Archived 28 September 2007 at the Wayback Machine.. The Danger of World Jewry, by Abdullah al-Tall, pp. 140–141 (Arabic). Hadith and Islamic Culture, Grade 10, (2001) pp. 103–104.
  22. "Saudi Arabia's Curriculum of Intolerance" (PDF). Center for Religious Freedom of Freedom House. 2006. د اصلي (PDF) آرشيف څخه پر ۲۳ اگسټ ۲۰۰۶ باندې. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  23. "Jews barred in Saudi tourist drive", BBC News, 27 February 2004.
  24. Ariel Ben Solomon, "Saudi Arabia says open to Jewish Workers", Jerusalem Post, 31 December 2014.
  25. "A Year After Iraq War: Mistrust of America in Europe Even Higher, Muslim Anger Persists", Pew Global Attitudes Project, accessed March 12, 2006.
  26. "ADL Survey in 12 European Countries Finds Antisemitic Attitudes Still Strongly Held" Archived 2005-06-09 at the Wayback Machine., Anti-Defamation League, 2005, accessed March 12, 2006.
  27. Flash Map of Attitudes Toward Jews in 12 European Countries (2005) Archived 2008-04-15 at the Wayback Machine., Philo. Sophistry, accessed March 12, 2006.