د کوچنيانو اخلاقي پالنه

د کوچنيانو اخلاقي پالنه د مولانا قيام الدين خادم يو ژباړلی اثر دی. دا کتاب يو اخلاقي لارښود او دستور دی چې له اوردو ژبې څخه ژباړل شوی او انجمن ادبي چې وروسته پښتو ټولنه شوه، په ۱۳۱۴ ل. کال کې د ۸۳ مخونو په حجم او وړه قطع کې په کابل مطبعه کې چاپ کړی. پدې کتاب کې د اخلاق، تربيې اسلوب او روزنې په شاوخوا کې ۱۳ سرليکونه کښل شوي.

سرچينې سمول

پښتو کتابونه - د راز محمد ويښ اثر