د کوویډ-۱۹ واکسین کلینیکي څېړنې

د کوویډ-۱۹ واکسین کلینیکي څېړنې د دې لپاره کېږي چې د کوویډ-۱۹ واکسین ځانګړنې مشخصې کړي. دا ځانګړنې اغېزناکتیا، کارندوالی او خوندیتوب دي. ملي دولتونو ۳۰ واکسینونو ته د کارولو اجازه ورکړې ده چې په دې کې اته د بیړنۍ یا بشپړې استفادې لپاره دي او لږ تر لږه یوې داسې نظارتي مرجع تایید کړي دي چې د روغتیا نړیوال سازمان یې په رسمیت پېژني، د دې تر څنګ پنځه نور په څلورم پړاو کې دي. ۲۰۴ واکسینونه تر کلینیکي څېړنو لاندې دي او تر اوسه د کارولو اجازه نه ده ورکړل شوې.[۱]

دري دېرش داسې واکسینونه شته چې لږ تر لږه یوې ملي نظارتي مرجع يې عمومي استفادې ته اجازه ورکړې ده:[۲][۳]

  • یو ډي.اېن.اې واکسین: زي‌کوو-ډي (ZyCoV-D).
  • دوه ار.اېن.اې واکسینونه: فایزر بیواېن‌ټېک (Pfizer–BioNTech) او مډېرنا (Moderna).
  • دوولس معمولي غیر فعال واکسینونه: د چین د طبي علومو د اکاډمۍ واکسین، کورونا واک (CoronaVac)، کو واکسین (Covaxin)، کووي واک (CoviVac)، کوو ایران برکت (COVIran Barekat)، فخرا واک (FAKHRAVAC)، منهای کنټای (Minhai-Kangtai)، قز واک (QazVac)، سینوفارم بي.ای.بي.پي (Sinopharm BIBP)، ډبلیو.ای.بي.پي (WIBP)، تورک واک (Turkovac) او وي.اېل.اې ۲۰۰۱ (VLA2001).[۴]
  • پنځه ویروس لېږدوونکي واکسینونه: سپوټنیک لایټ (Sputnik Light)، سپوټنیک وي (Sputnik V)، اکسفورډ-اسټرازېنکا (Oxford–AstraZeneca)، کانوېډېشیا (Convidecia) او جانسون انډ جانسون (Janssen).[۴]
  • دوولس د فرعي واحد واکسینونه: عبدالله (Abdala)، کوربیواکس (Corbevax)، کوواکس-۱۹ (COVAX-19)، ايپيواک کورونا (EpiVacCorona)، ام.وي.سي کوو۱۹۰۱ (MVC-COV1901)، نورا (Noora)، نواواکس (Novavax)، رازي کوو پارس (Razi Cov Pars)، سینوفارم سي.ان.بي.جي (Sinopharm CNBG)، سوبرانا ۰۲ (Soberana 02)، سوبرانا پلس (Soberana Plus) او زي.اېف ۲۰۰۱ (ZF2001).[۴]
  • یو د ویروس ته ورته ذراتو واکسین: کو وي.اېل.پي (CoVLP).[۴]

د ۲۰۲۱ ز کال تر جولای میاشتې پورې ۳۳۰ کاندید واکسینونه د پراختیا په بېلابېلو پړاوونو کې وو، له دې ډلې ۱۰۲ ډوله تر کلینیکي څېړنو لاندې وو چې ۳۰ یې د ازمېښتونو په لومړي پړاو کې وو، ۳۰ یې د ازمېښتونو په دویم پړاو کې وو، ۲۵ یې د ازمېښتونو په درېیم پړاو کې وو او ۸ یې هم د پراختیا په څلورم پړاو کې وو.[۵]

فورمول‌بندي سمول

د ۲۰۲۰ ز کال له سپټمبر میاشتې راهیسې یوولس کاندید واکسینونه په کلینیکي پراختیا کې تقویتي درمل کاروي تر څو خوندیتوب زیات کړي. تقویتي درمل (adjuvant) داسې مواد دي چې د واکسین په مقابل کې د خونديتوب غبرګون ډېروي. په ځانګړو مواردو کې ښايي دغه تقویتي درمل د دې لپاره هم وکارول شي چې د واکسین اغېزناکتیا ډېره کړي. د کوویډ-۱۹ واکسین د تقویتي درملو فورمول ښايي هغو ټېکنالوژيو ته ګټور وي چې د کوویډ-۱۹ غیر فعال ویروس کاروي او یا هم داسې واکسینونه کاروي چې د نوي ترکیب پروتینونه یا لېږدوونکي لري. د المونیم مالګې چې په "زاج" مشهورې دي، لومړني تقویتي درمل وو چې مجازو واکسینونو ته ور زیات شول او په شاوخوا ۸۰ سلنه تقویتي واکسینونو کې دغه تقویتي درمل یا اجوېنټ انتخابي بڼه لري. زاج تقویتي درمل د خوندیتوب د ډېرولو لپاره بېلابېل مالیکولي او حجروي میکانیزمونه لري چې په دې ډله کې د التهابي سیټوکینونو ازادول یادولی شو.[۶]

اغېزناکتیا سمول

د واکسین اغېزناکتیا په دې معنا ده چې په واکسین شویو کسانو کې د ناواکسین شویو کسانو په پرتله د ناروغۍ ګواښ راکم شي. صفر سلنه اغېزناکتیا په دې معنا ده  چې واکسین کار نه کوي (لکه هغه ماده چې دوا په کې نه‌شته خو روحي تکسین لري). ۵۰ سلنه اغېزناکتیا په دې معنا ده چې د سرایت نیمايي پېښې په هغو کسانو کې دي چې واکسین یې نه دی کړی.[۷]

که د واکسین پر مهال مټ په سم ډول ونه‌نیول شي یا فشار پرې وارد شي، یعنې واکسین د عضلې پر ځای تر جلد لاندې تزریق شي، ښايي په دې صورت کې د کوویډ-۱۹ واکسین ناسمه اغېزه وکړي. د سي.ډي.سي لارښوونه دا ده چې هغه ډوزونه باید تکرار نه‌شي چې تر جلد لاندې تجویزېږي.[۸][۹][۱۰]

د بېلابېلو واکسینونو د اغېزناکتیا پرتله کول اسانه کار نه دی، ځکه ازمېښتونه په بېلابېلو خلکو، بېلابېلو جغرافیايي سیمو او د ویروس په بېلابېلو بڼو کې شوي وي. د ډلټا بڼې تر راتلو مخکې د کوویډ-۱۹ په اړه فکر کېده چې د واکسین اغېزناکتیا ښايي ۶۷ سلنه د وبا د ټکني کولو لپاره کافي وي، خو اوسني واکسینونه د سرایت ضد هغه خوندیتوب نه رامنځته کوي چې د انتشار د مخنیوي لپاره اړین دی. د واکسین اغېزناکتیا د ناروغۍ مخنیوی منعکسوي چې د سارس کوویډ ۲ ویروس د خپرېدو د وړتیا لپاره یو کمزوری شاخص دی، ځکه هغه کسان ښايي ډېر لېږدوونکي وي چې د ناروغۍ نښې نه‌لري. د متحدو ایالتونو د خوړو او درملو سازمان (FDA) او د اروپا د درملو مرکز (EMA) د کوویډ-۱۹ واکسین د تایید لپاره ۵۰ سلنه ظرفیت د اړینې اغېزناکتیا په توګه ټاکی دی. تمه کېږي چې د کوویډ-۱۹ واکسین اړینه اغېزناکتیا به لږ تر لږه ۷۰ سلنه د وبا د مخنیوي او لږ تر لږه ۸۰ سلنه د دې لپاره وي چې دغه وبا له لا زیاتو اقداماتو پرته ټکنۍ کړي.[۱۱][۱۲][۱۳][۱۴][۱۵][۱۶][۱۷][۱۸][۱۹][۲۰][۲۱]

کارندوالی سمول

د ۲۰۲۱ ز کال له اګسټ میاشتې راهیسې څېړنې ښيي چې په متحدو ایالتونو کې د کوویډ-۱۹ موجود واکسینونه "د کوویډ-۱۹ وبا له امله د شدیدې ناروغۍ، بستري کېدو او مړینو په مقابل کې ډېر ګټور دي". د سي.ډي.سي د راپور له مخې هغه کسان چې واکسین یې نه دی کړی، د هغو کسانو په پرتله چې واکسین یې کړی، ۵ برابره احتمال لري چې پر ناروغۍ اخته شي، ۱۰ برابره احتمال لري چې په روغتونونو کې بستري شي او د مړینې احتمال یې هم تر هغوی ۱۱ برابره ډېر دی.[۲۲][۲۳][۲۴][۲۵]

یوې بلې څېړنې وښوده هغه کسان چې واکسین یې نه دی کړی، د هغو کسانو په پرتله چې واکسین یې کړی، شپږ برابره ډېر احتمال لري چې ټېسټ یې مثبت وي، ۳۷ سلنه ډېر احتمال لري چې په روغتونونو کې بستري شي او ۶۷ برابره زیات احتمال لري چې ومري.[۲۶]

سي.ډي.سي راپور ورکړی چې د الفا په مقابل کې د واکسین کارندوالی د ډلټا بڼې په مقابل کې ۶۶ سنلې ته راکم شوی دی. یوه متخصص کس وویل: "هغه کسان چې تر واکسین وروسته په ناروغۍ اخته کېږي، ناروغي یې هومره سخته نه وي لکه تر واکسین مخکې چې سخته وي او مري هم نه." د ۲۰۲۱ ز کال د اګسټ میاشتې تر وروستیو پورې په متحدو ایالتونو کې د پېښو ۹۹ سلنه برخه د ډلټا بڼې وه او په دې سره څرګنده شوه چې دا بڼه هغو کسانو ته د سختې ناروغۍ او په روغتونونو کې د بستري کېدو ګواښ دوه برابره ډېروي چې واکسین یې نه دی کړی.[۲۷][۲۸][۲۹][۳۰]

جانبي عوارض سمول

د واکسینونو اړوندو جانبي عوارضو ته د ټولو خلکو پام دی. ټول واکسینونه د خفیف زیان اړوند جانبي عوارض لري چې لامل یې بدن ته د یوې بېرونۍ مادې ننوتل دي. په دغو عوارضو کې د تزریق په ځای کې درد، سوروالی او التهاب شاملېږي. نور معمول جانبي عوارض ستړیا، سر دردي، میالجیا (د عضلاتو درد) او ارترالجیا (د مفاصلو درد) دي چې په ټولیز ډول د څو ورځو په جریان کې له منځه ځي. یوه غیر معموله جانبي عارضه (چې معمولاً له هرو ۱۰۰۰ کسانو څخه په یوه کس کې پېښېږي) سخت حساسیت دی چې په ځینو نادرو مواردو کې ښايي د انافیلاکسۍ (anaphylaxis) لامل شي. نور جدي جانبي عوارض ډېر نادر دي، ځکه چې که په واکسین کې پرله‌پسې جانبي عوارض پېژندل شوي وي، ان د بیړنۍ استفادې لپاره هم نه تاییدېږي.[۳۱][۳۲][۳۳][۳۴][۳۵][۳۶][۳۷]

سرچينې سمول

  1. "Status of COVID-19 Vaccines within WHO EUL/PQ evaluation process" Archived 2022-03-25 at the Wayback Machine.. World Health Organization, 2 March 2022.
  2. "COVID-19 vaccine tracker (Refresh URL to update)". vac-lshtm.shinyapps.io. London School of Hygiene & Tropical Medicine. 12 July 2021. د لاسرسي‌نېټه ۱۰ مارچ ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  3. "Approved Vaccines". COVID 19 Vaccine Tracker, McGill University. 12 July 2021. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  4. ۴٫۰ ۴٫۱ ۴٫۲ ۴٫۳ Hotez, Peter J.; Bottazzi, Maria Elena (27 January 2022). "Whole Inactivated Virus and Protein-Based COVID-19 Vaccines". Annual Review of Medicine. 73 (1): 55–64. doi:10.1146/annurev-med-042420-113212. ISSN 0066-4219. PMID 34637324 تأكد من صحة قيمة |pmid= (مساعدة). S2CID 238747462 Check |s2cid= value (مساعدة). د لاسرسي‌نېټه ۱۴ اپرېل ۲۰۲۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  5. "COVID-19 vaccine tracker (Refresh URL to update)". vac-lshtm.shinyapps.io. London School of Hygiene & Tropical Medicine. 12 July 2021. د لاسرسي‌نېټه ۱۰ مارچ ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  6. Hotez, Peter J.; Bottazzi, Maria Elena (27 January 2022). "Whole Inactivated Virus and Protein-Based COVID-19 Vaccines". Annual Review of Medicine. 73 (1): 55–64. doi:10.1146/annurev-med-042420-113212. ISSN 0066-4219. PMID 34637324 تأكد من صحة قيمة |pmid= (مساعدة). S2CID 238747462 Check |s2cid= value (مساعدة). د لاسرسي‌نېټه ۱۴ اپرېل ۲۰۲۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  7. (په 20 November 2020 باندې). 2 Companies Say Their Vaccines Are 95% Effective. What Does That Mean? You might assume that 95 out of every 100 people vaccinated will be protected from Covid-19. But that's not how the math works.. The New York Times.
  8. "COVID-19 Vaccine Administration Errors and Deviations" (PDF). CDC. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  9. Odzer • •, Ari. "#DoNotSqueezeMyArm: Doctor Sounds Alarm on How to Properly Inject COVID-19 Vaccine". الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  10. Ng JY (June 2021). "Inadvertent subcutaneous injection of COVID-19 vaccine". Postgraduate Medical Journal. 97 (1148): 400. doi:10.1136/postgradmedj-2021-139870. PMC 7886662 تأكد من صحة قيمة |pmc= (مساعدة). PMID 33589486 تأكد من صحة قيمة |pmid= (مساعدة). الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  11. Branswell H (2 February 2021). "Comparing three Covid-19 vaccines: Pfizer, Moderna, J&J". Stat. د لاسرسي‌نېټه ۲۸ فبروري ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  12. Randolph HE, Barreiro LB (May 2020). "Herd Immunity: Understanding COVID-19". Immunity. 52 (5): 737–741. doi:10.1016/j.immuni.2020.04.012. PMC 7236739. PMID 32433946. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  13. "Bharat's Intranasal Covid-19 Vaccine Moves Forward". 16 August 2021. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  14. "The FDA's cutoff for Covid-19 vaccine effectiveness is 50 percent. What does that mean?". NBCNews.com. د لاسرسي‌نېټه ۰۸ جنوري ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  15. "EMA sets 50% efficacy goal – with flexibility – for COVID vaccines". Regulatory Affairs Professionals Society (RAPS). د لاسرسي‌نېټه ۰۸ جنوري ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  16. Krause P, Fleming TR, Longini I, Henao-Restrepo AM, Peto R (September 2020). "COVID-19 vaccine trials should seek worthwhile efficacy". Lancet. 396 (10253): 741–743. doi:10.1016/S0140-6736(20)31821-3. PMC 7832749 تأكد من صحة قيمة |pmc= (مساعدة). PMID 32861315 //www.ncbi.nlm.nih.gov/pmc/articles/PMC7832749 |ببمد_سنترال= تحتاج عنوانا (مساعدة). الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  17. Bartsch SM, O'Shea KJ, Ferguson MC, Bottazzi ME, Wedlock PT, Strych U, et al. (October 2020). "Vaccine Efficacy Needed for a COVID-19 Coronavirus Vaccine to Prevent or Stop an Epidemic as the Sole Intervention". American Journal of Preventive Medicine. 59 (4): 493–503. doi:10.1016/j.amepre.2020.06.011. PMC 7361120. PMID 32778354. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  18. "FDA Briefing Document for mRNA 1273". Food and Drug Administration. 17 December 2020. مؤرشف من الأصل في ۱۵ ډيسمبر ۲۰۲۰. د لاسرسي‌نېټه ۱۸ اگسټ ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  19. "FDA Briefing Document: Pfizer–BioNTech COVID-19 Vaccine" (PDF). U.S. Food and Drug Administration (FDA). 10 December 2020. د لاسرسي‌نېټه ۰۱ جنوري ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  20. Hunziker, Patrick (24 July 2021). "Personalized-dose Covid-19 vaccination in a wave of virus Variants of Concern: Trading individual efficacy for societal benefit". Precision Nanomedicine (په انګلیسي ژبه کي). 4 (3): 805–20. doi:10.33218/001c.26101. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  21. Dean N, Madewell Z (5 March 2021). "Understanding the spectrum of vaccine efficacy measures". The BMJ Opinion. د لاسرسي‌نېټه ۰۱ مارچ ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  22. Holcombe M, Waldrop T (11 September 2021). "CDC study: Unvaccinated 11 times more likely to die from Covid-19". CNN. د لاسرسي‌نېټه ۱۱ سپټمبر ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  23. McMaster P (February 1978). "Management of liver trauma and liver transplantation". Physiotherapy. 64 (2): 39–40. doi:10.15585/mmwr.mm7037e1. PMID 345296. S2CID 237547342 Check |s2cid= value (مساعدة). الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  24. "New CDC Study: Vaccination Offers Higher Protection than Previous COVID-19 Infection". U.S. Centers for Disease Control and Prevention (CDC). January 2016. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  25. "Vaccine Effectiveness". Virginia Department of Health. 23 August 2021. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  26. ""Unvaccinated 67 times more likely to die from COVID-19, adjusted data shows"". King5 News. 27 August 2021. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  27. Fowlkes A, Gaglani M, Groover K, Thiese MS, Tyner H, Ellingson K (August 2021). "Effectiveness of COVID-19 Vaccines in Preventing SARS-CoV-2 Infection Among Frontline Workers Before and During B.1.617.2 (Delta) Variant Predominance - Eight U.S. Locations, December 2020-August 2021". MMWR. Morbidity and Mortality Weekly Report (په انګلیسي ژبه کي). 70 (34): 1167–1169. doi:10.15585/mmwr.mm7034e4. PMC 8389394 تأكد من صحة قيمة |pmc= (مساعدة). PMID 34437521 تأكد من صحة قيمة |pmid= (مساعدة). الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  28. Schreiber, Melody; Chayka, Kyle; Chayka, Kyle; Beyerstein, Lindsay; Beyerstein, Lindsay; Wilson, Jennifer; Wilson, Jennifer; Renault, Marion; Renault, Marion (2021-07-01). "The Delta Covid Variant's Urgent Message for America". The New Republic. ISSN 0028-6583. د لاسرسي‌نېټه ۲۸ اکتوبر ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  29. "Among the unvaccinated, Delta variant more than doubles risk of hospitalization", Los Angeles Times, 28 August 2021
  30. Antonelli, Michela; Penfold, Rose S.; Merino, Jordi; Sudre, Carole H.; Molteni, Erika; Berry, Sarah; Canas, Liane S.; Graham, Mark S.; Klaser, Kerstin; Modat, Marc; Murray, Benjamin; Kerfoot, Eric; Chen, Liyuan; Deng, Jie; Österdahl, Marc F.; Cheetham, Nathan J.; Drew, David A.; Nguyen, Long H.; Pujol, Joan Capdevila; Hu, Christina; Selvachandran, Somesh; Polidori, Lorenzo; May, Anna; Wolf, Jonathan; Chan, Andrew T.; Hammers, Alexander; Duncan, Emma L.; Spector, Tim D.; Ourselin, Sebastien; Steves, Claire J. (1 September 2021). "Risk factors and disease profile of post-vaccination SARS-CoV-2 infection in UK users of the COVID Symptom Study app: a prospective, community-based, nested, case-control study". The Lancet Infectious Diseases. 22 (1): 43–55. doi:10.1016/S1473-3099(21)00460-6. ISSN 1473-3099. PMC 8409907 تأكد من صحة قيمة |pmc= (مساعدة). PMID 34480857 تأكد من صحة قيمة |pmid= (مساعدة). الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  31. کينډۍ:Cite report
  32. Hervé, Caroline; Laupèze, Béatrice; Del Giudice, Giuseppe; Didierlaurent, Arnaud M.; Tavares Da Silva, Fernanda (24 September 2019). "The how's and what's of vaccine reactogenicity". NPJ Vaccines (په انګلیسي ژبه کي). 4 (1): 39. doi:10.1038/s41541-019-0132-6. ISSN 2059-0105. PMC 6760227. PMID 31583123. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  33. Polania Gutierrez JJ, Munakomi S (January 2020). "Intramuscular Injection". StatPearls. Treasure Island (FL): StatPearls Publishing. PMID 32310581. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  34. Montgomery J, Ryan M, Engler R, Hoffman D, McClenathan B, Collins L, et al. (October 2021). "Myocarditis Following Immunization With mRNA COVID-19 Vaccines in Members of the US Military". JAMA Cardiology. 6 (10): 1202–1206. doi:10.1001/jamacardio.2021.2833. PMC 8243257 تأكد من صحة قيمة |pmc= (مساعدة). PMID 34185045 تأكد من صحة قيمة |pmid= (مساعدة). الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  35. "COVID-19 Vaccination". Centers for Disease Control and Prevention (په انګلیسي ژبه کي). 11 February 2020. د لاسرسي‌نېټه ۱۹ اپرېل ۲۰۲۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  36. "Vaccine Adverse Events Reporting System (VAERS) Help". wonder.cdc.gov. د لاسرسي‌نېټه ۱۹ اپرېل ۲۰۲۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  37. Hogan, Michael J.; Pardi, Norbert (27 January 2022). "mRNA Vaccines in the COVID-19 Pandemic and Beyond". Annual Review of Medicine (په انګلیسي ژبه کي). 73 (1): 17–39. doi:10.1146/annurev-med-042420-112725. ISSN 0066-4219. PMID 34669432 تأكد من صحة قيمة |pmid= (مساعدة). S2CID 239050929 Check |s2cid= value (مساعدة). د لاسرسي‌نېټه ۱۹ اپرېل ۲۰۲۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)