د ګټې اصالت


د ګټې اصالت په اخلاقي فلسفه کې د معياري اخلاقي نظريو څانګه ده، چې هغه کړنې وړاندې وي، چې ټولو اغېزمنو شویو وګړو ته د خوښۍ او هوساينې کچه لوړوي. [۱][۲]

که څه هم د ګټې اصالت بېلابېل ډولونه بېلابېلې ځانګړتياوې لري، مګر د ټولو تر شا بنسټيزه نظريه د يو څه مانا له مخې د ګټورتوب لوړول دي، چې زياتره د هوساينې يا اړوند مفهومونو له مخې راپېژندل کېږي. د بېلګې په ډول: د ګټې اصالت بنسټګر جيرمي بينتام “Jeremy Bentham” ګټورتوب په لاندې ډول روښانه کوي:

«په هر توکي کې هغه ځانګړتيا، چې په واسطه يې د ګټې، غوره والي، خوشالۍ، ښه يا خوښۍ د رامنځته کولو هڅه کوي يا دا چې هغې ډلې ته د ځور، درد، زيان يا ناخوښۍ د پېښېدلو مخنيوی کوي، چې ګټه يې په پام کې نيول شوې ده».

ګټورتوب يا د ګټې اصالت د پايلې اصالت يو ډول دی، چې څرګندوي چې د هرې کړنې پايلې يوازې د سم او ناسم معيار دي. د پايلې اصالت د نورو ډولونو لکه ځان پالنې او د نورو پالنې خلاف، د ګټې اصالت په برابر ډول د ټولو انسانانو ګټې په پام کې نيسي. د ګټې اصالت پلويان په يو شمېر ټکو کې سره همغږي نه دي. لکه: ايا کړنې د هغوی د شونو پايلو پر بنسټ بايد غوره شي (د کړنې له مخې ګټورتوب)، يا ايا عوامل بايد له هغو اصولو سره سمون وکړي، چې ګټورتوب لوړوي (د اصل له مخې ګټورتوب). په دې اړه هم اختلاف شته، چې ايا ټول ګټورتوب، منځنی ګټورتوب يا د خلکو تر ټولو ناوړه ګټورتوب بايد لوړ شي. [۳]

که څه هم د نظريې ريښې د اريستيپوس او اپيکور نومي هيډونيستانو [د نظرياتو د هغې څانګې پلويان چې خوښي په کې مرکزي ونډه لوبوي]، چې خوښي يې يوازينۍ ګټه ګڼله او د منځنيو پېړيو د هندي فيلسوف سانتيديوا “Santideva” په کتاب کې موندل کېږي، مګر د معاصر ګټورتوب دود په جيرمي بينتم سره پيل شو او د جان سټوارټ مېل، هنري سيجوېک “Henry Sidgwick”، ار ام هار “R. M Hare” او پيټر سينګر “Peter Singer” په څېر فيلسوفانو سره يې دوام وکړ. ياد مفهوم د ټولنې هوساينې د اقتصاد، د نړېوالې بېوزلۍ د کړکېچ، د خوړو په موخه د ژويو د پالنې اخلاقو او انسانيت ته د شته ګواښونو د مخنيوي د اهميت په برخو کې پلی شوی دی.

ايتمولوژي سمول

د بينتم پالنې “Benthamism” په نوم د جيرمي بينتم له لورې رامنځته شوې د ګټې فلسفه کې له نوموړي څخه د وروسته فيلسوف جان سټوارټ مېل له لورې د پام وړ بدلون راوستل شو او د ګټې اصالت اصطلاح يې عامه کړه. نوموړي په ۱۸۶۱ز کال کې په يو لمنليک کې ومنل، چې که څه هم بينتم باور درلود چې نوموړی لومړنی شخص دی، چې د ګټې ويی يې وکاروه، مګر هغه يې اختراع کړی نه دی. نوموړي ياد ويی د جان ګالټ د ۱۸۲۱ ز کال په “Annals of the Parish” نومي ناول کې له يوې څرګندونې يا اصطلاح څخه خپل کړ». که څه هم داسې ښکاري چې مېل له دې څخه خبر نه و، چې بينتم جورج وېلسن ته د خپل ۱۷۸۱ز کال ليک او ايټيني ډيومونټ “Etienne Dumont” ته د خپل ۱۸۰۲ زکال ليک کې د ګټې پالنې اصطلاح کارولې وه. [۴][۵]

تاريخي شاليد سمول

له معاصر څخه مخکې فرمول جوړونې سمول

انسانانو لپاره د پايلې په توګه د خوښۍ ارزښت له اوږدې مودې راهيسې پېژندل شوی دی. د اريستيپوس او اپيکور له لورې د هيډونيزم يا د نظريو د هغې څانګې ځيني ډولونه وړاندې شوي وو، چې خوښي په کې مرکزي ونډه لوبوي: ارستو استدلال وکړ، چې د ايوډايمونيا په نوم د خوښۍ يا هوساينې حالت د انسان تر ټولو لوړه ګټه يا ښه دي او اګوستين وليکل، چې «ټول خلک وروستۍ پايله چې خوښي ده، مني». خوښي د توماس اکويناس “Thomas Aquinas” په “Summa Thologica” نومي کتاب کې هم ژوره څېړل شوې وه. په ورته وخت کې د منځنيو پېړيو هند کې د ۸ پيړۍ هندي فيلسوف سانټېډيوا “Santideva” د ګټې اصالت له لومړنيو پلويانو څخه و؛ نوموړی ليکي چې «موږ ته په کار دي، چې د ټولو حس لرونکو شيانو د ټول شته او راتلونکی درد او ځور مخه ونيسو او نږدې ټوله شته او راتلونکې خوښي او هوساينه رامنځته کړو». [۶][۷][۸][۹][۱۰][۱۱]

د پايلې اصالت بېلابېل ډولونه په لرغونې او د منځنيو پېړيو نړۍ کې هم وو. لکه: د اخلاقو او منطق په اړه د موهيزم په نوم د لرغونې چينايي فلسفې د دولت د پايلې اصالت يا د نيکولو ماکياولي “Niccolo Machiavelli” سياسي فلسفه. د موهيزم د فلسفې پلوی د پايلې اصالت د سياسي ثبات، د نفوس د ودې او شتمنۍ په ګډون د ټولنيزو اخلاقي ښېګڼو ګټندويي وکړه، مګر د انفرادي خوښۍ د لوړولو د ګټې د فلسفې ملاتړ يې ونه کړ. [۱۲]

۱۸ پېړۍ سمول

د ګټې اصالت د يو بېل اخلاقي دريځ په توګه په ۱۸ پېړۍ کې راپورته شو او که څه هم په عمومي ډول فکر کېږي، چې دا اصالت په جيرمي بينتم سره پيل شوی دی، مګر ځيني پخواني ليکوالان هم وو، چې خورا ورته نظريې يې وړاندې کړې.

هچيسن “Hutcheson” سمول

فرانسس هچيسن په لومړي ځل ۱۷۲۵ز کال کې «زموږ د ښکلا او غوره والي د نظرونو اصلي پلټنه:An Inquiry into the Original of Our Ideas of Beauty and Virtue” کتاب کې د ګټې د فلسفې يو مهم عبارت وړاندې کړ: د يو خورا اخلاقي عمل د غوره کولو په وخت کې په يو ځانګړي عمل کې د غوره والي کچه د هغو خلکو د شمېر برابر ده، چې يادې خوښي يې ور په برخه کول غواړو. په ورته ډول اخلاقي بدي يا ناسم چلند د هغو خلکو د شمېر برابر دی، چې له بدۍ څخه مو کړېږي. غوره عمل هغه دی، چې د خورا زيات شمېر خلکو ستره خوښي تر لاسه کړي او تر ټولو ناخوښه يا بد عمل هغه دی، چې د خورا بدمرغۍ لامل کېږي. د کتاب په لومړيو درې ټوکونو کې هچيسن «د هر ډول کړنې د غوره والي د ګڼلو» په موخه بېلابېلو عددي محاسبو ته ځای ورکړی دی. په دې ډول کولو سره نوموړي وار له مخه د بينتم هيدونيک محاسبه “hedonic claculs” رامنځته کړه. [۱۳]

جان ګی “John Gay” سمول

ځيني ادعا کوي چې جان ګی د ګټور اخلاقو لومړۍ منظمه نظريه رامنځته کړه. د ۱۷۳۱ز کال په د غوره والي يا اخلاقو د بنسټيز اصل اړوند “Concerning the Fundamental Principles of Virtue or Morality” نومي کتاب کې ګی استدلال کوي، چې: [۱۴][۱۵]

خوښي او په تېره خصوصي خوښي زموږ د ټولو کړنو مناسب يا وروستۍ پايله ده... ښايي وويل شي چې هره ځانګړې کړنه خپله مناسب يا ځانګړې پايله لري... (مګر) ... دوی لا هم د زيات څه ته ميلان لري يا بايد ميلان ولري؛ لکه څرنګه چې له دې څخه څرګندېږي، په دې مانان چې يو شخص ښايي د يو لامل پوښتنه او تمه وکړي، چې ولې يې يو ته دوام ورکول کېږی (څارل کېږي): اوس د هر عمل يا څار د لامل پوښتل يوازې د هغې د پايلې پلټل دي: مګر د يو لامل د پېښېدلو د اټکل يا د بېلګې په ډول يوې پايلې لپاره، چې بايد د يوې وروستۍ پايلې لپاره وټاکل شي، بې معنا دی. دا پوښتل به د شرايطو له تشرېح څخه پرته بل هيڅ ځواب ونه مني، چې زه ولې خوښي څارم.

د خوښۍ څارلو ته ديني اصل ورکول شوی دی: [۱۶]

اوس دا د خدای له طبيعت څخه څرګنده ده، يعنې په خپل ځان کې له پايښت څخه په بې کچې خوښه اوسېدلو او د نوموړي له غوره والي څخه چې د هغه په کتابونو کې څرګند شوی دی، چې نوموړي د انسانانو په جوړولو کې د هغوی له خوښۍ څخه پرته بل هيڅ طرحه نه شوه درلودلی؛ او د همدې له امله هغه د دانسانانو خوښي غواړي؛ د همدې له امله د خوښۍ مانا دا ده، چې زما کړه وړه تر هغه ځايه چې د انسانانو د خوښۍ وسيله وي، بايد داسې وي چې ... په دې ډول د خدای غوښتنه يا اراده د غوره والي مستقيم معيار دی او د انسانانو خوښي د خدای د ارادې معيار ده. د همدې له امله ښايي وويل شي، چې د انسانانو خوښي د غوره والي يا فضيلت معيار دی، مګر کله چې له مخې لرې شي... (او) ... زه به د انسانانو خوښۍ ته د ودې ورکولو لپاره هغه څه وکړم، چې زما په واک کې دي.

سرچينې سمول

  1. Duignan, Brian. [1999] 2000. "Utilitarianism" (revised). Encyclopædia Britannica. Retrieved 5 July 2020.
  2. "Utilitarianism". Ethics Unwrapped (په انګلیسي ژبه کي). Austin, TX: McCombs School of Business. د لاسرسي‌نېټه ۲۷ مې ۲۰۲۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  3. White, Stuart. [2004] 2015. "Social Minimum." The Stanford Encyclopedia of Philosophy, edited by E. N. Zalta. Stanford University. Retrieved 5 July 2020.
  4. Habibi, Don (2001). "Chapter 3, Mill's Moral Philosophy". John Stuart Mill and the Ethic of Human Growth. Dordrecht: Springer Netherlands. د کتاب پاڼي 89–90, 112. doi:10.1007/978-94-017-2010-6_3. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-90-481-5668-9. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  5. Mill, John Stuart. 1861. Utilitarianism. n1.
  6. "SUMMA THEOLOGICA: Man's last end (Prima Secundae Partis, Q. 1)". newadvent.org. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  7. "SUMMA THEOLOGICA: Things in which man's happiness consists (Prima Secundae Partis, Q. 2)". newadvent.org. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  8. "SUMMA THEOLOGICA: What is happiness (Prima Secundae Partis, Q. 3)". newadvent.org. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  9. "SUMMA THEOLOGICA: Things that are required for happiness (Prima Secundae Partis, Q. 4)". newadvent.org. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  10. "SUMMA THEOLOGICA: The attainment of happiness (Prima Secundae Partis, Q. 5)". newadvent.org. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  11. Goodman, Charles. 2016. "Śāntideva", Stanford Encyclopedia of Philosophy. Retrieved 31 August 2020.
  12. Fraser, Chris (2011). The Oxford Handbook of World Philosophy. Oxford University Press. د کتاب پاڼې 62. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-19-532899-8. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  13. Hutcheson, Francis (2002) [1725]. "The Original of Our Ideas of Beauty and Virtue". In Schneewind, J. B. (المحرر). Moral Philosophy from Montaigne to Kant. Cambridge University Press. د کتاب پاڼې 515. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-521-00304-9. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  14. Ashcraft, Richard (1991) John Locke: Critical Assessments (Critical assessments of leading political philosophers), Routledge, p. 691
  15. Gay, John (2002). "Concerning the Fundamental Principle of Virtue or Morality". In Schneewind, J. B. (المحرر). Moral Philosophy from Montaigne to Kant. Cambridge University Press. د کتاب پاڼې 408. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-521-00304-9. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  16. Gay, John (2002). "Concerning the Fundamental Principle of Virtue or Morality". In Schneewind, J. B. (المحرر). Moral Philosophy from Montaigne to Kant. Cambridge University Press. د کتاب پاڼي 404–05. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-521-00304-9. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)