د ګوتې نښه هغه اثر دی چې د انسان د ګوتې د وروستي مفصل له اصطکاکي ګونځو څخه پاتې کېږي. د جُرم له یوې صحنې څخه د ګوتو قسمي نښو بیاموندنه د عدلي طب یو مهم مېتود دی. پر ګوته باندې شته رطوبت او غوړ د ښیښې یا فلز پر سطحو باندې د ګوتې نښې رامنځ‌ته کوي. د کاغذ په څېر اوارې سطحې ته د پوستکي پرمخ له اصطکاکي ګونځو څخه د رنګ یا نورو موادو د انتقالولو له‌لارې، په ارادي توګه، د ګوتې بشپړې نښې ترلاسه کېدلای شي. په ټولیز ډول، د ګوتې ثبت شوې نښې د ګوتو او غټې ګوتې د وروستي مفصل د قشر آثار دي، که څه هم د ګوتې لګولو کارتونه، په ځانګړې توګه، د ګوتو د لاندېنۍ مفصلي ځینو برخو نښې هم ثبتوي.

د انسان د ګوتو نښې دقیقې، تقریباً ځانګړډوله، بدلول یې ستونزمن او د یوه وګړي د ژوند په اوږدو کې تلپاتې دي او د انسان د پېژندګلوي لپاره د اوږدمهالو نښو په توګه یې کارَونه مناسبه ګڼل کېږي. د ګوتو نښې کېدای شي د پولیس یا نورو باصلاحیته کسانو له‌خوا د هغو وګړو پېژندنې لپاره وکارول شي چې غواړي خپله پېژندګلوي پټه وساتي، یا کېدای شي د هغو وګړو په پېژندنه کې ورڅخه ګټه واخېستل شي چې رنځوره یا مړه دي (د بېلګې په توګه: د یوه طبیعي ناروین په پایله کې) او خپل ځان پېژندلای نه‌شي.

د شواهدو په توګه د ګوتو د نښو کارَونه د پوهانو، قضاتو او رسنیو له‌خوا ننګول شوې ده. د ټکو شمېرلو مېتودونو لپاره هېڅ ډول منظم معیارونه شتون نه‌لري او پوهان استدلال کوي چې د ګوتې نښو په مطابقت ورکولو کې د تېروتنو کچه لا په بشپړه توګه مطالعه شوې نه‌ده او د ګوتې نښې اړوند شواهد هېڅ ډول باوري احصائیوي بنسټ نه‌لري. ځینې څېړنې ترسره شوې دي چې ایا کارپوهان، پرته له‌دې چې د قراینو په څېر په اضافي معلوماتو تېرووځي، د ګوتو په نښو کې د ځانګړنې پر معلوماتو باندې، په عیني ډول، تمرکز کولای شي او که نه.[۱][۲]

بیولوجيکي اړخ سمول

د ګوتې نښه هغه اثر دی چې د انسان د ګوتې له اصطکاکي ګونځو څخه پر سطحو باندې پاتې کېږي. د ګوتو دوو نښو سره سمون ورکول د بایومټریک خورا کارېدونکو باوري تخنیکونو له جملې څخه دی. د ګوتو نښو په سمون ورکولو کې یوازې د نښې څرګندې ځانګړنې په پام کې نیول کېږي.[۳][۴]

اصطکاکي ګونځي د پښو او لاسو پر ګوتو، د لاس پر خپړه او د پښې پر تل باندې د پوستکي د باندنۍ برخې (اپیدرمس یا بشروي نسجونه) راوتلې برخې دي، چې د اصطکاکي ګونځو لرونکو پوستکي له یوه یا څو واحده ګونځو څخه رامنځ‌ته شوي. دغو ګونځو ته ځینې وخت «اپیدرمسي څوکې» هم وایي، چې د درمس «درمي پاپیلا» او د اپي‌درمس د پاپیلایې دننیو دندانو (شبکو) ترمنځ د پیوستون لاندېني کرښې له‌امله رامنځ‌ته کېږي. دغه اپي‌درمي ګونځې رامنځ‌ته شوي اهتزازونه او لړزېدنې غښتلې کوي؛ د بېلګې په توګه: کله چې د ګوتو څوکې پر یوې زیږې سطحې باندې وخوځول شي، د حساس نسج د درک کولو اړوند حسي عصبي رشتو ته سیګنالونه لا ښه لېږدوي. دغه ګونځې کېدای شي د زیږو سطحو په لاس نیولو کې مرسته وکړي او همدا راز په نمجنو حالتونو کې سطحې لا ښې لمس شي.[۵][۶]

جنتیکي اړخ سمول

په علمي ټولنه کې ټول په یوه خوله، پر دې باور دي چې د ګوتو د څوکو درماتوګلیفي نمونې ارثي دي. ښودل شوې ده چې د مونوزایګوتي غبرګوني د ګوتو د نښو نمونې تر ډېره سره ورته دي، په داسې حال کې چې په دای‌زایګوتي غبرګوني کې بیا دغه ورته ډېر لږ تر سترګو کېږي. د ۱۲ درماتوګلیفي ځانګړنو لپاره د وراثت خورا وړتیا پېژندل شوې ده. د درماتوګلیفي صفت د وراثت د اوسنیو موډلونو له‌مخې ښودل شوې ده چې ارثي صفتونه، د مندل له قوانینو سره سم، د اضافي یا غالب اصلي جېنونو له اضافي اغېزو سره یوځای انتقالېږي.[۷][۸][۹]

په داسې حال کې چې جېنونه د نمونو او د هغو د ډولونو ټولیزې ځانګړنې ټاکي، د چاپېریالي لاملونو د شتون له‌امله د ګوتې په هره نښه کې کوچني توپیرونه تر سترګو کېږي. سره له‌دې، د ګوتو د نښو پر نمونو باندې د جنتیکي او چاپېریالي لاملونو نسبي اغېزښندنې په ټولیزه توګه ناڅرګندې دي. د یوې ترسره شوې مطالعې له‌مخې، د ټولیزې تنوع کابو ۵ سلنه د کوچنیو چاپېریالي اغېزو له‌امله ده، که څه هم په دغې مطالعه کې د ګونځو ټولیز شمېر د یوه معیار په توګه کارول شوی دی. د ګوتو د ګونځو جوړښتي میکانیزمونو په هکله د وړاندیز شویو څوګونو موډلونو پر بنسټ، دغه میکانیزمونه د ګوتو په نښو کې د پراخې تنوع د رامنځ‌ته کېدو لامل ګرځي. په یوه موډل کې ښودل شوې ده چې د یوه جنین د یوه اپیدرمس د قاعده‌یي حجرو په قشر کې یو بې‌ثباته تعادل د اپیدرمي ګونځو د رامنځ‌ته کولو دنده لري. سربېره پر دې، کېدای شي د وینې رګونه او عصبي رشتې هم د ګونځو د بڼو په جوړښت کې مهم رول ولوبوي. بل موډل کې بیا ښودل شوې ده چې، د رحم دننه د هرې ګوتې (چې د ودې په حال کې ده) پر چاپېره په امنیوتیکې مایع کې د بدلونونو له‌امله د ګوتو د نښو اړوند حجرې په جلا کوچنیو چاپېریالونو کې وده کوي. د یوه شخص لپاره، دغه بېلابېل لاملونه جلا اغېزې پرېږدي او سربېره پر دې چې د ګوتو د دوو نښو له ورته‌والي څخه مخنیوی کوي، د ورته نمونو د ساتنې لامل هم ګرځي.[۱۰][۱۱][۱۲][۱۳]

د یادونې وړ ده چې د ګوتو د نښو وراثت ټاکل، د فینوټایپونو د زښتې زیاتې تنوع له‌امله ستونزمن شوي دي. د یوې ځانګړې نمونې ډلبندي په ذهني ډول ترسره کېږي (د کمیتي اندازه کولو لپاره د خورا مناسبې ځانګړنې په هکله د عمومي توافق نه‌شتون)، چې په‌دې توګه د درماتوګلیفي نمونو شننه او څېړنه لا پېچلې کېږي. د ګوتو بېلابېلو نښو د نمونو لپاره د وراثت څوګوني حالتونه وړاندیز او څېړل شوي دي. د وړاندې شویو نظریو له‌مخې، د ګوتو د نښو د ګونځو مجموعي شمېر (چې تر ډېره د ګوتو نښو د نمونو د اندازې معلومولو معیار په توګه کارول کېږي) د وراثت څوجېني حالت لري او د څوګونو اضافي جېنونو تر اغېزې لاندې راغلی دی. سره له‌دې، دغه فرضیه د بلې څېړنې له‌خوا ننګول شوې ده؛ دغه څېړنه ښیي چې د هر شخص پر ګوتو باندې د ګونځو شمېر، په جنتیکي توګه، نورو ځانګړنو پورې تړلی نه‌دی او د نمونو پر جوړښت باندې د اغېزښندونکو اضافي جېنونو د شتون په هکله موثق شواهد نه‌شته. د ګوتو نښې د نمونې وراثت بل حالت ښیي چې پر غټې ګوتې او نورو ګوتو باندې قوس‌ډوله نمونه د یوه اتوزومي غالب صفت په توګه په میراث اخېستل کېږي. د قوس‌ډوله نمونې په هکله د لا زیاتو څېړنو له‌مخې، یو اصلي جېن یا څولاملي وراثت دنده لري ترڅو دغه قوس‌ډوله نمونې په میراث واخېستل شي. د څرخېدونکې نمونې د رامنځ‌ته کېدو په هکله یو جلا موډل کې ښودل شوې ده چې یو جېن یا سره تړلو جېنونو یوه ټولګه د خپلې د میراث پاتې کېدنې لامل ګرځي. سربېره پر دې، داسې برېښي چې څرخېدونکې نمونه دې ګڼې متقارنه وي، ځکه چې د یوه ټاکلي شخص د لسو ګوتو ترمنځ د نمونې توزېع، په ښکاره توګه، تصادفي دی. په ټولیز ډول، د کیڼ او ښي لاس د ګوتو نښو د نمونو پرتله د ګوتو نښو پر نمونو باندې د جېنونو په اغېزه کې د تقارن نه‌شتون ښیي، که څه هم دغه څېړنه لا زیاتې شننې ته اړتیا لري.[۱۴][۱۵][۱۶][۱۷][۱۸][۱۹][۲۰][۲۱][۲۲]

تاریخ سمول

لرغونی پېر او منځنۍ پېړۍ سمول

د ګوتو نښې پر لرغونو خاورینو لوحو، مُهرونو او خاورینو لوښو موندل شوې دي. همدا راز د مصریانو د مقبرو پر دېوالونو او د مینوي، یوناني او چینایي پر خاروینو لوښو باندې یې هم نښې موندل شوې دي. په لرغوني چین کې، اداري چارواکو دولتي اسناد د خپلو ګوتو نښو په واسطه تصدیقول. کابو ۲۰۰ م‌ز کلونو کې، په بابل کې، لیکل‌شوي تړونونه د ګوتو لګولو له‌لارې لاسلیک کېدل. د «GigaMesh Software Framework» په کارولو سره، د میخي لیک د لوحو د درې‌بُعدي سکن کولو له‌لارې د ګوتو نښې رااېستل کېږي.[۲۳][۲۴]

په چین کې د ورېښمو او کاغذ له پیدایښت سره سم، د یوه حقوقي تړون دواړو لورو پر سند باندې خپلې ګوتې لګولې. له ۸۵۱ز کال څخه څه موده مخکې، یو عرب سوداګر شاهد ؤ چې چینایي سوداګران د ګوتو نښو لګولو له‌لارې پورونه تصدیقول.[۲۵]

سرچينې سمول

  1. Paul Roberts (2017). Expert Evidence and Scientific Proof in Criminal Trials. Routledge. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1351567398. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  2. Dror, I.E., Charlton, D. and Péron, A.E. (2006) "Contextual information renders experts vulnerable to making erroneous identifications", Forensic Science International, Vol. 156, Iss. 1, pp. 74–78.
  3. Jude Hemanth & Valentina Emilia Balas, المحرر (2018). Biologically Rationalized Computing Techniques For Image Processing Applications. Springer. د کتاب پاڼې 116. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-3319613161. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  4. Stan Z. Li (2009). Encyclopedia of Biometrics: I–Z Volume 2. Springer Science & Business Media. د کتاب پاڼې 439. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0387730028. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  5. Roberta Kwok (29 January 2009). "Fake finger reveals the secrets of touch". Nature. doi:10.1038/news.2009.68. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  6. (په 12 June 2009 باندې). Fingerprint grip theory rejected. BBC
  7. Hold, Sarah (1961). "Quantitative Genetics of Finger-Print Patterns". British Medical Bulletin. 17 (3): 247–250. doi:10.1093/oxfordjournals.bmb.a069917. PMID 13715551. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  8. Sengupta, M.; Karmakar, B. (2004-09-01). "Mode of inheritance of finger dermatoglyphic traits among Vaidyas of West Bengal, India". Annals of Human Biology. 31 (5): 526–540. doi:10.1080/03014460412331287164. ISSN 0301-4460. PMID 15739382. S2CID 11870062. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  9. Machado, João Felipe; Fernandes, Paula Roquetti; Roquetti, Ricardo Wagner; Filho, José Fernandes (October 2010). "Digital Dermatoglyphic Heritability Differences as Evidenced by a Female Twin Study". Twin Research and Human Genetics (په انګلیسي ژبه کي). 13 (5): 482–489. doi:10.1375/twin.13.5.482. ISSN 1839-2628. PMID 20874471. S2CID 31990988. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  10. Kücken, Michael; Newell, Alan C. (2005-07-07). "Fingerprint formation". Journal of Theoretical Biology (په انګلیسي ژبه کي). 235 (1): 71–83. Bibcode:2005JThBi.235...71K. doi:10.1016/j.jtbi.2004.12.020. ISSN 0022-5193. PMID 15833314. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  11. Kücken, Michael (2007-09-13). "Models for fingerprint pattern formation". Forensic Science International (په انګلیسي ژبه کي). 171 (2): 85–96. doi:10.1016/j.forsciint.2007.02.025. ISSN 0379-0738. PMID 17459625. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  12. Jain, Anil K.; Prabhakar, Salil; Pankanti, Sharath (2002-11-01). "On the similarity of identical twin fingerprints". Pattern Recognition (په انګلیسي ژبه کي). 35 (11): 2653–2663. Bibcode:2002PatRe..35.2653J. doi:10.1016/S0031-3203(01)00218-7. ISSN 0031-3203. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  13. Hold, Sarah (1961). "Quantitative Genetics of Finger-Print Patterns". British Medical Bulletin. 17 (3): 247–250. doi:10.1093/oxfordjournals.bmb.a069917. PMID 13715551. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  14. Hold, Sarah (1961). "Quantitative Genetics of Finger-Print Patterns". British Medical Bulletin. 17 (3): 247–250. doi:10.1093/oxfordjournals.bmb.a069917. PMID 13715551. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  15. Weninger, M.; Aue-Hauser, G.; Scheiber, V. (December 1976). "Total finger ridge-count and the polygenic hypothesis: a critique". Human Biology. 48 (4): 713–725. ISSN 0018-7143. PMID 1017815. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  16. Slatis, H. M.; Katznelson, M. B.; Bonné-Tamir, B. (May 1976). "The inheritance of fingerprint patterns". American Journal of Human Genetics. 28 (3): 280–289. ISSN 0002-9297. PMC 1685016. PMID 1266855. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  17. Reed, Terry; Viken, Richard J.; Rinehart, Shannon A. (2006-02-01). "High heritability of fingertip arch patterns in twin-pairs". American Journal of Medical Genetics Part A (په انګلیسي ژبه کي). 140A (3): 263–271. doi:10.1002/ajmg.a.31086. ISSN 1552-4825. PMID 16411220. S2CID 25789636. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  18. Yang, Xiao; Xiaojun, Jin; Yixuan, Zhou; Hui, Liu (2016-08-22). "Genetic rules for the dermatoglyphics of human fingertips and their role in spouse selection: a preliminary study". SpringerPlus. 5 (1): 1396. doi:10.1186/s40064-016-3072-x. ISSN 2193-1801. PMC 4993718. PMID 27610315. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  19. Martin, N.G.; Eaves, L.J.; Loesch, D.Z. (1982-01-01). "A genetical analysis of covariation between finger ridge counts". Annals of Human Biology. 9 (6): 539–552. doi:10.1080/03014468200006061. ISSN 0301-4460. PMID 7181445. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  20. Medland, Sarah E.; Loesch, Danuta Z.; Mdzewski, Bogdan; Zhu, Gu; Montgomery, Grant W.; Martin, Nicholas G. (2007-09-28). "Linkage Analysis of a Model Quantitative Trait in Humans: Finger Ridge Count Shows Significant Multivariate Linkage to 5q14.1". PLOS Genetics (په انګلیسي ژبه کي). 3 (9): 1736–1744. doi:10.1371/journal.pgen.0030165. ISSN 1553-7404. PMC 1994711. PMID 17907812. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  21. Ho, Yvonne Y. W.; Evans, David M.; Montgomery, Grant W.; Henders, Anjali K.; Kemp, John P.; Timpson, Nicholas J.; Pourcain, Beate St; Heath, Andrew C.; Madden, Pamela A. F.; Loesch, Danuta Z.; McNevin, Dennis (2016-04-01). "Common Genetic Variants Influence Whorls in Fingerprint Patterns". Journal of Investigative Dermatology (په انګرېزي ژبه کي). 136 (4): 859–862. doi:10.1016/j.jid.2015.10.062. ISSN 0022-202X. PMC 4821365. PMID 27045867. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)صيانة CS1: لغة غير مدعومة (link)
  22. Li, Jinxi; Glover, James D.; Zhang, Haiguo; Peng, Meifang; Tan, Jingze; Mallick, Chandana Basu; Hou, Dan; Yang, Yajun; Wu, Sijie; Liu, Yu; Peng, Qianqian (2022-01-06). "Limb development genes underlie variation in human fingerprint patterns". Cell (په انګرېزي ژبه کي). 185 (1): 95–112.e18. doi:10.1016/j.cell.2021.12.008. ISSN 0092-8674. PMC 8740935 تأكد من صحة قيمة |pmc= (مساعدة). PMID 34995520 تأكد من صحة قيمة |pmid= (مساعدة). الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)صيانة CS1: لغة غير مدعومة (link)
  23. "Finger prints found on pottery". Business Insider. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  24. Song, Houbing; Fink, Glenn A.; Jeschke, Sabina (2017). Security and Privacy in Cyber-Physical Systems: Foundations, Principles, and Applications. John Wiley & Sons. د کتاب پاڼې 189. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1119226048. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  25. Reinaud, Joseph Toussaint (1845). "Relation des voyages faits par les Arabes et les Persans dans l'Inde et a la Chine dans le IX Siecle". I. Paris: Imprimerie royale: 42. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة); Cite journal requires |journal= (مساعدة)