د کوېډ -۱۹ وبا پر وړاندې د نړیوال روغتیايي سازمان غبرګون

نړیوال روغتیايي سازمان (World Health Organization) هغه مخکښ سازمان دی چې، د ۲۰۱۹ ز کال په وروستیو کې د سخت تنفسي سنډروم کرونا ۲ وایرس له امله، د رامنځته شوې کوېډ-۱۹ وبا د له منځه وړلو په موخه، د ملګرو ملتونو د پراخ غبرګون په اډانه کې په نړیواله همغږۍ کې ونډه لري.[۱]

د ۲۰۲۰ ز کال د جنوري په ۵ مه نېټه نړیوال روغتیايي سازمان (WHO)، په چین کې د "سینه بغل د یوه نامعلوم ډول" ناروغۍ د پیدا کېدو خبر ورکړ او ورپسې یې د دغې ناروغۍ اړوند څېړنې پیل کړې. د جنوري په ۲۰ مه نړیوال روغتیايي سازمان، دغه ناروغي ساري (له یو کس څخه بل ته لېږدېدونکې) وبلله. د جنوري په ۳۰ مه یاد سازمان، دغه ناروغي د نړیوالې اندېښنې وړ وبلله او د عامې روغتیا په برخه کې یې د بېړني حالت اعلان وکړ. له هېوادونو یې وغوښتل، چې پر وړانډې یې چمتووالی ونیسي. د مارچ په ۱۱ مه یې وویل: د دغې ناروغۍ په ناڅاپي پیل سره وبا رامنځته شوې. د همدې کال د اکتوبر په پنځمه، نړیوال روغتیايي سازمان اټکل وکړ چې، د نړۍ د ټولو وګړو ۱۰ سلنه په دې نوي وایرس اخته شوي دي.[۲]

نړیوال روغتیايي سازمان، د وبا پر وړاندې د مبارزې په موخه د پیسو د راغونډولو لپاره د کوېډ-۱۹ پر وړاندې د یو موټي غبرګون ښوولو صندوق (COVID-19 Solidarity Response Fund)، د کوېډ-۱۹ وبا څخه د مخنیوي په موخه د ملګرو ملتونو اکمالاتي ځنځیروي ځواک (UN COVID-19 Supply Chain Task Force) او په یو موټي ډول د وبا څخه د مخنیوي د درملو جوړولو په برخو کې د یو شمېر نوښتونو مشري وکړه. د نړیوال روغتیايي سازمان د واکسین وېشلو پروګرام (COVAX) موخه دا ده چې، د ۲۰۲۱ ز کال تر پایه پورې، ۲ میلیارده ډوزه د کوېډ-۱۹ څخه د مخینوي واکسین په وړیا او یا هم په ډېره کمه بیه ووېشي، چې د وېشلو لړۍ یې دوام لري.[۳][۴][۵][۶][۷]

د کوېډ-۱۹ پر وړاندې د نړیوال روغتیايي سازمان نوښتونه سمول

نړیوال روغتیايي سازمان، د ورځني حالت راپور خپروي او د مطبوعاتي ناستو په ترڅ کې له رسنیو سره د وبا اړوند معلومات شریکوي. دغه سازمان له وبا څخه د شخصي خوندیتوب له ۲ میلیونه زیات سامان الات او د دغې ناروغۍ د ازمویلو یو میلیون کېټونه یې څه باندې ۱۲۰ هېوادونو ته لېږلي دي. نړیوال روغتیايي سازمان، په ګڼ شمېر ژبو د کوېډ-۱۹ پر وړاندې د چمتووالي لرلو او ورسره د غبرګون ښوولو په اړه انلاین روزنیز کورسونه جوړ کړي دي. د ۲۰۲۰ ز کال په اپریل کې د وبا پر وړاندې د غبرګون ښوولو صندوق، له څه باندې ۲۰۰ زره کسانو او بنسټونو څخه له ۱۴۰ میلیونه ډالرو زیات راغونډ کړي و.[۸][۹][۱۰][۱۱][۱۲]

د پاکو لاسونو کمپاین، د روغتیا د نړیوال سازمان هغه کمپاین و چې ډېرو مخکښو څېرو په کې ګډون درلود او له خلکو یې غوښتل، چې په منظمه توګه خپل لاسونه ومینځي. دغه سازمان په ټولو ټولنیزو رسنیو کې د وبا اړوند ناسمو معلوماتو خپرولو پر وړاندې فعاله ونډه لرلې. د روغتیا نړیوال سازمان، له لیډي ګاګا (Lady Gaga) سره په همغږۍ روغتیايي کارکوونکو ته د مالي مرستو د راغونډولو په موخه د تلویزیوني کنسرت په جوړولو کې ونډه لرلې اود اپریل تر ۷ مې نېتې پورې یې ۳۵ میلیونه ډالر راغونډ کړل.[۱۳][۱۴][۱۵][۱۶]

خلک سمول

د روغتیا د نړیوال سازمان عمومي مشر تدروس ادهانوم ګهبریسوس (Tedros Adhanom Ghebreyesus) د کرونا ویروس څخه د مخنیوي په برخه کې د دغه سازمان د هڅو مشري پر غاړه لري. د تدروس سره په خوا کې د روغتیا د نړیوال سازمان د بېړني حالت اجرائیوي مدیر مایکل جی رایان (Michael J. Ryan) او د کوېډ-۱۹ پر وړاندې د غبرګون ښوولو تخنیکي مشره ماریا ون کرخوف(Maria Van Kerkhove) په جینوا کې د دغه سازمان په عمومي دفتر کې د مطبوعاتي کنفرانس پر مهال را څرګند شول. د ۲۰۲۰ ز کال په فبروري میاشت کې د روغتیا د نړیوال سازمان او چین د ګډ ماموریت مشري، د روغتیا د نړیوال سازمان له لوري د بروس ایلوارډ (Bruce Aylward) او له چینايي لوري څخه د چین د ملي روغتیا د کمیسیون د مشر وانین لیانګ (Wannian Liang) له خوا کېدله.[۱۷][۱۸][۱۹]

غبرګونونه سمول

د وبا د کنټرول په برخه کې د روغتیا د نړیوال سازمان ماموریت، د دغه سازمان له خوا "د چین او د چین د منتقدینو" ترمنځ د "دیپلماتیک بیلانس د رامنځته کولو د عمل" په توګه د دغه ماموریت د توصیف له امله تر نیوکو لاندې راغلی، ځکه د چین او د امریکا د متحده ایالاتو ترمنځ روانو ستونزو، د وایرس کنټرول له یو شمېر ګواښونو سره مخامخ کړی. منتقدین دغه سازمان "بیجنګ ته په ډېر نږدې والي" تورنوي. د جاپان پخواني لومړي وزیر او د مالیې وزیر، تارو آسو (Tarō Asō) ویلي دي چې: یو شمېر خلک د روغتیا نړیوال سازمان د "چین د روغتیا سازمان" په نوم یادوي، هغه له بېجنګ سره د دغه سازمان د نږدې همکاریو له امله دغه خبره وکړه. په لومړیو اندېښنو کې دا مشاهده شامله وه چې، په داسې حال کې چې چین "په تاریخي بڼه له روڼتیا او نړیوالو نیوکو څخه کرکه لرلې" د روغتیا نړیوال سازمان د غړو هېوادونو له خوا په فلتر شوو او ورکړل شوو شمېرو تکیه کوي. د جنوري په پیل کې، د روغتیا نړیوال سازمان یو شمېر چارواکو د چین د دولت له خوا د معلوماتو په ورکولو کې د پام وړ ځنډ او د ناکافي معلوماتو ورکولو په اړه یو شمېر داخلي تبصرې لرلې. د نړیوالې روغتیا د سیاستونو د څېړونکي او د مینیسوټا دولوث پوهنتون رئیس (University of Minnesota Duluth) جرمي یودي (Jeremy Youde) وايي چې:  کېدای شي، د روغتیا نړیوال سازمان چارواکو دا انګېرلې وي چې، د نا کافي اطلاعاتو د ورکړې په برخه کې د چین نوم اخیستل او یا شرمول به، د چین د دولت د نه همکارۍ لامل وګرځي. کېدای شي، له همدې امله یې په قصدي ډول پریکړه کړې وي چې، د بېجنګ څخه په مننې سره د چین دولت د روغتیا له نړیوال سازمان سره د همکارۍ په برخه کې مل وساتي.[۲۰][۲۱][۲۲][۲۳][۲۴][۲۵]

د دغو نیوکو په ځواب کې، د فبروروي په نیمایي کې د روغتیا د نړیوال سازمان عمومي مشر تدروس ادهانوم څرګنده کړه چې: چین "اړتیا نه لري وستایل شي. چین ډېر ښه ګامونه اخیستي، څو وایرس کنټرول کړي. ټوله نړۍ قضاوت کولی شي. په دې کې مبالغه نشته"، ورپسې یې زیاته کړه چې: "زه پوهېږم چې د روغتیا نړیوال سازمان، له دې امله چې د چین له چارو ستاینه کوي، ډېر فشارونه راځي، خو موږ ته نه ښایي چې د فشارونو له امله، له رښتیا ویلو ډډه وکړو، موږ د چا د راضي ساتلو په موخه څه نه وایواو دا ځکه وایو چې: دا رښتیا دي". د یو شمېر څارونکو پر باور د روغتیا نړیوال سازمان نشو کولای د چین سره د دښمنۍ خطر پر غاړه واخلي ځکه که چېرې یې داسې کړي وای نه یې شو کولای د دغې وبا له داخلي وضعیت څخه ځان خبر او په هغه هېواد کې د وبا پر وړاندې غبرګونونو یې اغېز لرلی وای. چې په دې حالت کې به " په ګڼ شمېر مقالو کې د روغتیا نړیوال سازمان د وبا د کړکېچ پر مهال په چین باندې د بې ځایه تورونو لګولو او له دغې وبا سره د مبارزې په برخه کې د دغه هېواد د وړتیاوو د له منځه وړلو له امله له نیوکو سره مخامخ شوی وای". له همدې امله، یو شمېر کارپوهانو، لکه: ډاکټر ډېوېډ نابرو (Dr. David Nabarro) له دغې ستراتیژي څخه ملاتړ کړی، څو" د وبا پر وړاندې د اغېزمن نړیوال غبرګون د رامنځته کېدو په برخه کې د بېجېنګ له همکارۍ ډاډ ترلاسه شي". د نړیوالې روغتیا د امنیت اړوند په چتهام هوس (Chatham House) مرکز کې د ون هېلت پروژې (One Health Project) مشر عثمان دارهم، د روغتیا د نړیوال سازمان له دغه چلند نه ملاتړ کړی او څرګنده کړې یې ده چې، دا هماغسې فشار دی، چې " د ملګرو ملتونو اړوند بنسټونه، تل د پرمختللو اقتصادونو له خوا ورسره مخامخ دي".[۲۶][۲۷][۲۸][۲۹]

د اپریل په پیل کې، افریقايي مشرانو هم د وبا پر وړاندې د روغتیا د نړیوال سازمان له چارو ملاتړ وکړ، افریقایي ټولنې وویل چې: دغه سازمان "ښه کار" ترسره کړ، د نایجریا ولسمشر محمود بوهاري (Muhammadu Buhari) هم " د نړیوالې همغږۍ" غوښتنه وکړه.[۳۰]

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ هم د وبا په پیل کې د روغتیا د نړیوال سازمان له هڅو ستاینه وکړه، خو وروسته یې له وبا سره د دغه سازمان په غبرګون نیوکه وکړه. د ۲۰۲۰ ز کال د اپریل په ۱۴ مه، هغه اعلان وکړ چې:  د امریکا متحده ایالات به د روغتیا له نړیوال سازمان سره خپله مرسته و دروي او په ورته مهال به " د کرونا وایرس پر وړاندې د غبرګونونو د ناسم مدیریت او د هغو پر خپرېدو باندې د سرپوښ د اېښولو په اړه" څېړنې وکړي. یوه اونۍ وړاندې، د یوې مطبوعاتي ناستې پر مهال ټرمپ، د کرونا وایرس د وبا په اړه د روغتیا په نړیوال سازمان "کې  د موکې له لاسه ورکولو" له امله نیوکه کړې وه او ګواښ یې کړی و چې، له دغه سازمان سره به د امریکا د متحده ایالاتو مالي ملاتړ بند کړي. په همدغه ورځ، هغه په خپل یوه ټویټ کې د روغتیا له نړیوال سازمان څخه د چین د نامتناسبې ګټې اخیستنې یادونه کړې وه، ده ویلي و: "د روغتیا نړیوال سازمان په رښتیا سره چاودنه ورکړه". د امریکا د متحده ایالاتو کانګرس، په ۲۰۲۰ ز کال کې د روغتیا نړیوال سازمان لپاره ۱۲۲ میلیونه ډالر ځانګړي کړي و، خو ټرمپ د مخه د ۲۰۲۱ ز کال په بودیجه کې له سپینې ماڼۍ څخه غوښتي و چې، د روغتیا له نړیوال سازمان سره مالي مرسته ۵۸ میلیونه ډالرو ته راکمه کړي.[۳۱][۳۲][۳۳][۳۴][۳۵][۳۶][۳۷][۳۸]

سرچینۍ سمول

  1. Lua error in Module:Lang at line 48: attempt to index field 'lang_name' (a nil value).
  2. Lua error in Module:Lang at line 48: attempt to index field 'lang_name' (a nil value).
  3. Borger, Julian (18 April 2020). "Caught in a superpower struggle: the inside story of the WHO's response to coronavirus". The Guardian. د لاسرسي‌نېټه ۱۹ اپرېل ۲۰۲۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  4. (په 18 February 2020 باندې). China's handling of coronavirus is a diplomatic challenge for WHO. The Guardian.
  5. . WHO's relationship with China under scrutiny due to coronavirus crisis.
  6. Nebehay, Stephanie; Skydsgaard, Nikolaj (December 16, 2020). "Exclusive: WHO-led team expected in China in January to probe COVID-19 origins - experts". Reuters. د لاسرسي‌نېټه December 17, 2020. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  7. (په 10 February 2021 باندې). WHO's Wuhan probe ends, U.S.-China bickering over COVID continues. Reuters.
  8. (په 16 March 2020 باندې). 'Test, test, test': WHO calls for more coronavirus testing – video. The Guardian.
  9. (په 9 April 2020 باندې). 5 reasons the world needs WHO, to fight the COVID-19 pandemic. UN News.
  10. Lua error in Module:Lang at line 48: attempt to index field 'lang_name' (a nil value).
  11. . OPINION: Now more than ever, the internet might as well be a human right. iol.co.za.
  12. Lua error in Module:Lang at line 48: attempt to index field 'lang_name' (a nil value).
  13. . Coronavirus: The World Health Organization Is Becoming The Planet's Most Important Social Media Influencer. Forbes.
  14. Lua error in Module:Lang at line 48: attempt to index field 'lang_name' (a nil value).
  15. (په 13 March 2020 باندې). WHO 'mythbusters' against COVID-19 misinformation. FOX 5 NY.
  16. (په 7 April 2020 باندې). Gaga announces concert to recognise health workers. BBC News.
  17. (په 16 March 2020 باندې). 'Test, test, test': WHO calls for more coronavirus testing – video. The Guardian.
  18. (په 1 April 2020 باندې). Watch live: WHO holds press conference on the coronavirus outbreak. cnbc.com.
  19. "Report of the WHO–China Joint Mission on Coronavirus Disease 2019 (COVID-19)" (PDF). World Health Organization (WHO). مؤرشف (PDF) من الأصل في ۱۹ مارچ ۲۰۲۰. د لاسرسي‌نېټه ۰۹ اپرېل ۲۰۲۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  20. (په 16 April 2020 باندې). W.H.O., Now Trump's Scapegoat, Warned About Coronavirus Early and Often. The New York Times.
  21. Lua error in Module:Lang at line 48: attempt to index field 'lang_name' (a nil value).
  22. (په 18 February 2020 باندې). China's handling of coronavirus is a diplomatic challenge for WHO. The Guardian.
  23. Youde, Jeremy (March 4, 2020). "Does the World Health Organization have the freedom to do what it needs to do about covid-19?". The Washington Post. د لاسرسي‌نېټه January 19, 2021. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  24. "China delayed releasing coronavirus info, frustrating WHO". AP NEWS. 2020-06-02. د لاسرسي‌نېټه ۰۲ سپټمبر ۲۰۲۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  25. . WHO's relationship with China under scrutiny due to coronavirus crisis.
  26. (په 18 February 2020 باندې). China's handling of coronavirus is a diplomatic challenge for WHO. The Guardian.
  27. "Mission impossible? WHO director fights to prevent a pandemic without offending China". Science | AAAS. 10 February 2020. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  28. Lua error in Module:Lang at line 48: attempt to index field 'lang_name' (a nil value).
  29. . WHO's relationship with China under scrutiny due to coronavirus crisis.
  30. (په 9 April 2020 باندې). African leaders stand up for WHO, Tedros after criticism from Trump. South China Morning Post.
  31. . U.S. Won't Join Global Coronavirus Vaccine Effort Because It's Led By The WHO. Forbes.
  32. "Trump Halts U.S. Funding of World Health Organization - The New York Times". Nytimes.com. 2020-04-11. د لاسرسي‌نېټه ۲۲ اپرېل ۲۰۲۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  33. Lua error in Module:Lang at line 48: attempt to index field 'lang_name' (a nil value).
  34. Lua error in Module:Lang at line 48: attempt to index field 'lang_name' (a nil value).
  35. Nebehay, Stephanie; Mason, Jeff (15 April 2020). "WHO regrets Trump funding halt as global coronavirus cases top 2 million". Reuters. د لاسرسي‌نېټه ۱۶ اپرېل ۲۰۲۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  36. Davidson, Helen (15 April 2020). "'Crime against humanity': Trump condemned for WHO funding freeze". The Guardian. د لاسرسي‌نېټه ۱۶ اپرېل ۲۰۲۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  37. Chappell, Bill (15 April 2020). "'We Alerted The World' To Coronavirus On Jan. 5, WHO Says In Response To U.S." NPR. د لاسرسي‌نېټه ۱۶ اپرېل ۲۰۲۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  38. (په 15 April 2020 باندې). What the W.H.O. Does, and How U.S. Funding Cuts Could Affect It. The New York Times.