د کیمیا تاریخچه
د کیمیا تاریخچه له لرغوني تاریخ څخه تر اوسه پورې د دې علم د وخت دوران تر بحث لاندې نیسي. د میلاد څخه مخکې په ۱۰۰۰ کال کې تمدنونو تکنالوژي کارولې چې بالاخره د کیمیا د بېلابېلو څانګو بنسټ یې را منځ ته کړی دی. بېلګې یې د اور کشف، د کانونو څخه د فلزاتو استخراج، د لوښو او جلا جوړول، د بیر او شراب تخمیر، د درملو او عطرو لپاره د بوټو څخه د کیمیاوي موادو استخراج، په صابون کې د غوړو کارول، شیشې جوړول او د برونزو په څېر د الیاژ جوړول دي.
د کیمیا لمړنۍ علم، چې د الکیمي په نوم یادېده، د مادې د ماهیت او د هغې د بدلونونو په تشرېح کولو کې ناکامه وه. خو الکیمستانو د تجربو په ترسره کولو او د پایلو په ثبتولو سره د عصري کیمیا لپاره لاره هواره کړه. توپیر هغه وخت راڅرګند شو چې د رابرت بویل په خپل اثر شکاک کیمیا پوه (۱۶۶۱ کال) کې د کیمیا او الکیمي تر منځ روښانه توپیر وکړ. پداسې حال کې چې الکیمي او کیمیا دواړه د مادې او د هغې بدلونونو سره تړاو لري خو کیمیا پوهان په خپل کار کې علمي میتود پلی کوي.
د کیمیا تاریخچه په ځانګړې توګه د ویلارد ګیبس په اثر کې د ترمودینامیک تاریخچې سره نغښتی. [۱]
لرغونې تاریخچه
سمولپخواني انسانان
سمولد سویلي افریقا په بلومبوس غار کې د سرې خاورې یا آچر د پروسس ۱۰۰۰۰۰ کلنه کارخونه وموندل شوه. دا بیانوي چې پخوانیو انسانانو د کیمیا لومړنۍ پوهه درلوده. د غار په دېوالونو باندې هغه نقاشۍموندل شوې دي چې د لومړنيو انسانانو له خوا رسم شوې او له دې ډلې نه هغه لومړني انسانانو پکې شامل دي چې د حیواناتو وينه یې د نورو مايعاتو سره ګدوله چې دا هم د کيميا په برخه کې یو څه پوهه څرګندوي. [۲][۳]
لومړنۍ میتالورژي یا د فلزاتو علم
سمولداسې ښکاري چې لومړنی ثبت شوی فلز چې د انسانانو له خوا کارول شوی سره زر دي چې په آزاد یا "بومي" ډول موندل کېدای شي. د اسپانیا هېواد په غارونو کې چې شاوخوا ۴۰۰۰۰ کاله له میلاد څخه مخکې تاریخ لري، یو څه سره زر موندل شوي دي د ډبرې د پخوانۍ دورې یا پالیولیتیک دورې په وروستیو کې وکارول شوي دي. [۴]
سپین زر، مس، قلعي او د آسماني ډبرې اوسپنه هم په بومي ډول موندل کېدای شي چې د فلز کارۍ ته یې په محدود مقدار په لرغونو دودونو کې اجازه ورکوله. تقریبا له میلاد څخه مخکې په ۳۰۰۰ کال کې د آسماني ډبرې اوسپنې څخه جوړ شوي مصري وسلې د "جنت څخه د خنجر" تر نامه لاندې ډېر ارزښتمند آثار دي. [۵][۶]
په ډېر اټکل سره لومړی کیمیاوي تعامل اور و چې په کنټرول شوي بڼه وکارول شو. که څه هم اور سربېره پر دې چې تودوخه او رڼا يې تولیدوله د زرو کلونو لپاره یوازې د یوه عرفاني ځواک په توګه لیدل کېده چې کولای یې شو چې یوه ماده په بله ماده بدله کړي (لکه د لرګیو سوځول، یا د اوبو جوشول). اور د لومړنیو ټولنو په ډېرو اړخونو باندې تاثیر وکړ. د ورځني ژوند له ساده اړخونو څخه نیولې، لکه پخول او د استوګن ځای تودول او رڼا کول، تر نورو پرمختللو کارونو پورې، لکه د لوښو او خښتو جوړول او د وسایلو جوړولو لپاره د فلزات وېلې کول يې تر اغېز لاندې راوستل.
دا اور و چې د ښیښې د کشف او د فلزاتو د تصفیې لامل شو او دا کار د میتالورژي د ظهور سبب شو. د میتالورژي په لومړیو پړاوونو کې، د فلزاتو د تصفیې طریقې لټول کېدلې، او سره زر چې په لرغوني مصر کې د له میلاد څخه مخکې د ۲۹۰۰ په پیل کې پېژندل شوی وو، یو قیمتي فلز شو. [۷]
د برونز دوران
سمولځینې فلزات په ساده ډول په اور کې د ډبرو په ګرمولو سره له کانونو څخه ترلاسه کېدای شي: په ځانګړې توګه قلعي، سرب او (په لوړه تودوخه کې) مس. دا بهیر د کانونو د ذوب په نوم يادېږي. د دې استخراجي میتالورژي لومړني شواهد مخکې د میلاد څخه تر شپږمې او پنځمې زریزې پورې تاریخ لري او د ماجدانپک، یارموواک او پلاک نک په لرغونو سیمو کې چې درې واړه په صربستان کې دي، موندل شوي دي. تر اوسه پورې د بیلوود په سیمه کې د مسو د ذوب لومړني شواهد موندل کېږي؛ په دې بېلګو کې د میلاد څخه مخکې د ۵۵۰۰ کال د مسو تبر شامل دی چې د وینچا په تمدن پورې اړه لري. د لومړیو فلزاتو نورې نښې د میلاد څخه مخکې د دریمې زریزې څخه په پامیلا (پرتګال)، لاس ملیارس (اسپانیا) او سټون هینج (برتانیه) کې موندل شوې دي. خو لکه څنګه چې هغه څه چې له تاریخ څخه د مخکې دوران په ترځ کې مطالعه کېږي، دا دي چې اصلي پیل په روښانه توګه نه شي تعریف کېدای او نوو کشفونه لړۍ روان وي. [۸][۹]
دا لومړي فلزات مفرد عناصر یا ترکیبونه وو لکه څنګه چې په طبیعي ډول را منځ ته شوي وو. د مسو او قلعي په ترکیب سره یو غوره فلز، الیاژ چې برونز نومېږي، جوړېږي. دا له لویو تکنالوژيکي بدلونونو څخه ګڼل کېږي چې د میلاد څخه مخکې تقریباً په ۳۰۰۰ کال يې د برونز دوران پیل کړ. د برونز دوران د انسان د تمدني پرمختګ یوه دوره وه چې په ډېر پرمختللې فلزکارونو (لږترلږه سیستماتیک او پراخه کارونه) کې د مسو او قلعي د ذوب لپاره تخنیکونه شامل وو چې د مسو له کانونه څخه په طبیعي ډول ایستل کېدل، او بیا دا کانونه ذوب کېدل ترڅو برونز لاس ته راشي. په دې طبیعي کانونو کې عموماً یو معمولي ناخالص، ارسنیک شامل دی. د مس یا قلعي کانونه کمیاب دي، لکه څنګه چې د میلاد څخه د ۳۰۰۰ کاله مخکې په لوېدیځه آسیا کې د قلعي او برونزو نشتوالي را منځ ته شو.
د برونز دوران وروسته، د میتالورژي تاریخ د لښکرو له خوا چې د غوره وسلو په لټه کې و، مشخص شو . په یوروشیا کې چې کله دولتونو غوره الیاژونه جوړ کړل، پرمختګ یې وکړ او په خپل وار یې غوره زغرې او وسلې جوړې کړې. په لرغوني هند کې د میتالورژي او الکیمي په برخه کې د پام وړ پرمختګ وشو. [۱۰]
د اوسپنې دوروان
سمولد کار و فلز په توګه له کانونو څخه د اوسپنې استخراج د مس یا قلعي په پرتله ډېر ستونزمن دی. پداسې حال کې چې اوسپنه د برونزو په پرتله د وسایلو لپاره غوره نه ده (تر هغه پورې چې فولاد کشف شول)، د اوسپنې کانونه د مسو یا قلعي په پرتله ډېر زیات او عام دي او له همدې امله اکثراً په سمیه ایزه کچه شتون لري او سوداګرۍ ته یې اړتیا نشته.
داسې ښکاري چې د اوسپنې صنعت د میلاد څخه مخکې تقریباً په ۱۲۰۰ کال کې د هیتیانو له خوا کشف شو چې د اوسپنې د دوران پیل را منځ ته کوي. د اوسپنې د استخراج او کارول د فلسطنیانو د بریالیتوب یو بنسټیز لامل و. [۱۱]
د اوسپنې دوران د اوسپنې د صنعت ظهور (د اوسپنې میتالورژي) په ګوته کوي. د اوسپنې د میتالورژي تاریخي پرمختګونه په پخوانیو ډېرو متنوع کلتورونو او تمدنونو کې موندل کېدای شي. پدې کې د منځني ختیځ او نږدې ختیځ لرغوني او د منځنیو پېړیو سلطنتونه او سترواکۍ، لرغونی ایران، لرغونی مصر، لرغونې نوبیا او اناتولیا (ترکیه)، لرغونی نوک، کارتاج، د لرغوني اروپا یونانیان او رومیان، د منځني دورې اروپا، لرغوني او د منځنیو پېړیو چین، لرغونی او د منځنۍ دورې هند، لرغونی او د منځنۍ دورې جاپان، او داسې نور شامل دي. په لرغوني چین کې د میتالورژي سره تړلي یا ښکېل ډېرې کارونې، استعمال او وسایل لکه د اوسپنې د ذوب تنور، چدن، د هایدرولیک ځواک لرونکي میکانیکي څوټکونه او د دوه کاره پیسټوني دمونه رامنځته شوي دي. [۱۲][۱۳]
سرچينې
سمول- ↑ Selected Classic Papers from the History of Chemistry
- ↑ Henshilwood, C. S.; d'Errico, F.; Van Niekerk, K. L.; Coquinot, Y.; Jacobs, Z.; Lauritzen, S. E.; Menu, M.; García-Moreno, R. (2011-10-15). "A 100,000-year-old ochre-processing workshop at Blombos Cave, South Africa". Science. 334 (6053): 219–22. Bibcode:2011Sci...334..219H. doi:10.1126/science.1211535. PMID 21998386. S2CID 40455940.
- ↑ Corbyn, Zoë (2011-10-13). "African cave's ancient ochre lab". Nature News. doi:10.1038/news.2011.590. بياځلي په 2018-10-04.
- ↑ "History of Gold". Gold Digest. بياځلي په 2007-02-04.
- ↑ Photos, E., 'The Question of Meteorictic versus Smelted Nickel-Rich Iron: Archaeological Evidence and Experimental Results' World Archaeology Vol. 20, No. 3, Archaeometallurgy (February 1989), pp. 403–421. Online version accessed on 2010-02-08.
- ↑ W. Keller (1963) The Bible as History, p. 156 ISBN 0-340-00312-X
- ↑ "THE ORIGINS OF GLASSMAKING". Corning Museum of Glass. December 2011.
- ↑ Radivojević, Miljana; Rehren, Thilo; Pernicka, Ernst; Šljivar, Dušan; Brauns, Michael; Borić, Dušan (2010). "On the origins of extractive metallurgy: New evidence from Europe". Journal of Archaeological Science. 37 (11): 2775. doi:10.1016/j.jas.2010.06.012.
- ↑ Neolithic Vinca was a metallurgical culture Archived 2017-09-19 at the Wayback Machine. Stonepages from news sources November 2007
- ↑ Will Durant wrote in The Story of Civilization I: Our Oriental Heritage: "Something has been said about the chemical excellence of cast iron in ancient India, and about the high industrial development of the Gupta times, when India was looked to, even by Imperial Rome, as the most skilled of the nations in such chemical industries as dyeing, tanning, soap-making, glass and cement... By the sixth century the Hindus were far ahead of Europe in industrial chemistry; they were masters of calcinations, distillation, sublimation, steaming, fixation, the production of light without heat, the mixing of anesthetic and soporific powders, and the preparation of metallic salts, compounds and alloys. The tempering of steel was brought in ancient India to a perfection unknown in Europe till our own times; King Porus is said to have selected, as a specially valuable gift from Alexander, not gold or silver, but thirty pounds of steel. The Moslems took much of this Hindu chemical science and industry to the Near East and Europe; the secret of manufacturing "Damascus" blades, for example, was taken by the Arabs from the Persians, and by the Persians from India."
- ↑ B. W. Anderson (1975) The Living World of the Old Testament, p. 154, ISBN 0-582-48598-3
- ↑ R. F. Tylecote (1992) A History of Metallurgy ISBN 0-901462-88-8
- ↑ Temple, Robert K.G. (2007). The Genius of China: 3,000 Years of Science, Discovery, and Invention (3rd edition). London: André Deutsch. pp. 44–56. ISBN 978-0-233-00202-6.